مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دوينې سرطان ناروغۍ پیژندنه ،درملنه اومخنیوی

ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ)
(لومړی برخه : طبي لکچرنوټ ) لیکوال : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ) دجرمني هیواد، نېټه : ٢٠/٣/٢٠٠٨ سریزه : په هیوادکې نوې شمیرنې په ډاګه کوي چې دوينې سرطان ناروغۍ (ملټيپل میولوما) کچه دپخواپه پرتله ډيره شوې ده. که څه هم په اوسني وخت کې دنوموړې ناروغۍ اصلي لامل سړی نه شي سپينولای خودکارپوهانوپه اند داسې اټکل کیږي چې په کیمیاوی ، بیالوژیکي اورادیواکتيوزهرجنوموادوباندې دچاپيريال ککړتیا ددې پيښې یوغوره لامل کیدای شي چې په عام ولس کې دوينې سرطان ناروغۍ لکه (ملټيپل میولوما) ډيره شوې ده. بلخوادیادولووړده چې په اوسنیوشرايطوکې دنوموړې ناروغۍ دپيژندنې ام کانات دپخواپه پرتله هم ښه شوي دي . ملټيپل میولوما (Multiple myeloma) : ملټيپل میولوما دبدن دمعافيتي سیستم ( immune system) پلازما حجروسرطان ناروغۍ ته ویل کیږي چې لنډیز يې په myeloma اوياپه plasma cell myeloma سره لیکل کیږی . پ ازما حجرې دمعافيتي سیستم یوډول حجرې دي چې دهډوکوپه ماغزوکې تولیدکیږي اودانتي باډي )Antibody( پروتېين دجوړو ودنده ترسره کوي .که څه هم د ملټيپل میولوماناروغۍ بشپړه درملنه ناشونې ده خودنوموړې ناروغۍ دکلینیکي نښوکم ښت اودمنځه وړلوپه موخه دشحمي کیمیاوي موادولکه سټېروید(Steroids) ، کیمیاوي درملنه (Chemotherapy) ،تاليډوميددرمل Thalidomide ،اودسټم حجروپیوندکولو stem cell) (transplantation کړنلارې څخه ګټه اخیستل کیږي . ملټيپل میولوما دیوپراخ ډ ې ناروغۍ يوه برخه جوړوي چې دهیماتولوجیکل مالیګنانسي (Hematological malignancies) په نامه سره یاديږي . نوموړې دسرطان هغه ډول ناروغي تشکیلوي چې دوینې سرطان ، دهډوکوماغزوسرطان اود لمف غدو (Lymph nodes) سرطان ناروغۍ منځ ته راولي . دمطالبوسرلیک : ١- نښې اوسېمپتومونه ( Signs and symptoms) ٢- پېژندنه (Diagnosis) ٢-١ پلټنه (Investigations) ٢- ٢ کړنلاره (Workup) ٢- ٣ دپېژندنې معیارونه (Diagnostic criteria) ٢-٤ دناروغۍ پړاوونه (Staging) ٣- پاتوفیزيولوژي (Pathophysiology) ٤- درملنه (Treatment) ٤-١ ړومبۍ درملنه ( Initial therapy) ٤-٢ دناروغۍ راستنېدنه (Relapse) ٥ - دناروغۍ ب خلیک اواحتمالي تګ لوری (Prognosis) ٦- اپيدېمیولوژي (Epidemiology) ٧- اخذلیک (دويکيپيدیا څخه ژباړل شوې دی) (دلومړۍ برخې پای ) په درنښت پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ) 1. http://en.wikipedia.org/wiki/Multiple_myeloma 2. http://myeloma.org/ 3. http://www.myelomaonline.org.uk/NetCommunity/Page.aspx?&pid=820&srcid=-2 4. http://www.myeloma-euronet.org/
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery