مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-11-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

آخير ماشوم هم انسان دئ

حبيب الله غمخور _ سويډن

حبيب الله غمخور _ سويډن

د قدرت پر سر جنگ جگړي په دريو لسيزو کښی نه يوازی دافغانستان مادي او معنوي شتمنی تالا او له منځه يووړه ، هر څه له خاورو سره خاوري شوه بلکه زموږ باتوره اولس ته داسي بدناخوالی په ميراث پاته شوي چي دهغو يادول او  دهغه په هکله څه ليکل شرم بريښي . ولي چوپه خوله پاته کيدل ، څه نه ليکل  ،هغه له پامه غورځول او لوړپوړي چارواکي هغه ته نه متوجه کول هم زما په فکرد راتلونکي نسل او دهغوو دراتلونکی ژوند او په ټولنه کښي ئي راتلونکي ټولنيز موقف سره  ستره جفا  ده .

که پدغه لعنتي جنگ کښي  دننگر هار ، کنړ ، پکتيا ،پکتيکا ،خوست ،نورستان ځنگلونه او دبادغيس پسته لغ   وريبل شوه ، څه ناڅه فاريکی او کارخاني چی مودرلودې انفجار ورکړه شو  او پرزي یي دپيښاور او کوټی په بازارو کی وپلورل شوي ، ملي موزيم او ملی ارشيف چور شو ،ددولتي ودانيو ميزاو چوکۍ غلا او خرڅی شوي ،تاريخی اثار او ابيدات داروپا او امريکا په بزارونو کی ليلام شوه او يا لمنځه ولاړل ، درد او غم ئی ډير زيات ؤ زموږ دهيود لپاره دا  لويه فرهنگي اقتصادی او ملي غميزه وه .

په هر صورت يومتل دۍ وايی « غم لره ته پيدايی کوسيه » افغانا ن له آزله د دغوبد مرغيو لره پيدا دی ، متاسفانه دوي په تاريخ کښي   ارامه او خوښه ورځ نده ليدلي،  اونه ئی دارامۍ گوله پخوله کړې ، ځکه به داټول شيان پخپل همت ا و زيار دوباره جوړ کړی اميد چی د بل چپاولگر ځواک درارسيد وخت يو څه ليری وې ولي دا بله بدمرغي چي ويجاړه ونو او جنگونو په ميراث پريښوده دا به څنگه له بيخه باسی؟ هدف می لاندي بدمرغۍ دي :

- دتارياکو په کرلو ،پلورلو او قاچاق دا وحشيان ماړه نشول ،  دوي دماشومانو او تنکيو ځوانانو په تښولو او قا چاقبرۍ او يا هغوي وژل او دبدن غړې ئی خرڅولو هم پيل و کړ.

-  ددغو قاچابرانو او محلی قوماندانانو پيسي دومره زياتي شوي ،پداسی حال کی چه دافغان او لس دريمه برخه يانی تر « شپږو ملينو» زيات نر او ښځي لوي او واړه يوه گوله  وچه ډوډۍ نلری دوي اوس دخپلو حيواني او وحشي نفسی غوښنو دپوره کولو په خاطر په وړو ماشومانو چی عمر ئی د «۸-۱۶»کلنو تر منځ وی د انجونو کلي اغوندي اورخسوې ئی اوددوي پر معصومانه عفت جنسی  تيرۍ کوي .

تر اوسه دهمدغو  قوماندانانو او سړيو دقاچاقبرانو لخوا له ننگرهار ،کنړ لغمان، نورستان ،زابل ،غزني ،هلمند ،هرات بادغيس او  شمالي ولايتونه په سلهاوو ماشومان (هلکان او انجونی) بياهم « دنيک » همسايه هيواد پاکستان په بازارو او ددغه مقصد لپاره په ځانگړو هټيو کی پلورل شوي او دالړۍ روانه  ده . « دنړيوالو ډله ايزو خبرونو وسيلو خپرنو ته دي مراجعه وشي » .  همدا شان په سلهاوو ماشوما ن دغو سړې وژنکو وژلې او دبدن غړي ئی په بهر کی پلورلي دي ،دلته غواړم يو څه له موضوع خارج تم شم :« په افغانستان کي طب دومره مخته ندۍ تللۍ چي دبدن غړې پيوند کړي که داپيوند کيږي بيا هم پدي پيمانه ندۍ چي ددغو ماشومانو دوجود دغړو څخه دي استفاده وشې ،په همدي دليل زموږ دماشومانو دوجود غړي حرومرو دهمسايه هيوادو دقاچابرانو لخوا پيرودل کيږي او زموږ ځيني حرفوي وژونکې چي داشل کاله په انسان وژنه ندي ستړي شوې اوس د نورو زياتو پيسو   دلاسته راوړلو لپاره ماشومان تښتوی او بيايی  وژني او دبدن غړي ئی دهمسايه هيوادو پر جنايت کارو پلورې .

دعينی ا و مؤثقو دلايل او بيلگو پر اساس داد ماشومانو قاچاقبران زموږ دغمځپلي اولس له خوارۍ او غريبۍ نه په ناوړه گټي اخيستنی سره په مرکز،و لاياتو او ليری پرو کلو کی دمحتاجه پلار يامور نه او همدشان هغو فاميلنو نه چي جبرآ وطن پريږدي او پاکستان  او ايران ته ځی دپيسو دنشته والي او مجبوريت نه خپل ماشوم پر دغو داړه مارانو په « ۸۰ يا ۱۰۰ ډالره» خرڅوي .« دلوستونکو په ياد راوړم کله چي په ۱۳۵۰ او ۱۳۵۱کلونو کي وچکالۍ او لوږي دافغانستان زياته برخه زيان منه کړه هغه وخت هم زيات شمير فاميلونو ددي په خاطر چي اولادونه ئی دلوږي مړه نشي په کمو پيسو حتي مفت خپل ماشومان نورو ته ورکول» .

دا  ماشومان نه يوازي پاکستانيان رانيسي بلکه  عربي بډايان  او شيخان ئی هم رانيسي تر څو ددغو عربی شيخانو د اوښانو مخ يا شاته افغان ماشو م وځغلی ،که هغه دلمر دوړانگو دتودو خي چي تر« ۵۰ » درجو پوري رسيږی په دغه دښت کربلا کي قربانی هم شي څوک نلرې چی دعربی شيخ نه ددغه يا هغه ماشوم دژونداو مرگ تپوس وکړي او نه خو داعربی شيخان وجدان لری چي هغه ته ځان مسؤل وگڼي ، همدا اوس هم پدی دښتو کی ډيو ماشومانو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړي او غوښي ئي دهوا مرغانو خوړلیدي .

دهمدغو ماشمانو له جملي دښه بخت خاوند هغه دۍ چه په سعودي عرب  ،ډوبۍ اونورو عبي هيواو او پاکستان کی  د فقر او پيسودراټولولو لپاره بيول  شوۍ وې . . په پاکستان او ايران کښی په دغو ماشومانو هغه کاروه سرته رسوی چی په هيڅ مذهب رواندي او نه په کوم قانو ن کي دداشان درنو کارونو سرته رسول دماشومو لپاره جواز دۍ ، که د قانون له مخي   هلته غلامې او درانه  کارونوبند يز لگول شوۍ خو په ټپو ځايو کی ښاغلي پانگوال داځان ته حق ورکوي  هر څوک په هغه کار وگمارې  چی ښاغلي يی غواړي  .

ځنی اخوندان او ملايان بيا  يو شمير ماشومان  دمحتاجو    پلرو نه  سره  تر لاسه کوی  چي گويا دغه ماشوم به په پاکستان ، ايران  او يا بل کوم ځاي کی په مدرسو کی تعليم وکړي « والله علم» ، په حقيقت کي ددغو ماشومانو مغزون داسی پريولل کيږی چه هغه په زياته خوښۍ ا و  سپيڅلي عقيدي له مخی دځان وژنی ترورستی اعمالو ته اماده وي . «دازادۍ راديو سره دبغلان ولايت امنيه قوماندان مرکه 12.11.2004» . سوال دادۍ که داسلام دسپيڅلي دين څخه په استفادي  سره يوازي دسياسی واک دتر لاسه کولو او چوکيو خپلولو پخاطر ځان وژنه او يا بل بيگناه انسان وژل په آخيرت که اجرونه لري ؟ ما خو پخپل ټو ل ژ وند کی چي  راسته او چپه لاس می پيژندلۍدۍ نه ليدلی او نه  هم او ريدلي چي دا د ډول جنگو  رهبران دي پخپله او يا خپل اولاد پسی بمان وتړي او هغه دي دځانو ژني عمل ته وهڅوي او يا دي ددوي   دا نازولي په غرورغو کی په لوږه او تنده شپي او ورځي تيری کړی  . زه اوس نه غواړم داشان حقايق راوسپړم خو دمره افغان اولس ته ويل غواړم چی هر څوک هرچيری دبل په قربانۍ واک ته رسيدلۍ او يا واک ترلاسه کول غواړي  .

مگر سوال داد دۍ چی ولی افغان ماشوم بايد ترورست او وژونکۍ شي ايا هغه دا حق نلري چه سالم تربيه او ديو پوه او عالم انسان په دود دټولنی په جوړيدو او  کښی برخه والي ؟ ايا دبيوزلو اولادونه دا حق نلری چي دخپل هيواد راتلونکي رهبري مقامونه  تر لاسه کړي ؟ هميشه بايد دوي همداشان خوار او زليل وی ؟او ښه ژوند ونلري ؟ داډول تقسيم له انصاف او عدالت نه ليری دۍ .

-         دافغانستان په شمالی ولاياتو کی په زياته کچه  يو  شمير  ښاغلی اومحلی قوماندانا ن په تنکيو ماشومانو د انجونو کالي اغوندي  دخوښيو او خپلو شخص محافلو کښی ئی گډه وي ،و دهمدغو ماشومانو پر عزت جنسي تيرئ کوي يوه اصطلاح ده وايی  «هلک ساتي» ،داستونزه  په اسيایي هيوادو کښي له ډيره پخوا  موجوده وه او د شتوالي دليل ئی محروميت راوړه کيده ،خو په هغه وخت کی هم دا کارا خلاقی خرافات وه او روڼ  اندو ورته دنفرت په سترگه کتل  که څه هم متاسفانه  نه هغه وخت او نه هم او س زموږ ملاصاحبانو ددغه غيری اخلاقی او غيری ا سلامی کړنی په مقابل کی خپل غوڅ دريز نه ښوده او نه يی هم ددغه کار پر ضد تبليغ کاوه ،خوا وس چی قوماندان صاحبان او دا ښاغلی هلکان ساتی دمحروميت له وجی نه بلکه نيهايی عياشی ده ، او لمن يی دومره پراخه شويده چي اوس نه يوازي  داچی نړيوالو رباند تبصری کوی زموږ لپاره هم بايد تکان ورکوونکې اولويه ستونزه وي؟. که هلکان ساتنه او له هغوي نه جنسي  استفادي ،ا ورخسونه همداشان خپل  سرته پريښودل شي پايله به ئی داوی چی په راتلوونکی کښی به موږ يو لوي شمير داسی ځوانان ولرو چی دهغوي عزت او غرور دهغو له لاسه مات شوۍ چي داوطن يی په يوه او بل نامه په کنډوالو بدل کړ.

-         زه نه پوهيږم ايا دا کار ته په اسلام کی جواز شته؟ که نشته نو بيا دا فتوا گر چيری او په څه مصروف دي چي دغو داړه مارو اونارواوو ته چوپه خوله پاته دی فکر کوم ددغه شان اعمالو پر ضد جهاد ښه کار دۍ  ،او زموږ ملاصاحبان تر هر چا حتی تر دولت هم ددغي بدمرغی اوا نسان پر حقوقو دتيری پر ضد مؤثره واقع کيداي شی  .داخلاقي فسادو پر ضد اسلامی تبليغ ښه او پر ځای کار دۍ نه داچی ددولت په هغوکارو کي  مداخله کول کوم چی ددوي سره هيڅ تړاو نلري .ډير لږ موده پخوا ځينو په اصطلاح سياست والو په راډيو گانو کی ددي لپاره چي ددموکراسۍ نه «به بو» جوړ کړۍ ؤ او خلکوته  يی داښودل  چی دموکراسي داولسونو په گټه نده « هغه ځکه چی په دموکراسۍ کی ددغو سياست والو تاون ؤ» هميشه يو شۍ پخپلو خبرو کی زيات تکراراوه  « دموکراسي خو په غرب کی ده هلته نارينه له نارينه او ښځه له ښځي سره واده کوي » که څه  هم  په غرب کی داکار له دموکراسئ سره هيڅ تړاو نلري  او نه هم دغه ته دموکراسی ويل کيږ ي ، ځکه داکار په غرب کی هم داخلاقی نورمونو خلاف عمل گڼي او کليسا ئی مخالفه ده ، خو ددي ټولو سر ه دغرب په  مطلق اکثريت  هيوادو کي د کوانجلۍ رخسونه دپيسو په مقابل کي دکوچنۍ انجلۍ  او يا دهغوي نه جنسي استفاده لوي ترين جرم کڼل کيږي  له شپږو نه تر دريو کالو دزندان جزا ورکول کيږي ،په سويډن کي دلويی ښځی نه دپيسو په مقابل کی جنسی استفاده قانونی جرم او دزندان سزالري ،دا ځکه چي دوي وايی : دانسان له اقتصادي مجبوريت نه ناوړه او دځان په گټه استفاده د انسان  پر حق تيرئ دئ . او دهلک رخسول دپيسو په مقابل کي ددوي لپاره دتعجب وړ خبره ده ،هغه ښځه او نارينه چي يو څاي ژوند  سره کوي او  دوو هيوادو کي دواده کولو حق لري  هغوي لپاره هم قانوني سن ټاکل شوۍ دۍ په وړکتوب  کی حق نلري » خو زموږ په هيواد کي داقتصادي ستونزو نه په گټو پورته کولو سره دادۍ اوس هلکان ساتنه   او انجونو سره دقانونی سن دپوره کيدو نه د مخه ودونه او يا له هغوي نه ناوړه جنسی استفا ده په يوه عنعنه او دځينو تر منځ په سياليو بدله سوې ده .  ولي دا ددموکراسۍ مخالفين  پدغه هکله  هيڅ نه وايی .درسمي احسايو  له مخی هغه انجوني چي د«۱۸» کلنۍ نه مخکي اميدواره کيږي  دماشوم دزيږيدو په وخت کښي په هر ساعت کی دوي ښځی خپل ژوند دلاسه ورکوي  اود هرو« نهو» ماشومانونه «  يو » ماشوم  مخکی له يو کلنۍ نه ، د هرو « شپږو » ماشومانو نه يو مخکي له پنځه کلنۍ او په سلو کی « پنځلس » ماشومان دزيږيدوپه وخت کی خپل ژوند دلاسه ورکوي  .

 ددريو کلنو په جريان کی دهمداشان ناخوالو او ظلمونو په پايله کی تر «۳۰۰» زياتو ښځی او پيغلی ځان وژنی ته مجبوری شوي ،دابايد ووايم داهغه احسايه د ه چي جهانيان په خبر شوي دي ، که زموږ دوطن جغرافيايی او نوري ستونزي دقيقی په پام کي ونيسو په ډاډ ويلای  شم چی شمير ئی تر « زرو » اوړې  .

زما په اند لمړۍ غلطي خو هلته وشوه چي په قانون کی دانجلۍ دواده تر ټولو لږ عمر «۱۶» کاله وټاکل شو، دا کار په داسي يو هيواد کی وشو چه نه د ماشوم مور داميدوارۍ په وخت کی  لازم خواړه تر لاسه کولاي  شي اونه هم ترو لادت وروسته ،څنگه کيداي شی يو سالم ماشوم دی دنياته راشی؟ او هغه دی سالمه وده کړي ؟ همدا اوس دلسو ملينو ماشومانونه په سلو کی اتيا دزوند حداقل شرايط نلري  زه دپاکو اوبو او لازمو خوړو په هکله چوپ پاتيږم ، ولي بيا هم زموږ  قانو ن پوهان او واکداران تر هغو چی دژند ټول څه ورته برابر دي او سالم دنياته راځي دواده کولو لپاره يی  کم عمر و ټاکۍ .

افغا نستان يو داسي هيواد دئ چی له هريخوا له بدمرغيو او ناخولو ره لاس په گروان دۍ   . پر اوسنې حاکميت ده چي دغې ملي غميزي ته لازمه او جدي توجه وکړي ،که موږ سالمه او لهر وغتيانه بهرمنه  کونۍ ونلرو دهيواد سمبالتيا ستنځمن کاردۍ  ،سالمه ټولنه په سالمو افرادو جوړيدای شی . ددې لپاره لازمه ده چي دهيواد راتلونکي نسل ژوند ه په جدې پاملرني سره بيله ځنډه لاندني کارونه سره ورسيږي ترڅو له يوي خوا موږ  دراتلونکې ځوان نسل عزت او عفت  ددغو وحشيانو له تري نه خوندی او په امان کی پاته شی او له بلي خوا ځوان  نسل ته دسالمي  روزنی   او هوسا ژوند شرايط برابر شي .

-  تر هر څه لمړۍ بايد دانجنو دواده کولو  عمر له «۱۶» نه «۱۸» ته پورته شي.

- دمور او ماشوم په هکله په اساسی قانون کي سرر سر ي يادونه دقيقه شي  ، دولت بايد  روښانه او څرگندي دندی پر غاړه واخلي تر څو مور او ماشوم له هر ډول تعرض اوددوي پر حقو قو له  تيرې نه په امان کی وې  .

-  له ماشومانو سره دا شان داسلام او انسانيت خلاف کړني ، په زور يا دپيسو په مقابل کی دهلکانو او انجونو  رخسول  او له هغوي نه جنسی استفاده ، دهلکانو ساتونکې  ، دکوچنيانو قاچاق  او يا بيله دولتي ادارو له اجازي نه هلکان  پاکستان ،ايران   يا بل کوم هيواد ته دتحصيل په نامه بيول غيری قانونی اعلان ، او امنيتی اورگانونو ته رسمی دنده وسپار ل شي ددغو کړونو سرته رسوونکی کشف او محکمي ته دجزا ورکلو په منظور ور وپيژندل شی .

- عدلی ا ور گانونه په هيواد کي د مور او ماشوم ژوند ته په ځانگړي پاملرنی سره  ځکه اړين دی چي زموږ په هيواد کی دغی حياتي مسلی ته څنگه چي لازمه ده هيڅ ډول  پاملرنه نده شوي،له بد ه مرغه تل ددوي پر رو حقوقو تيرئ شوۍ دۍ .

-پدا دريو کلنو نو کښی دچوکي اومقام گټلو،له وخت نه په گټه اخيستلو د حرامو پيسو  دتر لاسه کولو لي شتمنيو خپلولو پر سر د سياليو او دمنډو ترړو ميدان دومره تود ؤ چی د ماشوم او مور حق دچا پياد هم نه ؤ . تر پنځه مليارده زياتی بهرنۍ مالي مرستی افغانستان ته پدی دريو کلنو کی راورسيدي خو دمور او ماشوم ونډه پکښی تنها  دومره شوه چي  دښځو سره دکار په نامه  وزارت جوړ شو، داچی دغه وزارت  زوريدلي مور، غريب اوبينوا يتيم ته څه وکړه او کمي دندي يی سرته رسولي پوښتنه نشته  .

- ددولت ټولي اړنده اداري ملی دنده لري دنړيوالو مرستندويه سازمانونو ،يونسکو ،يونسف  اونورو مؤسسو دمالي او مادی مرستو په راجل بولو سره دماشومانو دساليمی فکری او فزيکی تر بيی لپاره په ټول افغانستان کی وړ پلانونه پلي کړي .

دماشومانو لازم مصروفيت پخاطر کيداي شي واړه او متوسط  دکار ځايونه  برابر شي ،له يوی خوا به دوی له کار کولو سره عادت پيداکړي او له بله طرفه به دماشومانوسره  داقتصادي مرستو امکانات برابر شی . تر شلو کالو زيات جنگ جگړي ډير ماشومان يتيمان  او بي کوره  کړه ،پر ځاي به وي که دهيواد په ټولو ولاياتو کښي يتيمانو او دبيوزلو کورنيو دماشومانو لپاره ليليه مسلکی ښوونځۍ جوړي شی . 

آخير ماشوم هم انسان دي دا ديوا فغان زوي او لور ده ، دا ديو شهيد او معيوب بچۍ دۍ . ايا افغانی غرور انسانی عاطفه او ترحم هر څه رانه ورک شوه؟ دا هم روسانو يا امريکايانو  رانه يووړه ؟

آخيرا نسان بايد دبل انسان و عفت او عزت ته  ددرناوې په سترگه وگوري ، دډير شرم ځاي دۍ دڅو گوتو په شمار شحواني وحشيانواو هغوو چی دماشوم له بيوزلۍ نه دخپلو نفسی غوښتنودپوره کولو په منظور استفاده کوي  پر ميړني او باغيرته اولس باندی  په نړيوالو راډيو گانو او مجلو کي داسی تفسيري  وشی کوم چي زمو ږ نړيوال اعتبار ته  زيان  مني وي    .

که دهيروئينو کرل موږ او نړۍوالو ته زيانمن دۍ ، د جنگسالارو او محلی قوماندانان او ځينو اخوندانو دماشومانو نه ناوړه استفاده  تښتونه او په بهر کي دهغوي پلورل دافغان اولس لويه  غميزه ده .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery