مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-01-16   مخپرونکئ : عُمر واحديار

د دوو اروپايي ډيپلوماتانو وېستل (د جهيش ژباړه)

ژباړن: بريالى جهيش


ليکوال: پروفيسر روستار تره كى

ژباړن: بريالى جهيش


د كابل ادارې پرېكړه وكړه چې دوه اروپايي دپلوماتان د ((ملي امنيت پر ضد)) كړنو يا د نړيوالو حقوقو په مشهوره اصطلاح((نان اګراتا)) په تور له افغانسان څخه وباسي.
د دغه خبر خپرول د پردې تر ا هغه ترخه واقعيتونه په ډاګه كوي، چې ځينې لاسونه د اور لګولو او د جګړې د ادامې له پاره زمينه برابروي.
له ((ملي امنيت)) څخه چې د كابل اداره كوم تعبير لري، حيرانونكى دى. له ده څخه حيرانونكې لا داده چې د ملي امنيت، كورنيو چارو او د بهرنيو چارو ادارې، په افغانستان كې د بهرنيو ملكي او پوځي چارواكو د هغو هڅو مخنيوى كوي، چې د دولت له مخالفينو سره د خبرو كولو له لارې سولې ته د يوې لارې موندلو له پاره تر سره كېږي.
 حقيقت خو دادى چې د كابل حكومت د نړۍ د 36 هېوادونو له پوځي شتون سره_سره بيا هم لږ تر لږه په دوو ساحوكې د ملي حاكميت پر بنا د خپ واكې تګلارې له پر مخ بيولو څخه بې برخې دى. يو د بهرني سياست په ساحه كې چې د نړيوالې ټولنې د ستراتيژيو تر سيوري لاندې دى او بل د ملي امنيت په ساحه كې.
دردونكې داده چې د كابل حكومت په تېرو شپږو كلونو كې د بهرنيانو له زرو څخه د زياتو مواردو له نقضولو نه په څنګ تېرشوى او سرسري چلن يې ور سره كړى ، چې په كې بهرنيانو د بې ګناه ولسي وګړو پر وژنه لاس پورې كړى او افغانستان يې د لسګونو زرو اجنټانو په ځاله بدل كړى او د دوه بهرنيانو په يوه جنجال زېږونكې د ((ملي امنيت ته د ګواښ)) برخې پر سرځنډ كوي چې په كې د سولې د ټينګولو ريښتنې هڅه كېږي.
له كنټرول پرته پوځي عمليات، د كلو او بانډو بمبارول، د جنګ له قوانينو سرغړونه، په ملي قلمرو كې په خپل سر د بهرنيو س بازانو لېږدول را لېږدول، د هېواد دننه د بهرنيانو له خوا د زندانونو جوړول او د ملي حاكميت نقضول، ملي امنيت ته ګواښ نه ګڼل كېږي، چې ان د بهرنيو چارو وزارت له خوا، يو خالي احتجاج ليك يې پر وړاندې نه دى سپارل شوى. دغه تېري د سولې د ټينګولو د بهير عادي او طبعيي برخې ګڼل كېږي، نه ګواښ، خو كله چې دوه بهرني دپلوماتان چې د افغانستان په ناوړه جنګ كې هره ورځ  خپل سرتېري قرباني وركوي(د نيم مليون افغانانو مرګ ژوبله خو هېڅ)، له وسله وال مقاومت سره د  سولې د خبرو كولو په نيت ورځي، د جنګ اور بلوونكو له غبرګون سره مخامخ كېږي.
وردانګونكې او زياتى كوونكې ډلې په داسې حال كې چې د كابل حكومت له كمزورۍ، بې صلاحيتۍ او له نه خپلواكۍ څخه ښه خبر دي، بيا هم مدعي دي چې له مخالفينو سره د سولې خبرې بايد د كابل حكومت له لارې ترسره شي. دغه غوښتنه لږه او ډېره په ښكاره اصولي ښكاري، خو تر شا يې يوه نړۍ د سولې ضد پلمې او دسيسې پټې دي. د سولې دښمنانو د كابل پر حكومت په تېرو شپږو ك ونو كې د جګړې د ادامې پانګونه كړې، د كابل حكومت د جنګي ډلو په محاصره كې دى، نو له دې كبله د كابل حكومت له لارې د سولې پر خبرو د اغېز ښندل تر دې اسانه دي چې دغه اغېز دې د سولې د بهرنيو مامورينو پر ماموريت وښندل شي.
سولې د ټينګولو د بهير كار بايد د كابل له ادارې پيل شي: د دوو بهرنيو دپلوماتانو شړلو چې په ښه نيت يې د سولې پر ټينګو و كار پيل كړى و، دا وښوده چې د سولې د ټينګولو كار بايد د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې په ټينګ هوډ، د كابل ه ادارې څخه د سولې د دښمنانو په لرې كولو سره پيل شي. حقيقت دا دى چې تر څو د كابل اداره د ننګونكو، د جنګ اور ته لمن وهونكو او زياتى كوونكو عناصرو له شتون څخه چې د جنګ پر ادامه يې د اوږدې مودې سياسي پانګونه كړې، پاكه نه ي، د سولې د خبرو پر مختګ ته، هغه هم د امن جرګې له لارې تمه نه شي كېداى.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery