مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-09   مخپرونکئ : عُمر واحديار

په اسلام کی د ميړه او ښځی تر مينځ ژوند

انجنېر حمدالله شاکری


په مېړه د ښځی حقونه او خپل منځی آداب :
1 - ه ميرمنی سره په ښه توګه او نيکه رويه ژوند تير کړی د هغوی حقوق په ښه زړه ادا ګړی او په هره چاره کی د احسان اره غوره کړی ،الهی لارښونه ده:    
 وَعاَشِروهن بالمَعروفِ (اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ) اوهمدارنګه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وينا ده له ميرمنو سره ښه رويه کوی ،ځکه چی هغوی له تاسی سره دبنديانو په ډول دی .
2- تر څو چه امکان وی پر ميرمن ښه ګمان ساتی او په ژوندانه تيرولو کی ورسره له صبر او تحمل نه کار اخلی ،که په ميرمن کی مو دشکل او ښکلا یا نورو عاداتو ،اخلاقو يا د پوهی او کمال په اعتبار کومه کمزوری وی ،نوپه صبر سره یی وزغمی او دښو صفاتو په نظر کی نيولو ورسره له سخاوت ،تيریدنی او مصالحت نه کار واخلی ، دالهی لارښونه ده
فَإِن كَرِهتموهنَّ فَعَسي‌\'أن تَكرَهو شَـــأًوُيَجعَلَ الله فِيهِ خَِراً كَثِراً (النسا سوره)    
بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وی نو کيدای شی چی يو شی ستا خوښ نه وی خو خدای ج په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وی .
(النسا سوره 19 ).
3- دعفوی اوبخشش لاره غوره کړی او د ميرمنی له سهوی او نا پوهی نه سترګی پټی کړی ،ښځه دعقل او پوهی په اعتبار کمزوری او ډيره جذباتی وی نو ځکه بايد په ډيره نرمی او زړه سوی سره دهغی د سمولو کوښښ وکړو او له صبر استقامت نه کار واخلو الهی لارښونه ده :يآ أيهُاَالُذِينَ آمَنوا اءِنُ مِن أزوَاجكم وَ أولَادِكم عَدوُاً لُكم فَاحذَروهم وَ اءِن تَعفوا وَتَصفَح واوَتَغفِروا فَاءِنُ اللهِ غَفور رَُحِيم .
 مومنانو ستاسی ځنی ميرمنی او ځنی اولاد ستاسی دښمن دی ،نو له هغوی ځانونه وساتی اوکه تاسی له عفوی ،مهربانی ،تيردنی نه کار واخلی نو يقين ولری چی الله ج ډير مهربانه دی . (التغابون سوره ).
د رسول صلی الله علیه وسلم وينا ده له ميرمنو سره ښه رويه کوی ،ښځه له پوښتی نه پيدا کړ شوی ده او په يوښتی کی تر ټولو برنی برخه کږه ده ،که سموی یی نو ماتيږی اوکه پريږدی یی نو کږه به وی ،نوله ميرمنو سره ښه رويه کوی (بخاری،مسلم )
4- له ميرمنی سره په ښو اخلاقو او ډیری مينی او محبت ژوند وکړی د نبی صلی الله علیه وسلم ويناده: د پوره ايمان خاوند مؤمن هغه دی ،چی پخيلو اخلاقو کی تر ټولو غوره وی ،په تاسی کی تر ټولو غوره خلک هغه دی چی د خپلو ميرمنو په حق کی تر ټولو ښه وی .
5- په پراخه زړه دهغه دژوند اړتياوی پوره کړی ،خواړه ،جامی او نور د ميرمنی حق دی او دا فريضه په ښه اخلاص او صفا زړه ادا کړی . د رسول صلی الله علیه وسلم وينا ده: يو دينار خوهغه دی چه تا دخدای په لاره کی مصرف کړ ،يو دينار هغه دی چی تا دکوم غلام په آزادولو کی مص ف کړ ، يو دينار هغه دی چی تا فقير ته په خيرات کی ورکړ او يو دينار خو هغه دی چی تا پر خپل میرمن مصرف کړ ،په دی ټولو کی ذيات اجراو ثواب د هغه دينار خرڅ کولو دی چی تاسی پخيلو ښځو لګولی دی .
6- ميرمنی ته دينی اخلاق او اح کام ورزده کړی ددين زده کړه ورته وکړی تر څو هغه يوه ښه ميرمن ،بی بی مور او د خدای ج نيکه بنده شی .الهی لا ښونه ده:  ياَأيّهَاالَّذِينَ امَنوا قواأَنفسَكم وَأهلِكم نَاراً  .
ای مؤمنانو خپل ځانونه اوخپل کور او اولاد د دوزخ له اوره وږغوری .
  او بل ځای فرمایی : وأمرأَََُهلَكَ با لصّلو\'ةِوا‌صطَبرعَلَيهَا .                               &n bsp;     
اوخپل اهل ته په لمانځه ټينګار وکړی او پخپله یی هم تل کوی
7- که څو ميرمنی له یوی یاتی تر څلورو وی له ټولو سره مساوی رويه وکړی .
د حضرت ابو هريره رض نه روايت دی چی نبی صلی الله علیه وسلم لارښونه فرمایلی که کوم سړی دوه ميرمنی وی او له هغوی سره یی د انصاف او برابری رويه نه وی کړی ،نو دقيامت په ورځ به هغه سړی په داسی حال کی را پورته شی چی نيم تن یی پريوتی وی.(ترمذی)
په ښځه دمېړه حقونه او دژوند آداب :
1- په خورا پراخه زړه د خپل ميړه اطاعت وکړی ځکه دادی خدای ج حکم دی او کوم بنده ګان چی د خدای ج حکم عملی کوی هغوی خپل خدای ج راضی کوی .الهی لارښونه ده نيکی ميرمنی د (خاوند) اطاعت کونکی وی
د رسول صلی الله علیه وسلم وينا ده : یوه ميرمنه د هم د ميړه اجازی پرته روژه نه نيسی (ابوداود) او همدارنګه بل ځای فرما یی دوه ډوله خلک هغه دی چی لمونځونه یی له سرونو پورته نه ځی ، هغه غلام چه د خپل مالک نه وتښتی او تر څو بيرته ورغلی نه وی اودهغه ميرمنی لمونځ چی د ميړه نافرمانی وکړی ترڅو چی له نا فرمانی نه منع نه شی (الترغيب والترهيب)
2- د خپلی ابرو او پاک لمنتوب د ساتنی خيال ساتی ځکه که دميړه په زړه کی داسی کوم شک پیداشی ، نوبيا دښځی یوه نيکی اطاعت او خدمت هم ميړه د ځان په لور مايل کولای نشی .
د رسول صلی الله علیه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حیا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شی .
3- د ميړه له اجازی پرته له کوره بيرون مه ځی اومه داسی کورونو ته ورځی چيری چی ستاسو ميړه ستاسو تلل نه خوښوی او مه داسی کسانو ته خپل کور ته د راتللو اجازه ورکوی چی راتګ یی ستاسو خاوند خوښ نه وی .
د حضرت مغاذ ابن جبل رض نه روايت دی چی نبی صلی الله علیه وسلم لارښونه فرمایلی : پر خدای ج ايمان لرونکی ښځی ته دا روانه دی چی هغه د خپل ميړه کورته دداسی سړی د راتلو اجازه ورکړی ،چی راتلل یی دهغه خوښ نه وی او یا له کوره په داسی حال کی ووځی چی وتل یی د ميړه خوښ نه وی او ښځه دی د ميړه په چارو کی د بل چا خبره نه منی.
4- تل په خپلو خبرو،عم ،خوی اوخاصیت سره د خپل ميړه دخوشحاله ساتلو کوښښ کوی ،دښه اوبريالی ازدواجی ژوند راز هم دادی ،اود خدای ج درضا او جنت حاصلولو لاره هم داده .
د رسول صلی الله علیه وسلم وينا ده: هره ښځه چی په داسی حال کی وفات شوه چی دهغی خاوند تری راضی او خوښ وی نوهغه په جنت کی داخله شوه (ترمذی)
او همدارګه نبی کريم صلی الله علیه وسلم بل ځای فرمایی : کله چی کوم سړی خپله ښځه د جنسی اړتیا لپاره راوبولی او هغه ورنشی او په د آساس ميړه ټوله شپه له هغی نه خفه وی ،نو په داسی ښځه ملایکی تر سهار لغنت وایی. (بخاری،مسلم)
5- دخپل ميړه سره مينه کوی اودهغه دم ګرتیا قدر کړی ،چی میړه دژوندانه ښکلا ،تکيه ځای ،او دژوند دلاری ستر مرستندوی اومددګاردی ،نودخدای ج د دی وی نعمت شکر اداکړی .نبی  صلی الله علیه وسلم فرمایی :له نکاح نه غوره څیز ددوه محبت کوونکو لپاره میندل وی نه دی .
6- دميړه احسان او نيکی ومنی اودهغه شکر اداکړی ،ستاسو تر ټولو غوره او ګلالی ستاسو ميړه دی چه هر وخت دستاسو د اړتيا ،خوشحالی په کوښښ کی وی .
حضرت اسماء رضی الله عنها وایی : ېوکرتی نبی  صلی الله علیه وسلم زما تر څنګ تېر شو ،زه دخپلو ګاوندېانو ملګرېو نجونو سره وم ،هغه صلی الله علیه وسلم مونږ ته سلام وکړ او لارښونه یی وکړه ،پر تاسی چی د چا احسان دی دهغه له نا شکری ځان وژغوری ،له تاسی نه هره ېوه دموراوپلار کره د واده تر ورځو پوری ناستی وی ،بېا خدای ج مېړه ورکړی ،بېا یی خدای ج په اولاد ونازوی له ټولو ښګنو سره سره که کله په کومه خبره له مېړه نه خفه شی نو بېا وایی چی ماخو هېکله له تانه خوشحالی لېدلی نه ده .
نا شکره او احسان هې وونکی ته نبی  صلی الله علیه وسلم  په خبرداری سره فرمایی : خدای ج به د قېامت په ورځ دهغه ميرمن په لوری نظر هم وانه ړوی ،چی دمېړه ناشکره وی ،حال دادی چه ښځه هېڅکله هم له خپل مېړه نه بی نېازه کېدای نه شی .
7- دميړه په خدمت کولو خوشحالی احساس کړی اوتر وسه مېړه ته آرام ورسوی اوپه هرډول خدمت دهغه زړه لاس ته راوړی .
حضرت بی بی عایشی رض په خپل لاس د نبی  صلی الله علیه وسلم  جامی مېنځلی ،پر وېښتانو به یی ورته تېل لګول اوورته ګږمنځ کول به یی ،عطر به یی ورته لګول او همدا حال د نورو صحا بېه ښځو هم وو.
8- دمېړه دکور، مال او سامن پوره ساتنه کوی له واده نه ورسته د مېړه کور خبل کور وګڼی ،ځکه مېړه ټوله ورځ ستاسو د اړتېا وو لپاره ورک وی داسی نه چه هغه یی کور ته راوړی او تاسی یی له کوره باسی .
دقرېشو دښځو په ستاېنه کی نبی کرېم   صلی الله علیه وسلم فرمایی:دقرېشو ښځی څومره ښی ښځی دی ،پراولاد ډېری مهربانه دی اود مېړه دکور ډېری غوره ساتونکی دی (بخاری)
9- د ښکلا ،ښاېست ،پاکوالی اونظافت پوره خېال ساتی ،چه پاکوالی د ژوند مهم رازدی ،او په دلاره کی دزری قدر غفلت او ټمبلی هم پکار نه ده ،که خدای مکړه ېوځل دخلکو در فکر شو چی کور ،خواړه ېا اولاد مو نا پاکه وی نو بېا که ورسته ېر کوښښ هم وکړی دځان ،مېړه او کورنی غزت به مو مخکی په سند وړی وی نو پاکی ته ډېر پام کوی ،ځای و خپل مېړه ته سنګاروی داسی نه چه مېړه ته مو د فقری جامی اغوندی او بېرون لپاره ځان سنګاره وی .
10- دځان ستر (حجاب) ته مو ډیر پام کوی ځکه داسلام دستر انقلاب ېو آساسی جز د جاهلېت د دوران وحشت او بی حېا ېی له منځه وړل وو .پوهېږی چه دښځی بغېر له لاسونه تر مړوندو پښی تر ښنګرو او مخ نور  دټول وجود پټول فرض دی .
د سر وېښتانو،  دسنی دواړه تی ،مټی د پښو پنډی ، دحیا ځاېونه او ټول صورت به مو ښه پټ وی او ددی پټولو ته هر وخت فکر کوی او له خدای ج څخه ووېږی .
نن خو په ښا رونو کی داسی ښځی لېدل کېږی چی څه یی  بېګا په  اسلام ضده او افغانی کلتور ضده فلمونو کی لېدلی د همغه په شان سبا ګټ مټ ځان جوړوی يا دوی له اسلام څخه خبر نلری ېا همدا بی حېاېې او بی شرمی غواړی .
ځنی ښځی داسی وی چه پر سر یی وړوکی ګاج ټکری اچولی نور وېښتان یی کارته ځړېږی .ځنی داسی جامی په غاړه ګرځی چی فکس + سکس وی (داسی تنګی او فکسی جامی چه د هر اندام لوړی او ښکته برخی داسی ښکاری لکه چه لوڅه وی)
ځنو بېا ټکری په سر تر ټک ی لاندی یی خپل وېښتان د اوښ د بوکام په څېر جوړکړی وی چه سوونه کاله پخوا نبی  صلی الله علیه وسلم د خپل امت دښځو دی حالت راتلو ته اشاره کړی .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery