مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-12-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له سويډن څخه د حبيب الله غمخور ليکنه او وړانديز

حبيب الله غمخور _ مالمو سويډن

 

دارواښاد اکاډيميسن پوهانداستاد رشاد ياد دي آبدي وي !

 

حبيب الله غمخور _ مالمو سويډن

 ۲.۱۲،۲۰۰۴

 

پرون دافغانستان د آدبياتو ،هنر اوتاريخ ځلانده ستوري علامه پوهاند اکاډميسين عبدالشکور « رشاد »له پانی دنيانه دآبد لپاره سترگی پټی کړي .ياد دي آبدي وي . دپښتو ژبي لوي آدب   پوه ،پر هيواد مين، ډموکرات سياستوال او سر غندوی استادعلامه« رشاد » پدغو سترگو پټولو سره دافغاني آدب نړۍ ټوله تاريکه کړه. نه تنها پښتو دانصاف له مخی دري هم يتيمه شوه، اوددغه فرهنگي ناورين سايه زموږ د هيواد پر فرهنگي او آدبی نړۍ وغوړيده، دډير وخت لپاره زموږ په غمځپلي هيواد کی بياداسي چړې نشۍ پيداکيداي .

 

پياوړې علامه استاد پوهاند« رشاد»دخپل عمر په 83 کلونو اوټول ټا ل څو نيم گړو ورځوپه ګډون 61  کاله دگران هيوادځوان نسل پداسی روحيه روزلۍ چي دهر څنه لمړۍ بايد : تل پاتۍ افغان ،بيا ويښ ځلمۍ ، دنړۍ دکاروان نه بايد شاته پاته نشي،په علم او پوهه کی غلام نسی، که ئی دجگړي په ډگر کی گټلی په سياست کی بايلل ورته پيغوروې، که پښتو ا ويا دري ژبۍ وۍ دفارس نوکر نشی، که ځوان دۍ پخوانۍ گوډاگۍنشې، که افغان دۍ په آدب، کلتور، فرهنگ،ټولنيزو اړيکو هيواد پيژندني او انسان ته په درناوی ،غيرت، پاک لمنۍ کي پاته رانشي،که انسان دۍ انسا نيت ،بشري عاطفي ، انسان دوستی ا و نوع پرستي هيره نکړي، تر ټولو وړاندي که پيغله ،ښځه او يا مقدسه مور ده دماشوم په روزنه او وطندوستۍ ته په صداقت کی تر نوروپاته رانشی .اوکه ماشوم يا زڼکۍ وې مور ،پلار ،مشرانو ،گاونډيانو ،هيوادوالو پکل کی انسان ته په درناوي او چوپړ کی شاته نه وي.

 

دگران ا ستادعلامه پوهاند رشاد ملي اسلامی او وطنی چوپړ په همدغو نيمگړو يادونو کی په لنډه توگه کيداي شې.

 

 ستر استاد علامه پوهاند «رشاد» دخپل لنډ ژوندپه اوږدوکی هغه څه سرته ورسول چی ډيرو دهغه دسرته رسيدو په هکله تصورنه ا وهو دیی « خوب او خيال» باله. لوي استاد علا مه پوهاند« رشاد» د «94»نه زيات علمی ،آدبي،فرهنگي اوتايخی اثار زموږ دجگړه ځپلی هيواد په ډيرو ستو نزمنواود ناخوالونه ډکو شرايطو کی چی ورته ځينی« ددموکراسۍ لسيزه،دځان غوښتنې واکدارې ، جهادی او داسلامی عمارت ټول واکې،اوراوروسته دآيتلاف(موقته ا وعبوري اداره) وایی»، دسپين کاغذپر مخ دهيوادراتلونکې نسل ته په ميراث پريښوده،هغه نسل ته چه ځوان«عبدالشکور رشاد» آن دځوانۍپه مستو شيبو کی دهغوي دا نسانی او روا حقوقو  څخه دملاتړاو دفاع  په منظور هر څه پر ځان گا للي، ولی هميشه یی پر دي ټينگار کاوه چی  ځوان نسل زموږدټولنی راتلوکې جوړوی ، او دا دافغان هيواد «بنايان» (جوړوونکي) دي دوي بايد داسی وروزل شي تر څووکولای شی دهيواد د بيارغاوني لپاره ميرويس نيکه او لوي احمدشاه غوندی دافغان ولس دچوپړ جوگه شی.

 

دگران استاد په اند نه بايايد افغانان هميشه دمهربانو همسايه گانو ځيره خوراو خيرات خور وي،  يادعربي شيخانو لورونې ته منتظراو سترگی پلار وي .

 

علامه استاد« رشاد » دداسي اندونو سره  کوم چی پايله یی په يو ه او بل نامه  «غلامي، قومي بي اتفاقی،ژبني ، مذهبی،ا و منطقوی اختلاف،دملي غرور تر پښولاندی کونه، او افغان اولس دهرپردي کس او نا کس تر واک لاندي راوستل وی  سخت ملی  غبر گون ښودلۍ دۍ.که دويښو ځلمو نهظت دکاغذ پرمخ او ډيرو چيغو وهلو پر بنسټ ډير پخوامنحل شوۍ ؤ خو په حقيقت کی استاد «رشاد» غوندي څو گوتي په شمار ژونديو ويښو زلميو دا بير غ تر هر اوسني سياتوال اوچت ساتلۍ دۍ. خير که دوي پارکوته نه وتلی،او لوی لاريونونه ییندي جوړکړي خو دوی پخپلو جونگړو کی افغان شاه زلموته «دمور وطن او سر تر وطن جار» درسونه ورکړيدی .

 

زما غوڅ او پر ځاي وړانديز دادۍ که دلوي استاد  مقبره دکندهار د پوهنتون په انگړ کي جوږيږي ،همدا پو هنتون دی د « په کندهارکي درشاد پوهنتون » په نا مه ونومول شي.همداشان مي د افغانستان ولس مشر ښاغلي حامدي کرزي  ته ديو افغان په توگه وړانديز دادۍ چی دکابل په ښار کی هم يو له علمی يا فرهنگي مرکز داستاد رشاد په نامه ونومول شي .فکر کوم هيڅ افغان په سياسی اصطلاح پښتون،تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، چهارايماق، بلوڅ،نورستاني،هندو اونورقومونه به پدي ف خفه نشي که دکابل په ښار کی يوه ځانگړي علمي مؤسسه داستاد «رشاد» په نامه ونومول شی.

 

دنړۍ په ټولو هيوادونو کښي واټنونه ،ميدانونه او علمي مؤسسی داستاد «رشاد» پشان کسانو او علمانو په نامه ياديږی.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery