دخپریدو نیټه : 2005-01-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دغازي امانالله خان د لور” شهزادګۍ هنديه د افغانستان “انساني مرستي !
حبيب الله غمخور _ سويډن
د( مردم ) مياشتنۍ خپروني له ٨٢ يمي گڼي څخه
ژباړن : حبيب الله غمخور _ سويډن
هنديه يوه با احساسه او پر وطن مينه افغانه ښځه ده چي دافغانستان دبحران دشروع ( ١٩٨٠ ) څخه بيا تر اوسه پوري دنه ستړي کيدونکو تلاښونو په پايله کي يې په سلګونو زره ډالره دافغان يتيمو او بي سرپرستو ماشومانو سره مرسته کړې، يو ځل يي خپل نوم ندی اخيستی چي دا مرستي دچا اودچا دلور لخواليږل شوي دي.
هنديه د ايټاليا د پلازمېني روم په ښار کي ژوند کوي، هغي پداسي حال کي چي افغانستان يي ندي ليدکي ولي دومره دخپل وطن او افغان ولس سره مينه لري چي د خپل عمر دريمه برخه دا وروستي ” ٢٥ ” کاله يي د هيوادوالو په ځاڼړي توگه د يتيمو ، بيوزلو او بي سرپرستو ماشومانو سره دمرستي په لاره کي تير کړي دي.
پسله هغه چي دشوروي سرو لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ او په نتيجه کښي يي افغانان ديار او دِيار (خپلوانو او وطن) پريښيدو ته مجبور شول او دپاکستان په کمپونو کښي يي دمهاجرت ستونز من ژوند اختيار کړ، هغي هم ملاوتړل ترڅود خپلوغمځپلوهيواد والو سره دژوند پدغو ستونزمنو شرايطو کي مرسته وکړي اود افغان ماشومانو لاس نيوی وکړي . دغه انساني هدف ته درسيدو لپاره هغې په ايټاليا اومختلفو هيوادو کي په عمو مي ټولنو ، ښونځيو او تعليمي موسسو کي په غم ځپلي هيواد افغابستان کي دماشومانو دژوند دستنزمونو او ناخواله شرايطو په هکله دلکچرونو په ورکولو سره په لسها وو زره دالره چي دنوموړي دلکچرونودورکولو په بدل کي يي ترلاسه کړي پاکستان ته د بيوزلو او يتيمو ماشومانو سره دمرستي په خاطر ليږلي دي. حيرانونکي خبره خو لادا هم ده چه هنديه په روم کي د خپل کور دناستي سالون هم افغاني گوډو ،شلو او ړندو ماشومانو ته وقف کړي و . او پخپله يې دهغوي سر پرستي کوله ،دنوموړي دنږدي دوستانو څخه يو تن وايي : هغي دخپل کور دميلمستون د پذيرايي په اطاق کښي هم ددې پر ځاي چي دميلمنو دناستي لپاره موبل او فرنيچر ايښۍ واي څلور چپر کټه ايښي وه او هغه افغان ماشومان چي د ايټاليې روم ته دلاس ، پښو او سترگو ددرملني لپاره راوړل کيده او سر پرست يي نه درلود هنديي هغوي خپل کورته راوستل او هلته يي دهغوي سر پرستي پخپله کوله.
يوه ورځ هنديې ماته وويل : (ماشومان چي پښه نه لري يو کال پکار دي چي دپښي هډوکي يي جوړ شي او که ضرورت پيداشي چي بايد پښه يي قطعه شي او مصنوعي پښه پيوندشي بيا هم يونيم کال مرستي او تداوي ته ضرورت لري، ميرمن هنديې دوه ماشومان هر يو نفيسه او ښاديخان چي پښي يي قطع کيدي او نوري مصنوعي پښي ورته پيوند کيدي خپل کور ته راوستل او دوه نيم کاله يي دهمدغو ماشومانو سرپرستي يعني هغوي ته ډوډۍ ،درمل، دخوب بستر ترتيبول او دهغو منظم پريولل دا ټول کارونه هغي پخپله سرته رسول .
تر اوسه ايټاليا ته داشان ماشومان ” ٦٥ ” تنه راوړل شوي چي دهغه جملي نه يي ” ٤٠ ” نفره هنديي خپل کور ته بيولي او ديوي مياشتي نه تر دوه نيم کاله پوري هغي ديوي مهرباني مور په څير دهغوي روزنه او پالنه کړي ده.
هنديې يو وخت ماته په تليفون کي د افغاني ماشومانو په اړه داسي وويل : دا ماشومان دحمام کولو په وخت کي دځان لو څولو په خاطر شرميږي،هغه چي لاس لري ولي پښه نلري کولاي شي د هغه سره چي لاس نلري مرسته وکړي ولي هغه نه حاضريده چيد هغه سره مرسته وکړي هغه صابون او کيسه کړي،ځکه زه مجبوره يم دهغوي سره مرسته وکړم. ميرمن هنديه دماشومانو سره ددغه شان مرستو کولو څخه هيڅ کله نده ستړې شوې ، دداشان کارو څخه چي مور او پلار هم کله کله خسته کيږي ولي هنديې هېڅ وخت شکايت ندي کړي،او دا څورلس کاله يي دبيوزلو او بي کسو يتيمو ماشومونو سره داشان مرستي کړي. هر وخت چي زه د هنديي ”دافغانستان” سره خبري کوم او دهغي څخه تپوس کوم چي څه پروگرام لري هغه په ځواب کي راته وايي : پلاني ښار ته ځم او هلته دافغانستان دماشومانو په هکله کنفرانس لري غواړم چي دنړيوالو پام دهغوي دژوند شرايطو او ددوي سره مرستو ته راوگرځوم ، دهغي نه مي يو وخت پوښتنه وکړه ته دا مرستي څڼه هغوي ته رسوي ؟ هغه جواب راکوي او وايي : يو امين او پاک لاسي سړی چي افغانستان ته ځي د هغه پواسطه يي ليږم تر څو يتيمو او بيوزلو ماشومانو ته ورسيږي.
دهغي وروستۍ مرسته کابل ته نږدي په تڼي قلعه کي ديو مکتب جوړيدل دي چي د نهو سو ٩٠٠ زده کووکو لپاره ددرس ويلو ځاي ولري د ديرشو زرو يورو په شاوخواکي يې پيسي ور ليږلي دي . هنديه ددا شان مرستي پيسي د هغو لکچرونو په بدل کي پيداکوي کوم چي دنړۍ په نورو هيوادو کي يي د افغانستان په هکله ورکوي وي .هغي وويل : ما په ژينو او ويانا کي کنفرانسونه ورکړه او پيسې مي د يوي بهرني ساختماني شرکت په بانکي حساب کابل ته وليږلي ، هغه وايي : هر وخت چي زمانه غوښتل کيږي چي زه کنفرانس ورکړم دهمدغه کنفرانس په مقابل کي ماته پيسي راکوي او زه دغه پيسي افغانستان ته ليږم، په ٢٠٠٢ کال کي مي لس زره ډالره دسردار ولي دلور حميرا په لاس وليږلي تر څو په افغانستان کي بيوزلو ماشومانو ته ورسيږي ، علاوه پر هغه په ٢٠٠٣ کال کي مي دايټاليا په نورو ښارو کي کنفرانسونه ورکړه چي ديوه لکچر په مقابل کي يي 3200 يورو دبل په مقابل کي ٥٠٠٠ يورو اوبل ٧٠٠٠ يورو تر لاسه کړي او ټولي پيسي مي دمکتب دجوړولو لپاره وليږلې . هنديه وايي غواړم په راتلونکي کښي پيسي ټولي کړم اوهغوبي سر پرسته نجونو سره چي دشپي تيريدو ځاي نلري مرسته وکړم تر څو دلوږي مړي نشي .
ميرمن هنديه اوس ٧٥ کاله عمر لري په دغه سن او سال کي انسان پخپله خدمتګار او مرستندوی ته اړتيا لري ولي هغه پخپله د خپلو هيوادوالو په چوپړ کي ده . دهغو هيوادوالو چي دا يوه کلنه وه دمور پلار ورور او خوندو سره يو ځاي له خپل پلرني وطن افغانستان نه تبعيد کړه شوه ، پداسي حال کي چي ددوي گناه يوازي د افغان ولس آزادي سرلوړي او ارامي وه نه بل څه !!! دادهغي گران پلار او مور اعلحضرت امان الله خان او ملکه ثريا او دهغوي اولادونه وه چي دپرديو په لمسون دمور يعني افغانستان له غيږي نه فرار ته مجبور شول . هنديه ” دافغانستا ن ” د ايټاليادروم په ښار کي لويه شول . په ځوانۍ کي يې د يوه ايراني کاظم ملک سره واده وکړ، دواده ثمر يي دوي لوڼي دي چي يوه يي ثريا اوبله يي همدم نوميږي.
هغي پسله هغه نه چي د کاظم ملک نه جلا شول د ډاکټر روف افغان سره واده وکړ او خداي يو زوي ورکړ چي نوم يي سکندر دي ،اوس هغه دسکندر سره يو ځاي دروم په ښار کي ژوند کوي .
ميرمن هنديه په ايتا لوي،فرانسوي او الماني ژبو پوره پوهيږي ،په فارسي ژبه خبري کولاي شي خو ليکل او لوستل پري نشي کولاي . دا فداکاره شهزاده گي چي ملکي ثريا ورته پخپلو پاکو شيدو کي دوطن پرستۍ او افغان سره دميني درس ورکړي دي . دهغي قدرمن ياد دي هميشه وي .
حبيب الله غمخور :
درنو لوستونکو دا مطلب د” مردم ” د مياشتنۍ خپروني په ٨٢يمه گڼه کي چي په امريکا کي خپريږي چاپ شوي ما تر لوستلو وروسته پريکړه وکړه ددي اتلي افغاني ښځي او افغان ولس ته گران او دافغانستان دخپلواکۍ دگټونکي غازي امانالله خان لور چي د ګران هيواد افغانستان دآزادۍ او افغان ولس دارامۍ د داخلي اوبهرنيو دښمنانو پواسطه دخپلي قهرماني او پر وطن ميني کورنۍ سره يوځاي وطن پريښودلو ته مجبور شوي وه او په حقيقت کي هغه وخت په هيڅ نه پوهيده وړه ماشومه وه ، خو داچي دغيرتي او پر وطن ميني کورنۍ لور او د افغاني باشهامته او ميړنۍ مور شيدي يي رودلي ٧٥ کلونو او په زرگونو کيلومتره فاصلي او له وطن نه ليري والۍ هغه له وطن او افغان ولس نه ليري او بېګانه نه کړه ، ددې دفداکاريو او خدمتونو دا لنډ ياد په پښتو هم تر جمه کړم ،تر څو زموږ هيواد وال پدي پوه شي :
لمړي دغازي امانالله خان اولادونو وطن او ولس ندې هير کړي له بده مرغه زما په گډون موږ هغوي هير کړي دي، يوازي په کال کي يو ځل د امانالله خان نوم د خپلواکي دياد په مرا سمو کي اخيستل کيږي اوبس.
دوهم : ولي تر اوسه دنوموړي دداشان انساني مرستو په هکله د نړۍ ټول په اصطلاح آزاد مطبوعات او ليکوال چوپه خوله پاته دي ؟ ايا تر اوسه هم زموږ دهيواد دآزادۍ او ترقۍ دښمنان دومره توان او طاقت لري چي زموږ څخه خپل پخوانۍ تاريخ ورک او هير کړي؟ اوددوي يعني بهرنيانو د تاريخي عقدو دسرته رسولو په خاطر افغان ولس سره دغازي امانالله خان د درنې کورنۍ دغړو مينه او علاقه په ځانګړې توگه د جګړي ځپلو ماشومانو او يتيمانو سره دمرستو رسولو او د هغوي افغاني احساس څرگندولو په هکله افغان حق شناس ولس ته دمعلوماتو دورکولو څخه ولي څوک ډار لري او ټول چوپ دي؟ هغوي بيا په افغانستان کي پاچاهي نه غواړي او نه هم دسياسي موخو پر اساس دافغان بيوزلو ماشومانو سره مرستي کوي او ديتيم خو بيا هيڅ هم په وس او اختيارکي نشته چي دوي ته يي ورکړي . زه پدې باور يم چي که کوم جنګسالار ، دتنظيم مشر او يا کوم دقدرت پر گدۍ ناست يا بهرنيو ملاتړوډيره لږه مرسته هم کړې وای راډيو گاني او مطبوعاتي خپروني به يې په تبليغ ستړي شوي واي او زموږ غوږونه به يي کاڼه کړي واي .ددغه موخي په اساس چي رښتيا رښتيا دي افغان نمک حلال او حق شناس ولس بايد په هر څه خبر شي ما دا لازمه وبلل چي بايد دا مضمون په پښتو تر جمه شي او د ويبپاڼو له لاري ټول لوستونکي ددې درنې او وياړلي کورنۍ په ځانګړې توگه دگراني خور هنديه ”دافغانستان” په اسلامي او ملي چوپړونو خبر شي .
تير زېږديږ کال د اگست دمياشتي په يويشتمه کله چي دجرمني دکلن پښار کي د غازي امانالله خان دهيواد دسياسي استقلال د گټونکي او خپلواکۍ د تر لاسه کولو دخاطري د ياد د ٨٥يمي کليزي دياد په غونډه کي ميرمن هنديه ” دافغانستان” وليدل او دهغي سره مي خبري وکړي دوطن پرستۍ او افغان دوستۍ هغه احساس چي ما دنوموړي او ددي د ورور”شهزاده احسان الله ” په خبرو کي وليد زما لپاره دداشان پاک احساس څرگندوني ليدل لمړۍ ځل ړ چي اوس يي دلته ليکل ضرور او پر ځاي نه بولم دومره يادونه کوم : کله چي هغي دافغانانو او هيواد سره دخپل پلار، مور، ځان او کورنۍ دميني خبري اود افغانانودغمځپلي ژوند په هکله څرگندوني کوولي په سترگو کي يي له ورايه اوښکي معلوميدي.
هيله مي داده چي دغازي امان الله خان کورنۍ اود هغوي کړني زموږ دهيواد نه هيريدونکي تاريخ په توگه تل ژوندۍ وساتل شي اوزموږاوسنۍ نسل ددوي په ژوندون او کړ نوخبراوسي ، خير دی که هغوي زموږدهيواد داستقلال ددښمنانو نه خوښيږي ولي دا بايد هير نشي چي هغوي زموږ دهيواد او تاريخ وياړ دي ،هغه ملت چي پخپل تاريخ نه پوهيږي او يا هغه ته دقدر په سترگه نه گوري زما په فکر هغه دخپل هيواد په جوړيدو کي کوم رول نشي لوبولاي او نه وطن ورته گران وي .زموږ دهيواد په تير تاريخ پوهيدلز موږ ټولو لپاره ضروري کار دي ،تر څو دهيواد په تاريخ پوه نه شو او هغه ته داحترام او درناوي په سترگه ونه گورو داستونزي نشو حل کولاي