دخپریدو نیټه : 2008-06-22 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د نړیوالو اړیکو شالید او پېژندنه
ژباړن : یحیی یعقوبی
د پوهنځي د درسي چپټر څخه ژباړل شوی .
استاد :
نجیب الله فهیم
ننۍ نړیواله ټولنه د تېرو پیړیو د نړیوالو ټولنو زیږنده ده . چې د وخت په تیریدو سره یو د
بل ځای نیولی او په ننۍ بڼه اوښتې . په پخوانیو نړیوالو ټولنو کې هم ملتونو یو له بله سره اړیکې درلودې خو د دغو
اړیکو څرنگوالی او څومره والی د نن ورځې په پرتله ډیر ساده او محدود وو .
په پخوانیو پیړیو کې د نړیوالې ټولنې
مطالعه چندان د ارزښت وړ نه وو او ډیرو پوهانو او سیاستمدارنو هڅه کوله څو خپلو داخلي چارو ته ډیره توجه
وکړي ، البته د دغه کار ستر لامل د پراخو ارتباطي وسایلو کموالی او یا نشتوالی وو، چې د ملتونو او قومونو تر م
نځ اړیکې ټینگې کړي . همدارنگه د لیکوالو ډیری لیکنې او شننې واکمنانو ته په داخلي چارو کې د لاسبري او واکمنۍ
ټینگولو موضوع باندې څرښیدې او نړیوالو مسایلو ته یې هومره پاملرنه نه کوله .
خو د علمي پرمختیاوو او په
ځانگړي توگه د اړیکتیایي وسایلو په پرمختگ سره څومره چې د ملتونو او قومونو تر منځ دغه واټن لنډ شو نو هومره د
نړیوالو اړیکو موضوع هم وغوړیده .
سره له دې بیا هم ، په اتلسمه پیړۍ کې په ډیرو اروپایي هیوادونو کې روڼ اندي
او شنونکي په دې اند وو چې د نړیوالو اړیکو او نړیوالو چارو څیړنه او مطالعه کومه ځانګړې ګټه نه لري .
د ف
انسې د لوی انقلاب څخه بیا تر دوهمې نړیوالې جګړی پورې نړیوالې اړیکې یوازې د ځینو مهمو نړیوالو پېښو لکه د جنگ
وانین او اصول ، د بی پرې هیوادونو دندې، د جنګي بندیانو حقوق او د ځینو ځانګړو قراردادونو په تشریح او
تحلیل او نورو محدودو مسایلو باندې خلاصه کیده .
اما د ارتباطي وسایلو په مرسته د نشنلیزم او ځینو نورو
سیاسي، اقتصادي او عقیدتي ایډیالوژیو پیدایښت او پراختیا ، په اسیا ، افریقا او منځني ختیځ کې د ځینو مستعمرو
خپلواکي ، د جنگي وسایلو پرمختگ ، د بیلابیلو نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو جوړیدل، او بالاخره د ساړه جنگ
پراخېدل هغه څه وو چې د نړیوالو اړیکو پخوانۍ بڼې ته بدلون ورکړ او په دې توگه د یوې مهمې موضوع په توگه د دو
تونو د توجه وړ وګرځیده .
په ځانګړي توگه په شلمه پیړۍ کې نړیوالې اړیکې د سیاست د علم مهمه موضوع وګ
ځیده او ځینی نوی مطالب لکه قدرت ، ملي امنیت ، ډلیز امنیت، د جنګ سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ریښې، نوې
یپلوماسي، د ملگرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو سازمانونو څرنګوالی، نړیوال حکومت ، سوړ جنگ او د هغه
دپراخیدو عوامل او ځینې نور مسایل د پوهانو د توجه وړ وګرځید .
د نړیوالو اړیکو په اړه پوهانو له ډیر پخوا
راهیسې ډول ډول تعریفونه وړاندې کړي او لا تر اوسه کوم ټاکلی تعریف ورته نه دی غوره شوی . ځینی پوهان نړیوالې
اړیکې د هیوادونو تر منځ هغه متقابلې اړیکې بولي چې د هغو د ملي ګټو د خوندي ساتلو او لاسته راوړلو پر بنسټ
جوړیږي .
خو نن ورځ سیاست پوهان هڅه کوي چې د هیوادونو تر منځ دغه اړیکې د اوسني سیاسي چاپیریال په رڼا کې وڅ
یړي .نو په دې اساس نړیوالې اړیکې په دې ډول تعریفوي !
نړیوالې اړیکې د هغو عواملو او فعالیتونو مطالعې ته
وایې چې د هیواد په خارجي سیاستونو او سیاسي قدرت باندې ستر اغیز لري .
هغه عوامل چې د نړیوالو اړیکو په برخه
کې دولتونو باندی اغیز لري عبارت دي له :
1- د نشنلزم پیدایښت او پراختیا
2- د مختلفو ایډیالوژیو لکه لیبرا
یزم ، کمونیزم، فاشیزم ، امپرالیزم ... شتوالی
3- د نړیوال کیدنې یا انټرنشنلزم پراختیا او د مختلفو نړیوالو
او سیمه ایزو سازمانونو رامنځ ته کیدل
4- د جنګي ټکنالوژۍ پرمختګ او په ځانګړې توگه د اټومي وسلو جوړیدل
5- د
ملتونو اقتصادي پیوستون
6- د نړیوال نفوس زیاتېدل
7- له دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د خپلواکو
هیوادونو زیاتوالی
8- د ارتباطی وسایلو په پرمختگ سره د نړۍ کوچنۍ کیدل
9- د نړۍ ویش په مختلفو بلوکونو
باندې
10- د دریمې نړۍ منځ ته راتگ
11- د گډ او سوله ایز ژوند د اصل منل کیدل
طبعا پورتني عوامل په نړیوالو
اړیکو خپل ځانگړي اغیز ښیندلي، اما نه دي توانیدلي چې د دغو اړیکو څیره چورلټ بدل کړ. په دې اساس ننی نړیوال
نظام په ځینو برخو کې د نولسمې پیړۍ د نړیوال نظام سره ورته والی لري . او ډیر داسې مسایل او اړیکې تر سترگو کیږي
چې کوم ځانگړی بدلون په کې نه ښکاري . لکه ځینې ایډیالوژیک مسایل او یا هم اقتصادي نوښتونه چې په نولسمه پیړۍ کې
په ځینو اروپایي هیوادونو کې تر سره شول او اوس په هغو هیوادونو کې چې د پرمختگ په حال کې دي تر سره کیږي . دا او
دې ورته نور مسایل هغه څه دي چې د ننۍ نړیوالې ټولنې پخوانۍ هغې سره ورته والی ښی .
مګر هغه څه چې د اوسنۍ او
دوهمې نړیوالې جګړې څخه پخوانۍ نړیوالې ټولنې توپیر جوتوي عبارت دي له !
1- د خپلواکو هیوادونو زیاتوالی
2- د
هیوادنو د له منځه وړونکو تخریبي قدرت بې کچې زیاتیدل
3- د مختلفو نړیوالو سازمانونو جوړیدل
4- د مختلفو
ازادي غوښتونکو ټولنو او نړیوالو سیاسي احزابو را منځ ته کیدل
5- په نړیواله کچه د دریو سترو هیوادونو( د ام
ریکې متحده ایالات ، پخوانی شوروي اتحاد او چین ) غوره دریځ .
نور بیا