مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان نللېکه او سېمه یزې ناندرۍ (درحمت اریا ژباړه)

ژباړه :رحمت آریا

دولت مې افغانستان ته ولا ړ خو څه چې ما وموندل، دغه نللېکه وه
پرافغانستان د امرېکې د یرغل په اړه بشپړه ریښتیا

لېکوال: تد رال  ۲۰۰۲ : (د لیکوال) ټول حقونه خوندي دي 
ژباړه : رحمت آریا د ژباړونکي حقونه خوندي دي : هیڅوک د لېکوال او ژباړونکی له اجازې پرته دغه لیکنه نه شي خپرولای

 د ژباړونکي سریزه
زموږ گران مورنی او پلرنی ټاټوبی افغانستان چې د دغه هیواد د زړه ورو بچیو په وینو ساتل شوی د خپل ځمکني دریځ له امله تـل د سترو ځواکونو د لوبو ډگر گرځېدلی او په پای کې د هیواد بچیو هریرغلگر ته داسې غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړي چې د سترواکیو شړۍ یې له همدغه ځایه ور ټوله کړې او په نړیواله معادله کې یې ستر بدلونه رامنځ ته کړي دي. وروستنۍ نښه یې د روسي ښکېلاک د ملا ماتول ؤ چې په پایله کې یې د منځنۍ آسیا گڼ شمیر هیوادونه خپلواک شول او د اروپا په معادله کې د برلین دیوال ونړېد. دا ټولو ته جوته ده چې افغانانو په پوځي ډگر کې پر هر زبرځواک لاس بری موندلی خو هر زب ځواک د افغانانو له سیاسي بې وزلي توب او ضعف څخه گټه پورته کړې او د خپلې پوځي ماتې غچ یې د افغانانو په سیاسي ماتې کې اخیستی دﺉ. هېڅکله یې له پوځي ډگره راپاڅېدلي بریالي او سوبمن افغانان نه دي پرې ایښي چې په وینو گټل شوې بریا دې په هسکه غاړه ونمانځي او د سوبمن او یو موټي ملت په توگه د نړیوال او سیمه یز سیاست په ډگرکې خپل دریز راڅ گند کړي. د بیلگې په توگه ، روسانو خپله پوځې ماته د افغانانو په سیاسي ماتې کې د افغانانو له څټه وایستله. توکم یزې وسله والې ډلې یې جوړې او تر ستونې یې په وسلو سبمالې کړې. د هیواد په هر توکم کې یې غله ، چلر ، داړه مار او د ټو نې له زړه څخه سپین سترگي او ټولـنرټلي کسان غوره کړل. کله چې کورنۍ جگړه پیل شوه نو همدغو رټل شویو بو ندویانو د جگړې لمنه پراخه اوپه هیواد کی یې د جگړې ناورین ته پونده ورکړه. همدغه رټـل شوي بولندویان یې بیرته د خالد بن ولید ، ستر اتل او نورو نومونو و نومول ، روسانو ته د پالیالو له دغو بېلگو څخه کولای شو د درې تنو باني ، دوستم او مسعود نومونه را واخلو. د روسانو په شا تمبولو وروسته افغانستان په نړېوال ډگرکې د کورنۍ جگړې له امله و نه ځلېد او دا ځل نېغ په نېغه د طالب جنگېاېوتر سیوري لاندې د پاکستان تر ولکې لاندې راغی. د طالبانو ټول سېاستونه د پاکستان د آی ایس آی په اداره کې جوړېدل او ان دا چې په سېمه یز سیاست کې پاکستان د طالبانو استازیتوب کاوه. په زغرده ویلای شم چې د روسانو د ښکېلاک له ماتې وروسته افغانستان د  پاکستاني ښکېلاک په منگولو کې پ یوت. په افغانستان کې د یوه ملي استازي حکومت د نه شته والي له امله افغانانو ډیرې پخې سیاسي بریاوې او گټې له اسه ورکړې. له ۹۰ کلونو را په دېخوا افغانستان ته یو ځل بیا په نړیواله او سېمه یز سیاست کې سترگې برگې شوې او سېمه یزو سیاسي دلالانو لکه پاکستان او ایران غوښتل د افغانستان ولکه په خپل لاس کې ولري. د افغانانو سیاسي نوښت نډ ؤ. خبره را لنډوم او تاسو د دغې لېکنې ژباړې ته رابولم. په افغانستان کې د روسي ښکلېلاک له ماتې وروسته په منځنۍ اسیا کې د خپلواکو هیوادونو یو لړۍ را وزیږېدله چې یوه یې هم سمندر ته لاره نه درلودله. د کسپین د سمندرگي تر کاسې راچاپیره سیمه د تورو زرو یا تېلو یوه ستره زیرمه وبلل شوه چې د تېلو ستره زیرمه یې په قراقستان او د گازو زیرمه یې په تورکمنستان کې وه. دغو زیرمو ته لوېدیزو سولندو سوداگرو سترگې نیغې کړې او هغوی ته تر ټولو ارزانه اره د افغانستان لاره وه چې په سېمه کې بند پاتې شوې تیل نړیوال مارکیټ ته د افغانستان له لارې را وباسي. افغانستان یو ځل بیا د سېمې په لوبو کې راښکېل شو. افغانستان کولای شي چې په نړیوال اقتصادي مارکیټ کې پخه ونډه و وبوي. د منځنۍ آسیا له زړه څخه د غځېدونکې نللېکې په مټ به افغانستان ستره ونډه ولوبوي او اوسنۍ جگړه هم یوازې د دغې نللېکې د خوندي تیرولو لپاره ده. په افغاني ویب پاڼو کې تر اوسه د افغان نللېکې په اړه ډیرې لږ لیکنې کله نا کله شوي او هغسې چې ښایي چا ورته پام نه دی اړولی . دغه لېکنه هم د یوه امریکایي لېکلوال شننه ده چې ما ښاغلو وستونکو ته ژباړلې ده. د لېکنې سرلېک " پرافغانستان د امرېکې د یرغل په اړه بشپړه رښتیا" نومیږي او لېکوال د سیاسي اړخونو د څیړلو په ترڅ کې سیمه یز او اقتصادي اړخونه هم څیړلي دي. په لېکنه کې لیکوال هڅه کوي چې پیښې ته د یوه زړه سوانده امریکایي په توگه وگوري او د خپل هیواد د دریځ په اړه له شنونکو سترگووگوري. دی په سیمه کې د امریکا د سیاستونو مخالف دﺉ. زما په اند د مخالف نظر څیړل او لوستل ډیر ښه دي اوباید پرې خبر شو. ما هڅه کړې چې ژباړه تر وسه وسه پورې په ټولپوهاویزې کچې وژباړم خو ځینې ښاغلي لوستونکي ښایي زما لېکنه لږ څه درنده ومومي. د دې لپاره چې دغسې ښاغلي لوستونکي ما د گوت نیونو تر متروکو لاندې ونه نیسي ، له دوی غواړم چې زما لېکنې ته دې په پراخه ټنده وگوري او په پیرزوینې دې پرما غیشې نه ولي. په درنښت

رحمت آریا

امریکایي سرتیري ، د تېلو سوداگران او دیپلوماتان شپه او ورځ هلې ځلې کوي چې د نړۍ په گوښې گوټ کې د پروت هیواد په اړه پراخه پوهېدا تر لاسه کړي ، دغه هیواد د روس د پخوانۍ سترواکۍ تر خیټې لاندې پروت او د ستر الکساندر له وخته را په دیخوا د لویدیزې نړۍ هیڅ لښکر د دغه هیواد پر ایلـَولو او نیولو نه دﺉ بریالی شوی. هغه لوبه چې امریکایانو پیل کړې د سیمې په داسې یوې برخه کې  پرته ده چې هر څوک ورته بیرتونه تاووي. هغه څه چې امریکایان کوي د سیمې د راخپلولو او د اغیزو په اډانه کې د ایلولو د هڅو د لړیو یوه برخه ده چې له ۵۰ کالو را په دیخوا یې په منځني ختیځ کې پیل پيل کړې ده. 
" د تیلو بل مورچل" (بزنس ویک، ۲۰۰۲ کال ، د مې د مېاشتې ۲۲)
لومړۍ برخه: د ترهگرۍ پرضد د بوش غولونکې جگړه
دلوبې رسمي کیسه داسې ده:
.د سپتامبر د یولسمې د ځان وژنې په هماغو لومړیو کې د امریکې څارکښې ادارې د امرېکې پر تل پاتې میرڅي اسامه بن لادن سترگې په ټینگه ښخې کړې او هغه یې د دغې بدورږې دروهې "دسېسې" د کره جوړوونکي په توگه چې په نیویورک او واشنگتن کې یې د درې زرو بې گناهو امریکایي وگړو ژوند واخیست ، په نښه کړ. د بوش د ادارې لوړ پوړو چارواکو سنیو او د هیواد وگړو ته وویل چې هغوی داسې لاسوندي لري چې د سپتامبر د یولسمې په پیښې کې د  بن لادن او د هغه د ډلې ، القاعدې ،  د لاس لرلو او سمبالولو پر ښکیلوالي پریکنده منښته کوي. سترې بریتانیې او پاکستان هم ومنل چې دغه لاسوندي دومره غښتلي دي چې پر مټ یې کولای شو د دغه بد ورږي "شیطاني " کار د دروهه جوړونکو پل ، د امریکې د ورمنډتون "محکمې"  تر درشله راوکاږو. که څه هم بن لادن او د هغه د ډلې مشران د بنسټپالو طالبانو د داسې یوه ژیم تر شا پټ او د هغوې د ساتونکي څپرۍ تر سیوري لاندې یې شپې ورځې تیرولې، چې یوازې درېو هیوادونو په رسمیت پیژند ای ؤ، خو د امریکې دولت له هغوی وغوښتل چې دغه ټولوژونکي دي له هیواده وشړي او د لویدیزې نړۍ ورمنډ ته دې وسپا ي. کله چې دغه غوښتنه وشوه ، نو څرگنده ده چې غوښتنه غندل کیږي ، نو امریکې پرخپلو وگړوغږ وکړ چې د دغې ویرې په پام کې نیولو سره به نور ترهگر پرې نه ږدي چې د دغه هیواد وگړي د دوی پر لاس و وژل شي: د افغانستان اوږد مهالې کو نۍ جگړې طالبان " د بن لادن ساتندویان " د واک پر گدۍ کښینول او امریکې واک ورڅخه واخیست او له واکوالۍ یې وشړ .  

په خواشینۍ چې دغه رسمي کیسه همداسې پرمخ درومي او وایي : د امریکې د هوایي ځواکونو د پیلیزې بم بارۍ له پیلېدلو سره سم  بن لادن او ملاتړي یې د تورې بورې په منځغرونو کې پټ شول (ځینې گزارشونه خو وایي چې بن ادن لا پخوا همدلته وژل شوی). خو لا تر اوسه د دغو سترو هوایي یرغلونو په ترڅ کې امریکه نه ده بریالۍ شوې چې لادن ونیسي . امریکې عادي افغانان خپلواک کړل ، په منځنۍ اسیا کې یې ټیکاو راووست او د اسلامي بنسټپالو شړۍ یې ور ټوله کړه.کله چې شمالي ټلوالې واک ونیو د کابل او هرات استوگنو د ناﺋـیانو پرهټیو ور ودانگل او د طالبانو پر وچ زور پرې ایښودل شوې ږیرې یې و خریلې او ښځو څادریو ته اور ورته کړ.  د طالبانو د واک په شپو ورځو کې سندرې ، پتنگ ا وزونه  دواړه بند ول، بیا د ښارونو او کوڅو په هرگوټ کې سندرې په ویلو شوې او پتنگ الوزول هم پیل شول. افغانانو وخت وموند چې پر هندي فلمونو او سندرو خپله ناپایه تنده ماته کړي
خو د امریکې د ښارونو پر ودانیو یې د الوتکو د را پریوتلو ناورین یې له یادونو ووت.
د دغه کار په کولو سره امریکا په اسلامي نړۍ کې ، امریکایي ضد نړۍ ته ور ننوتله او امریکایي ضد لمسونې یې را و پارولې.
د پوهانو د لېکنو پر بنسټ ، دغه خپلواکي هومره بسیا ، بشپړه او پخه نه وه چې د افغانانو په منځ کې د اوږد مهالي ټیکاو د رامنځ کولو لپاره د ترهگرۍ ضد زړي او اح ساسات  وکري.  د دې لپاره چې دغه خپلواکي د " لیوني کارل مارکس " د پلویانو د شوروي د مهال د لیونتوب په لوم و کې د اله گولې "انارشي" په شان را گیر نه سي ، نو افغانستان پخو کریـړ سړکونو ، ښوونځیو او پیاوړي مرکزي حکومت ته اړتیا در لودله چې له مخې به یې په داسې یوه هیواد کې چې د ژوندۍ پاتې کېدنې منځنۍ سلنه  ۴۳ په هرو سلو کې ده  او وگړي یې د بې وزلۍ  د میچنو تر کاڼو لاندې اوړه اوړه کیږي ، اقتصادي بیا رغاونه او نوښتنونه پيل او د خلکو له اوږو به د اقتصادي ربړو دروند پیټی لیرې شي. د امرېکې تر څارگرو سترگو لاندې چې تر اوسه له خپلو لوېدېزو ان یوالانو سره په ډیرې پیرزوینې افغانانو ته گوري ، افغانان په ډیرې خوښۍ په ولسواکه توگه په ولسي جرگو او غونډو کې را ټول شول او د لویې جرگې لپاره یې تابیا ونېوله. په لومړیو پړاوونو کې د افغانانو له لومړني لنډ مهالي حکومت څخه هېله کېدله چې د انگلیس د پاچاهۍ په ډول به  په یوه له برمه ډکه تشیال کې داسې لاره غوره کړي چې د اساسي انون تر سیوري لاندې د ولسواکه ډیموکراسۍ د استازي په توگه را ډگر ته سي ؛ امریکایانو ډیرې هلې ځلې وکړې چې د دی شو کالو په اوږدو کې له هیواده لیرې زوړ کډوال پاچا ظاهرشاه وهڅوي چې هیواد ته را ستون شي او د یوه مشر په توگه د وران ویجاړ هیواد چوپړ ته را ودانگي. خو له دغې لویې جرگې څخه یو بله تالنده د جرگې د گډونوالو له هر اړخیز ملا تړه برخمنه څېره په ځلېدا شوه ، داسې څیره چې د هیواد د  "غوڅ-ژباړونکی"  ډیرکي توکم له منځه پاڅېدلې یوه څیره او د ملاتړ جرړې یې د همدغه توکم د ملا له مـَریو راځغلېدلې وې ، هغه ۴۵ کلن پښتون مشر او پخوانی مجاهد حامد کرزی ؤ. کرزی په راکړو ورکړ کې ښه پوخ ، پوه ، ژبه ور سړی ؤ او اړیکې یې هم ډیرې پخې وې ، وروستنۍ پخې اړیکې یې د بوش د ادا ې له چارواکو سره وې. ( د دغسې یوه هیواد لپاره چې د امریکې د مالي مرستو لپاره یې سترگې غړولې ، دغسې خوږې اړیکې یوه پانگه گـڼل کېدله). زاړه پا چا ته وویل شول چې په یوه گوټ کې کرار کښیني ( خو ور څخه وغوښتل شول چې په کابل کې د یوې نښې یا سمبول په توگه پاتې شي.)، د امریکې دولت د خپل ځان له پلوه خبرتیا ورکړه چې امریکه د افغانانو له لویې جرگې څخه د کرزي پر ټاکنې ډیره خوښه ده ( خو د جرگې ډیریو استازیو نیوکه کوله چې د لویې جرگې په ستوني کې په فلوریدا کې د مخکې ټاکل شویو ټاکنو په شان اوبه څڅول شوي دي) ، او افغانانو پریکړه کړې چې افغانستان به بیا د بې وزلۍ په منگلو کې " نه پریږدي" او نور به پري نه ږدي چې هیواد د شوروي له په شا تگ څخه  د وروسته دورې په شان د اور په لمبو کې اهو شي.  
د لنډ مهالي ولسمشر په توگه د کرزي لومړنۍ دنده دا وه چې د افغانستان زبیښل شوي او ټوټې ټوټې و ایتونه سره یو موټي کړي ، بیا سیمه یز جنگیالي د یوه مرکزي حکومت تر ولکې لاندې راولي او په دریم پړاو کې له ۲۲ کلنۍ جگړې وروسته د ویجاړ هیواد په بیا رغاونې پیل وکړي. تر هغه وروسته د کرزي دنده دا وه چې  د هغه پلان لپا ه لاره پرانیزي چې له مودو مودو را په دیخوا مخې ته یې خنډونه رامنځ ته شوي ؤ: د څوملیتیزو او څو دودیزو له زړونو تیره سوې ، د وریښمو د لارې بیا رغاونه ؛ خو دا ځل د کسپين د سمندرگي له کاسې څخه د تیلو او گازو د نللېکې جوړیدل او هغه هم په اقتصادي مارکیټ کې د اقتصادي توکو د لیږد او رالیږدېد له لارې چې د منځنۍ آسیا د اقتصاد د زړه انځور جوړوي.
ان د افغاستان له " خپلواکه " کېدلو مخکې امرېکې د افغان د گازو او تیلو د نللېکې د ملاتړ هوډ کړی ؤ چې په ترڅ کې به یې افغانانو ته ډیرې دندې موندل شوې وې او د ترانزیت له حقه به یې افغان دولت ته ډیرې پیسې په اس ورغلې وې او هېله وه چې د امریکې له صنعتي اوږو څخه به د تیلو د اړتیاوو دروند پیټې لیرې شوې وای او امریکې به ه ملگرو هیوادونو څخه د تیلو له لارې  گټه تر لاسه کړې وای. د کسپين د سمندرگي په څنډو کې د تیلو د زیرمو له م وندلو مخکې د قزاقستان هیواد په یوازې سر دومره د تیلو زیرمې موندلې وې چې شمیره یې د سعودي عربستان له زیرمو څخه لا لوړه وه ، خو د هند سمندر ته د دغو تیلو د رسیدلو لاره باید د " شیطان " د درې څنډیزې له یوې څنډې د "ایران" له ارې تیره شوې وای خو ایران د ترهگرو د ملاتړ هیواد په توگه پیژاندل کېده. تورکمنستان د قزاقستان په پرتله لږ تیل لري خو د طبیعي گازو ډیره لویه او ستره زیرمه لري او د ځینو اټکلونو له مخې د نړۍ دویمه لویه زیرمه گـڼل شوې ده.  د روسیې د سترواکۍ د مهال له ځالگۍ سره د تورکمنانو د طبیعي گازو د زیرمو نښلول د ډاډ وړ نه ؤ--- ؛ د ۹۰ کا ونو په اوږدو کې د روسېې د سترواکۍ له منگلو څخه د خپلواکۍ د بیړني مهال په وخت کې ، روسیه ، له دغو بې وزلو هیوادونو څخه پرته له دې چې بیه یې ورکړي ، د تیلو پر را گرځولو روږدي شوې وه ----؛ او د چین وړاندیز شوې لاره هم اوږده او هم گرانه وه .
د نللېکې د تابیا د پلي کولو خبره ان مخکې له دې چې طالبان په ۱۹۹۶ کال کې د کابل د واک پر گدیو ډه ډه و لگوي ، د شملې پیړې د نویېمې لسیزې کلونو ته ورگرځي . کله چې طالبانو د هیواد له نوي په سلو کې ډیره ځکمنۍ برخه تر خپلې ولکې لاندې را وستله ،نو  د لوېدیز د تیلو کمپنیو له دغه نوي ځواک سره د مـَرکو او خبرو ات و نیمڅی و غوړاوه ، ځکه دغه نوي بنسټپال رژیم د جگړه مارو ډلو کمبله چې د نللېکې د ټیکاو لپاره یې لانجې را بر سیره کولې ، ورټوله کړه.
په کاليفورنیا کې مېشتې د یونوکال د تیلو د سودا گرۍ گډونوالې ډلې په ۱۹۹۸ کال کې د افغان د نللېکې تابیاوۍ وروسته له دې شا ته و غورځولې کله چې یونوکال ته جـَوته شوله چې د طالبانو سر مشریزه ډله په خپلو خبرو ولاړه نه ده او ورته څرک ولگېد چې د دغسې یوې ډلې په شتون کې د نللېکې خبره نوره پلې کېدونکې نه ده.  خو د افغانانو د جگړو د اخ او درب په وروستیو شپو ورځو کې سره له دې چې یونوکال د کسپین د سمندرگي د تیلو په اړه خپله پخوانۍ تنده او خوند له لاسه ورکړې ؤ او د سوداگرۍ او راکړې ورکړې لپاره یې د نړۍ نورو برخو ته مخه کړې وه ،یو ځل بیا یې په همدغو شیبو کې د نللېکې  د غځېدلو لپاره تنده را وتورېدله. کله چې کرزي د افغانستان له گاونډیو پاکستان او تورکمنستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پوهاوي یو لېک لاسلېک کړ ، یونوکال دغې شیبې ته په کتلو سره د یو موټي ، نوي او ټینگ افغانستان د رامنځ ته کېدلو په هېله  نوښت په لاس کې واخیست او د نللېکې د جوړولو خبره یې بیا له سره را ژوندۍ کړه.  د هیلو غوټۍ وغوړېدلې ، او د دغو هېلو په بڼ کې قزاقانو، تورکمنانو او د منځنۍ اسیا نورو ولسواکو هیوادونو ته د سرو زرو شیبه پر لاس ورغله چې خپل بند پاتې شوي تیل او گاز د سمندر له لارې نړیوال مارکیټ ته ورسوي ، هېله وه چې امریکه به ارزانه تیل تر لاسه کړي او افغانان به هم د لیږدېدلو له حقه گټه پورته کړي او هم به ورته د نللېکې د جوړېدلو په اړه کارونه و موندل شي.  د جگړې د ویرې او ناورین له تناره او د لرغونو وختونو د تیلو له گټو څخه به د یوې نړیوالې گټه زیږونکې گلان را وغوړیږي .
گڼ شمیر امریکایان دغه کیسه مني ، او ولې یې ونه مني؟ ځکه چې د سپتامبر د یولسمې له پیښې وروسته په امریکې کې چاپیدونکو او خپرېدونکو رسنیو پرته له کومې پوښتنې د بوش د ادارې خبرې ټکي پر ټکي خپرولې. د خلکو پام ډیر و رښتېا خبرو ته نه اړول کېده او پرځای یې د افغانستان له لارې د تیلو د نللیکو ډنډورې په خپرېدا وې. په امرېکې کې د انرژۍ پر سرچینو د " ترهگرۍ پرضد د جگړې "  د اغیزو او ونډو په اړه ډیر کارونه تر سره شوي مگر گزارش یې نه دﺉ ورکړل شوی. په اروپا کې نومیالیو خپرونو لکه بي بي سي او رویتر د دغې سکالې په تړاو پراخه خپرونې کړي. مزي لرونکو خپرنیزو رسنیو د امریکې تر مشرۍ لاندې د غونډو ، بانکي بسپنو او پانگو او د امریکې د هرې ورځپاڼې ، راډیو او ټلویزیونو په اړه د غټو غټو سرلېکونو گزار ونه په پریمانه ورکړي دي. 
امریکایي رسنیو ټولو په یو موټي توگه غوره وبلل چې د مزي لرونکو خپرنیزو ځا گیو له گوت نیونو څخه په پټو سترگو تیر شي. ښایي د امریکایي رسنیو چلوونکو گومان کاوه چې د هغوی لوستونکي او یدونکي  د سپتامبر د یولسمې له پیښې څخه د راپورته شوي ناورین په اړه د رښتیا موندنې خیټه نه لري او نه غواړي ور ته غوږ ونیسي. ښایي هغوی په دې هیله ول چې د نړۍ په یوه گوټ کې به ، یو چیرې ، یو شمیر نورې رسنۍ د رښتیا پ ټنې د موندلو مزی په لاس کې واخلې او د آس ځغلولو په ډگر کې به بیا په هغې شیبې کې خپل آس تر ټولو گړندی وځغلوي. که د امریکې د رسنیو د چوپ پاتې کېدلو لپاره هر لامل چې وي ، وي به، خو دغې چوپ پاتې کېدنې ، د سیاسي څپرۍ په جلا شوي گوټ کې ، د " دروهې  جوړولو '  د پلویانو (کانسپیرسي تیوریستس) " هغو تورونو ته لا ټینگه پونده ورکړه چې د تیلو ، گازو او  د افغانستان په اړه یې دا تور رامنځ ته کاوه چې د سپتامبر د یولسې پیښه د امریکې د دولت له خوا د تېلو د تر لاسه کوله لپاره په بر لاس جوړه شوې ده.
د نللېکې په اړه سکالې تیورۍ او اندونه نه دي ؛ دا حقایق دي. په دغې یکنې کې راټول شوي مالومات د نړۍ د نومیالیو خپرونو له منځه راټول شوي او په پراخه کچه په نړۍ کې خپاره شوي دي. ه دغې لیکنې څخه موخه دا ده چې دغه مالومات را ټول او په ځانگړو ډلو کې یې سمبال کړو او گڼ شمیر یې د همدغه له ناندریو ډک کال " ۲۰۰۲" په اوږدو کې  خپاره شوي او موږ ټول یو ځای راټول کړي چې د امریکایانو غوږونه  پرې پ انیستل شي او پوه شي چې د دوﺉ پرنامه څه تر سره کیږي.
ولې پر افغانستان یرغل وشو؟
پر پورتنۍ کیسې داسې په لن یز شخوند وهل کیږي---  یوه غولوونکې کیسه داسې ده چې :  د ۱۹ تنو مسلمانو الوتکه تښتونکو د یوې  بد چلندې بیدې ځالگۍ یوه ډله ، د غچ اخیستنې په لمبو کې ،  د دوبي په وروستیو کې ، په یوې لمریزې ورځې  را پاڅېدله او ټټر یې و واهه چې  د نړۍ د بې وزلو او تر پښو لاندې شویو خلکو په منځ کې ولسواکي خپره او ټولنېزه شتمني برابره ووی ي--- . دغه کیسه په خپله له امریکې ، د امریکې له موخو او کړنو خبره کوي. د دغو غوړو خبرو په زړه کې دوی له سړي غواړي چې لاندنۍ له خندا ډکې انگېرنې ومني:  
۱. د سپتامبر د یولسمې د پیښې په اړه سم غبرگون پوځي خوځښت ؤ او موخه یې د اسلامي ترهگرو د ځالو ځپل ( د دغې پیښې د پازوالو په گډون) ؤ چې د نړیوالې ځالگۍ د ځنځیر کړۍ یې له یو بل سره د نړۍ په هر گوت کې تړلې او جرړې یې له افغانستانه راختلې ، او د دغه پوځي خوښت د لومړنیو موخو په اډانه کې امریکه یواله وه چې د ترهرگرو د ملاتړو ' طالبانو' پرځای ، امریکې ته پالیاله او مرستندویه، د شمال ټلواله د واک پر گدیو کښینوي.  
۲. د افغانستان پرضد د هوایي ځواک د بمبارۍ خوځښت د سپتامبر د یولسمې پیښې له پیښېدلو مخکې هیڅکله په پام کې نه ؤ نیول سوی ، دغه بمباري له پیله تر پایه د دریو اونیو په اوږدو کې پلې شوه.
۳. له بمبارۍ وروسته یوازینې لومړنی گام چې د راوستل شوې سولې په وخت کې سم لاسي را پورته شو د یونوکال د نللیکې د راکړې ورکړې د خبرې راژوندي کولو ، پلي کولو او د ارزانه تیلو تر لاسه کولو ته مټې بډ وهل ؤ . وروسته له دې چې امریکې خپلې جگړه یزې موخې تر سره کړې ، د دې پر ځای چې له افغانانو سره مرسته وکړي او د جگړې له ورانیو ورسته د افغانستان په بیا غاونې کې جوگه شي ، تیلوته یې مخه کړه.
۴. د سپتامبر د یولسمې له پیښې مخکې په افغانستان کې د ټیکاو د نشتوالي له امله د افغان د نللېکې راکړه ورکړه هیڅکه په بږرکې 'جدي' توگې تر لاس لاندې نه وه نیول شوې ، خو اوس په یوه نوي او خوندي افغانستان کې  د درې مېاشتو په اوږدو کې د افغانستان ، پاکستان او تورکمنستان د دولتونو ترمنځ د نللېکې پرسر د خبرو ، همهغږي کېدلو او د تړونونو له لاسلېک وروسته ، د نللېکې د جوړېدلو لپاره هیلې پراخه شوې.
موږ به د پېاړو گزارش ورکړل شویو لاسوندو پربنسټ وگورو چې د خبرې د ریښتونلۍ څټه له کومه ځایه راخیژي ؛ موږ پر هغو له هوښیارۍ ډکو انگیرنو ډه ډه نه لگوو چې په وروستیو وختونو د دروهې " توط¬ﺋ¬ـه " جوړونکو ملاتړو " کانسپیرسي تیو یستس" د انیران په اړه  په ډنډورو  را پورته کړي او ازانگو یې په نړیوالې ځالگۍ کې غبرگون موندلی دي . دغه ېکنه به د یوه پوه او روڼ اندي لوستونکي لپاره  په منځنۍ اسیا او افغانستان کې په ځانگړې توگه د هغو ویرلړلو او ویرونکو کړنو له مخې څادر لیرې کړي چې امریکه په کې ښکیل ده ، داسې یو ښکیلوالی چې پا یله یې د سپتامبر د یولسمې د بلهاریانو " قربانیانو" له شمیره لا پورته اوړي ، داسې یو ښکلیوالی چې د هڅونې تابیا یې نه په یو اړخیزه بلکه په څو اړخیزې توگې لا له مخکې د هغو خوبونو په زانگو کې نیول شوې وه چې موخه یې د نړۍ د تیلو او گازو په تر ټولو ویو زیرمو د ولکې او د څارنې ونډه وه . 
امریکې د سپتامبر د پیښې له پېښېدلو یو کال مخکې په افغانستان کې د طا بانو د رژیم په زړه کې د سي آی اې د پوځي څارکښو ډلو د ننه ایستلو او پلي کولو نوښت په لاس کې ونیو .  د امریکې دولت د ۲۰۰۱ کال په دوبي کې د هغو پالیسیو د پراخولو له مخې د طالبانو د رژیم د اړولو پریکړه وکړه چې د بیل ک نتن تر مشرۍ لاندې په پام کې نیول شوې وې او د همدغې پریکړې تر رڼا لاندې یې د نوموړو پالیسیو د پلي کولو هوډ وکړ.   
آیا جیورج بوش پوهېده چې د سپتامبر پر یولسمې به پر امریکې یرغل وشي؟ موږ نه پوهیږو. کله چې د یرغل ورځ راغله ، نو د بوش ادارې له ځانه د غبرگون ښودلو د څرنگوالې پریکړه وکړه. دغه یرغل ته په غبرگون کې ام یکې په نړیوالې کچې " پر ترهگرۍ د جگړې " غږ وکړ او په لوړ غږ یې د نړیوالې ټولنۍ له هیوادونو وغوښتل  چې  خپل دریځ څرگند کړي : یا له امریکې سره دریږي ، یا به د دښمن په سترگو به درته وکتل شي ( " یا له موږ سره اوسـﺊ او یا زموږ پر ضد" ) ؛ د امریکې د نوموړې پالیسۍ د لومړۍ څپرکۍ پلي کول پرافغانستان د یوی ناخبرې جگړې پیل ؤ. له دې چې پ افغانستان د شوني یرغل تابیا لا له مخکې جوړه او تر لاس لاندې نیول شوې وه ، نو امریکې  یوازې څو اونیو ته اړتیا درلودله چې د سمندرونو په پورې غاړې کې خپل سرتیري پلي کړي.  
پر افغانستان د یرغل پریکړې ، د منځنۍ آسیا او په سیمې کې د پرتو اسلامي هیوادونو د اسلامي ډلو ټپلو د ترهگرۍ ضد چارو کارپوهان هک پک کړل. اسامه بن ادن په افغانستان کې کندهار ته نیژدې پروت ؤ او  القاعدې په همدغې سیمې کې خپل روزنیز پنډ غالي چلول ، خو د ال اعدې پاخه عملیات په پاکستان کې  له دوړو او خاورو ډکو د توکمیزو ښارگوټو په گوټونو کې په خرپ روان ول چې د نیول شوي کشمیر په څانگو لکه گلگت او د بلوچستان د کویټې په سیمو کې پراته ؤ. همداشان پاکستان د طالب جنگیالیو لپاره د وسلو او پیسو پخه سرچینه وه. په ۱۹۹۶ کال کې د پاکستان څار کښې ادارې له طالبانو سره د هغوی د مشر ملا عمر د واک په گدۍ کښینولو کې مرسته وکړه. په ۱۹۹۹ کال کې کله چې جنرال پرویز مشرف د یوې کودتا له لارې د پاکستان د واک پر رسۍ منگولې ښخې کړې ، د طالبانو او القاعدې جنگیالي " مجاهدین " یې پاکستاني کشمیر ته را وبلل چې د هندوستان له پوځ سره جگړه وکړي. د ډیرکي پښتون توکم یوه لویه برخه په پاکستان کې هم پرته ده او له دغه توکمیز گډوالي څخه د یوه اور لړوني په توگې په گټې اخیستنې پاکستان ،  له افغانستان سره هغه چلند کوي چې امریکا یې له مکسیکو سره کوي اود دغه په برلاس بل شوي اور ترشا ، د هوښیارو خبریالانو له ځیرو سترگو په پټې ، بویناکې راکړې ورکړې تر سره کیږي . پرافغانستان د هوایي بمبارۍ لړۍ القاعده خوره وره یا هم په مړژواندې ډول دړې وړې کړه خو له جگړې وروسته د دغې ډلې زړه ته یوه دړه هم و نه الوتله او روغه رمټه پاتې شوه.
د سپتامبر د یولسمې له پیښې وروسته ، د پاکستان دولت چې په سویلي آسیا کې د امریکایي ضد جنگیالیو یو لوی روزونکی او د نړۍ هیوادنوته د هغوی د لیږ و لویه سرچینه ده ، پریکړه وکړه چې خپل پخواني ټلوال طالبان تریوې مودې یوې خوا ته پریږدي او له امریکې سره یې د خوږو، نرمو او گټه زیږونکو اړیکو د ټینگولو په هېلې هلې ځلې پیل کړې. سعودي عربستان چې د اورپکو ، ترهگرو، اسلامي بنسټپالو ، وهابي مدرسو او د هغوی پوځي روزنځایونو ته د  بسپنې لویه سرچنه ده  ،د امریکې له گوت نیونو خوندي پاتې شو ځکه امریکه د خپلو تیلو د اړتیاوو پربنسټ پرسعودي عربستان ډه ډه لگوي ؛ د امریکې په بانکي ونډو کې د جگړې د اغیزو له امله گټه راپورته کېدله ، نو هاغسې چې د بوش د ادارې چارواکو له ځان سره په ځیر شمیرلې وه  پر عراقي صدام حیسن یې یرغل وکړ او اور یې په سیمه کې بل کړ ؛ د سعودي عربستان خاوره د دغه یرغل لپاره د ملاتړ ویه او د ډاډ وړ سرچینه وه او له بل پلوه د سعودي عربستان لپاره عراق په خپله یوه ویره وه.  ۱۹ تنه الوتکه تښتوونکې او د هغوی ډله او گڼ شمیر نور اورپکي جنگیالي د مصر له هیواد څخه ول خو امریکایي چارواکو هیڅکله د م صر د هیواد نوم پر خوله را نه وُړ. پر " ترهگرۍ باندې د جگړې " په لمبو کې ، د سپتامبر د یولسمې د پیښې د تابیا جوړونکو د موندلو او د ترهگرۍ د جرړو د راکښلو هڅې ، د افغانستان د بمبارۍ په پرتله ډیرې لږ وې.
پر افغانستان د بمبارۍ کمپاین یوه ډیر اړین ټکي ته نغوته کوي او هغه د امریکې هغه تأریخي ناپوهې را بربنډوي چې امریکه د مسلم انانو د احساساتو او د منځنۍ آسیا د هیوادونو د سوریو بوریو سرحدي لیکو پرجوړښت اوطبعیت سمه نه پوهېږي.  طا بانو په اسلامي هیواد کې یو سوچه ازمیښتي اسلامي رژیم را منځ ته کړ چې نړۍ ته یې د " سوچه اسلامي " رژیم بڼه ور څ گنده کړه.  دغه ډله چې له پخوانیو مجاهدینو څخه جوړه وه خپلو موخو ته د پالیالۍ په غبرگون او گروهنې کې یې یکلی اساسي قانون نه مانه --- نو ټولې ټولنیزې راکړې ورکړې او شخړې د قراني آیاتو د تفسیر په رڼا کې د کلیوالو م ایانو له پلوه او د هغو تر څار لاندې څار تر سره کېدلې. د نړۍ په گڼ شمیر اسلامي هیوادونو کې ، اسلامي رژیمونه په پرتله یز ډول دنیوي قوانین مني او "سکیولار" رژیمونه دي ، خو پر افغانستان د  امریکې د بمباریو خوځښت په عربي هیوادونو کې میشت عرب کلیوال او تورک توکمه مسلمانان را وپارول او پرافغانستان یرغل یې ، پر ټولې اسلامي نړۍ ی غل و گاڼه --- کټ مټ هغې انگیرنې ته ورته چې که پر اسراﺋـیلو یرغل وشي نو امریکایي یهودان به له ځانه ورته غب گون څرگند کړي ځکه چې اسراﺋـیل یوازینې یهودي هیواد دﺉ او د طالب رژیم هم یوه سوچه اسلامي رژیم ؤ نو له همدغه امله مسلمانانو د امریکې هغه جگړه نه منله چې امریکې د ترهگرۍ پرضد جگړه بلله او د طالب د ټغر ور ټول یې غوښت .  
د ځمکني یرغل پرځای د هوایي برید  د غوره گڼلو پرېکړې لاندنۍ  ناوړه پایلې رامنځ ته کړې:
- هغه کسان چې د جنگیالیو په ډلو کې یې پخه ونډه درلود ، وتښتېدل
- گڼ شمیر اسلامي ډلې چې له هغوی سره ښکر په ښکر هرو م رو ؤ ، په گاونډیو هیوادونو کې دېره وې ؛ د ساري په ډول ، طالبانو د ازبکستان له اسلامي غورځنگ سره ټلواله جوړه کړې وه . دغه ډله په تاجیکستان او د قرغزستان په سویلي سیمو کې پټه ده او غواړي په تاکشند کې د ولسمشر اسلام ک یموف رژیم را وپرځوي . کله چې پر طالبانو د بمبارۍ لړۍ پیل شوه نو طالبان او د هغوی سیمه یز سیال ملگري له همدغو سوریو بوریو شمالي او سویلي لېکو واوښتل او له خپلو ملگرو سره د افغانستان په شمالي گاونډیو هیوادونو او پاکستان کې دیره شول.
د دغې پایلې مخه یوازې د افغاني لېکو په تړلو او له دغو هیوادونو سره په گډه د یوه پراخ پوځي ځمکني یرغل له لارې نیول کیدای شوای . 

د یادونې وړ ده چې شمالي ټلواله په دوه وو لومو کې راښکیل وه ، یوې خوا ته د امریکې پلو ته ورتاویدل او همکاري وه او امریکې سره له دې چې د ټلوالې د جوړښت او د و اړخیزو اړیکو پر بنسټ پر ټلوالې ډاډ نه درلود خو امریکې د خپلو ستراتېژیکو موخو پربنسټ ورته اړتیا درلودله ، او له بله پلوه د طالبانو په پرتله له نورو ترهگرو اسلامي ډلو سره همکاري وه ؛  او ټلوالې نه طالبانو او نه له نورو اسلامي ډلوسره همکارۍ ته زړه ښه کاوه. د تایوان او د چین د لانجمنې شخړې په شان د افغان د جنگیالیو په منځ کې دغه لانجمنه څو اړخیزه پیچلې شخړه هم له ناندریو ډکه وه او د امریکې دولت له دواړو ډلو سره دوه مخیزه چلند وکړ، له یوې خوا یې شمالي ټلواله په دیپلوماتیکه کچه د افغانستان د قانوني دولت په توگه پیژاندله ( او له یرغل وروسته یې د دغې لې مشر بولندوی رباني په سپین سترگۍ و راټه) او له بله پلوه طالبانو ته یې د هیواد د ریښتینو واکوالو په سترگه وکتل. له دغو دواړو ډلو څخه یوې یې هم دومره وسه ونه موندله چې له امریکې څخه هغه څه تر لاسه کړي چې د دوی لومړنۍ غوښتنه وه --- او هغه د دوی په بشپړه توگه په رسمیت پیژاندل ؤ. له طالبانو څخه د یو شمیر انگیرنو د ترلاسه کولو لپاره ، امریکې  له ۱۹۹۶ کاله نیولې تر ۲۰۰۱ کال پورې د بې شمیرو غونډو په ترڅ کې  ژمنۍ وکړې او هغوی ته ډاډ ورکړ شو چې که نن وي یا سبا هغوی به په رسمیت وپیژني او په ملگرو ملتونو کې به د طالبانو تر مشرۍ لاندې د افغانستان څوکۍ خوندي کړي. خو شمالي ټلوالي چې په ملگرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ په خپلو منگولو کې ټینگه نیولې وه  کله چې واشنگتن ته د ډیرې لږې مرستې د غوښتلو لاس ورغځوي، دغه غوښتنه تر هغه وخته نه منل کېږي چې ام یکا د افغانستان په کورنۍ جگړې کې د طالبانو پرضد جگړه پیل او هیواد په خپله ولکه کې راولي. 
روسیې تل له شم الي ټلوالې سره د وسلو مرسته کړې او کوله یې ، خو هیښنده دا ده چې د وسلو د ورکړې او د لیږد د پیسو د سرچینې څټه د امریکې د څارکښې ادارې له زړه څخه راخیژي. پاکستان له پخوا نېولې لا تراوسه طالبان په وسلو سبمالوي خو د پاکستانی وسلو د راکړې ورکړې او لیږد پیسې بیا هم په امریکایي ډالرو کیږي. که څه هم دواړو ،  طالبانو او د شم ال ټلوالې له امریکې څخه وسلې تر لاسه کولې خو یوې خوا هم پر امریکې ډاډ نه کاوه. د دواړو خواو مشرانو او جنگیالي پر یوه دین او ایډیالوجۍ گروهن "عقیده" لري ؛ دواړه ډلې اسلامي بنسټپالې ډلې ډي ، دواړو ډلو له روسي ښکیلاک سره جگړې کړې وې او په ۱۹۸۹ کال کې د روسانو له وتلو وروسته دواړو له یو بل سره پخې جگړې وکړې. د شمالي ټلوالې په گډون دواړه خواووې ګروهنې وې چې امریکې له هغوی څخه د روسانو پرضد جگړه کې گټه پورته کړه اود روسانو ملا یې [د دوی پر وینو – ژباړن] ورماته کړه ، او دواړه خواووې گروهنې وې چې د روسانو له ماتې او د دوی له پوځي بري وروسته هغوی د افغانستان په شــُدیارو، غرونو او رغونو کې یوازې پریښودل شوې. که له امریکایي سترگو ورته وگورو ، هغوی طالبان گوښې ته پریښودل او له دې امله یې په خپله تــَلـه کې هغه معادله رامنځ ته کړه چې د یوې ځان غوښتونکې او ځان منونکې اسلامي  ډلې پر ځای بله ځان غوښتونکې او ځان منونکې ډله رامنځ ته کړي او د واک پر گدۍ یې کښینوي.
په پای کې سره له دې چې بوش په خپل لومړني لیکلي هوډ کې ویلي ؤ چې امریکه به د اسامه بن لادن او د هغه د ډلې د سرمشریزې نیولو او یا وژلو ته تر ټولو لومړيتوب ورکړي ،ډیر لږ څه په دغه اړه تر لاس لاندې ونیول شول. طالبانو د شوني یرغل د م خنیوي لپاره هلې ځلې وکړي او په هرې لارې او گودر ننوتل ؛ د هغې غونډې د لاسوندو پر بنسټ چې د سپتامبر د یولسمې د پیښې په اړه جوړه شوې وه او موخه یې د طالبانو د غوږونو تاوولو ته د لارو چارو موندل ؤ ، ویل شوي چې د طالبانو د حکومت له پرځېدلو مخکې ، طالب چار واکو پریکړه وکړه چې لادن  به امریکې ته په لاس ورکوي خو امریکې دغه وړاندیز وغانده او ان د لادن په ژوندۍ سپارنه کې یې د طالب چارواکو دویم وړاندیز بیا و نه مانه. څو مېاشتې وروسته بوش وم نله چې د هغه لیږل شوی ځواک " د امریکې له یرغل او د بولندوی مسعود له وژل کېدلو مخکې د سي آی  اې یوه پټه ډله په پنجشیر کې ځای پر ځای کړې وه- ژباړونکی " د سپتامبر د یولسمې د پیښې له پیښېدلو مخکې د بن لادن نیولو ته نږدی شوی ؤ، بوش وویل چې د سعودي مخالف بیلیونر " بن لادن" نېول هیڅکه موږ ته دومره ارزښت نه درلود --- او د بوش وینا ، په هغه وخت کې د پوځي خوځښت او گام اوچتولو سکاله په خپله مني.    
نو امرېکې ولې پر افغانستان د خپل د یرغل غیشی نیغ کړ؟ که د جگړې غیشی او تڼۍ د امریکایي ضد اسلامي ډلو له منځه وړلو ته نه ؤ نیغ شوی ، که د سپتامبر د یو سمې د پیښې تر سره کوونکي له امریکې لیرې د څو سمندرونو تر شا پراته ول ، که بن لادن او القاعدې ته په بر لاس دا ېبه پرلاس ورکړل شوې وه چې له سترگو پو پنا شي او د هغه نیول یا وژل کېدلو ته لومړیتوب نه ؤ ورکړل شوی ، نو بیا ولې؟  ولې امریکې په منځنۍ اسیا کې د قزاقستان ، ازبکستان ، قرغزستان او تاجیکستان په پوځي اډو کې خپل سل زره سر تیري پلي کړل؟  ولې امریکې د دغه پوځي خوښت پر سر په مېاشت کې یوه بیلیون ډالره خرڅول؟ ولې امریکې غوښتل چې د خپلو ځوانو نارینه او ښځېنه وو سرتیرو ژوند د مرگ لومې ته واچوي او ولې په دغې لړۍ کې د امریکې د شوبلو په مردکو لږ تر لږه درې زره افغانان ووژل شي (دغه لېکنه په ۲۰۰۲ کال کې لیکل شوې او د مرگ ژوبلې شمیره سمه نه ده – ژباړونکی)  
ولې افغانستان دومره اړین گڼل کېده؟ 

دوېمه برخه : په امریکې کې نا ویل شوې کېسې
د سپتامبر د یو سمې د پـېښې له پـېـښدلو بیا تر یوه کال پورې امریکایي ورځپاڼو، اونېزو او تلویزیونو ټولو په گډه او په یوه لاس په خپلو خپرونو کې تیل ، گاز او افغانستان پر یوې کرښې او یو ځای کې نه کارول. یو شمېر لوېدېزو لېکوالو د اروپایي او آسیایي سرچېنو پربنسټ هڅه وکړه چې پر " ترهگرۍ د جگړې " د سیوري تر پلمې لاندې د امریکې د ولس پټې کړل شوې  ست گې  د امریکې د دولت خېرنو هیلو او گټو ته را واړوي . له پـېـښـلېکنیز اړخه دا د هیڅ چا له سترگو پټه نه ده چې جگړه او اقتصادي غوښتـنې او نوښتونه دواړه د پیړیو پیړیو په اوږدو کې لاس پر لاس او اوږه پر اوږه له یو بل سره د ژوند په ډیرو برخو کې تړلي او پرمختللي او د امریکې لپاره په اقتصادي نوښتونو کې ښکېلیدل ډیري وختونه د ډب کاڼیزو تیلو "فوسیل فیول" پر زیرمو د  څارنې د واک د ترلاسه کولو په مانا دي. د بېلگې په توگه په سومالیا کې د امریکې د ښکېلېدلو موخه د افریقې د وږیو وگړو د نس مـَړَ وُل نه وه ، دهغې موخه د عدن پر ستراتیژیک خلیج څارنه وه چې  د تیل لېږدولو بیړیو یې د سره سمندر له لارې له هندي سمندر څخه په تیریدا د سویس کانال ته لاره وموندله. بله بېلگه یې ، د امریکې چارواکي د ویتنام د جگړې لامل د سړې جگړې په شونو ویرو کې گوري " د دومینو تیوري" ، حال دا چې د امریکې د انرژۍ کمپنیو د سویلي ویتنام د طبیعي گازو زیرمو ته ډیرې لیوالې وي او د ضد کمونیستي ایډیالوژۍ تر پلمۍ لاندې یې په ویتنام کې د امریکې په پوځي ښکېلیدلو کې پریکنده ونډه ولوبوله. وینزیویلا په لوېدېزه نیم کره کې د تیلو تر ټولو ستره زیږنده سرچینه گڼل کیږي د دغې سرچینې د اړینوالي او اهمیت پرسر د بوش د بې پروا ادارې د چا واکو او ونیزیویلا تر منځ څو کوشنیو تیروتنو او شـــَکونو ، بوش یې د دغه هیواد په ولسواله توگه غوره شوي و سمشر "هوگو چاویز" پرضد پر دوه وو پښو ودراوه. د منځنۍ آسیا د تیلو د زیرمو د ستر والي په پام کې نیولو سره دغو بد ورږو وږ سولو کمپنیو وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې د امریکې په اوږد مهالې ښکېلیدا کې دومره گټه خوندي ده چې اوس یې موږ په لنډ مهال کې نه شو لېدلای.
له تر هگرې سره د جگړې تودو خو تورو او تړلوموخو د جیورج بوش پر نوم او نومیالیتوب اغیزه و نه کړه ،  که څه هم بوش د سپتامبر د یولسمې پیښه ، د تیلو لپاره د جگړې د یو روڼ گام په توگه کاروي خو هیڅ اړنگ نسته چې دا به د یوې لویې ښکرورې دروهې " دسیسې " یوه برخه وي. کومې هغه کیسې چې په ۲۰۰۱ کال د امریکې ورځپاڼو او د رسنیو ځالگیو ته رسیدلي یوه یې هم نه ده خپره شوې او نه خپرول یې په خپله د دغې دروهې پټولو ته لا پونده ورکوي.
په دغسې یوه چاپیریال کې د ډیموکراتانو نرم ژبی مشر تام دسچل یوازې " د جگړې د مهال  له و سمشر څخه د پوښتنو کولو" په تور " امریکایي ضد " و بلل شو خو دغو په ځیراو تر څار لاندې خبرو اترو په بې انډوله ول درانده اور ته لمنه ووهله . په اروپا او د منځني ختیځ په یو شمیر برخو کې " لکه د بي بي سي مالکولم هسلټ" دغه اور د اسلام پرضد یو شمیرل شوی گام و بلل شو خو په بل اړخ کې ځيني وایي چې دغې جگړې ته د اوږد مهالو سیاسي او ا تصادي موخو د ترلاسه کولو لپاره لمن وهل شوې ده. "
د "هسلټ" د خبرې جرړه دا ده چې د افغانستان د تیلو نللېکه په وني ډول پلي کېدونکې نه ده او په همدغې انگیرنې دی وایي چې گڼ شمیر هیوادونه له همدغې ویرې د جگړې د لگښت پیټی نه پورته کوي: " ډیرو لږو لوېدېزوالو سیاستوالو او د تیلو کمپنیو افغانستان ته د تیلو د لیږد د لویي لارې په توگه په کلکه کتلي دي --- هغوی گروهن دي چې افغانستان به د ټیکاو لورې ته مخه کوي او دغه ټیکاو به د تیلو او گازو په یږد کې پریکنده ونډه ولوبوي."
د ۲۰۰۲ کال په جولای کې پر یوه واده په تیر وتنې هوایي یرغل وشو، د افغانستان د ولسمشرۍ مرستیال هم د همدغه کال د جولای پر شپږمې نیټې ووژل شو ، په داسې حال کې چې په هیواد کې جگړه په ښه اخ او ب روانه وه او له امریکایي الوتکو څخه بمبونه په وریدا ؤ ، د منځنۍ او سویلي آسیا درې تنو ولسمشرانو له یو بل سره وکتل تر څو د " افغان د تیلو د نللېکې په اړه له یو بل سره " تړونونه لاسلیک کړي. 
په ټول افغانستان کې د جگړې د لمبو او لوخړو له پورته کېدلو او د نللېکې د لارې پر سر د نه منونکې ټولنیزې اقتصادي بې وزلې او د هله گولې ه ټول اخ او ډب سره سره ، د افغان د لنډ مهالي حکومت لپاره د هرڅه په پرتله د نللېکې پروژې لومړیتوب درلود. په ۲ ۰۲ کال د مې د مېاشتې پر دیرشمې بي بي سي گزارش ورکړ چې : " پاکستاني پوځي ولسمشر مشرف ، افغان لنډ مهالی ولسمشر ح امد کرزی او د تورکمنستان ولسمشر نیازوف د  دوه بیلیونو ډالرو په ارزښت د یوې نللېکې د غځولو او جوړولو پر سر سلا شوي دي چې له تورکمنستان څخه به له افغانستانه په تیریدا تر پاکستان پورې گاز ولیږدوي . په اسلام آباد کې چارواکو وویل چې د ۹۵۰ مایلو د واټن په اوږدو د گاز د غه ستره نللېکه به د تورکمنستان د دولت آباد د دونـمـِز له دښتو څخه د پاکستان د گوادر تر بندره گاز ولیږدوي ." 
د بوش ادارې او د هغه د ټلوالې د خپرونو د څانگو ځا یکو به موږ ته ویل چې امریکې پرافغانستان ځکه بمبونه وَرَولي دي چې بن لادن ، القاعده او د هغوی مېلمه پاله کو بانه طالبان و وژني. د دغو خبرو په ویلو ما ته د نامتو خبریال جان فلی د ۱۹۴۴ کال خبره را په یادیږي چې موږ " په تیروتنې او پټو سترگو د هغوی د تیلو په کویو یا څاگانو کې ولویدلو." خو په رسنیو کې به په ډیر ځیر ویل کېدل چې د ام ریکې ملگرې شمالي ټلوالې اوس په افغانستان کې د واک چارې په لاس کې نیولي او له دغې بریا وروسته له افغانستانه د گټورې نللېکې د غځېدا شونتیا خپل پاخه پړاو ته رسیدلې ده. خو که د خبرې ریښتوني اړخ ته پام وکړو د منځنۍ او سویلي سیا تر منځ د دغې نښلوونکې نللېکې په اړه هڅې پرافغانستان د بمونو د وریا له وَرَ ولو مخکې کله چې طالبان په کابل کې پر واک ؤ ، تر لاس لاندې نیول شوې وې.
پنتاگون به خپلې نښې ویشتلې او د بهرنیو چارو وزارت به د نللېکې ځمک انځو ې کښلې.
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په لسمې نیټې پرافغانستان د امریکې د یرغل او هوایي بمبارۍ پر دریېمې ورځې په پاکستان کې د امریکې سفیرې میرمن ویندي چمبرلین او د پاکستان د تیلو د چارو وزیر له یو بل سره د یونوکال د تیلو د راکړې ورکړې په تړاو وکتل. دا هغه شپې ورځې وي چې د امریکې له ملاتړه برخمنې شمالي ټلوالې یوازې د ټول هیواد پنځه په سلو کې برخه تر خپلې ولکې لاندې درلودله خو د امریکې له پلوه د طالبانو د ملا د ماتولو هوډ شوی ؤ.  د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر یو دیرشمې نیټې بوش ، د امریکې – افغان د چارو کار پوه زلمی خلیلزاد د حامد کرزي د لڼد مهالي ح کومت پر ۹ (مې) ورځ ، د خپل ځانگړي استازي او په افغانستان کې د امریکې د راتلوتکې سفیر په توگه و ټاکه. (د لویې جرگې له جوړېدلو مخکې د کرزي حکومت لنډ مهالی حکومت بلل کېده). خلیلزاد د یونوکال د تیلو د کمپنۍ پخوانی سلا کار ؤ چې د فارس د خلیج او سویلي آسیا په چارو کې د امریکې د ملي امینت د سلا کارې جرگه گۍ غړی هم ؤ او د چیـﯟران تیکسکو د سلاکارې ډلې مشرې میرمن کوڼدا لیزا رایس ته یې  هم گزارش ورکاوه.  
په منځنۍ آسیا کې د کرملین د ماڼۍ د پخوانيو پلویانو په منځ کې د افغان د نللېکې په اړه د کرزي او خلیلزاد ټاکنې داسې  وانگیرل شوې چې گڼې د غه ټاکنې د امریکې د دولت په ځانگړې توگه د "یونوکال" د تیلو د کمپنۍ د موخو و پلې کو ته د زرغون څراغ روښانولو او هر اړخیزه ملاتړ ته نغوته کوي. کرزی په خپله د یونوکال د کمپنۍ سلا کار ؤ. د ۲۰۰۲ کال د فبرورۍ په مېاشت کې خلیلزاد عشق آباد ته ولاړ چې د تورکمنستان له  ځان خوښي او ځانمنونکي 'اوتوکرات'  ټول عمریزه ولسمشر سفرمراد نیازوف سره د نللېکې د موخو لومړنی لېک لاسلېک کړي. د ۲۰۰۲ کال د مارچ په اوومې نېټې رویتر، پاکستان ته د کرزي د و تگ خبر ورکړ چې په اسلام آباد کې له پاکستاني پوځي مشر پرویز مشرف سره د نللېکې پر سر د راکړې ورکړې خبرې تر سره کړي ؛ دوه نیمې مېاشتې وروسته د دریواړو هیوادونو ولسمشرانو په پاکستان کې د درې اړخیزه پوهاوي د یوه تړون لپا ه له یو بل سره ولېدل.  

آیا نللېکه به جوړه شي؟ دغې پوښتنې ته ښایي زما ځواب " نه " وي. د دغو کرښو د یکلو تر شپو ورځو پورې افغانستان په بې سارې توگې له سیاسي او ټولنیز اړخه دړې وړې دﺉ . لږ تر لږه اوه تنه ستراو په سلگونو کوشني جگړه مار بولندویان په ولسوالیو کې په سیمه یزو کچو د امریکې له ملاتړه د برخمن کرزي د حکومت له کړیو وتلي او د مخورو " بولندویانو" په نامه پیژاندل کیږي او کرزی د کابل په کوشنۍ کړۍ کې یوازې گڼل کیږي. د جگړې لمنه په پرله پسې توگې پراخیتا مومي او په کورنیو کړیو کې د پلټلو ځایونو ته نږدي د حکومت تر ولکې لاندۍ د س گونو ولسي وگړو ژوند ، اخلي ، او دا په خپله په سیمې کې د کرزي د استازي حکومت او د جگړه مارو تر منځ یوه پریړه کرښه رامنځ ته کوي. همدا اوس په هیواد کې درې ډوله بیرغونه په رپيدا دي او په اټکلیز ډول له لسو تر پنځو میلیونو ځمکني ماینونه کرل شوي ، څوارلس کلن تنکي ځوانان ماشین گڼې گرځوي ، په هیواد کې تاو تریخوالی مخ په ډیرېدا دﺉ ، غلا ، شوکه او سړي تښتونه په تاریخي ډول دود گرځېدلې ده.    
کار پوهان وایي چې د افغان د نللېکې پرسر په پرتو سیمو کې به سیمه یز جگړه مار بولندویان ویره او گډ وډې هره ورځ د یوې پلمې په توگه و کاروي او د تیلو د اوږد مهالي خوندي لیږد او د سیمو د خوندي ساتلو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery