مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-12-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

٢٠٠٤ زېږديز کال ، او د نړۍ ځيني مهمي پېښي

کوچۍ ( هالنډ)

کوچۍ  ( هالنډ ) ٣٠-١٢-٢٠٠٤

٢٠٠٤ کال ځينوپېښوته ځغلنده کتنه

 

پوهيږو چې د تاريخ په اوږدو کښي هر کال  ډير څه نوي پيښيږي ، ډير څه منځ ته راځي او ډير څه د منځه ځي.په ٢٠٠٤ کال کښي هم  ډير څه  پېښ شوي دي چې د ټولو يادونه به يې ګرانه وي. خوځينو مهمو ته يې په لنډه توګه اشاره کوو:

·        د جنورۍ په مياشت کښي د مارس اکسپريس په نوم اروپاي فضايي بيړۍ د لومړي ځل لپاره د  مارس په سياره کښي د اوبو د شته والي خبر ورکړ. دغه اوبه د يخ په څېر د مارس په جنوبي برخه  کښي کشف شوي .  په دې خبره پوهانو، ډېره خوښي ښکاره کړي او ويلي : څنګه چې اوبه د ژوند لپاره اړيني دي نو  په دې کشف سره دا امکان  شته چې په مارس کښي هم يو وخت ژوند پيل  شي.

 

·         د فبرورۍ په مياشت کښي په مراکش کښي زوره وره زلزله وشوه  چې په هغې کښي ٦٠٠ کسانوخپل  ژوند د لاسه ورکړي و. دا زلزله د ايمزورن په ښار کښي ترنورو ښارونو شديده وه چې ډير کورونه او ودانۍ يې د منځه يو وړې. د زلزلې شدت د رختر شپږ درجې ښودل شوي و.

 

·        د مارچ په ١١ نېټه د هسپانيې په پلازمېنه مادريد کښي د هغه ښار تر ټولو لويه چاودنه وشوه چې ١٩٩ کسان په کښي مړه او ١٥٠٠ په کښي ژوبل شول. دغه چاودنې د مادريد په لسو اورګاډو کښي وشوې چې د ترورزم په  هکله انديښنې يې نه يواځې په هسپانيه بلکې په ټولې اروپا کښي لانوري هم زياتې کړي.  د دې چاودنو سره سم  ١١ مليونو هسپانويانو مظا هره وکړه چې د هسپانيې په تاريخ کښي تر ټولو لويه  وه.

 

·        د اپرېل په مياشت کښي د عراق دفلوجې په ښار کښي څلور امرېکايې پوځيان په يو موټر کښي وه وژل شول او بيا مړه وسوزول شول. په دغو څلورو کسانو کښي درې دبحري  ځواکونو د ځانګړي کنډک غړي و او څلورم يې د مځکنيو ځواکونو پخوانې کماندو  و. د دوي وژنې په تلويزيونونو کښي وښوول شوي او په نړۍ کښي پري ډير بحثونه پيل شول.

 

·        د مې په مياشت کښي ١١٤ کلنه هالنډۍ ښځه چې ايګليشيه جورډن نوميده ، د عمر له پلوه  د نړۍ تر ټولوزوړ او مشر انسان وبلل شو.

·        د جون په مياشت کښي د امرېکي پخوانې ولسمشر رونالد ريګن د ٩٣ کالو په عمر ومړ. ريګن د  ١٩٨١ کال نه تر ١٩٨٩ کاله  د متحده ايالاتونو څلويښتم ولسمشر و. 

 

·        دجولاي په ١٧ نېټه  د هند په يوه  ښاري  ښوونځې کښي اور لږيدلي و چې ٨٧ ماشومان په کښي مړه شوي و. ددغو ماشومانوعمر د شپږو او ديارلسو کالو په  منځ کښي و.

 

·        د اګست په ١٣ نېټه د اتن په ښارکښي داولمپيک نړيوالي  لوبي پيل شوي او په ٢٩ نېټه پاي  ته ورسيدلي. 

 

·        د سپتمبر په لومړۍ نېټه د روسيې په  جنوبي ښار بيسلان کښي يو ښوونځې د لسګونو ساعتونو لپاره د چيچن ديو شمېر بېلتون غوښتونکو له خوا يرغمل ونيول شو او د يوي پوځي مخامختيا په ترڅ کښي ٣٣٤ تنه ووژل شول چې ډيري يې ماشومان و.

 

·        داکتوبر په ٩ نېټه په افغانستان کښي د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ  ټولټاکنې د خلکو په پراخ ګډون او بې مثاله شور او زوږ سره تر سره شوي. په ټولټاکنو کښي د افغان ښځوپراخ ګډون د ځانګړي يادونې وړ دي. د نومبر په درېمه نېټه د راي شمېرنې کميسيون په رسمې توګه اعلان وکړ چې د ټولو رايو پنځه پنځوس عشاريه څلور سلنې حامد کرزي ګټلي. او د اساسي قانون له مخې د هيواد جمهورريس بلل کيږي.

 

·         د نومبر په ٢ نيټه  د هالنډ په امستردام کښي هالنډی فلم جوړونکې تېيو فان ګوګ په رڼا ورځ  په  ګوليو وويشتل شو ، اود دې لپاره  چې هغه  ژوندې پاتې نه شي نو وژونکي هغه څو ځايه په چاړه هم  وواهه . پوليسو وژونکی چې  محمد ب نوم لري و نيوه. محمد ب  يو مراکشی  مسلمان ځوان دي چې په هالنډ کښي زېږيدلی   عمريې ٢٦ کاله دی او هالنډي او مراکشي  تابعيت لري.  محمد ب د تېيو فان ګوګ د وژلو سبب اسلام ته  سپکاوي  او په يوه فلم کښي د يوې نجلۍ پر لڅ بدن باندي  د قرآن دآيتونو ليکل ښودلي و . ددې پيښې سره سم په ټول هالنډ کښي د تروريزم سيورې خپور شواو په هالنډ کښي د اوسيدونکو مسلمانانو او هالنډيانو تر منځ د بې باوري فضا را منځ ته شوه.

 

·        د نومبر په ١١ نېټه  د فرانسې د پاريس د نظامی روغتون وياند اعلان وکړ چه د فلسطين ملی مشر  ياسر عرفات د سهار په درو نيم بجو وفات شوچې عمر يی ٧٥ کاله و.

 

·        د نومبر په ١٢ نېټه د افغانستان د پوهې او ادب ځلانده ستورې  فاضل استاد علامه پوهاند رشاد د کابل په څلورسوه بيستريز روغتون کې خپله سپيڅلې اروا لوي خالق ته وسپارله .

 

·        د دسمبر په ٢٦ نېټه د هندد سمندرپه اوبو کښي  يوه سخته زلزلې پېښه شوه چې ټکانونه يې تر افريقا هم ورسيدل. خو زيات شدت يې په آسيايې برخه کښي و. د تر لاسه شوو مالوماتو له مخې تر اوسه په  شپږوساحلي هيوادونو کې نژدې ٨٠٠٠٠ کسان مړه شوي  اودغه  شمېره ورځ په ورځه ډېريږي. دغه زلزلې په هند ، اندونيزيا ، مالديپ ، سرې لنکا ، ماليزيا او تايلينډ کې زياتې ويجاړۍ پېښي کړي او ستر انساني ناورېن  يې را منځ ته کړى دى .

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery