مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-15   مخپرونکئ : عُمر واحديار

مشري( ليډرشیپ) او مدیریت ( منجمنټ)

ميرويس جلالزى

 

لیکوال:میرویس جلالزی
نیټه:‏2008‏/3 /13
 
د مشر او مشري کلمي:
د مشر او مشرۍ اصطلاحات په بیلابیلو فرهنګونو او ژبو کې په بیلا بیلو ډولونو کارول کیږي. په انګریزۍ کې ورته  لیډر او لیډرشیپ، په فرانسوۍ کې مدیر او مدیریت او کله نا کله هم آمریت ویل کیږي . په فارسي او پښتو ژبو کې ګڼ اصطلاحات کارول کیږي چې په دې ډول دي: مشر او مشرۍ، مدیر او مدیریت، ریس او یاست، مسول او مسولیت او داسي نور . دا ټول هغه چاته راځی چې د ډلي او یا جوړښتي هرم په سر کې ځاي لري، دچارو لا ښونه کوي او دا ادارې یا ډلي مسولیت لري.

۱- د مشرۍ تعریف
 د مشرۍ بیلابیل تعریفونه شته چې تر ټولو مهم یې دا دي:
پر یوې لویې انساني ډلي نفوس کول او د هغوي پر کړنو اغیزه شیندل په داسي توګه چې دا خلک د ګډو موخو د تر لاسه کولو لاري ته برابر کړي . نفوذ لرل او پر نورو اغیزه شیندل د مشرۍ یوه نه بیلیدونکي برخه ده( که د اداریې په هډانه کې د مشرۍ خبره مطرح وي او یا له ادارې بهر). په دې توګه مشري کول یوازي د مخکي کیدو معني نه لري، بلکې نفوذ یعني پر نورو د اغیزې شیندل په یوه نه یوه بڼه را نغاړي، او مشري د نورو د لارښووني لپاره نفوذ او ځواک د ل لو مفهوم څرګندوي.

د مدیریت او مشرۍ تر منځ ګډی ځانګړني او توپیرونه :
که څه هم دا دوه اصطلاحات سره نږدې تړاو لري خو له دې سره سره مدیریت د چارو د تنظیمولو او مشري د خلکو د تنظیمولو پر مفهوم کارول کیږي. مشري کیدای شي د ادارې په جوړښت کې د مراتبو له سلسلې بهر هم تر سترګو شي، خو مدیریت یوازي دننه په اداره کې مطرح کیږ ي .
په زړه پورې خو لا دا ده چې ډیر مشران، مدیران نه دي، یو شمر ښایې واک او نفوذ ولري خو یوه رسمي دنده به نلري هغه ښایې د یوې مذهبي، قومي، قبیلوي او یا بلي ډلي مشر وي . بله خوا په اداره کې ډیر مدیران د مشرۍ رول هم لوبوي یعني هغو ته د مشرتابه د دندو سپارل د هغوي د مدیریت مهمو دندو یوه برخه جوړوي .
د اداري د ټیټپوړیو مدیران خپلي اړوندې اداري چاري پرمخ بیایي.
د ساري په ډول:د بودجې تنظیمول،له آمرینو او همکارانو سره د اړوندو چارو په باب لیده کاته، لیکونه او نوري ورته چاري، چې د مشرتابه له دندو سره اړیکي نلري.
خو چې کله دا مدیران خپلو کارکونکو ته د چارو د سرته رسولو لارښونه کوي نو بیا د مشرۍ مسله مطرح کیږي په دې توګه د مدیریت له پلوه مشري د مدیریت تر چتر لاندي راځي.
ډیری خلک  مدیریت او مشري یو ډول ګڼي خو له دې سره سره د دغو دوو مفهومونو تر مینځ توپیر شته .
کله چې مشري له ادارې څخه بهر مطرح کیږي، نو د ماهیت له پلوه د مدیریت په پرتله خورا پراخ مفهوم انغاړي . په مدیریت کې د ادارې د ځانګریو موخو تر لاسه کول او پلي کول ارزښت لري .  په دې توګه د دغو دوو مفهوم ونو تر منځ اصلي توپیر د اداري په کلمه کې نغښتلی دی.مشري هم د خپلو موخو د تر لاسه کولو له خلکو سره او د خلکو په مرسته کارکولو ته اړتیا لري، خو دا موخي د ادارې موخي ندي .
یو مشر ښایې د خپلو شخصي موخو د ترلاسه کولو پاره څو ځلي کوښښ وکړي خو د ادارې له موخو  سره ښایې دومره لیوالتیا ونه لري.
له دې امله یو شمر ښایې په پلي کولو کې بریالی شي، خو ښاي د ادارې د موخو په ترلاسه کولو کې اغیزمن را ونه خیږي. 
لنډه داسي مشران شته، چې د مدیر رول نه لوبوي. همدار رنګه داسي مدیران شته چې د مشرۍ څانګړنې نه لري. مدیران د مشرتابه پر دندې سربیره د پلان جوړوني، تنظیمولو، ګمارلو او کنترولو دندي سرته رسوي .

د مدیریت په اړه معلومات:
مدیریت له ف انسوۍ کلمې (منجمینټ) څخه اخیستل شوی چې د لارښوني د هنر معنی لري او په لاتیني ژبه کې دلاس په مرسته د لارښوني معني لري.د مدیریت په اوسني مفهوم کې بیلا بیلو سرچینو( لکه بشري،مالي محسوسي او نا محسوسي سرچیني) د پراختیا او کارولو له لاري د ټول سازمان او د سازمان د یوې برخي د مشرۍ او لارښووني له بهیر څخه عبارت دي.
به شلمه پیړۍ کې د مدیریت مشهورعالم ( ماري پارکر فولیت) مدیریت داسي تعریف کړی : د نورو په واسطه د چارو د سرته رسولو هنرته مدیریت ویل کیږي.

د مشرکیدو لپاره مهمي وړتیاوي:
د دې لپاره چې په بیلابیلو برخو کې یو ښه مشر اوسی، نو باید لاندې ځانګړني ولري.

۱ـ دخپل ځان رهبري کول:
- تاسو باید د خپل ځان لپاره د لارښوونو د ټاکلو ځواک و ری. د بیلګې په ډول: د شغل پلانول، د خپل پرمختګ پلانول، او د ځان لپاره د موخو تنظیمول.
- تاسو باید د خپل اغیزمنتوب ځواک او وړتیا ولري، د بیلګې په ډول د پریکړو کول او د شخړو هواری.

د خلکو ډلو او سازمان مش ي:
۱- د لارښوونو د ټاکلو او پرکړو د ځواک او وړتیا لرل.
۲- له نورو سره د قناعت بښونکي  مفاهمي او د وړتیا لرل لکه :( د نورو د کارونو ارزونه).
۳- ښه او په ځیر سره غوږ نیول .
۴- د پلان جوړوني، دموخو او هغوي ته د سیدو د څرنګوالي د ټاکلو وړتیا.
۵- د ستونزو د حل ځواک او وړتیا د بیلګې په توګه د حل لارو تحلیل او تجزیه او د یو شمیر ګامونو غوره کول.
۶- تاسو باید پر نورو د اغیزې د شیندلو ( نفوذ) او د هڅوني ځواک وړتیا ولری ( د لا ښوونو، سلامشورو او د واک د سپارلو له لارې).
۷- باید د ډلې د جوړولو ځواک او وړتیا ولري.
۸- تاسو باید د اج ایوي لارښونو او موخو د ټاکلو ځواک او وړتیا ولري.
۹- باید د باور د چاپریال د رامنځ ته کولو وړتیا ولری.
۱۰- د ډلو او خلکو تر مینځ د شخړو د مدیریت د ځواک او وړتیا و لری.
۱۱- د نورو د څارني ځواک او وړتیا ولري.
۱۲- تاسو باید د اسانتیاوو د برابرولو او د ډله ییزو ستونزو د حل د پریکړو د بهیر د مشرۍ ځواک او وړتیا ولري.( په دې کې د غونډو جوړول او اداره کول هم شامل دي).

د سازمان په کچه د نورو رهبري کول
- تاسو باید د ډلو او سازم انانو د تشکیلاتو او کارې بهیر په پاکې نیولو سره د سیستم په اړه د تفکر ځواک او وړتیا ولري.
- باید د سازمان په کچه د لاریونونو د ټاکلو او د ستراتیژیکې شنني ځواک او وړتا ولري.( سوفت تحلیل یعني د پیاوړتیاوو او کمزو تیاوو اړخونو ) فرصتونو او ګواښونو تحلیل). همدارنګه د سازمان په کچه باید د ماموریت لرلید، ارزښتونو او موخو له لاري د ستراتیژیکې لارښووني ځواک او وړتیا ولری.
- تاسو باید په سازمان کې د بدلونونو د راوستلو ځواک او وړتیا ولری.

د یو مشر او یو مدیر د رول پرتله کول
د یو مشر رول: یو مشر لاندې رولونه لوبوي:
- هدایت و کول
- د خوځښت رامنځ ته کول
- د لرلید ټاکل
- هوډ نیول
- د ستونزو حل
- هڅول او ملاتړ
- د خلکو تنظیمول او اداره کول
- د خپل ځان تنظیمول
- د ډلو تنظیمول

د یوه مدیر رول:
د یو مدیر رول په لاندې ډول دی:
- د چارونیول لکه : سندونه او مدرکونه، آمار او ارقام، سرچینې او نور
- د پلان او بودجې برابرول
- د خلکو په کار اچول
- تنظیمول، همغږي او دواک سپارل
- وده او پراختیا
- د چارو او ستونزو حل ته پام اړول
- کنټرول، خبر او رپوټ ورکول

د مشرۍ لاري چاري :
د یوه  مدیر د مشرۍ لاري چاري په بنسټیزه توګه د کارکونکیو په اړه د هغه له لید سره تړاو لري. پر بلې وینا، هغه مهم لامل چې مشري تر اغیزې لاندي راولي، د خپل ځان او کا کوونکیو د رول په اړه د هغه له لید څخه عبارت دی. د مشرۍ طریقو غوره کول او سم کارول چې له باندینۍ هڅوني سره په انډول کې تر سره کیږي، اداره خپلو موخو ته ور رسولای شي که مدیرد مشري پر یوې نا مناسبي طرېقې تکیه وکړي او یا هڅونه همغږې نه وي، نو په دغه راز حالت کې د ادارې موخي زیان مومي او ښایې کارکونکي د ځوریدو، نه لیوالتیا، نا امنۍ، او ناخوښۍ احساس وکړي.
مشرتابه د چلن په یوه تیورۍ کې مشران پر دوو ډولونو ویش شوي دي. لومړۍ انسان پلوي او دوهم سازمان پلوي. انسان پلوې مشران په سازمان کې خپل ډير پام د ادارې کارکونکیو او یا د سازمان غړیوته اړ وي. خو سازمان پلوي مشران د ادارې موخي او ماموریتونه پر کارکوونکیو لوړ بولي. انسان پولي مشران ډله ییزي موخې غوره ګڼي. پر کارکوونکیو باور لري او هغو ته ډیر ارزښت ورکوي او درناوي یې کوي او کارکوونکي تر خپل کلک کنترول لاندي نیسي چې په دې توګه د مقرراتو د دقیق پلي کولو په اړه ډاډ تر لاسه کړي.
تر سره شوي څیړني جوتوي چې کا کوونکي ډير له انسان پلویو مشرانو سره لیوالتیا لري او هغه مشران چې پر سازمان پلوي یې ټینګار وي نو کا کوونکي یې ورسره مینه نه لري او  به کارونو کې یې ورته ستونزي رامنځ  ته کوي.
په یوه بله نظریه کې د مش تبابه طریقې پر څلورو ډولونو ویشل شوي دي او هره یو یې د یو سیسټم به نوم یاده شویده چې په لاندې کرښو کې یې تش یح کوو.

۱- د آمرانه مشرۍ طریقه
۲- د پلار په څیر د مشرۍ طریقه
۳- د ګډون پر بنسټ ولاړه د مشرۍ طریقه
۴- د آزادي مشرۍ طریقه

د آمرانه مشرۍ طریقه :
په دې طریقه کې د ادارې ټولي پریکړي د تشکیلاتي هرم په سر کې تر سره کیږي.
دا په بشپړ ډول سازمان پلوي او آمرانه مشري ده او پریکړي د مراتبو د سلسلې له لارې د پورته مخ ښګته ته لیږدول کیږي.
مشر پر هغو کسانو چې تر لاس لاندي یې دي لږ باور لري او د مشر او د هغه تر لاس لاندې کسانو تر منځ اړیکي دویرې، ډار، ګواښ سزاورکولو او یا ستایلو پر بنسټ ولاړي وي. په دې ډول کې اړیکه له پورته تر ښکته عمودي او یوه اړخیزه ده .
کلک کنترول د عالي مدیریت په لاس کې وي او په دغه راز حالاتو کې یو غیر رسمي سازمان امنځ ته کیږي چې د سازمان له موخو سره مخالفت کوي.دا غیر رسمي سازمان په ټولنیز ډول د رسمي سازمان د موخو مخا فت بلل کیږي.

د آمرانه مشرۍ د طریقې ښیګڼي:
تصمیم ژر نیول کیږي. ځکه تصمیم نیونکي مرجع په خپله مشر دی.
دا طریقه د ادارې له ټیټه سطحه کې اغیزمنه ده، ځکه کارکوونکي یې لږه پوه لري او د اړوندو مقام له ویري پرته به خپله دنده به ښه توګه سرته ونه رسوي .
له دې طریقې په بیړنیو حالاتو کې ډیره ګټه اخیستل کیږي په بیړنیو او ستراتیژیکي پریکړو کې دا طریقه مناسبه ده .
په آمرانه  طریقه کې تر لاس لاندي خلک تر بشپړې واکمنۍ لاندي دي .

د آمرانه مشرۍ د طریقې محدودیتونه:
- د مشرۍ پر وړاندي د لاندې کسانو اړیکي پر دښمنۍ اوړي او د دندې په اړه یې لیوالتیا کمیږي.
- تر لاس لاندي خلک په پریکړو کې برخه نه شي اخیستلی او له استعداد او وړتیا وو یې کار نه اخیستل کیږي، له دې امله دا طریقه د انساني سرچینو ته وده او پراختیا ورکوي.
- مشر ښایي د یو لنډ وخت لپاره بریالی وي خو که دا طریقه دوام ومومي ښایې ناوړې پایلي رامنځ ته کړي.

د ګډون پر بنسټ د مشرۍ ولاړه طری ه:
د مشرۍ په دې طریقه کې پر تر لاس لاندي  خلکو پشپړ ډاډ او یا باور شته، په ټولو برخو کې د مشر او د هغه تر اس لاندي خلکو تر مینځ صمیمي اړیکي شتون لري . په دې طریقه کې په ګډه پریکړي کیږي، رسمي او غیر رسمي سازمانونه په یو بیل کې مدغم کیږي او په دې توګه ځواکونه د ټاکل شویو موخو د پلي کولو لپاره کارول کیږي . عمودي او افقې اړیکي شتون لري او د تصمیم نیولو ځواک  په پراخ ډول په ټول سازمان کې خپریږي، د کنترول په بهیر کې د سازمان ټولي سطحې ګډون لري په دې طریقه کې مشر د خپلو تر لاس لاندي کسانو د پوهي او یا خبرۍ د کچې د لوړولو او دغه راز د هغو د ټولنیزو او حقوقي ارزښتونو پلوي کوي.

د ګډون پر بنسټ د مشرۍ د ولاړې طریقې ښیګڼي :
- د ګډون پر بنسټ په ولاړه طریقه کې مشر خپل ترلاس لاندې کسان ژمنتیا ته را بولي دا چې پریکړو پر مهال له تر لاسه لاندې خلکو سره سلا مشوره کیږي. نو هغوي ډیره لیوالتیا لري چې دا پریکړې هرومرو عملي کړي.
- په دې طریقه د ترلاس لاندي خلکو له استعداد او ځواکمنۍ څخه په پریکړو کې ګټه اخیستل کیږي.
- د مشرۍ په دې طریقه کې تر لاس لاندي خلګ ډیر هڅول کیږي ویه یې لوړیږي له دندو سره یې لیوالتیا ډیریږي او د دې ټولو  په پایله کې ښې انساني اړیکي رامنځ ته کیږي.

د ګډون پر بنسټ د مشرۍ د ولاړې طریقې محدودیتونه:
- دا چې ډیر تر لاس لاندې خلګ په پریکړو کې ګډون کوي له دې ام له د تصمیم نیوني بهیر ورو او ټکنۍ پر مخ درومي .
- د مشرۍ په دې طریقه کې له تر لاسه لاندې خلکو سره د پریکړو پر مال د مشر سلا مشورې ښایې د هغه د وړتیا او استعداد د نشتوالي په توګه وګڼل شي.
- که دا طریقه  دوام ومومي نو د ترلاس لاندي خلکو کنترول کمزوری کیږي او ښایې د کنترول د نشتوالي لامل شي.
- که ناسمي پریکړې وشي، نو په دغه راز حالت کې به مشر او تر لاس لاندې کسان یې یو بل مسول ګڼي. ځکه چې دواړو لوریو په پریکړو کې ونډه لرله .
- د مهمو او ستراتیژیکو مسلو په اړه  د پریکړو پر مهال دا طریقه مناسبه نه ده .

د پلار په څیر د مشرۍ طریقه:
د مشرۍ په دې طریقه کې مشر د خپلو تر لاس لاندې کسانو پر وړاندي د پلار  رول لوبوي، ستونزو ته یې ډیره پاملرنه کوي، مشر او د هغه تر لاندي د یو درناوی کوي د مشر او لارویانو تر مینځ آمرانه اړیکه ټینګه ده خو له نرم او ښه چلن سره یو ځای ده.
د مشرۍ په دې طریقه کې تصمیم نیول د مشر مسولیت دی او لارویان له قید او شرط پرته د پریکړو اجرا کوونکي دي. کارکونکیو او د تر لاس لاندي خلکو د هڅوني په موخه د ستایني او سزاورکولو طریقې کارول کیږي. د مشر او د تر لاس لاندې خلکو تر مینځ اړیکي له ډار او ترحم سره یو ځای دي . که څه هم یو غیر رسمي سازمان رامنځ ته کیږي خو دا غیر رسمي سازمان د رسمي سازمان د موخو پر وړاندې مقاومت نه ښیي.

د پلار په څیر د مشرۍ د طریقې ښیګڼي:
- د مشرۍ په دې طریقه کې تر لاندي خلک د مشر او سازمان پر وړاندي ریښتیني، صادق او ژمن وي.
- په اداره کې ښی انساني اړیکي ټینګي دي.
- تر لاس لاندي خلک ښه کار کوي، ځکه د ترحم او ډار تر مینځ یو راز انډول ساتل کیږ ي.

د پلار په څير د مشرۍ د طریقې محدودیتونه:
- کله چې د مشر او د هغه د تر لاس لاندي کسانو تر مینځ دوه اړخیزه درناوی نه وي نو د مشرۍ دا طریقه مناسبه نده .
- په بیړنیو حالاتو کې مشر کلک چلن وکاروي نو ښایې د تر اس لاندي خلکو له مقاومت سره مخ شي.
- د مشر پام د ادارې د منلو په پرتله شخصي مسلو ته  ډیروي.
- امکان لري د مشر له ښه چلن څخه ناوړه ګټه واخیستل شي.

د آزادي مشرۍ طریقه:
په دې طریقه کې مشر د تر لاس لاندي خلکو په کړنو او کارونو کې ګوټی نه وهي او د تر لاس لاندي کسان د مشر له کنترول پرته خپلي اړوندي دندې په خپلواک ډول سر ته رسوي. د مشرۍ له دې طریقې هغه مهال ګټه اخیستل کیږي چې تر لاس لاندې خلک د زدکړي او تجربې خاوندان وي، مها تونه ولري او وکولای شي کارونه د مشر له سلا مشورې په تعلمي او تحصیلي موسسو کې هم له دې طریقې څخه ګټه اخیستل کیږي، د بیلګې په ډول په ښونځیو او پوهنتونونو کې ښونکي د خپلي خوښي په طریقه تدریس کوي او د ښوونځي مدیران یا د پوهنتون ریس د درسي میتود په اړه استادانو ته هدایت نه ورکوي.

د آزادي مشرۍ د طریقې ښیګڼي:
-  د مشرۍ په دې طریقه کې ترلاس لاندي خلک کولای شي په آزاده او دایمي توګه له خپلو استعدادونو ګټه واخلي.
- پر دندې د اډ عالي احساس شتون لري.
- د آزادې مشرۍ په طریقه کې د ترلاس لاندې خلکو له ځواکمني او تجربو بشپړه ګټه اخیستل کیږي.
- تر لاس لاندې خلک فرصت لري چې د فعالیتونو په پرمخ بیولو کې خپل ټول استعداد ( وړتیا) ښکاره کړي.(ومن ال ه توفیق)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery