مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې وپېژنئ ! پنځمه بر خه (اټوال او احمدزي)

دکتور لطيف ياد-استراليا


٦-اټوال:که چېرې د اټوال دقبېلې دنسب شجره په غور سره و ګورو نو دوی په اصل کې غلجي پښتانه دي او په اندړو پورې يو تړلی ښاخ دی چې زيات شمير يې دزابل ولايت په اړوندو ولسواليو په تېره بيا د دای چو پان په ولسوالۍ کې استو ګنه لري او شمېر يې د ١٣٦٠کال د مر کزي ا حصائيې د سرشمېرنې له مخې د ١٨٥٠٠ تنو په شا او خوا کې ښودل شوی دی چې ښايې اوس يې شمېر دوه برابره وي٠ويل کيږي چې ا ټوالو په پخو اوختونو کې کو چيانی ژوند درلود ٠دوی به د مو سی خېلو اندړو سره يو ځای د مني په مو سم کې دناور او ما لستان له غرونو نه شلګر او قره باغ ته راښګته کېدل او له دې خا يه به ګند هار ته لېړدېدل،خو اوس دوی زياتره کليوالي ژ وند غوره کړی٠اټوال مېلمه پال ،دېنداره او زړور خلک دي ٠
٧-احمدزي:احمدزي  په ا صل کې غلجي پښتا نه دي او په سليمان خېلو ور ګډ ېږي ،خو نن د سليمان خېلو نه د لېري والي او هم د شمېر ر ډېروالي په و جه د پښتنو ډېره پياوړې او غښتلې قبېله شمېرل کيږي٠ددغې قبېلې خلک د افغا نستان په ډېرو ولايتونو او په تېره بياپه پکتيا ،لوګر ،ننګرهار،لغمان،مزارشريف،بغلان،هرات،کندزاوفارياب کې هم استوګنه لري٠داحمدزيو قبېله دپکتيا د مهمو قبېلو په ډله کې شمېرل کيړي چې زيات شمېر يې دګرديز په شما ل ختېز او جنوب کې د رود احمدزي او ميلن په سېمو کې استو ګنه لري٠دپکتيا و لايت احمدزي د منګلو، تو تا خېلو،خدراڼو،زرمت او لو ګر دولايت سره پوله لري او د١٣٥٤ کال ديوې سروې له مخې ددوی شمېر په پکتيا کې د يو سلو زرو تنو په شا او خو اکې ښودل شوی و ٠دلوګرولايت احمدزي ددغه ولايت په ځېنو سېمولکه ازره،التمور،سرخاب،،داوبازک په دښته او محمد اغه کې ژوند کوي٠

دننګرهار ولايت احمدزي ددغه ولايت په مر ګز جلال اباد، د سره رود ولسوالۍ د احمد زيو په کلي، دچپرهار دولسوالۍ د دولت زيو په کلي،دحصارک غلزايي په اولسوالۍ او د کامې په او لسوالۍ کې استوګنه لري٠دلغمان ولايت احمدزي ددغه ولايت په م کزاو هم يو شمېر يې د کابل او لغمان تر مينځ د کابل سيند پر دواړو غارو مېشته دي٠
داحمدزيويوه پياوړې څانګه د موسی خيلو په نا مه سره شهرت لري چې اکثره خلک يې کو چيان دي٠زه ددې  مقالې ليکوال په ١٣٥٤ لمرېزکال کې دميدان او وردګو ولايت دبهسودو دويمې حصې ولسوالۍ ته تللی وم او  هلته مې د احمد زيو کو چيانو په زر ګو نو کيږدۍ  ليدلې وې٠،ځکه همدا  احمدزي او نورکو چيان ددوبي په موسم کې ايلبندونو ته تلل او ددوی د څارويو له پاره دغه سېمه ډېر ښه څړ ځای شمېرل کېده٠
په پښتنو قبېلو کې تر بلې هرې قبيلې د احمدزيو د قبيلي خلک په جر ګو کې ښه مهارت لري او ددوی جر ګې درنې ګڼل کيږي او په پښتنو کې دوی څلي او نر خونه ډېر اهميت لري٠ په پخوا وختو نو کې به که چېرې د نورو پښتنو تر مينخ کو مه شخړه او لانجه پيښه شوه نو خلکو به د احمد زيو دقبېلې جر ګه ما رانو ته ورتلل او ددوی په مر سته او منځګړتوب به يې شخړې او لانجې اوارولې چې بيا به وروسته دواړو خواووته دمنلو وړ وي او عمل به پرې کېده٠
احمد زي زړور او په هېواد مين خلک دي٠دانګر يزي ښکيلاکګرو پر خلاف ددوی د غيرت او ميړانې نمونې په تاريخ کې ثبتې دي٠ دروسي ير غلګرو سره د مبارزې په ترڅ کې هم دوی د مبارزې سنګرونه تاوده ساتلي وو چې زموړ هېواد او تا يخ پرې وياړې٠

د افغانستان پخوانی جمهور رئيس او د وطن ګوند مشر نجيب الله هم د احمدزيو د قبېلې پورې اړه درلوده او په اصل کې دپکتيا ولايت درود احمدزي د ميلن د کلي او سيدونکی احمدزی پښتون و٠ همداراز په احمدزيوکې د جنرال شا هپور ا حمدزي او د ماليي د پخواني وزيردکتور اشرف غني احمدزي نو مو نه  هم يادولای شو٠
د احمدزيو ځينې څانګې او خېلو نه په لاندې ډول دي ;اله دين خيل،عيسی خيل، يحيی خيل،ځنډي خيل، مو سی خيل،ابرا هيم خيل،معروف خيل،جبار خيل ،ستانکزي،عبدالر حيمزي (ادريمزي)چې دغه څا نګې بيا په لاندنيو کو چنيو ښا خو نو ويشل شوي ديچې ا له دين خيل په با دين خيلواو کو چي خيلو، عيسی خيل په سا دو خيلو، با زو خيلو، محمد علي خيلو، پا دشاه خيلو، خواجه خيلو،توره خيلو ا و ما ني خيلو با ندې ويشل شوي دي

٠همدارازيحيې خيل: په فتح الله خيلو،سلام خيلو، کامران خيلو، خا نه خيلو ،ازک خيلو او فيروزخيلو.
ځنډي خيل: په شاه خيلو او خورم خيلو،
موسی خيل:په کړو خي و، پا ينده خيلو او منصور خيلو,
معروف خيل:په با دين خيلو، شکر خيلو،محمد خيلو، عبدالرحمن خيلو او سر کي خي و با ندې ويشل شوي دي٠
   (نور بيا)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery