مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې وپېژ نئ! اووه مه بر خه( ادريمزي،ادوزي،ادين خېل او اسماعېل خېل)

دکتور لطيف ياد استراليا

ادريم زي(عبدالرحيمزي):که چيرې دادريمزيو دنسب شجره په غور سره تر څېړنې لاندې ونيسو نو جو ته به شي چې دوی غلجي پښتا نه دي يعني ددغې قبېلې خلک د غلجيو پښتنو يو ښاخ دی او داحمدزيو پښتنو يوه څا نګه ګڼله کيږي٠ چې زيات شمېر خلک يې د لو ګر ولايت په بېلا بيلو ولسواليواو په تېره بيا زيا ت شمېر يې په محمد اغه کې استوګنه لري٠يو شمېر ادريمزي د غمان ولايت د قرغيو په اولسوالي اودعزيزخان کڅ په سېمه کې مېشته دي٠چې په دغه ولسوالۍ کې ددوی مجمو عي شمېرد ٠٠٠ تنو په شا او خو اکې ښودل شوی دي ،خوهغه ا درېمزي چې دلغمان او ننګر هارولا يتو نو تر مينځ دتور غره په لمنو کې اوسيږي کو چياني ژوند لري٠ دننګر هار ولايت کې دادريمزيو دقبيلې خلک ددغه ولايت دکا مې او کوز کونړ په و سواليو کې مېشته دي٠

٠ادريمزي خورا زړور،توريالي او ميړني خلک دي٠دروسي ير غلګرو او تيري کوونکو پر خ اف يې دمبارزې سنګرونه تاوده سا تلي وو٠ دادريمزيو قبيلي يو  شمېر خلک کو چيانی ژوند هم لري٠ددغې قبيلې يو مير خلک د سو داګرۍ او راکړې ورکړې کارونه هم سر ته رسوي٠ دادريمزيو د قبېلې په نا متو مشرانو کې يو هم عبدالملک خان عبدالرحيمزی و چې د افغا نستان د ټولواک اعليحضرت محمد ظاهرشاه دواکمنۍ په وخت کې د افغا نستان د ما ليي وزير تير شوی دی٠همداراز دشمشاد دتلوېزيون مشر او بنسټ اېښودونکی ښا غلی فضل کريم فضل هم ادرېمزی پښتون دی ٠

ادوزي: ادوزي د پښتنو د سړبني په ټو لنيزې ډلې پورې يوه اړونده قبېله ده چې دپنج پای څانګې پورې اره ل ي٠ددغې قبېلې شمېر پنځه زره کو رنۍ ښودل شوي دي،خو د شوروي مشهور اتنو ګرافر ستا نيشفسکي د اتنو ګر افيکو معلو ما تو له مخې دشلمې پېړۍ په نيمايي کې ددوی شمېر١٣٠ زره تنه ښودل شوی دی چې زياتره يې د کند هار د معروف په اولسوا ۍ،داوروزګان ولايت ددهراود په اولسوالۍ او همداراز د هلمند ولايت د ګر مسير په او لسوالۍ کې مېشته دي٠

ادين خيل : ادين خيل په اصل کې غلجي پښتانه دي او په سليمان خيلو پښتنو چې يوه خورا غښتلي قبېله ده ور ګډ ېږ ي٠ددغې قبیلې اکثره خلک د پکتيکا په مر کز شرنه او د پکتيا ولايت دزرملې په اولسوالۍ کې چې په زرمت سره هم مشهوره ده استو ګنه لري٠ددغې قبېلې يو شمېر خلک د غزني ولايت د ګېرو په او لسوالۍ کې هم استو ګنه لري٠

اسماعيل خيل: اسماعيل خيل په اصل کې د کر لاڼي پښتنو په ټو لنيزې ډلې پورې يوه اړونده قبېله ده چې د خوست په ولايت کې د شمل سيند په جنوبي کنډو مندوزيو ته نږدې مېشته دي٠د مندوزيو د قبېلې لويدېز ته ځدراڼ او جنوب ته يې د تڼيو قبېله پر ته ده٠د مندوزيو د قبېلې په ختېز او دشمل سيند په شمالي څنډو کې هم اسما عيل خيل استو ګنه لري٠د١٣٦٠ کال د مر کزي اح صائيې دسر شمېرنې له مخې ددوی شمېر١٦٠٠٠ تنه ښودل شویدي،چې ښا يې اوس به يې شمېر دوه برابره وي٠
اسماعيل خيل اکثره دکرنې په چارو بو خت دي،يوشمير خلک يې دولتي دندې هم سر ته رسوي٠ددوی يو شمېر په عربي هيوادونولکه سعودي عر بستان او کويټ او يو شمير يې هم د خليج په هېوادونو لکه متحده
عربي امارات،قطر  ،دوبۍ،شارجه، ابو ظبي او دخليج په نورو ښارونو کې په مزدورۍ او غرېبۍ بوخت دي٠
(نوربيا)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery