مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-04-18   مخپرونکئ : عُمر واحديار

راډیویې او ټلویزیوني مرکه (میرویس جلالزی )

میرویس جلالزی


لیکوال: میرویس جلالزی
نیټه: ‏2008 ، 17‏، اپريل‏، پنجشنبه

راډیو او ټلویزیون:
مرکه د دوو مختلفو کسانو تر منځ هغه خبري اترې دې چې هر لوری پکې خپلي خپلي او بیلي بیلي موخي لري.
مرکه کونکی (خبریال) په یوه مرکه کې هڅه کوي چې خپلو اوریدونکو ته نوي او په زړه پوري معلومات تر لاسه او بیا خپاره کړي.
مرکه ورکونکيٍ ( د خبریال مقابل لوری) هڅه کوي چې په خپلو خبرو کې یو مشخصه موضوع څرګنده کړي.
غوره مرکه هغه ده چې یوه مرکه کونکې یې په ترځ کې د خپلو ټولو پوښتنو ځوابونه په ډیر وضاحت  تر لاسه کړي او خپلې موخې ته پکې ورسیږي.
کله چې تاسو غواړی یوه ټلویزیوني چینل او یا یوې راډیویې شبکې ته یوه مرکه برابره کړی نو  له خپل خبریال څخه پوښتنه وکړﺉ چې آیا نوموړی له مقابل لوري( م که ورکونکي) څخه د پوښتنو مشخص چوکاټ او موخې لري که څنګه ؟ او آیا خبریال د ځانګړی موضوع په اړه په خپل ذهن کې خاص لید لوری لري که څنګه؟
په یاد ولری هغه معلومات چې تاسو یې په خپل ذهن کې لرﺉ ، تاسو د هغو په مطرح کولو پوره حاکمیت لرﺉ او هڅه وکړﺉ چې د مرکې پر مهال له خپلې مفکورې او ذهني توان څخه کار واخلﺉ.
ډیری راډیوې چېن ونه هڅه کوي چې د ټلیفون پر لیکه مرکې تنظیم کړي دا ځکه چې وخت او لګښت یې د هغو په پرته خورا لږ وي کومه چې مخامخ د یو چارواکي او یا مسول کس سره د یو خبریال له خوا تنظمیږي خو دا باید له یاده څخه و نه باسو چې ټلیفوني مرکې اکثراً د غږ له پلوه خورا ټیټ کیفیت لري.
له یوې مرکې دمخه تاسو پوره وخت ته اړتیا لری چې د ځانګړي موضوع په اړه فکر وکړﺉ خو په ټلیفوني مرکه کې تاسو د مخامخ مرکې په پرتله ډیر وخت لرﺉ تر څو له مقابل لوري څخه په ډیر غور او فکرې تمرکز پوښتني وکړﺉ دا ځکه چې که چیرته د ټلیفوني مرکې پر مهال تاسو د پوښتنو له اړخه له کمښت سره مخ شۍ نو کولای شۍ چې بې دریغه ټلیفوني اړیکه قصداً پرې کړۍ او له یو لنډ ځنډ وروسته بیرته مقابل لوري ته زنګ ووهی او هغه پوه کړی چې ټلیفوني کرښي ستونزه درلوده که څه هم دا کار د خبریالی ریښتینولي ته ځيان رسوي خو بله چاره نشته . 
په یاد ولرﺉ چې تاسو به په خپل دې کار سره دا موکه تر لاسه کړي وې چې مشخصي پوښتنی در سره ولیکي خو هڅه مه کوﺉ چې له مرکې دمخه بی پوښتنو د مرکې ډګر ته ور ودانګي.
که چیرته تاسو د مرکې دمخه خپلي پوښتني او مشخص وسایل نه وي برابر کړي دا په دې معنی ده چې تاسو د جګړې ډګر ته بې له توري او ډال ورغلی یاست او دښمن مو په وسلو ثمبال په کمین کې ناست دی .
معمولاً دلته د مرکې دری اپتدایې ډولونو ته اشاره کیږي لیکن د دې ټولو اساسات یو  بل ته ورته دي.
۱- خبري مرکه: په دې مرکه کې خبریال هڅه کوي چې په حقایقو ځان خبر کړي .که چیرته ستاسو په ښار کې کوم ه چاودنه شوي وي ، بانک غلو لوټلی وي  او یا هم کومه ترافیکي پیښه شوي وي نو په دې ډول پیښو کې په حقایقو خب یدل دې پوښتنو ته د ځوابونو موندل دي.(څوک؟چیرته؟څه وخت؟څه واقع شول؟ څنګه؟ )
۲- معلوماتي مرکه: دا ډول مرکه د حقایقو او نظریاتو څخه یوه جوړه مرکه ده . په دې ډول مرکو کې له مرکه ورکونکي ( د خبریال مقابل لوری) څخه د ځانګړي موضوع په اړه د هغه د نظر او لیدلوري مطالبه هم کیږي او په دې ډول مرکو کې د پوښتنو د ځوابونو تر لاسه کول ډیر وخت نیسي او  څنګه او ولي پوښتني پکې ډیري مطرح کیږي.
۳- توده مرکه : په دې ډول مرکو کې  خبریال هڅه کوي چې له مقابل لوري څخه د حقایقو دتر لاسه کولو لپاره پارونکي، قهرونکي  او هڅونکي پوښتني وکړي . په دې ول مرکو کې مرکه کونکی مرکه ورکونکي(خبریال) ته ځانګړي موضوع ورکوي او وروسته بیا دا موضوع د مرکه ورکونکي له نظر څخه تر څیړني لاندي نیول کیږي په دې ډول مرکو کې یو خبریال هڅه کوي چې د اړخ له غوره کولو څخه ځان وژغوري .
په تودو مرکو کې د خبریال مقابل لوری اکثراً هڅه کوی چې له یوې اندازې حقایقو څخه پرده پورته نه کړي خو خب یال پرې پوهیدل غواړي.

مرکه څه ته وایې؟
مرکه هيڅ کله ستاسو دشخصي نظریاتو د آزادو څرګندولو لپاره یو ځانګړی مطبوعاتي چوکاټ ندی او نه هم  مرکه هغه ژبنۍ جګړه ده چې مرکه کونکی( خبریال) یې له خپل مقابل لوري څخه د ګټلو لپاره سیالي کوي.
مرکه تاسو ته دا مجال درکوي چې په مرسته یې هغه برخې تر پوښښ لاندي ونیسي چې پرې د ځان او د خپلو اوریدونکو خبریدل غواړی.
یو مرکه ورکونکی نه باید داسي احساس وکړي چې مرکه کونکی ( خبریال) ورته ټولي هغه پوښتني راجع کوي کومي چې یې دی غواړی ترینه وپوښتل شي.
ښایي د یوه مرکه کونکي( خبریال) راتلونکي پوښټنه ستاسو د هغه ځواب تر اغیز لاندي راشي کوم چې تاسو مخکنۍ پوښتني ته ویلی وي.
یو مرکه کونکی تاسو ته دا م جال درکوي چې تاسو د مرکې د څومره والي او د خپریدو د وخت په اړه خبر شی.
که چیرته تاسو په دې نه پوهیږي چې مرکه کونکی ستاسو مرکه په کومه خپرونه کې خپروي او ستاسو اوریدونکي څه ډول خلګ دي نو تاسو کولای شي چې له مرکه کونکي (خبریال) څخه په دې اړه مخکني معلومات وغواړي.
که چیرته تاسو د مرکې له پیل دمخه له خبریال څخه پوښتنه وکړی چې ستاسو اوریدونکي د ټولني د کومي کچې خلګ دي نو تاسو کولای شۍ چې په خپلو ځوابونو او جملو کې هغه څه بیان کړی چې ستاسو د اوریدونکو د پام وړ وي او اوریدونکي ځان ته را وکاږي.
په یاد ولرﺉ چې په مرکه کې باید دواړه وري د یو بل په خبرو پوه شي نه دا چې  پوښتونکی یو څه وایې او ځواب ورکونکی بل څه .
تاسو هڅه وکړی چې مقابل وری ستاسو له ځانګړي موخې او موضوع څخه لري نشي اکثراُ مرکه ورکونکی هڅه کوي چې ځان له سختو پوښتنو ګوښه کړي خو ښه او مسلکي مرکه کونکی هغه کس دی چې مخاطب لوری له په شا تګ او  ځان ایستلو څخه را وګرځوي.
که چیرته له یو کس سره د ټلویزیوني کمرې مخې ته او یا د راډیو د مایک په مقابل کې مرکه کوﺉ نو هڅه وکړﺉ چې له مخامخ لوري سره د سترګو ښې اړیکي ولري .

د مرکې پر مهال دا ټکي اړین دي:
۱- په وضاحت او دلچسپۍ خبري وکړي.
۲- د مرکې پر م هال باید دواړه لوري د اصطلاحاتو او نورو هغو کلمو له کاروني څخه ډډه وکړي چې پری اوریدونکي نه پوهیږي او که چیرته تاسو پیچلي کلمې او جملې وکاروی دا به ستاسو او ستاسو د مقابل لوري وخت ضایع کړي.
۳- په مرکه کې هڅه وکړیﺉ چې مشخصي پوښتني مطرح کړی او د خپلو ځوابونو د ترلاسه کولو پرته د بل  څه د تر لاسه کولو تکل مه کوﺉ.
۴- که چیرته د مرکې پر مهال مرکه ورکونکی د خبریال د یوې پوښتني په ځواب کې د امکان ترحده پوري بشري حقونو ته درناوی وکړي نو دا به د مرکه ورکونکي بشردوستي څرګنده کړي او د اوریدونکو د پام وړ به وګرځي.
۵- تخصص، شخصي تجربه او صلاحیت هم د مرکې دواړو غاړو ته خورا مهم دی.
۶- د مرکې پر مهال باید یو مرکه کونکی ( خبریال) هڅه وکړي چې خپل مقابل لوری له اضافي تفصیلاتو را وګرځوي البته دا په دې معنی ده چې د مرکې پر مهال د مرکه ورکونکي خب ي باید د سر او یا هم لاس په خوځولو پرې کړای شي نه دا چې په وار وار د مرکه ورکونکي په خبرو کې ور ګډ شو چې دا کار خبري تسلسل او د خبرو منطقي جوړښت  ته هم ځیان رسوي.

یادښټ: او په پای کې په یاد ولرﺉ چې د یوې مرکې تر خطمیدو دمخه دا په یاد ولري چې تاسو په راتلونکي کې هم نوموړی کس ته د مرکې لپاره راځي او د مرکې پر مهال باید له مقابل لوري سره داسي سلوک و نه کړﺉ چې په راتلونکي کې مو د نوموړي کس دفتر ته  د بیا راتګ لاره پرې کړي وي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery