مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-12-22   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

په اسلام کی ټولنيز ژوند

انجنيرحمدالله شاکری


په غور يی ولولی اوبيا دمسلمانی دستر نعمت  په شکرانه کی خپلی اوښکی تويی کړی
اسلام هغه دين دی چه دانسان دژوند ټول اړخونه پکی شامل دی ځکه دغه الهی دين دی چه ا له تعالی دخپلو بندګانو دخواصواوفطرت مطابق دين رااستولی دی .
که دغه مقدس دين په درست ډول تطبيق شی نودانسانانو ژوند به يواځی دخوشحالی ،مينی ،رحم اومهربانی ،يوپربل ظلم نه کول ،ديواوبل ناموس ته احترام ، يو اوبل ته ضرر نه رسول نه بل څه نه وی  نو که دغه دمهربانی اوسراسری رحم دين که ښه وڅيړو نو دخپلی مسلمانی په نعمت په دومره وژاړی چه کله خپل اهل ته راشی درته وايی به ولی دی  سترګی سری او دومره  ذيات دی  ژړ ی دی  پخوالدی چه جواب ورکړی نوربه هم وژاړی  اوډيری سلګی به ووهی  اوبيا به خپل اهل ته ووايی ما پ يږدی  زه خپل رب (ج) ته دشکر اومحبت د جوش په ولولوکی يم .
نوګرانومسلمانانو وروڼو! په اسلام کی دټولنيږ ژوند څونمونی می په ډير لنډ ډول راټولی کړی  چه په لاندی ډول دی، هيله لرم چه څه ناڅه مو سترګی ورباندی يخی شی .
دمريض پوښتنه کول :
مَامِن مُسلِمٍ يَعُودُ مُسلِماً غُدوَةً اِلا َّ يُمسِيَ صَلّي الله عَليهِ سَبعُونَ  اَلفَ مَلِكٍ حتي يُمسِيَ  وَاِن عاَدَة عَشِيَّة ً اِلاً صَلَّي الله عَلِيه ِ سَبعُون َ اَلفَ م َلِكٍ حتّي يُصبِحَ وَكانَ لَه خَرِيف ُ ُ فِي الجَنَّةِ (ترمذي ) .
يومسلمان چه کله دبل مسلمان ورور دمريضی پوښتنه ته سهار ولاړشی نو اويازره  فريښتی ورته تر ماښامه پوری دوعاګانی غواړی – اوکه ماښام يی دمريض  پوښتنه وکړی نو تر سبا پوری به اويا زره (۷۰۰۰۰) ملکی دعاګانی کوی  اودده لپاره به په جنت کی دميوؤ ذخيره وساتل شی .
عُودُ والمَريضَ وَالطعِمُوا الجا ـءِعُ  وَ فُكوَّا العاَنِي (بخاري ) .
دبيمار دصحت پوښتنه کوی ،وږی ته خوراکه ورکوی او بنديان له بنده خلاصوی .
دکنډو يتيمانو او مسکينانو سره ښه چلن کوی :
قَاالله تعاَلي : فَاَمّاَ اليَتيمَ فَلاَ تَقهَر  وَاَمّاَ السّآءِلَ فَلاَ تَنهَر « يتيم باندی سختی مکوه او سوا ګر مه رټه ‍
قَاالله تعالي : اَرَأيتَ الّذِي يُكَذِّبُ بِالّدِينِ   فَذالِكَ الّذِي يَدُعُّ اليَتيمَ  وَلاَ يَحُضّ ُ عَلي طَعاَمِ المِسكِينِ
آيا تاهغه کس ليدلی دی چه دين دروغ ګڼی – داخوهغه کس دی چه يتيم لره ديکی ورکوی اود مسکينانودپاره خلقوته دورکړی ترغيب نه ورکوی .
نبوی ارشادات :
السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاري مسلم)
دکنډو او محتاجو خلکو په کار کی کوښښ کوونکی داسی دی لکه مجاهد فی سبيل الله او په بل روايت کی داسی دی لکه چی د ورځی روژه او دشپی عبادت کوی .
اَناَ وَكاَ فِلُ اليَتِيمِ فِي الجَنَّةِ هكَذاَ  وَاَشاَرَ بِالسّباَ بَةِ وَ الوُسطي \' وَفَرَّجَ بَينَهُماَ (بخاري) .
زه او ديتيم پالونکی به دواړه جنت کی داسی برابريو  اوم سواکه اومنځنی ګوته يوځای کولو سره اشاره وفرمايله او ددی ترمينځ چی څومره فاصله ده .
ښه اخلاق اونرم خويی  :
قاالله تعالی : خُذِالعَفوَا وَامُربِاالعُرفِ وَاَعرِض عَنِ الجاَهِلِينَ       دعفواوبښنی (صفت) خپل کړی ،دنيکی حکم کوی اودناپوهه خلکونه ځان يو طرف ته کړی .
وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذ\'لِكَ لِم َنَ غَزمِ الاُمُور (الشوري\' ۴۳ ايه) .
څوک چه صبرکوی اودګزشت معافی نه کاراخلی يقينا چه دادلويی ځوانمردی اوهمت کار دی .
نبوی ارشادات :
اِنَّ المُؤمِنَ لَيُدرِكُ  بِحُسنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصَّآءِمِ القَآءِمِ  (ابوداود)
مومن بنده دخپلو ښواخلاقو په ذريعه دپرله پسی هميشه روژه نيونکی عبادت کونکی نه ذياته درجه حاص ولی شی .
مَامِن شَيءٍ اَثَقَلُ فِي مِيزاَنِ العَبدِالمُؤمِنِ يَومَ القَياَمَةِ مِن حُسنِ الخُلُقِ وَاِنَّ ال هَ يُبغِضُ الفَاحِشَ البَذِی (ترمذی).
دقيامت په ورځ به دمؤمن بنده دپاره بل هيڅ  يوعمل بغير له  ښواخلا و نه ذيات وزمين نه وی ، الله تعالی بيهوده خبری کونکی اوبی حياء خبری کونکی بد ګڼی .
مَن يُحرِمُ الرِّفقَ يُحرَمِ الخَيرَ كُلَّه  (رواه مسلم ) .  چاكښی چه نرم خويی نه وه هغه دهر قسمه خيراونيکی نه محروم اوبی ب خی دی .
لَيسَ الشَّدِيدُ بِالصُّرَعَةِ اِنَّماَ الشَّدِيدُ الَّذِي يَملِكُ نَفسَه عِندَالغَضَبِ  (بخاري اومسلم ).
پهلوان خوهغه نه دی چی خلک راپرزوی پهلوان هغه دی  چه دعصی په وخت کی خپل ځان قابو
خپلوی اوصله رحمی کوی :
قاالله تعالی : وَتَّقُوااللهَ الَّذِي تسآءَلُونَ بِه وَالاَرحاَمَ     دهغه الله (ج) څخه وويږی دچا په نوم چه سوال کوی  اودخپلولی خيال اولحاظ ساتی .
قَاالله تعاَلي : وَالَّذِنَ يَصلُونَ م اَ أَمَرَ الله بِه أَن يُوصَلَ (الرعد ۲۱)
(الله تعالی نيکان بندګان ) هغه څوک دی دکوم څيز دساتلو ورته الله تعالی حکم کړی دی (چه خپلولی ده) نو دوی  هغه څيز ساتی (خپلوی پالی ) 
ددی آيت شريف څخه څرګنده شوه  چه دمؤمن يوسترصفت خپلولی ساتل دی .
لَيسَ الوَاصِلُ بِاالمُكاَفِي ءِ وَلكِن َّ الواَصِلَ الَّذِي اِذاَ قطِعَت َحِمُه وَصَلهاَ (بخاري ).
هغه درحم (خپلوی ) وصلونکی ندی چه دښيګڼی په مقابل کی ښيګڼه کوی  بلکه درحم وص ونکی هغه څوک دی چه دبدی په وخت کی ښيګڼه کوی اودخپلوی علاقه ساتی .
لاَيَرُدُ القَدَرَ اِلاّ َ الدّ ُعآءُ وَلاَيَزِيدُ فِي العُمُرِ اِلاّ َ البِيرُ (ابن ماجه ) .
قدر پرته له دوعا پربل څه نه بدليږی اوعمر پرته له ښيګڼی پربل څه نه اوږديږی .

دقوم پرستی او تربګينت  نه ځان  وساتی
ددغه بد عمل لومړی مؤسس ابوجهل دی  ابوجهل سره لدی چی ښه پوهيده حضرت محمد (ص) حق پيغمبر دی خوپدی وجه چی تربورمی دی ولی يی تصديق وکړم ځان يی ويی تباهی ته لاهو کړ
پدی اړه نبوی ارشادات :
لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلي عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ مِنّاَ مَن قاَتَلَ عَصَبِيَّةً وَلَس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلي عَصَبَيَّةِ (ابوداود)
هغه څوک له مونږ څخه ندی چه خلک وميت ته رابولی اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه پدغه منظورجګړه کوی اوهغه څوک له مونږ څخه ندی چه په همدی م فکوره مړ شی .
مَن نَصَرَ قَومَه عَلي غَيرِالحَقِّ فَهُوَ كاَبَعِيرِالّذِي رَد\'ي فَهُوَ يُنزَعُ بِذَنبِه (ابوداود)
څوک چه له خپل قوم سره په غيرمشروع کار کی مرسته کوی دهغه اوښ په شان دی چی په کنده کی لويدلی وی اودلکی په رانيولو سره دکندی نه راکښل کيږی  ( نتجه داچه داسی نامشروع عمل داسی بد هلاکونکی انجام لری چه بيا څوک نجات نشی ورکولای ).
ظلم اوغصب څخه ځان وساتی :
مَن أَخَذَ مِن الاَرضِ شَياءً بِغَيرِ حَقِّه خُسِفَ بِه يَوم القِيامَةِ اِلي سَبعِ    أَرضِينَ (بخاري  )
څوک چه په ناحقه څه مځکه لاس ته راوړی دقيامت په ورځ به تر اومی طبقی پوری په دغه مځکه کی ډوب شی .
مَن أَخَذَ شِبراً مِّنَ الارَضِ ظُلماً فَاءِ نَّه يُطَوِّقُه يَومَ القِياَمَةِ مِن سَبِع أَرضِينَ (بخاري ومسلم ) .
څوک چی يوه لويشت پردی ځمکه په ظلم واخلی د يامت په ورځ دغه مځکه تر اومی طبقی پوری دده تر غاړه راتاوکړشی .
اَلظُلمُ ظُلُماتُُُُُ ُ يَّومَ القِياَم َةِ      ظلم دقيامت په ورځ دتيارو سبب کرځی .(بخاری ومسلم )
مَن مَسي مَعَ ‌ظَالمٍ لِيُ َوِّبَه  وَهَوَ يَعلَمُ اَنَّه ظاَلِمُ ُ فَقَد خَرَجَ مِن الِءسلامِ (بيهقي )
څوک چه دظالم په ظلم پوهيږی اوسره لدی دهغه دتقويی لپاره کوښښ کوی  نو دکامل اسلاميت له دايری څخه وتلای دی .
اِيّاَكَ وَدَعَوةَ ا مَظلُومِ فَاءِ نَّماَ يَسأَلُ اللهَ تعاَلي حَقَّه وَاءِنّ َ الله َ لاَ يَمنع ذاَ حَقّ ٍ حَقَّه (بيهقي )
دمظلموم له ښيرانه ليری ګرځی ځکه مظلوم دښيراپه کولو خپل حق له خدای (ج) څخه غواړی اوپاک خدای (ج) دهيچا دحق ه ورکولوڅخه منعه نه کوی .
دخپلوښځو سره ښه چلن کول :
   َوعاَشِروهن بالمَعروفِ فَإِن كَرِهتموهنَّ فَعَسي‌أن تَكرَهو شَـــأًوُيَجعَلَ الله فِيهِ خَِراً كَثِراً (النسا سوره)
اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وی نو کيدای شی چی يو شی ستا خوښ نه وی خو خدای ج په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وی .
اَكمَلُ المُؤمِنِينَ اِيماَناً اَحسَنُهُم خُلُقاً وَخِياَرُكُم خِيا كُم لِنسَآءِهِم (رواه ترمذي )
دايمان په اعتبارسره ستاسوکښی کامل ايمان والا هغه څوک دی چه دهغه اخلاق اوخوی ښه وی اوتاسی کی بهترين اوغوره هغه دی چه دخپلی ښځی سره يی سلوک ښه وی .
نورته ضرر نه رسول :
المُسلِمُ مَن سَلِمَ المُسلِمُونَ مِن لِساَنِه وَ يَدِه (متفق عليه )
مسلمان خوهغه دی چه دژبی اولاس له ضرر څخه يی نور م سلمانان په امن وی
اَيَدٌخُلُ الٌجَنَّةُ مَن لاَّ يّأمَنُ جَارُه بَواَءقَة (مسلم )
هغه سړی به جنت ته داخل نه شی چه دده  همسايګان دده له شر او ضرر نه په امن نه شی.
دمور اوپلارسره ښه سلوک :
قاالله تعالی : وَوَصَّيناَ الاِنسَانَ بِوالِدَيهِ حَمَلَتهُ اُمُّه وَهناً عَلی وَهن ٍ وَفَصلُه فِی عَامَينِ اَنِ اشكُرلِی وَلِدَيَكَ
مونږ انسان ته دموراوپلار(سره دښه چلن کولو) حکم ورکړی دی  دده مور ده لره تکليف دپاسه تکليف په ګيډه کی وګرځولو ،دوه کاله يی شيدی اورودلی (داښه سلوک ځکه دی  چه ) زما شکرګزاره شی اودموراوپلار شکر هم اداکړی .
نبوی ارشادات :
اَیُّ العَمَلِ اَحَبُّ اِلی الله ِ تعالی ؟ قَال اَلصَّلو\'ة عَلی وَقتِهاَ قُلتُ : ثمَّ اَ یَّ ؟ قَال بِرُّ الوَالدِينِ  قُلتُ ثمَّ اَی ُّ ُ : قَل الجَهاَدُ فِی سَبِيلَ الله (متفق عليه )
الله تعالی ته کوم يوعمل ډيرخوښ دی ؟ نو ويی فرمايل ،لمونځ په خپل وخت کول ، ماعرض وکړ ددی پس کوم يوعمل دی ؟ ويی فرم ايل دموراوپلار سره ښه سلوک ماعرض وکړ ددی نه پس کوم يوعمل دی ؟ ويی فرمايل دالله تعالی په لار کی جهاد کول .
په اخستلواوخرچولوکی ښه سلوک :
رَحِمَ اللهُ رَجُلاً سَمحاً اِذا اشتر\'ی وَاِذاَ اقتَضی ( بخاری )
کوم سړی چه په اخستلوخرچولوکی اودقرض په وصلولوکی دآسانی خيال ساتی الله تعالی به په هغه باندی رحم وکړی
مَن اَنظَرَ مُعسِراً اَووَضَعَ لَه اَظَلَّه ُ الله ُ يَومَ القَيامَةِ تَحتَ ظِلِّ عَرشِه يَومَ لاَظِلِّ الاّ َ ظِلَّه (رواه ترمذي )
څوک چه لاس تنګی مقروق ته مهلت ورکړی ياقرض ورمعاف کړی نوالله تعالی به په هغه ورځ چه په کومه ورځ به دعرش دسيوری نه علاوه بل سيوری نه وی  دعرش په سيوری کی ځای ورکړی .
آمران او حکمرانان به له خپل رعيت سره ښه سلوک کوی :
مَن وُلِّیَ مِن أمرِالناَسِ شَيأ ً ثُمَّ أغلَقَ بَابَه دُونَ المُسلِمِينَ اَوِا مَظلُومِ اَوذِی الحَاجَةِ اَعَلَقَ الله ُ دُونَه اَبَوابَ رَحمَتِه عِندَ حاَجَتِه وَفَقرِه ماَيَكُونُ عَليه (بيهقي )
څوک چه دخلکو په کوم کارمقرر شی اوخپله دروازه دمظلومواوحاجت لرونکوپرمخ وتړی پاک خدای (ج) به هم په داسی حال چه ترهروخت نه ذيات اړ وی دخپل رحمت دروازه دده پرمخ وتړی .
يَسِرُو اوَلاَتُعَسِرُو وَسَكِنُووَ اَتُنَفِرُوا (بخاري ومسلم )
آسانی وکړی اوسختی مکوی خلکوته آرامی اوسکون ورکړی اوپه کرکه يی مه راولی .
اِنَّ اَفضَلً عِباَدِاللهِ عِندَالله ِ مَنزِلَةً يَّومَ القَياَمَةِ امَامُ ُ عاَدِلُ ُ رَقِيق ُ ُ وَاِنَّ شَ َّ النّآَسِ عِندَاللهِ مَنزِلةً يَّومَ القَياَمَةِ امَامُ ُ جآءِرُُُُ ُ خَريقُ ُ (بيهقي) .
دخدای (ج) په بندګانوکی ښه سړی دخدای(ج) په حضورکی دمقام له حيثه عادل اونيک خويه واکمن  دی اوبدسړی دپاک خدای (ج) په ح ضورکی دمقام له حيثه ظالم اوبدخويه واکمن دی .
لاَطاَعَةِ المَخلُوقٍ فِی مَعصِيَةِ الخاَلِقَ  ( رواه ابوداود ابن ماجه )
دهيچا امر چی دپاک خدای (ج) دحکم په خلاف وی دمنلو وړ ندی .
لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلی َّ اللهُ عَلَيه وَسَلَّم اَلرََّاشِیَ وَالمُرتَشِی َ ( رواه ابوداود ابن ماجه )
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم درشوت په اخستونکی او ورکونکی لغنت ويلای دی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery