مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-12-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دجدي شپږمه د افغانانو د غميزي اوج

بابوزی

دبابوزی په قلم 

دويتنام د جګړي وړاندي د پخواني شوروي نړيواله پاليسي د خپلو ګټو څخه دفاع او په نړيواله ټولنه کي د خپلو پلويانو زياتول وه او د دې نړيوال ابرقدرت په وړاندي د امريکا متحده ايالاتو نړيواله پاليسي په نړۍ کي د امريکايې ګټو څخه د نظامي ځواک په مټ دفاع مطرح وه ،خوهغه وخت چي په ويتنام کي  امريکاجګړه ايزه  پاليسۍ د ماتي سره مخ شول ،  لږ تر لږه د يوې لسيزي لپاره نړۍ د قطبينو په تقابل او توازن کي  د وروسته پاته هيوادونوڅخه د سپوږمکيو د جوړيدو په چارو بوخت وساتل شوه .        

د تيري پيړۍ اتيا يمه لسيزه د پخواني شوروي واکمنو لپاره د نويونړيوالو  تيزونولسيزه وه .د هغوۍ له نظره د هغه وخت نړۍ بايد د دوو نړيوالو قطبو نو تر منځ و ويشل شي .د همدې نويو تيزونو پر بنسټ د پخواني شوروي زړو واکمنانو په ورسته پاته هيوادونو کي د اوښتونونو او پاڅونونو هڅونه پيل کړه او ورسره سم يې  په پټه او ياهم مخامخ د هيوادونو او په ځانګړي توګه د وروسته پاته هيوادونو  په کورنيو چارو کي لاسوهني پيل کړې .دورسته پاته هيوادونو د اوښتونونو لپاره يې تر بيلا بيلو نومونو لاندي د انقلابونو لاري او نومونه وتراشل او د هغو په اصطلاح انقلابونو لپاره يې د کاذب منطق پر بنسټ دلايل او براهين مينځ ته راوړل .او د سياسي او ټولنيزو سازمانونو د منځ ته راتلو اود ګړندۍ  ودي لپاره يې په نظامي اکټونوتکيه او باور د دې تيزونو منځنۍ اوټاکونکۍ اړخ و.

 دپخواني شوروي ستراتيژيستانو له نظره  پر نړۍ د واکمن کيدو لپاره تر ټولو وړاندي د هغي حلقي ماتول پکاروه چي د پخواني شوروي د نفوذ د مخنيوي لپاره  جوړه شوې وه .په دې حلقه او کړۍ کي  تر ټولو خواره او ماتيدونکې حلقه افغانستان په ګوته شو . د دې هيواد د ماتيدو لپاره هغوۍ په خپل برياليتوب ډاډمن او د دې ډاډ لپاره يې  درې بنسټيز لاملونه وړاندي کول : لومړۍ داچي د خپلو پخوانيو پلانونو پر بنسټ د هغوۍ له نظره په افغانستان کي د وګړودويم اکثريت په اسانتيا تر نفوذ لاتدي راتلای شي او د مليتي شعارونو په طرح کولو سره به په افغانستان کي  خپلي هيلي تر سره کړي  ؛دويم داچي امريکا د ويتنام په جګړو کي ماته خوړلې او د شوروي سره د بيا جګړې لپاره زړه نه کوي ؛او دريم داچي د پخواني شوروي دفاعي اردو په تعروضي او جګړه ايز اردو اړول شوۍ وو ؛

دپخواني شوروي د ستراتيژيستانو له نظره ،افغانستان خوړلو ته تياره ګوله پرغوړيدلي سترخوان پرته وه . په ځانګړي توګه د دې ګولې خوړل هغه وخت ورته لا اړين وګرځيدل چي د افغانستان واکمنو د امريکايې پاليسيو ملاتړ ته په څرګنده مخ واړاوه ،له هغه وروسته  پخواني شوروي واکمنانوپه بيړه لومړۍ  په افغانستان کي د شوروي پلوي نظام د مينځ ته راوستلوزمينه برابره کړه او بيا يې د١٣٥٨ لمريز کال د جدي په شپږمه نيټه په ډيري بيشرمۍ شوروي پلوی نظام ړنګ او پر ځای يې د کاجي بي روزل شوي ګوډاګۍ د قدرت ګدۍ ته ورساوه.

پخواني شوروي خو خپل ګوډاګۍ د قدرت ګدۍ ته د سره ټانک پر ميل پورته کړ ، خو د لسو کالو خونړيو جګړو وروسته د پخواني شوروي ستراتيژيستان پوه شول چي  هغوۍ د حساب پايله هم هاغسي چي هغوۍ وړاندوينه کړي وه هم هاغه شان ده خو په يوه تفاوت او هغه داچي :  د لسو کالو جګړو وروسته پايله دا ده چي  افغانستان به  د نړۍ پر مخ د يوه هيواد په توګه ترسيم نه شي ، خو يوازي په همدې نوم کي تيروتنه شوې ده ، هغوي وليدل چي د نړۍ د هيوادونو د لړۍ څخه افغانستان ورک نه شو بلکي پخوانۍ شوروي د نړۍ د هيوادونو د لړۍ څخه ورک شو؛

دجدي شپږمه نيټه د افغانانو لپاره په وينو لړلې سره ورځ ؛ د پخواني شوروي لپاره و قبر او هديرې ته دلويدلو توره ورځ او د پخواني شوروي حريفانو ته شنه او زرغونه ورځ ده ؛

   

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery