دخپریدو نیټه : 2007-10-11 مخپرونکئ : عُمر واحديار
په خبرکې دسرچینې (منبع) اهمیت
م .ظریف عنایت زی
لیکنه : م .ظریف عنایت زی
په خبرلیکلوکې دسرچینې
یادول دخبراوترلاسه شویومالوماتو له اهمیت سره مرسته کوي اودکره اومعتبرې سرچینې یادول دخبریال دښې
وړتیاښودنه کوي . تکړه خبریال ښې اړیکې لري اوتل دکره اومعتبرومنابعوپه لټه کې وي ،دهغې ترڅنګ ددقیق والي رودې
زده کوي اوپه عین حال کې مصنف اومعتدل وي .ښه خبریال هڅه کوي چې دخبرزاویه وټاکي لڼدې اوساده اوشفافې جملې ولیکي
تل هڅه وکړي چې دیوه اوبدونکي په څیردخبربیلابیل اړخونه سره وپیي، دخبر بشپړ جزییات ترلاسه کوي اوتل دخلا
یت په لټه کې وي .
دبیګې په توګه کله چې دیوه ښوونځي په اړه خبرلیکي په مدیراو سرښوونکي سربیره له ښوونکوزده
کوونکواوحتی ملازمینوڅخه هم پوښتنې کوي ځکه ډیرځله له داسې کسانوڅخه مهم مالومات ترلاسه کیداي شي چې دعادي خ
کولخواپام نه ورته کیږي چې همداکره مالومات دهریوه له قوله په خبرکې یادولی شو .
ورځپاڼې ،خبري آژانسونه
،راډیوګانې اوټلویزیوني چینلونه، دخبري سرچینوپه موندلوکې له خبریالانوسره مرسته کوي ،همدارازنن
سباویبپاڼې اونورې په زرګونوانټرنیټي څانګې دکره سرچینوپه موندلوکې مرسته کوي .
له بلې خواخبریال
بایدددایمي سرچینودموندلولپاره دخپل کارپه ساحه کې دبیلابیلوحکومتي اوغیرحکومتي دفترونوله مسوولینو
اوکارکونکوسره وخت په وخت تماس ولري اوپه یوډول د هغوي دحال احوال پوښتنه کول ددې سبب کیږي چې داړتیاپه وخت کې
بشپړ مالومات درکړي .هڅه وکړئ هره پیښه له دقیقې سرچینې سره ذکرکړئ . سرچینې بایدمهمې وي یعنې له لوړپوړوچا
واکوڅخه یوه مسله تاییدکړئ ځکه په هغه صورت کې مودخبراعتبارزیاتیږي ،که څه هم دټیټې کچې له کارکوونکوسره تم
اس اوله هغوي پوښتنې کول هم تاسوته دهغې مسلې نوي اړخونه درپه ګوته کوي .
کله چې دیوې سرچینې (منبع) نوم په خپل
خبرکې راولئ بایدډیرموپام وي چې دهغه نوم اودنده دهغه په مشورې ذکرکړئ ځکه چې په دې کار سره به نوموړې سرچینه
دتل لپاره له تاسوسره مرسته وکړي نوضروري ده چې د راتلونکي په فکرکې هم وئ ،ځینې کسان نه غواړي چې په خبرکې یې نوم
ذکرشي نوتاسوهم دهغه دنوم له اخیستلوډه ډه وکړئ . خوداهم په یادولرئ چې په خبرکې داجمله لیکل (یوکس چې نه یې
غوښتل نوم یې ایشواشي )دخبراهمیت کموي ،همدارنګه ډیرکسان یوه خبریال ته مالومات ورکوي خونه غواړي چې یوه کلم
ه یې هم خپره شي چې دغه ډول مالوماتوته په انګیسي ژبه off the recordخبرې وایي .
په خبرونوکې( راپورونه وايي) (نه
تاییدشوي راپورونه ددې ښودنه کوي )(ویل کیږي )په شان جملوله لیکلوترډیره حده ډه ډه وکړئ په دغه رازحا
اتوکې یوه کره سرچینه پیداکړئ که هغه نوموړي مالومات تاییدهم نه کړي دخبراهمیت زیاتوي .
دیوې مسلې په اړه
دمالوماتوپه ترلاسه کولوکې هڅه وکړئ چې کم ترکمه دوې سرچینې پکې ذکرکړئ اومالومات چې ترلاسه کوئ هغه ولیکئ
اویایې دمنبع په اجازه ثبت کړئ .
کله خودیوچاغږثبتول هغه تراغیزلاندې راولي اوهغه څه چې تاسویې غواړئ هسې خب
ې نشي کولاي ددې کارلپاره ترهرڅه مخکې مقابل لوری دې ته وهڅوئ چې په ډاډه زړه مالومات درکړي اوداهم ورته ووایئ
که یې کوم څه بیانه غوښتل چې خپاره شي وروسته له خبرویې هم ترې وباسئ .
کله چې دیوچاخبرې ثبتوئ له هغې سره په
یووخت دهغې مهم ټکي وهم لیکئ ځکه په تخنیکي شیانوډیرباورنه دی پکارکه موټیپ کوم مشکل پیداکړي ټول مالومات به
موله لاسه ورکړي وي .
یوخبریال بایدهیڅکله ځان رخصت ونه بولي یعنې که له رسمي وخته وروسته له کومې پیښې سره م
خامخ کیږي سمدستي بایددهغه په اړه دمالوماتودراغونډولوپه لټه کې شي ،له سرچینې سره دخبریال اړیکي
بایدددواړولوریودګټوپراساس وي اوهغه اوږدمهاله رابطه وي .
په خبرکې بایدهرڅه په ډاګه کړئ اوسپینه خبره
وکړئ یعنې که مالومات کره اودقیق نه وي په خبرکې موهرومرودهغې یادونه وکړئ ځکه په دې کارسره که خبرسم نه
وتاسوخوبه خپله غاړه خلاصه کړې وي همدارازکه دیوې پیښې په اړه دوه لوري بیلابیل مالومات درکړي تاسودواړه په
خبرکې راولئ اوقضاوت خلکوته پریږدئ اوهیڅکله په خپله قضاوت مه کوئ ،تل په سرچینې لیکلوسره لوستونکواو او
یدونکوته داپیغام ورسوئ چې ستاسومالومات دباوروړدي .
ډیرځله داسې هم وي چې دیوې پیښې په اړه له ډیروهڅوو
وسته هم ښه باوري مالومات نشئ ترلاسه کولاي په دې صورت کې داهرومروجوته کړئ چې په مالوماتوموډاډه نه یاست
.
په خبرلیکلوکې دګونګواوعمومي سرچینوله یادولوډه ډه وکړئ د بیلګې په توګه (حکومتي سرچیني وايي )ددې پرځاي
ووایئ (یوه حکومتي مقام وویل)،یعنې ترممکنه حده هڅه وکړئ داسې سرچینه ذکرکړئ چې واقعیت ته نږدې وي .
لنډه داچې
یوخبر هغه وخت ښه اودخلکودمنلووړوي چې معتبرې او کره سرچینې ،اویاپه خپله دخبریال دسترګولیدلی حال پکې ذکر
وی وي .