مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې وپېژ نئ! څلو رمه بر خه( اتما نخېل او اتمانزي)

دکتور لطيف ياد-استراليا

                           دکتور لطيف ياد-استراليا


٤-اتمانخيل : اتمانخيل دپښتونخوا يوه مشهو ه قبېله ده چې د پښتنو په کر لاڼي ټو لنيز ګروپ کې شامل دي اودوی ته ددوی  دپلار اتمان بابادنوم په وجه اتم انخيل وايي٠اتمانخيل په يوه وا حده سېمه کې استو ګنه لري ،خو په درې اداري وا حدونو يعنې باجوړ ايجنسۍ،مو مندو ايجنسۍاوملکنډ ايجنسۍ پورې اړه لري٠
اتمانخيل د څوارلسمې عيسوي پېړۍ په پيل کې د يو سفزيو قبېلې په ګډون دټاک او ګو مل د غرونو نه دکابل او ننګر هار له لارې پېښور ته لاړل او له هغه ځايه په دو ابه او اشنغر کې  ديو سفزيويو سره يو ځای په غم او ښادۍ کې شريک شول٠کله چې د دلازاکو ، يو سفزيو او نورو قبيلو تر مينځ د لنګر کوټ په ميره يا ګړي کپوره کې جګړه پېښه شوه ،نو په دغه وخت کې دغه قبيله سره له دې چې د لازاک د دوی سره د قبيلوي خپلوۍ له کبله نږدې و د يو سفزيو پر خوا ودريدل او په دې تو ګه يې دلازاکو ته ماتې ورکړه ،خو يو سفزيو ددوی سره کو مه ښېګڼه و نکړه٠و وسته اتمانخيل له هغه ځا يه  تېراه ته ولېږدېدل او کله يې چې له هغه ځايه هم لاسونه لنډ شول نو بيا د اړنګ بړنګ سېمې ته لاړل چې لا تر او سه هم په همدې سېمې کې مېشته دي٠
د اتمانخيلو سېمه په عمومي ډول غرنۍ ده چې د لويو او کو چنيو درو نه جوړه شوې ده چې واړه(کوچني) سېندونه يې دسوات په سېند کې چې په دغه سېمه کې د ابزو په سېند مشهور دی توئېږي٠ددوی دسېمې شمال ته د باجوړ سېند بهېږي چې تر کلاڼي او اتمانخيل سره جلاکوي٠ داتمانخيلو هغه سېمه چې په م لکنډ ايجنسۍ پورې اړه لري د سوات د سيند له خوا خړوبېږي٠
دباجوړ او مو مندو ايجنسۍ پورې اړوند اتمانخيل په عمو مي توګه د کرنې او مالدارۍ په چارو بوخت دي چې د شمو زيو،عليزيو،ماندل او اصېل ښا خونه يي په با جوړ ايجنسي او د ميا، ملا او بوټ کور ښاخونه يې په مومندو ايجنسۍ پورې اړه لري٠
اتمانخيل د نورو پښتنو په څېر ډېر غيرتمن او تو ريالي خلک دي او اولسي تړي،نرخونه او څلي يې دباجوړ خلکو ته ورته دي٠اتمانخيل په عمومي تو ګه بزګران او ځينې يې په انفرادي توګه په سو داګرۍ بوخت دي٠همداراز د اتمانخيلو لاسي صنايع په دغه سېمه کې ډېر شهرت لري٠لکه چې د مخه وويل شول اتمانخيل په يو ه غرنۍ سېمه کې ژوند کوي چې غرونه يې په ځنګلونو پټ دي٠ددوی د مشهورو غر ونو نه يو هم د کيمور غردی چې مرکزي برخه يې د اصيلو ،عليزو او ماندلو د سيمو تر منځ پرته ده٠ددوی په غرونو کې څېړۍ،ګورګورې،ښون او ځنګلي انځرډېر پيدا کيږي٠
داتمانخېلو په جنو بي خو اکې ددېر له لوري د پنج کوړې په نا مه يو سېند بهيږي چې د اتمانخيلو سېمې ته د غر شموزو په بر خه کې راننوزي او ددوی ډېرې سېمې خړوبوي٠همداراز دغر شموزو د لر غاو نه هم يو سېند را بهېږي چې د پنجکوړې دسېند سره يو ځای کيږي ٠همداراز د پو رتنيو يادو شو سېندونو سر بېره په اتمانخيلو کې ېر شمېر رڼې چېنې شته چې خلک يې د څښلو داوبو نه ګټه اخلي ٠داتمانخيلو په تندوبي (ابي) ځمکو کې جوار،غنم او اوربشې کرل کيږي او په وچوبو(للمي) ځمکو کې غنم،اوربشي،شړشم،نسک او مشنګ کرل کيږي٠ددوی د سېمې صادرات نسک،شړشم،غوړي او دودانيو لرګي دي٠همداراز د انګورو،مالټو،الو چو او شفتالو ډېر باغونه هم لري٠
داتمانخيلو مشهور خيلون دادي: شموزي،ماندل،بو  ټ خيل،اصېل،عليزي،با ئيزي،اسماعيل خيل ،سه صده،مياملا،کيدوخيل، کمپل خيل،سر ني خي ، عمر خيل،خمار خيل، بلو خيل،مامد خيل ، عمر خيل او نور٠  شموزي داتما نخيلو په شمال ختېز کې کې او سيږي او دباجوړ،سوات او دېر سر ه پو له لري٠

ماندل: داتمانخېلو په شمال لويديز کې مو قعيت لري او داسې ويل کيږي چې ماندل په اصل کې د اتمان با با مشر زوی و٠

بوټ خيل: چې د اتمان خېلو لويدېز ته موقعيت لري٠
اصيل:دا ښاخ هم داتمانخيلو لويديځ ته پروت دی ٠
عليزي:داتمانخيلو په شمالي بر خه کې پروت دی٠
مياګان او ملايان هم د اتمان بابا اولاده ده چې په اتمانخيلو کې په خوره واره ډول سره ا ستو ګنه لري٠
داتمان خيلو مشهورکلي خرکی،م ياخان،سنګاو او کوه بر مول دي ٠

په هغه سر شميرنه کې چې په ١٣٦١لمريز کال په دې سېمه کې شوې وه داتمان خېلو ټول شمېر ١٨٥٦٠ تنه ښودل شوی و چې له هغې نه ١٢٩٧٠ تنه په با جوړ،٤٨٠٠تنه په مو مندو او ٦٨٦٠تنه په ملکنډ کې استو ګنه لري٠کېدای شي چې اوس په دې شمېر کې زياتوالی راغلی وي٠
٥-اتمانزي:که چېرې داتمانزيو د قبېلې د نسب شجره په غور سره وګورو نو دا به راته څر ګنده شي چې دوی سړبني پښتا نه دي او د مند ړ يو ښا خ ګڼل کيږي٠اتمانزي د يو سفزيو د سېمې په ختېزه بر خه کې د ابا سين پرغاړه او د مها بڼ د غره په سهيلي لمنو کې  پر اته دي٠ټوپي،ميني،کوټه او مر غز ددوی د سېمې مشهورکلي  دي ٠داتمانزيو نور خېلونه په لاندې ډول دي: ا  کازي  ، کنا زي او  عليزي٠دسدو اولاده که څه هم په اتمانزيو ور ګديږي،خو ځان ته يې بل نو م غوره کړی دی ٠داتمانزيو د قبېلې  درې واړه ښاخونه د يخ ملي د ويش له مخې برابرې  پلرنۍ برخې  لري چې دغه درې واړه ښا خو نه په برابر ډول خپلې پلرنۍ ځمکې کري او ورنه ګټه اخلي٠ همداراز د علي زيو د طا هر خيلي څا نګه ډېره مشهوره  او په ګندګهر نو مي سېمه کې مېشته دي٠د تاريخ ح يات ا فغا ني په استناد دوی په هغه وخت کې١٢٠٠ وسله وال کسان درلودل٠

(نوربيا)     

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery