دخپریدو نیټه : 2008-07-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلي وپيژ نئ!يوولسمه بر خه( اليزي "عليزي" )
دکتور لطيف ياد- استراليا
که چيري د اليز يو پښتنو د
نسب شجره په غور سره و څيړو نو دوی سړ بني پښتانه او د درانيو د پنجپای په ښا خ پورې اړه لري چې نورزي، ساکزي،
ادوزي او ماکو يې وروڼه قبيلي دي٠
ډپټي محمد حيات خان د تاريخ حيات ا فغا ني په کتاب کې چې ١٤٣ کلو نه د مخه يې
کښلی دی د اليزيو پښتنو په اړوند داسي ليکلي دي:" اليزي دکندهار په ز مينداور کې اوسيږي٠ددوی دود او د ستور د
الکوزيو په څير دی٠د اليزيو او الکوزو تر مينځ پو له د هلمند سين دی ٠ددوی سيمه هم د الکو ز يو سېمې ته ورته وا
ی لري، خو دالکو زيو زيا تره سېمه د رودونو په اوبو او د اليزيو سېمه په کا ريزو نو خړ و بيږي٠"
اليزي(ع
يزي) زياتره د کر ني او ما لدارۍ په چا رو بو خت دي او خورا غښتلي ،غير تي، ميلمه پا لو نکي او د هيواد په خپ
واکۍ مين خلک دي٠د افغان-انګريز سره د خپلواکۍ په جګړه کې يې د ميړانې او غيرت کار نامې ښودلي او د روسي و حشي
ير غلګرو سره په مېړ انه جنګيدلي دي٠
په او سني وخت کې اليزي په لا ند نيو سيمو کې مېشته دي:
١-دهلمند
په و لايت کې:
دهلمند ولايت اليزي ددغه و لايت د نادعلي،کجکي، بغران،موسی کلا، ګرمسير او نو زاد په ولسوا
يو کې مېشته دي٠
٢-دکند هار په ولايت کې:
دکندهار ولايت اليزي د کند هار ولايت په مر کزاو د دامان، م
يوند، ار غنداب،معروف او ژيړي په ولسواليو کې مېشته دي٠
٣-دارزګان په ولايت کې:
د ارزګان ولايت اليزي
ددغه ولايت په مر کز ترين کوټ او دهراود،ګزاب او شهر ستان په ولسواليو کې استو ګنه لري٠
٤-د فراه په و
ايت کې:
د فر اه و لايت اليزي د نو موړي و لايت په مر کز او د با لا بلوک په او لسوالۍ کې مېشته دي٠
٥- دهرات
په ولايت کې:
د هرات د ولايت اليزي دانجيل،ګذرې،کشک، غوريان، زنده جان،کهسان، پښتون زر غون، ادرسکن او شين
ډنډ په ولسواليو کې مېشته دي٠
٦- د با غيس په ولايت کې:
دبادغيس و لايت البزي د نو موړي ولايت د مر غاب او
غور ما چ ولسواليو په بېلا بېلو کليو او با نډو کې مېشته دي٠
پر پورتنيو ولايتونو سر بيره يو شمير اليزي په
فارياب، جوزجان،سرپل،بلخ او کندز په و لايتو نوکې هم استو ګنه لري .
٧-په پښتو نخواکې:
يوشمير اليزي
دپښتو نخوا د ټانک او دير ه اسما عيل خان په سيمه کې استو ګنه لري
٨-په پا کستان کې:
په پاکستان کې ا
يزي د پنجاب ايالت د راولپنډۍ په اسلامګړ کې چې دحسن ابدال ختيز لوري ته پرته ده او همداراز په ملتان کې استو
ګنه لري٠
د تاريخ حيات افغاني په قول د اسلام ګړ دسيمي د اليزيو د قبيلي مشر محمد شر يف خان و چې درئيس بر هان
په نا مه سره هم يا ديده چې په نو موړي سيمه کې څو کلي يې د جا ګير په تو ګه تر لاسه کړي وواو دده په زامنو کې شير
دل خان، پر دل خان، سرورخان او حسين خان مشهور کسان تير شويدي٠همداراز د راولپنډۍ د چهچه په سيمه کې هم ګڼ
شمير اليزي استو ګنه لري٠
په ملتان کې د اليزيو د قبيلي نه نواب فو جدار خان يو مشهور نواب تير شوی دی٠ همدا
از دده نيکه خدايار خان او يو شمير نور اليزي مشران لکه عاشق محمد خان،محمد خان او غلام حسن خان اليزی نامتو
خلک تير شويدي.
٩-په ايران کې:
يوشميراليزي دايران په ختيزه بر خه کې د قاين په سيمه کې چې د افغا نستان
پولي ته نږدې دی هم استو ګنه لري٠
١٠-دهند وستان په دکن کې:
د هندوستان په جنوب په تيره بيا په اندرا پ
اديش کې هم يو شمير اليزي استو ګنه لري٠
دروسيي د نامتو اتنو ګرافر ستا نيشفسکي په حواله په ټول افغا
نستان کې دشلمې عيسوي پېړۍ په نيمايي کې ددوی مجمو عي شمير ٣٠٠ زره تنه ښودل شوی دی٠
(نوربيا)