دخپریدو نیټه : 2008-07-08 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلې وپېژنئ ! نهمه برخه (اکا خېل،الياس خېل، امر خېل او ااورياخېل)
دکتور لطيف ياد -
استراليا
پښتني قبېلې
و پيژنئ ! نهمه بر خه (ا کا خيل،الياس خيل، امر خيل،اوريا خيل)
اکاخيل : اکاخيل په اصل کې
غلجي پښتا نه دي چې د سليمان خيلو يو ښا خ ګڼل کيږي چې زياتره يې په پوونده ډول ژوند کوي او ځانته کو مه ځانګړې
سېمه نه لري٠دوی اکثره په کېږديو کې ژوند کوي او د ټغرو،کيږ ديو او جو الو نو په او بد لو کې ښه مهارت لري٠دتا ر
يخ حيات ا فغا ني د ليکوال ډپټي محمد حيا ت خان په قول د اکا خيلو يو شمير د غزني و لايت په مقر کې هم ا ستو ګنه
ري٠ يو شمير اکا خيل په ا فغا نستان باندې د شوروي تر ير غل وروسته له هيواده وليږ ديدل او پا کستان ته کډ
وال شول چې دهغه هبواد په مختلفو ښارو نو لکه پېښور او کر اچۍ کې استو ګنه لري٠ اکا خپل زيارکښه خلک دي،ځيني خلک
يې د سو داګر يو په کا رونو بو خت دي٠دا کا خيلو ځو انان په ا تڼ کې ډېر تکړه دي او د خو ښيو او خو شاليو او ودونو
کې ددوی ځو انان چې ښا يسته او ړدې څڼې لري په خپلو ماهرانه اتڼو نو سره محفلونه تاوده ساتي٠
د روسي نامتو اتنو
ګرافر داتنو ګر افيکو څېړ نو له مخې د اکا خيلو شمېر د شلمې زېږ دېزې پېړۍ په نيمايې کې د ٣٥ زره کو رنيو په شا او خوا
کې ښودل شوی دی٠
الياس خيل: الياس خيل په ا صل کې غلجي پښتا نه دي٠ددوی يو شمېر کو چيان او
هم يو شمېر خلک يې د ځمکو خا و ندان دي چې اکثره يې د کابل او ننګر هار تر مينځ وادي کې د کابل سين په دواړو غا
ړو کې ژ وند کوي، خو ددوی د شمېر په اړوند ز ما سره بشپړ معلو ما ت نشته ٠
امر خيل: امر
خيل په ا صل کې غلجي پښتانه دي او په سليمان خيلو ور ګډ يږي٠ دا سي ر وايتو نه مو جود دي چې د امر خيلو د قبيلې م
ر نېکه امر بابا نو مېده چې زيار ت يې د ننګرهار په سېمه کې دی٠امر خيل د ننګر هار، ميدان، لغمان،پکتيکا او
جوزجان په و لا يتو نو کې مېشته دي٠ دميدا ن و لايت ا مر خيل ددغه و لايت د نرخ داولسوالۍ او چا ر يکه په سېمو کې
استو ګنه لري او په د غه ولايت کې دوی په لا ند نيو خيلو نو ويشل شوي دي: يار خان خيل،الله دوش خيل،يو سفزي، ممي
خيل،غو نډا خيل او بو ړ خيل ٠ همداراز يو شمېر امر خيل د ننګر هار و لا يت د سر ه رود د ولسو الۍ د پېتاوي امر
خيل په کلي کې چې د ننګر هار و لايت ددرونټی بند ته نږدې مو قعيت لر ي او سيړ ي٠همدا راز د ننګر هار ولايت د چپر
هار د او لسو الۍ د سپين جو مات او سنګينه په سيمه کې هم د ا مر خيلو قبيلې يو شمېر کو رنۍ مېشته دي٠يو شمېر امر
خيل دبا ميانو په ولايت کې هم او سيږي, خو هغو ی کو چيا ني ژ وند لر ي٠ دجوز جان په و لايت کې دوی د اقچې په او
سو ا لۍ کې مېشته د ي ٠ د١٣٦٠ کال د مر کزي احصا ئيې د سر شمېرنې له مخې د ميدان په و لا يت کې د امر خيلو شمېر
١٢٠٠٠ تنه ،دننګر هار ولايت د امر خيلو شمېر ٤٨٤٢ تنه او د لغمان و لايت د امر خيلو شمېر ٢١٨٨ تنه ښو دل شوي
وو،چې ښا يې دا شمېر اوس دوه ګونې وې٠
امر خيل مېلمه پا لونکي،غيرتي او دعلم سره ډېره مېنه لري٠په دوی کې
يو زيات شمېر ښوونکي،استادان، اکادميک او پو هان او نظامي منصبداران شته٠ د ميدان ولايت په امر خيلو کې د
اعليحضرت محمد ظا هر شاه دوا کمنۍ په و خت کې په ولسي جرګې کې د ميدا ن ولا يت د خلکو استازی ار واښاد حفيظ ا
له خان امر خيل مشهور ]قو مي مشر تير شوی دی٠ همداراز د هغه زوی خدای بخښلی سر محقق عزيزالله امر خيل د ا
فغا نستان د علو مو داکا ډيمۍ د ژ بو او ادبيا تو د مرکز علمي غړی و چې په پښتو فولکلور کې يې د ستايني وړ علمي خد
متو نه سر ته رسولي دي٠
اوريا خيل : اور يا خيل هم په اصل کې غلجي پښتا نه دي چې ددغې قبېلې
زيات شمېر خلک دکابل و لايت د پغمان په او لسوالۍ کې استو ګنه لري او په نو موړې ولسوالۍ کې ددوی مشهور کلی او
سېمه د خالدار يو په نا مه سره يا ديږي٠ يو شمېر اوريا خيل د کابل د لويديځ په للندر او يو شمېر هم د ميدان په
و لايت کې استو ګنه لري٠
يو شمېر اور يا خيل د پکتيا ولايت د زرمت(زرملې) په اولسوالۍ کې هم مېشته دي٠ دلغم
ان ولايت اوريا خيل د لغمان ولايت په مر کز مهتر لام او د غه ولايت د قر غيو په او لسوالۍ کې استو ګنه لري چې د
١٣٦٠ لمريز کال د هغې سر شمېرنې له مخې چې دمر کزي ا حصا ئيې له خوا تر سره شوې وه د لغمان په ولايت کې ددوی
مېر ١٢١٨٨ تنه ښودل شوی دی چې ښايې په دغه و لايت کې او س ددوی شمير دوه چنده وي٠همداراز يو شمېر اوريا خيل د
کابل و لايت د قره باغ په اولسوالۍ کې هم مېشته دي٠
اوريا خيل ميلمه پالو نکي ،زړور ، غيرتي او په خپلواکۍ م
ين خلک دي٠ دروسي تيري کوونکو په وړاندې يې د غيرت او مېړنتوب کارنامې ز موږ د وياړلي هېواد ګران افغا نستان د
تاريخ ځلانده بابو نه دي٠
ماخذونه:
١-حيات ا فغاني،محمد حيات خان
٢-پښتانه د تا ريخ په ر ڼا کې ،د سيد
بها در شاه ظفر کاکا خيل تالبف٠
٣-پښتني قبيلي، لطيف ياد
(نوربيا)