دخپریدو نیټه : 2004-12-25 مخپرونکئ : ۴۴ بېنوا - وزیرستان
د غربي ادبياتو نړيوال شهرت لرونكى ستورى هومر
څېړنه: د محمد طاهر "كاڼي"
تر ميلاد اته سوه كاله وړاندې د يوناني او اروپايې ادبياتو په سر چينه كي دوې سترې بوللې "ايلياد" او "اوديسه" پرتې دي. ددغو بوللو (قصيدو) شاعر "هومر" دى. هومر د انتيكو اروپايي ادبياتو پلار او بڼسټ اېښودونكى ګڼل كيږي.
د زياترو پوهانو له نظره، هومر د كوچنۍ اشيا په ټاپو وزمه كې زېږېدلى دى. دى د "ايد" په بېلابېلو لمانځنو او جشنونو كي، د كيسه ويونكي سندر غاړي په توګه مشهور شوى دى.
د "ايد" شاعرانو د اتلولۍ سندري جوړولې او د لرغوني ساز "ليرا" په ملګرتيا به يې بللې.
ځينى كسان وايي هومر ړوند او بې سواد و، نه يې شواى كولاى چي خپلي سندري پخپله وليكي. د "هيوس" په ټاپو كي هغه ډبره اوس هم شته چي هومر به پرې د پاسه كېناسته. ددې خبري يادونه په دې خاطر ضروري ده چي ځيني پوهان په دې كي شكمن دي چي آيا د هومر په نامه كوم شاعر چيري موجود و او كه ده ته منسوبي حماسې د څو ليكوالو ډله ايز كار دى!
د هومر د بوللو سوژې (موضوعات) هغه افسانې دي چي په هغوى كي د افسانوي اتلانو "اهيلا" ، "اوديسه" او "هيكتر" د اتلولۍ د كارنامو ستاينه شوې ده. هومر په لومړي "ايلياد" كي داسي حماسي كيسه وړاندي كوي چي د باچا "اګاميمنون" تر مشرتابه لاندي د يونان اتلو جنګياليو څنګه د "تروا" ښار ونيو. د جګړې علت د "تروا" د باچا د زوى "پاريس" له خوا د "مينيلاى" د ښكلې مېرمني "يلينا" تښتول و.
د "تروا" محاصرې نهه كاله وخت ونيو. په دغه موده كي يوناني اتلانو ګڼ شمېر كارنامې رامنځ ته كړې چي د هومر په كيسو كي په بشپړه توګه بيان شوي دي. هومر پخپلو منظومو كيسو كي د يوناني سندرو عنعنوي طرز "هكزامتر" چي ريتم يې سوكه او بې بيړي دي، كاروي...
وسله، كالي او د اتلانو كړه وړه په مفصل ډول بيانيږي. د همدغو دقيقو څرګندونو له كبله، هومر په جګړو كي د لرغونو يونانيانو د ژوند ځيني اړخونه تر موږ پوري رارسولي دي. د پيښو د ځايونو بيان چي په قصيده كي ورته ځاى وركړى شوى دى، تر دومره اندازې پوري دقيق دى چي لرغون پېژندونكو د هغوى د كارولو له لاري وكولاى شواى چي د "تروا" وراني شوي ودانۍ او كنډوالې راوسپړى او پيدا يې كړى. همدا راز تاريخ پوهانو معلومه كړه چي رښتيا هم "تروا" يو زر او دوه سوه كاله تر مېلاد وړاندي، د يونانيانو له خوا نيول شوې وه.
د "تروا" تر نيولو او د "يلينا" تر آزادولو وروسته اتلان بېرته يونان ته ستنېږي. د كور په لوري د هغوى سفر د راتلونكي بوللې "اوديسه" مضمون ګرزي. ددې بوللي لوى اتل "اوديسه" چي د يوناني ټاپو "ايتاكا" باچا دى، يو پياوړى، مېړنى جنګيالى، چالاك او مكار سړى دى. هغه خپل هيواد ته په لاره كي له افسانوي ديبانو، جادوګرانو، او سړي خوړونكو سره مخامخ كيږي.
يو له بل سره د واقعې او فانتزي بيان يو ځاى كول او اوبدل د هومر د آثارو يوه مهمه ځانګړنه ده. يونانيان سمدستي په سفر باندي روان وو، د هغو بيړۍ بشپړي او چمتو نه وې، او پوهه يې په دې باره كي ډېره كمه وه. ځكه خو هغوى ته سيمي افسانوي هيوادونه ښكارېدل چي ديبانو پكي ژوند كاوه. نكل او كورنى ژوند يو له بل سره ډېر نژدې وو.
د هومربولله تر هر څه مخكي د خپل لوى اتل په وجه په زړه پوري ده. خو د اتل د سلوك په باب د ځينو بيانونو او كره كتني له مخي كولاى شو د هغه د اندروني نړۍ او ځينو اندېښنو په باب هم قضاوت وكړو.
د اوږدې لاري له وهلو وروسته "اوديسه" خپل ښار "ايتاكا" ته راستنيږي، هلته دده مېرمن "پيني لوپا" د هغو كسانو له خوا چي دده كور يې په زبردستۍ نيولى او خپل ځانونه يې د زومانو په توګه په هغې ور تپلي دي، سپكيږي او هغې ته وايي چي "اوديسه" وژل شوى دى.
بولله په هغه مجلس باندي پاى ته رسيږي چي "پيني لوپا" د خپل مېړه د راستنېدو په خاطر پكي خوشالي كوي او خلك خپل باچا ته هركلى وايي.
داسي ښكاريږي چي هومر د يونان د لرغونو ملي سندر غاړو تر منځ وروستنى كس و او دا ځګه چي تر ده وروسته سمدستي د يوناني ادبياتو وده پېل كيږي.
د هومر "الياد" او "اوديسه" څو پيړۍ وروسته په لرغوني روم كي د يوناني ادبياتو له نورو آثارو سره يوځاى ثبت او تقليد شوې، او له همغه وخت څخه دداسي كلاسيكو اتلوليو سندرو په توګه پېژندل كيږي چي د يو شمېر اروپايي ملي حماسو په آثارو باندي يې اغېزه اچولې ده. پاى