مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-07-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پاکستان يوځل بيا له سختوبحراني حالاتوسره مخ دی

څېړنيز راپور ــ افغانزی

 يو شمېر شنوونکي

د پاکستاني دولت او سيمه ييزو طالبانو تر منځ د سولې د پروسې تر ماتېدو وروسته يو ځل بيا نه يوازې د دغه هيواد په بايلي سيمو کې زيات شمېر خلک سخت اندېښمن دي بلکې د ټول پاکستان په کچه عام خلک اوسني حالات د يوه بحراني پړاو د رامنځته کېدو پيلامه ګڼي.
 
د پاکستان په قبايلي سيمو کې وسلوالو طالبانو څو اوونۍ وړاندې له پاکستاني دولت سره يوازې په دې شرط اوربند ته غاړه کښېښوده چې ګواکي پاکستاني دولت به نور د دوی په وړاندې پوځي عمليات نه ترسره کوي.

د پاکستاني دولت له خوا هم پر وسلوالو طالبانو دا شرط ايښودل شوی و، چې هغوی به په سيمه کې تخ يب او ورانی نه کوي، خو د دواړو خوا تر منځ د سولې تر پرېکړې يوه ورځ وروسته سوات ته نږدې په کرم وام نومي ځايګي کې د نجونو يو منځنی ښوونځی وسوځول شو، چې پړه يې پر وسلوالو طالبانو ور اچول کېده، تر هغه وروسته د سوات په بېلابې و ځايونو کې نږدې شپاړ ښوونځي په پرله پسې ډول وسوځول شول.


کله چې مې په دې اړه په کوټه کې د پښتونخوا ګوند له مرستيال مشر ښاغلي عثمان لالا څخه وپوښتل چې ويل کېږي د پاکستاني دولت او سيمه ييزو طالبانو تر منځ د سولې پرېکړليک د طالبانو له خوا رد شو او دا دی پاکستاني دولت يو ځل بيا د قبايلي طالبانو په وړاندې پوځي عمليات اپيل کړل فکر نه کوئ چې د قبايلي طالبانو په وړاندې پوځي عمليات به ستونزې حل او که به يې نورې هم زياتې کړي، ځکه يو ځل مخکې هم د پاکستاني پوځ له خوا په قبايلي سيمو کې په پراخه کچه عمليات تر سره شول  خو پايله يې لکه چې پوهېږو مثبته نه وه. اوس دادی يو ځل بيا د دواړو خواوو تر منځ د سولې پرېکړه ليک له منځه وړل شوی او عمليات راپيل شوي دي، ستاسو په اند د قبايلي طالبانو په وړاندې پوځي عمليات به مثبته او که منفي پايله ولري؟

ښاغلی عثمان لالا زياتوي چې هېڅکله هم عمليات او جنګ جګړه ستونزې نه شي حلولای، د نوموړي په خبره قبايلي طالبان د پاکستاني دولت له خوا رسماً روزل کېږي، هغوی ته پيسې ورکول کېږي، هغوی پياوړي کوي، د خلکو او رسنيو په وړاندې وايي چې له دوی سره د سولې خبرې کوې، په خبره يې دا يوازې د پاکستاني دولت چلونه او ډرامه بازۍ دې.

ښاغلي عثمان لالا زياتوي چې پاکستاني دولت تل د افغانستان په کورنيو چارو کې ښکاره لاسوهنه کړې او اوس يې هم کوي، په افغانستان کې چې د طالبانو له خوا بريدونه تر سره کېږي لامل يې پاکستان دی.

عثمان لالا وړاندې زياتوي چې د قبايلي طالبانو او پاکستاني جنرالانو تر منځ پټې اړيکي سته هغوی په دې ډول د نړيوالو پام ځانته را اړوي او په دې ډول يو ځل بيا له امريکا او ملګري ملتونو څخه د مرستو راټولو لو ته لاره جوړوي.

نوموړی وويل، د تعجب ځای خو لا دا دی چې پاکستاني طالبان او ملايان په ښکاره دا نارې وهي چې موږ په افغانستان کې مداخلت کوو او دا مداخلت خپل حق ګڼي. د عثمان لالا په خبره څو ورځې وړاندې د پاکستاني دولت او قبايلي طالبانو تر منځ دا خبره کېده چې هغوی ويل، موږ په دې شرط اور بند ته غاړه ږدو چې پاکستاني دولت به موږ ته په افغانستان کې د بريدونو د مخنيوي په اړه څه نه وايي.


ښاغلی عثمان په افغانستان کې د دولت او طالبانو تر منځ د ستونزې سرچينه هم يوازې او يوازې د پاکستاني جنرالانو ناسمه پاليسي وګڼله او زياته يې کړه چې تر څو پورې پاکستان په خپله د ستونزې حل کېدل ونه غواړي، تر هغوی ستونزه نه شي حل کېدای .

عثمان لالا د دې پوښتنې په ځواب کې چې د اې اين پي يا عوامي نېشنل ګوند او د سيمه ييزو طالبانو تر منځ څو ځله د سولې خبرې په داسې حال کې تر سره شوي، چې د عوامي نېشنل ګوند يو شمېر م شران وايي، د دوی د ګوند لومړنۍ پاليسي دا ده چې په افغانستان کې له اوسني دولت سره ښه اړيکي ولري. ښکاره خبره ده چې د سولې تر خبرو وروسته د طالبانو روحيه پياوړې شوې او د سيمه ييزو طالبانو مشران په ډاګه وايي چې دوی به په افغانستان کې خپلو بريدونو ته نوره پياوړتيا ورکړي، ستاسې په اند د عوامي نېشنل ګوند له خوا له طالبانو سره دا ډول نرم چلند به ددې لامل نه شي چې د افغان دولت او عوامي نېشنل ګوند تر منځ اړيکي خراب کړي.

عثمان لالا وايي، عوامي نېشنل ګوند رښتيا هم په لومړي سر کې دا پاليسي خپله کړې وه چې له افغان دولت سره به ښه اړيکو ته لوم ړيتوب ور کوي، خو کله چې واک ته ورسېد ټولې خبرې او کړنې يې برعکس شوې.


يو شمېر کارپوهان بيا په دې اند دي چې په لومړي سر کې پاکستان غوښتل له قبايلي طالبانو سره د سولې او خبرو له لارې څه نا څه پرېکړې ته ورسېږي خو څو ورځې وړاندې د قبايلي طالبانو له خوا د دوو افغانانو وژل کېدل ښايې د دې لامل وي چې د نړيوالو او په تېره د امريکا غوسه او اندېښنه يې نوره هم د قبايلي طالبانو په وړاندې راوپاروله.

وسلوالو طالبانو د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې په سوات نومې سيمه کې دوه تنه افغانان چې د طالبانو په خبره امريکايانو ته يې د دوی معلومات ورکول، په داسې حال کې ووژل چې يو تن يې د کابو پينځه زره عامو خلکو په وړاندې حلال او پر بل تن يې ډزې وکړي.

دا پېښه نه يوازې د پاکستاني مطبوعاتو له خوا په څو څو ځلي عامو خلکو وليده بلکې په ليدو يې په نوره نړې کې يې هم د طالبانو په وړاندې د ډېرو اندېښنه او غوسه راوپاروله.

تر دې پېښې وروسته پاکستان هم اړ شو چې له قباي ي طالبانو سره ترسره شوی د سولې پرېکړه ليک فسخه او د قبايلي طالبانو په وړاندې له سره پوځي عمليات راپيل کړي.

په دې اړه يو تن افغان کارپوه چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د سيمه ييزو طالبانو او پاکستاني دو ت تر منځ د سولې خبرې د ستونزې د زياتوالي ښکاره لامل ګڼي او وايي:

((" په سر حد ايالت کې تر ټولټاکنو مخکې د متحده مجلس عمل حکومت و، په هغه وخت کې ددغه ايالت امنيت ډېر خراب و، هره ورځ ځانمرګي بريدونه کېدل، پوځيان تښتول کېدل، پر پوليسو بريدونه کېدل، خلک ډېر په تنګ وو.

د پاکستان په نورو ځايونو کې چې به دا ډول بريدونه وسول زياتره وخت به يې پړه پر دغو مقامي طالبانو لوېده، خو چې کله انتخابات تر سره شول په پايله دا شوه چې متحده مجلس عمل يا د مذهبي ګوندونو څخه جوړ ګوند ماته وخوړه، په مقابل کې (اې ـ اين ـ پي) يا عوامي نېشنل ګوند اکثريت تر لاسه کړ، ددغه ايالت وزير اعلی هم ددوی د ګوند سړی راغی، د دوی تر ټولو غټ شعار دا و چې موږ به په سرحد ايالت کې امنيت راولو نو هغه و چې مقامي طالبانو ته يې د خبرو وړانديز وکړ.

له دغه اعلان سره سم پر پاکستاني دو تي چارواکو باندې په بريدونو کې د پام وړ کمی راغی، مقامي طالبانو اعلان وکړ چې موږ له ايالتي حکومت سره خبرو او سولې ته تيار يو خو په دې شرط چې دوی به پر موږ دا بنديز نه لګوي چې په افغانستان کې به عمليات نه کوئ، دغه اع ان د افغانستان حکومت ډېر ولړزاوه او د هغوی له طرفه څخه داسې ويل کېده چې موږ د پاکستاني حکومت او مقامي طا بانو د سولې خبري اترې په غور څېړو هسې نه چې د افغانستان د امنيت په تاوان تمامې شي.

په لومړي سر کې خلکو دا فکر کاوه چې د ايالتي حکومت له خوا له مقامي طالبانو سره د سولې خبرې به مثبتې پايلې ولري، څو اوونۍ داسې هم وشول .

خو اوس موږ وينو چې حالات ورځ په ورځ پر خرابېدو روان دي، د هرې ورځې په تېرېدو سره مقامي طالبان قوي کېږي، ان تر دې چې په رسنيو کې داسې اوازې لا هم خپرې شوې چې طالبان پر پېښور ښار د بريد لپاره ځانونه چمتو کوي. په څو اوونيو کې په دغه ايالت کې تر پينځوس زيات ښځينه ښوونځي وسوځول شول، مطلب دا چې تر بل هر وخت امنيت خراب شوی دی، کاروبارونه په ټپه درېدلي دي، د شيانو بيې اسمان ته ختلي دي" )).


افغان کارپوه وړاندې زياتوي چې که څه هم د پاکستان دولت او ځينې ګوندونه به له قبايلي طالبانو سره د سولې خبرې يو ځل بيا پيل کړي خو د نوموړي په اند افغان دولت په هېڅ ډول راضي نه دی چې له پاکستاني قبايلي طالبانو سره دې اور بند او سله رامنځته شي.

د پاکستان د کورنيو چارو پخوانی وزير او د پيپلز ګوند د شېرپاو څانګې مشر ښاغلي افتاب شېرپاو هم د پاکستان او بايلي طالبانو تر منځ د سولې د پريکړه ليک پايلې مايوسوونکې وبللې او زياته يې کړه، تر اوسه چې له توندلارو طا بانو سره خبرې شوې دي کومه مثبته پايله يې نه ده ليدل شوې، د نوموړي په خبره که چېرې وسلوالو طالبانو خبرو ته غاړه ايښودلای نو په افغانستان کې به يې هم ټوله ستونزه د خبرو له لارې حل کړې وای.

شېرپاو زاتوي چې وسلوال طالبان که په افغانستان کې وي او که د پاکستان په قبايلي سيمو کې ټول داسې غوښتنې لري چې نه يې افغان دولت ورسره په بشپړه توګه منلای شي او نه يې پاکستان منلو ته غاړه ږدي.

د پاکستان په سوات نومې سيمه کې د پاکستاني دولت او سيمه ييزو وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې پرېکړليک تر ماتېدلو وروسته تېره ورځ په نوموړې سيمه کې د پاکستاني پوځيانو او طالبانو تر منځ په نښته کې د دريو تنو مړي موندل شوي چې پکې د يوه کس يوازې بدن موندل شوی دی.

همدارنګه د قبايلي طالبانو په وړاندې د پاکستاني پوځ د عملياتو په دويمه ورځ سوات ته نږدې په برقمرخېل نومې سيمه کې د قبايلي طالبانو په يوه مرکز چې ويل کېدل د امربالمعروف مرکز و، د يوې چاودنې په ترڅ کې په بشپړه توګه له منځه ولاړ.

که څه هم د دې بريد پړه د سيمه ييزو طالبانو او يو شمېر رسنيو له خوا په افغانستان کې د مېشتو ايتلافي ځواکونو کار وبلل شو، خو يو شمېر شنوونکي بيا په دې اند دي چې دا بريد د ايتلافي ځواکونو له خوا نه بلکې د امر بالمعروف په نوموړي مرکز کې چاودېدونکي توکي لا له وړاندې پراته وو، چې له کبله يې چادونه رامنځته وه، شنوونکي استدال کوي چې ځايي خلکو د بريد يا چادونې پر وخت دا نه دي ويلي چې بريد له کوم بل لوری شوی، د دوی په خبره يوازې ځينو رسنيو داسې اټکل کاوه چې ممکن دا بريد ايتلافي ځواکونه خوا شوی وي.

په ياده شوې قبايلي سيمه کې تر بريد وروسته چې ويل کېدل د يو شمېر عامو طالبانو تر څنګ پکې د طالبانو څوتنه قوماندانان هم وژل شوي د مړو شمېر تر پينځه ويشت تنو پورې ورسېد، بل خوا په همدې ورځ د پاکستاني پوځ لخوا ادعا وشوه چې د لښکر اسلام ګوند خوا يې په سيمه کې جوړې شوې يو شمېر پوستې يې له منځه وړي دي.

لښکر اسلام ګوند څو ورځې وړاندې د پاکستان د کو نيو چارو وزارت له خوا يو غير رسمي او يو تورن ګوند ونومول شو.

بل خوا له هغو دېرشو تنو څخه چې د دولت او طالبانو تر منځ د سولې په موخه سيمې ته ورغلي وو، څو ورځې وړاندې له دېرشو تنو څخه د دوه ويشت تنو مړي وموندل شول خو د نورو اتو تنو مړي په دې وروستيو کې سيمه ييزو خلکو موندلي دي.

د ځينو رپوټونو له مخې د پېښور يو شمېر سيمې هم د طالبانو له خوا نيول شوي او ويل کېږي د پاکستاني پوځ او طالبانو تر منځ پکې جګړه روانه ده، خو په پېښور کې د ځانګړي پوليسو يوه مشر ډاکټر سليمان خان بيا دا ټولې خبرې په کلکه رد کړې او زياته يې کړه چې په پېښور کې د ام نيت له خوا هېڅ ستونزه نشته . د نوموړې په خبره دا چې ځينې خلک ادعا کوي چې د پېښور ځينې سيمې د طالبانو له خوا نيول شوي او پکې جګړه روانه ده، بېخي بې بنسټه او مطلق ناسمې دي.

خو د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر  عمران خان بيا ټينګار کوي چې په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات بېخي بې ګټي دي او په خبره يې په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات به نورې هم ستونزې ډېرې کړي.

ښاغلي خان يادونه وکړه چې د پاکستان دولت او پوځ بايد پوه شي چې په قبايلي سيمو کې عمليات  دوی د پاکستان لپاره نه بلکې د امريکا لپاره کوي، د نوموړي په خبره دا چې پاکستاني دولتي چارواکي د طالبانو په مقابل کې د امريکا په اشاره عمليات تر سره کوي په خبره يې دا به د پاکستان لپاره نورې ستونزې هم وزېږوي.

عمران خان زياتوي، دا چې د پاکستان لومړي وزير اصف رضا ګيلاني وايي له سيمه ييزو طالبانو سره يې د سولې خبرې بريالۍ نه شوې، د ښاغلي خان په خبره دا خبرې بېخي عقل او منطق نه مني، ځکه په هېڅ ډول شونې نه ده چې دوم ه لويه ستونزه دې د يوې ورځې په خبرو سره حل او فصل شي او نه هم دا عقل منلای شي چې تر يوې ورځې وروسته دې دا څرګنده شي چې د سولې خبرې بريالۍ نه وې.

ښاغلي خان وويل، ښکاره خبره ده چې پر پېښور باندې د طالبانو د احتمالي بريد ډنډوره هم يوازې د دولت له خوا په دې موخه خپره شوه چې د سيمه ييزو طالبانو په وړاندې پوځي عملياتو ته په پراخه کچه لاره هواره کړي.

بل خوا د سوېلي پښتونخوا په ځينو سيمو کې د هرې ور ځې په اوږدو کې د نا امنۍ يو شمېر پېښې د دې لامل دي چې په سيمه کې امنيتي ستونزې ډېرې کړي، چې ښه بېلګې يې په نږدې دوو درو ورځو کې د بلوڅ توندلارو له خوا د اورګاډي د پټلۍ او غازو د نللکې الوځول دي.

د سوېلي پښتونخوا په ډيره بوکټي نومې سيمه کې د دولت ضد بلوڅ وم اوسېږي چې د اکبر بوکټي تر مړينې وروسته يې له پاکستاني دولت سره په تاوتريخوالي کې ډېروالی ليدل کېږي.

ګڼ سياسي کارپوهان په سوېلي پښتونخوا کې هم د نا امنۍ وروستۍ پېښې د پاکستان او سيمې لپاره يو ستر ګواښ ګڼي او وايي، پاکستان اوس په داسې حالت کې راګير دی چې نه يې حللاره موندلای شي او نه ترې ځان ايستلای شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery