دخپریدو نیټه : 2007-10-15 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
ښوونيزبنسټونه (لسمه برخه )دښوونيزپلان ګټې :
شمس خوستی
ښوونيزبنسټونه (لسمه برخه )دښوونيزپ
ان ګټې :
ديوساعته ښوونيزپلان له مخې ښوونكى دموضوع دښوونې په اړه مخكې له مخكې تيارى نيسي .
ښوونكى نوي
مالومات ترلاسه كوي .
ښوونكى ټولګي ته په ډاډه زړه ننوزي .
دښوونې پرمهال دوخت دضايع كېدومخه نيسي
.
دښوونيزوموضوعګانوپرلپسې والى ټاكي .
ښوونكى اوزده كوونكي زرموخې ته رسوي .
دښوونې پرمهال دزده
كوونكيودفكردتيتوالي مخه نيسي .
بېلابېلې ښوونيزې كړنلارې يې له مخې پرمخ بېلول كيږي .
ښوونكى داغېزم
نوښوونيزو توكيوبرابرولوته اړ كوي .
دلوست پرمهال په ټولګي زده كوونكي كې فعال ساتي .
دټولګي نظم اودسپلين
ښه ساتي .
ورځينى ښوونيزپلان چې په چوكاټ كې يې دزاړۀ (تېر) لوست ارزونه اونوي لوست پيل،بهيراوپاى ته ځاى وركول
كيږي له لويه سره په لاندې پنځوبرخو وېشو .
۱: تيارى
۲ : دنوي لوست ترپيل دمخه كړنې
۳ : دنوي لوست ج
يان ته ننوتنه
۴ : دلوست جريان
۵ : دلوست راغونډول يالنډيز
۶ : دلوست پايله
كه څه هم ځينې پوهان
دكورني كاردكتنې ،زده كوونكيوته دنوي كورني كاروركول اوداسې نورې اړوندې كړنې هم دښوونيزپلان ځانګړې برخې
بولي خوزموږپه انددغه ډول كړنې دښوونيزپلان په پورته يادوشويو برخو كې دننه ترسره كيږي اوپه اړه يې ځانګړيو
برخوته اړتيا نه بريښي .
اوس به دښوونيزپلان پريادوشويو پنځوبرخوپه بېلابېل ډول وغږيږو.
الف : تيارى
:
دغه كړنې بايددښوونيزپلان له جوړولوترمخه ترسره شي ، ترڅويو ښوونكى وكولاى شي يوبشپړ، منظم اوډاډوړپلان
جوړكړي .
يوښوونكى بايددښوونيزپلان ترجوړولودمخه فكروكړي چې څه ډول پلان جوړوي ،دڅه لپاره اوڅنګه يې جوړوي
اوداسې نورچې په لاندې ډول يې رالنډوو :
۱ : كومه موضوع ښوول كيږي ؟
۲ : دموضوع ښوونيزې چارې به څه ډول
پرمخ وړي ؟
۳ : كومې ښوونيزې كړنلارې به ګټورې وي ؟
۴ : دښوونيزوكړنلارواغېزبه څنګه وي ( داټكل له مخې )
؟
۵ : ټاكل شوې ښوونيزې كړنلارې په څه ډول وكاروي ؟
۶ : دلوست دښوونې بهيرته په كوم ډول ورننوزي ؟
۷ : م
وضوع ددې وړده چې زده كوونكيوته پكې تروړ بريده دعملي چارو ، ونډه وركړاى شي ؟
۸ : نننى لوست مشكل دى اوكه
اسان ؟
۹ : ايالوست انځورونه هم لري ؟
۱۰ : زده كوونكي به وكولاى شي دلوست منځپانګه ولولي ؟
۱۱ :
كه لوست انځورونه لري ،نود رسموولواړتيايې شته ؟
۱۲ : دلوست منځپانګه دتمثيل وړتيالري ؟
۱۳ : كه تمثيل ته
اړتياوي نوپه كوم شكل او ډول به يې پرزده كوونكيوتمثيلوي ؟
۱۴ : داډول تمثيل له زده كوونكيوسره مرسته كولاى
شي ؟
اوداسې نورې ډېرې پوښتنې دي چې ښوونكى يې بايد دپلان تر جوړولودمخه له ځانه وكړي اوهغو ته وړ ځواب و
كړي .
ښوونكى كولى شي په پورته ډول دښوونيزپلان دجوړونې لپاره تيارى ونيسي .
ښوونكى دې دخپل ښوونيزپ
ان دتياري لپاره دخپلوترسره شوو كړنو ليكلوته ځاى وركړي ،ترڅوپه راتلونكي كې هم ددۀ لپاره يو يادښت پاته وي
اومثبت ټكي يې دخپلوتجربو دځواكمنتياپه موخه په راتلونكي كې هم وكاروي .
ب : دنوي لوست ترپيل دمخه
كړنې
دښوونيزپلان پدې برخه كې دلوست له پيل نيولي ترپايه پورې ټولې كړنې لكه سلام اچول،دټولګي تنظيم،حاضري
اخيستنه ،احوال پوښتنه ،پاكي كتنه ، دكورني كاركتنه اواصلاح ، دتېرلوست ارزيابي ،دتهيه شويو
ښوونيزوتوكيوترتيب ،له تېر لوست سره دنوي لوست تړاؤ،انګېزه (چې دښوونكي په مهارت پورې تړلى كاردى اوله مخې يې
زده كوونكي له بېلابېلولارودلوست زده كړې ته هڅول كيږي ) او نورې كړنې دي چې په پلان كې ټاكلى وخت اوځاى وركول
كيږي .
همدارازدلوست منظم كول يواړين كاردى چې بايدښوونكى يې له پيل څخه دمخه منظموالى په پام كې ونيسي
،ځكه چې منظم لوست دنامنظم هغه په پرتله څوچنده ډېراغېزمن ،اكاډميك اودزده كوونكيو لپاره يې زده كړه اسانه وي
.
دلوست منظم كولولپاره بايدلاندې ټكي په پام كې ونيول شي .
هغه ښوونيزتوكې چې په يولوست كې كارول كيږي
بايدپه ښوونيزپلان كې يادكړل شي،اودكارونې وخت ،څرنګوالى اوپه ټولګي كې داېښودلوځاى يې مالوم شي
.
ښوونيزتوكي بايد له لوست سره نېغ اړيكې ولري .
كه چېرې ځينې تكنالوژيكي وسايېل ،شكلونه اونوردلوست په ښوونه
كې په كاروړل كيږي نوښوونكى بايددلوست ترپيله دمخه ځان پدې ډاډه كړي چې وسايېل يې دګټې جوګه دي ؟ياني په ښه ډول
كاركوي اوكنه ؟
ج : دنوي لوست جريان ته ننوتنه
كله چې ښوونكى ديادوشويومخكينيوكارونوله ترسره
كولوپه ټاكل شوي مهال كې اوزګارشي ،نودنوي لوست دښوونې برخې ته ننوزي ،ښايي دلوست دمخكينيوكارونوله ترس
ه كولووروسته يو ښوونكى دخپلوتجربو او مهال له اړتياسره سم دغې برخې په نڅاپي ډول هم ننوزي خودڅيړنوله مخې په
تدريجي ډول دښوونې جريان ته ننوتل يوه منل شوې لاره ده .
ددې لپاره چې ښوونكى په تدريجي ډول دلوست ښوونې جريان
ته ننوزي نولومړى دنوي لوست دسرليك دڅرنګوالي په اړه څولنډې خبرې كوي اوهمدارازپه اړه يې له زده كوونكيوڅخه
غواړي چې دتېرولوست په تړاؤدنوي لوست پرسرليك لنډغوندې وګړيږي اوپدې ډول كوښښ كوي چې له يوې خوا له زده
كوونكيوڅخه دنوي لوست دسرليك په اړه مالومات واوري اوله بل پلوه زده كوونكي دنوي لوست دسرليك له څرنګوالي
سره اشنااوپه مانايې پوهـ شي ،پدې ډول ښوونكى په تدريجي ډول دنوست لوست جريان ته ننوزي .
د : دنوي لوست ج
يان
پدې برخه كې ښوونكى له ښوونيزپلان سره سم زده كوونكيوته بېلابېلې دندې سپاري او خپلې ښوونيزې چارې پرمخ
بيايي،دبېلګې په ډول له زده كوونكيوغواړي دنوي لوست منځپانګه (متن) وګوري اوپه مالوم مهال (دقيقو) كې يې په پټه
خولۀ له ځانه سره ولولي،پدې وخت كې ښوونكى له وخت څخه په ګټه اخيستنه دلوست غټ (كليدي) ټكي پرليكدړه ليكي
.
ښوونكى بايددغونډلو(جملو) په ليكنه كې دليك دودنښې (دغوڼدلې پاى ټكي ،ويرګل ياكامه ،ندايه ،سواليه ، مسكو
ن ،سرپه سرټكي ، درې پرلپسې ټكي،ستوي وړې ليندكۍ(قوسونه) ، غبرګې وړې ليندكۍ، لويې ليندكۍ اونورې
يكدودنښې پخپل ځاى كې وكاروي اوزده كوونكي يې په كارونه پوه كړي .
كه چېرې په كومه ليكنه كې ليكدودنښې نه وي
كارول شوي ،نو ډېر كله مانا نه وركوي اوپه ځانګړي ډول په پېچلو ادبي ،ټولنيزو،سياسي اونوروليكنوكې يې كارونه
اړينه ده ،نولدې امله بايد يادې شوې نښې زده كوونكيوته وروپېژندل شي اوپه كارونه يې پوهـ كړاى شي .
بايد
يادونه وكړوچې دغه كاردښوونيزكال په اوږدوكې مهال پرمهال له پلان سره سم ترسره شي ،ښايي په يولوست كې يوه يا
دوې نښې راشي اودليكدودنورې نښې دكال په اوږدوكې په بېلابېلو لوستونو كې وكارول شي اوزده كوونكي دې پرې پوه
كړاى شي .
راځوخپلې ارموخې ته ، ښوونكى چې پرلكيدړه له ليكلواوزګارشي ،نووخت دې وګوري چې ايازده كوونكيوته په
پټه خولۀ دلوستلو وركړل شوى وخت پوره دى اوكنه ،كه پوره ؤنولدوى څخه دې په پټه خولۀ دلوست وېيلودپاى ته
سيدوځان خبركړي اودوى دې وپوښتي چې لوست يې ترپايه له ځانه سره لوستلى اوكنه؟ كه زده كوونكي دهوځواب ورنكړي
نوبيا دې ښوونكى دخپل لوست څرنګوالي او وخت ته وګوري اوله هغې سره سم دې عمل كوي ،ياني كه وخت ؤنودپټ لوست
ولپاره دې لږڅه نوروخت هم وركړي اوكه وخت نه ؤ نوبيادې ورته وايي چې همدومره بس دى ،لدې وروسته دې ښوونكى په
ننني لوست كې له زده كوونكيوسره پرشتۀ ستونزو ځان خبركړي ،كه ستونزې وې نوله پرتليزو ځيركوزده كوونكيو دې يې
اوارى وغواړي .
پدې وخت كې ښوونكى دهمكارپه توګه دنده ترسره كوي ،نورې ټولې كړنې زده كوونكيوته سپاري اوپه
همدې ډول دلوست ښوونه پرمخ بيايې .
پدې مرحله كې ښوونكى اوزده كوونكي له ښوونيزوتوكيوسره نېغ اړيكي ټينګوي
اودلوست جريان ته ننوزي .
څرنګه چې په ښوونيزپلان كې دنورواړوندوګټوترڅنګ له مهال څخه دګټې اخيستنې موخه هم
شامله ده نوښوونكى بايددېته پوره پام وكړي چې دلوست وېيلوګړنديتوب يې څومره دى
دلوست په جريان كې دزده
كوونكيودپاملرنې دمحراق منځټكي اودسترګوغړولولورى بايدښه كنترول شي .
لوست بايدپه داسې زړه
اښكونكيواوهېښوونكيوغونډلوسره پيل شي چې په بشپړه توګه دزده كوونكيوپام ورته راواړولى شي .
كه مضم
ون دڅلورم ټولګي ساينس وي اوموضوع داوكسجن غاز ترسرليك لاندې دنوموړي غازپيژندنه وي . . .
نوښوونكى دې مخكې
دې چې دلوست دمنځپانګې په ويېلوپيل وكړي ياله يوۀ زده كوونكي وغواړي چې منځپانګه ولولي ،داوبويوتش ګيلاس دې را
اخلي اوپه يوۀ پتنوس يابل لوښي كې چې كمې اوبه پكې وي چپه كېږدي اوزده كوونكيوته دې يې وښايي چې ګېلاس ته څومره
اوبۀ ورننوتي دي ،بيادې ګيلاس لږپورته كړي اوترې لاندې دې داورلګيت يو خلئ بل كړي ،كله چې دخلي لمبۀ مړه كيږي
نوسملاسي دې ګيلاس په لوښي كې چپه كړي اوبيادې زده كوونكيوته وښايي چې ګيلاس ته دلومړي ځل په پرتله ډېرې اوبه و
ننوتي دي .
داكارپه كم وخت كې ترسره كيږي ،كله چې داتجربه ترسره كړي نوله زده كوونكيودې پوښتنه وكړي چې ولې
نوموړي ګيلاس ته دلومړي ځل په پرتله ډېرې اوبه ورننوتي دي ؟
ډېرى زده كوونكي يې په سم ځواب نه پوهيږي ،خوځينې به
يې په ځواب كې ووايي ،ګيلاس ته په دويم ځل ځكه ډېرې اوبۀ ورننوتې چې داورلګيت خلى ترې لاندې بل كړاى شو .
كله چې م
وضوع په زړه پورې شي ،نوښوونكې دې ورته ووايي چې ددې پوښتنې سم ځواب زه درته وايم ،خوراځۍ چې لومړى دلوست متن وګو
وچې پدې اړه يې څه ليكلي دي .
زده كوونكي په ډېرشوق سره دلوست متن له ځانه لولي .
كله چې دلوست متن ولولي
نوښوونكى بياهم له زده كوونكيوڅخه ګيلاس په دويم ځل دلومړي ځل په پرتله دډېرواوبود ورننوتلودلامل پوښتنه كوي
،ښايي ځيني زده كوونكي يې په لامل پوه شي ،خوكه پوه نشول نوښوونكى ورته وايي چې ،په دويم ځل ګيلاس ته ځكه ډېرې
اوبه ورننوتې چې په ګيلاس كې داور دلمبې له امله شتۀ اوكسجن وسوزېداوداكسجن تش ځاى اوبوونيؤ،نولدې امله ګيلاس
ته دلومړي ځل په پرتله په دويم ځل ډېرې اوبۀ ورننوتې . . .