(طبي لکچرنوټ : دویمه برخه
)
لیکوال : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ)
دجرمني هیواد، نېټه : ١ /٥/٢٠٠٨
د وينې سرطان مولټيپل میولوما (Multiple myeloma) احتمالي لاملونه :
تعریف (Definition)
: مولټيپل میولوما دبدن معافيتي سیستم ( immune system) اويا په بله ژبه دوینې پلازما حجروسرطاني نا
وغۍ (Plasma cell myeloma) ته ویل کیږي . په ١- شکل کې دیوه جوړاوسالم نورمال سړي په بدن کې دمعافيتي سیستم
اړوندو پلازما حجرودتولیدکړنلاره ښوول شوې ده.
١-شکل
١- شکل : دپلازما حجرې Plasma cell لکه دوینې نوروحج وپه ډول د هډوکوپه ماغزوکې دسټم حجرو (Stem cell ) څخه منځ ته راځي چې هغوی بیا په خپل وارسره انتي باډي (Antibodies) توليدوي . دمعافيتي سیستم سټم حجرې کولای شي چې په بي لومفوسایت (B- lymphocytes), باندې واوړي اوبیا د ومف غدو lymph nodes ته وبهیږي ، هلته پخې شي او پلازما حجرې ورڅخه جوړې شي .
دبدن م
عافيتي سیستم ( immune system) روغوپلازما حجرودنده :
پلازما حجرې دوينې معافيتي سیستم بنسټیزحجرو(Stem cell) دوی
توب (Mitosis)په پایله کې دبي لمفوسایت (B- lymphocytes) څخه منځ ته راځي . بنسټيزحجرې هغه حجرې دي چې دځانګړې دندې په
تړاولا نه وي ویشل شوې . پلازما حجرې د بدن معافيتي سیستم یوه ډیر اړینه برخه جوړوي چې دمایکروبونو(Microbes) ،
باکتریاو (Bacteria) ، اونورومایکرواورګانېزموپر وړاندې ځانګړي اغېزمن پروتېين یانې انتي باډي (Antibodies) لکه ایم
ونوګلوبولین Immunoglobulin جوړوي . په ٢-شکل کې د ایمونوګلوبولین بنسټيزجوړښت شوول شوی دی .دنوموړې ناروغۍ ک
ینیکې نښې داسې پیل کیږي چې یوخوا دهډوکوپه ماغزوکې د معافيتي سیستم پلازما حجرو تولیدداړتیا څخه ډیرترسره
کیږي او دکنترول څخه وځي اوبلخوادپلازما تولید شوې حجرې نیمګړي ایمونوګلوبولين Immunoglobulin
که (IgG, IgA, IgM IgD, or IgE) اویا بینس جون پروتېين Bence-Jones protein تولیدکوي چې دوه سپکې ازادې
ټوټې يې د کاپا κ او لامدا λ په نامه سره ياديږي . دمولټيپل میولوما په ناروغانوکې دنورو ایمونوګ
وبولين په پرتله دګاما ایمونوګلوبولين IgG په لوړه کچه دبېلګې په توګه لکه شپیته په سلوکې 60% نیمګړی وي . څرنګه
چې نوموړي پروتېین (Paraprotein) نیمګړې بڼه لري نوله دې کبله دبدن دمعافيتي سیستم دنده په بشپړه توګه نه
ي ترسره کولای . پايله يې داده چې دمولټيپل میولوما ناروغان دباکټریو، مایکروبونو او وايرسونوپروړاندې
پوره مقاومت نه لري اوډېرزر په انتاني ناروغیواخته کیږي .
٢-شکل
٢- شکل : دایمونوګلوبولين
Immunoglobulin بنسټيز جوړښت ښوول شوی دی چې ددوو،اوږدو درندوځنځیرونو (Heay chains) اودوو لنډوسپکوځنځیرونو(Light
chains) څخه جوړدی .
ایمونوګلوبولین په پینځوستروټولګیوویشل شوي دي لکه ایمونوګلوبولین ګاما (Ig γ) ،
ایمونوګلوبولین الفا (Ig α) ایمونوګلوبولین میو(Ig μ)، ایمونوګلوبولین ایپسیلون (Ig ε ) ، ایمونوګلوبولین
دېلتا(Ig δ) اوهریويې ځانته ځانګړې دنده ترسره کوي . دپلازماحجرې دنوموړوپینځوډلوڅخه یوډول ایم
ونوګلوبولین جوړوي . په وینه کې دنوموړو ایمونوګلوبولینو کچه دیوه بل نه توپير لري . دبیلګې په توګه تر ټو
وپه لوړه کچه يې ایمونوګلوبولین ګاما (Ig γ) ، اوبیا په خپل وارسره ایمونوګلوبولین الفا (Ig α)
اوبیاایمونوګلوبولین میو(Ig μ) تشکیلوي.
دمعافيتي سیستم ( immune system) سرطاني پلازما حج
وپیداکیدل :
په نورمال توګه دپلازما حجرې د بي لومفوسایت (B- lymphocytes), څخه دلومف په غدو lymph nodes کې
منځ ته راځي اود معافيتي سیستم په صفت بدن دناروغیوپروړاندې خوندي ساتي . په ٣-شکل کې دسرطاني
پلازما حجرودپیداکیدلوکړنلاره ښوول شوې ده چې د بي لومفوسایت یوازې یوې حجرې څخه پیداکیږي . دیوې روغې
جوړې بي لومفوسایت بدلون په یوې ناروغې پلازماحجرې باندې یوه ډیره اوږده اوڅوپړاويزه کړنلاره ده چې
په پایله کې جېنېتیک سرطاني ناروغی باندې اوړی. داپه دې مانا چې سرطاني پلازماحجرې خپل ویشتوب په بې شماره
اوبې کنتروله توګه مخ پروړاندې بیايي اوپه لوړه کچه سرطاني نیمګړی ګڼ شمیر پلازما حجرې تولیدکوي . نوموړې
حجرې ددې پرځای چې بدن دناروغیوپروړاندې وساتې برعکس داسې زهرجن پروتیین تولیدکوي چې دبدن روغې ح
جرې دمنځه وړي .
-شکل
٣-شکل : د دمولټيپل میولوماپه ناروغۍ کې د بي لومفوسایت (B- lymphocytes), حجرې دیوه جېنېتیک
نیمګړتیا له کبله بې شماره پلازما سرطاني حجرې (myeloma cells). تولیدوي . نوموړې حجرې دنورمال ایم
ونوګلوبولين پرځای ، په لوړه کچه نیمګړي اویو ډول single type ایمونوګلوبولين جوړوي ،چې
دبدن لپاره هیڅ ګټه نه رسوي . دغه نیمګړي ایمونوګلوبولين پروتېین چې دناروغ په وینه اومیتیازوکې
پېژندل کیږي د مونوکلونال (Monoclonal proteine) اویا پاراپروتېین (Paraprotein)په نامه سره
یادیږي . دبیلګې په توګه دپلازما سرطاني حجرې دایمونوګلوبولين دوو لنډوسپکوځنځیرونو کاپا κ او لام
دا λ پروتېین جوړوي چې د بینس جون پروتېين Bence-Jones protein په نامه سره یاديږي . که
چیرته نوموړي پروتېین د دناروغ په وینه اومیتیازوکې وپېژندل شي نو دمولټيپل میولوناروغې دپيژندنې
یووتلی ثبوت ښکارندوی ګڼل کيږي .
که څه هم تر نن ورځې پورې دمولټيپل میولوما ناروغۍ
دپیداکیدلو اصلي لاملونه بشپړ نه دي څرګند شوي خوځینې ډاډمن اېپيدېمولوژي احصائيوي اوعلمي څېړنې په
ډاګه کوي چې لاندې شکمن اودخطرنه ډک فکټورونه (Risk factors) دنوموړې ناروغۍ سره تړاولري .
• لومړی
: جېنېتیک موتېشن : تجربووښودله چې دمولټيپل میولوما ناروغانو پلازما حجر ودیارلسم کروموزم کې بدلون (م
وتېشنMutation ) لیدل کيږی . دبیلګې په توګه لکه ددووکروموزوترمنځ دیوې برخې راکړه ورکړه چې دترانسلوکیشن
(Translocation) یانې ځايزبدلون په نامه سره یاديږي . بلخواداهم په ډاګه شوې ده چې که نوموړې نیمګړتیا دجنسي حج
وپه ډي این اې (DNA) کې شتون هم ولري ،خواولادونوته يې سره له هغې هم ناروغي نه لیږدول کیږي
دویم : دایونایزوونکووړانګوناوړه اغېزې : هغه چاپېریال چې په رادیواکتیو موادوککړوي
اوایونایزوونکې هستوی وړانګې لکه الفاوړانګې (α-Radiation)، بېتاوړانګې( β-Radiation) اوګاماوړانګې(γ-Radiation) خپروي په
ډیر احتمال سره کولای شي چې دبدن په حجروکې موتیشن منځ ته راولي . نوموړې پيښه هغه مهال منځ ته راتلای شي کله
چې دهستوي بټۍ پاتې شونې(Atomic waste) لکه خوارشوی یورانیوم اویا هستوي ازموینې په کړنلاره کې رادیواکتیو
مواد په چاپیریال کې خواره واره شي . پایله يې داده چې نوموړې وړانګې دمولټيپل میولوما ناروغۍ
دمنځ ته راتلوپه اړوند دخطر یوډيرلوی لامل ګڼل کیږي . دبیلګې په ډول داسپینه شوې ده چې په زرګونو هغه
کسان چې د جاپان ناکازاکي اوهیروشیماښارونوکې داتوم بم اچولوڅخه وروسته ژوندي پاتې شول او داتوم بم وړانګې و
ته رسېدلې وې ، دمولټيپل میولوما په ناروغۍ اخته اوبیا ورسته مړه شول .
دپام وړ: اتومي یاهستوي پاتې شونې
(Nuclear waste) هغورادیواکتيوايزوټوپوته ويل کيږي چې په صنعتي هراړخیزو برخو لکه دیورانیوم کان دډبروڅ
خه دطبیعي یورانیوم ترټولودرانده فلز بیلول ، په طبیعي یورانیوم کې دچاودیدونکي یورانیوم دوه سوه پينځه دیرش
(U-235) سليزې برخې بډای کول ، په هستوي بټۍ (Nuclear power plant) کې دسوځیدل شووهستوي چاودیدونکوسونګ موادو(Spent nuclear fuel)
،اودطبابت په څانګه کې دناروغیو دپيژندلواودرملنې په پایله کې منځ ته راځي .
* الفاوړانګې –Rays) α (
: په یوه رادیواکتیوتجزیه کې داتوم هستې څخه دهېلیوم اتوم (He-4) هسته خپریږي چې دوه نیوترونونه اودوه پ
وتونونه لري . دهېليوم اتوم هستې ته دالفا وړانګې ویل کیږي .
* بېتا وړانګې (β-Rays) : په یوه
ادیواکتیوتجزیه کې دهستې څخه یوالکترون خپريږي . په دغه کړنلاره کې دهستې یونیوترون په الکترون اوپروتون
اوړی . دهستې څخه شيندل شووالکترونو ته بیتا وړانګې ویل کیږي چې دسرعت طیق يې دصفرنه دنورترسرعت (300 000km/s) پورې
سيږي .
• ګاما وړانګې (γ- Rays) : کله چې یوه هسته خپله زیاتۍ انرژي دالفا ذرې اویا بیتا وړانګود خپ
ولوپه ډول د لاسه ورکړي اوورپسې دتحریک په حالت کې پريوځي، نوپاتې شوې زیاتۍ برخه انرژي دګاما وړانګوپه ډول
خپروي . ګاما وړانګې الکترومقناطیسي وړانګې دي چې دنورپه سرعت خوځيږي . دګاما په تجزیه کې داتوم هستې کتلې نمب
(Mass number) اودپروتونوشیراویا په بله ژبه اتومي نمبر په خپل حال پاتې کیږي خوهسته دهیجاني حالت نه دانرژي يوه
ټيټ ثابت حالت ته را لويږي .
• دریم : کیمیاوي ،بیالوژيکې وسلې اوذهرجن مواد : لکه پېستې ځید(Pesrizide)
او دي اوکسین (Dioxine) .، بېنځول Benzol ، پیترول ، سېنف (senf) اوسارین Sarin کیمیاوي غازونه
اونور
• څلورم : په هغه چاکې چې دبدن معافيتي سیستم ( Autoimmun defect) يې دزیږیدلوسره سم نیمګړی وي او
په ځینو ناروغۍ اخته وي . لکه Rheumatoiden Arthritis
• پینځم : هغه څوک چې پخوا دمایکروبونو ، باکټریاو ،م
ایکرواورګانیزمو اووایرسونو له کبله ناروغ شوی او معافيتي سیستم يې کمزوری شوی وی ، په ډيراحتمال سره کیدای
شي چې دمولټيپل میولوماپه ناروغۍ اخته شي . دبېلګې په توګه هغه څوک چې د Human immunodeficiency virus په وایرس
ناروغ شوي وی دنوروخلکوپه پرتله شپږځله ډیرددې خطرسره مخامخ دي چې دمولټيپل میولوما په نارغۍ اخته شي .
شپږم : اېپشټاین بار وایرس Epstein-Barr-Virus او Herpes Virus 8 هغه دواړه وايرسونه دي چې دنوموړې ناروغۍ دپیداکید
وسره تړاولري .
• اووم : ځینې کیماوي مواد اوطبیعي مینرالونه لکه اسبیست Asbest ، دويښتان رنګو
ومواد، کیمیاوي رنګونه ، فلزاتوته جلاورکوونکي مواداونور دمولټيپل میولوما نارغۍ دخطرکچه لوړوي .
اتم : دبدن وزن ډېرښت هغه اړین فکټور دی چې دمولټيپل میولوما نارغۍ دخطرکچه لوړوي .
• نهم
: سګرېت څکول دسرطان ناروغۍ سره سم سیخ تړاولري ، هغه څوک چې ډیر سګریت څکوي دبدن معافيتي سیستم يې کم
زوری کیږي ، بلخواپه سګرتوکې داسې توکي شته دي چې دسرطان ناروغۍ راپاروي .
دپام وړ : دم
ټيپل میولوما ناروغۍ څخه دساتنې په موخه ډیراړین ده چې په ورځني ژوندکې ډير ماهیان، ترکاری اوويټامین سي
وخوړل شي .
(ددویمې برخې پای )
په درنښت
پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ)
اخذلیک:
.1 http://en.wikipedia.org/wiki/Multiple_myeloma
.2 http://myeloma.org/
http://www.myelomaonline.org.uk.3
.4 http://www.myeloma-euronet.org/
.http://www2.i-med.ac.at/radiologie/Lehrbuch_Radiologie/Skelet .5
http://www.multiplemyeloma.org/ .6
http://www.krebshilfe.de/blaue-
ratgeber.html.7