دخپریدو نیټه : 2008-07-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ذبيح الله احساس
خالد هادي
ذبيح الله احساس له نن څخه شپږويشت کاله وړاندې د بغلان ولايت په
مشهوره سيمه کېله ګي کې د ډاکتر شېرمحمد کره زوکړ.
احساس چې نړۍ ته سترګې وغړولې د بېچاره کليوالو کډې د يرغلګرو
روسانو له لاسه بار وې، روسانو ټيک په هماغه ځمکه هډه جوړه کړه کومه چې د احساس دخاپوړو مېنه وه احساس دوى پېښور
ته کډوال شول، لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې د جلاله اوجلوزو کمپونو په ښوونځيو کې بشپړې کړې. د فرهنګي اشنايانوپه
ملتيا يې په جلوزو كمپ كې د ميوند ادبي ټولنه جوړه کړه اوهمدا يې د فرهنګي فعاليتونو پيل و.
د احساس کورنی
نوم بهرام دی خو له كوره بهر او په فرهنګي كړيو كې يې ټول په ذبيح الله احساس پېژني.هغه یو هڅانده ځوان دي او
د افغانستان په شمال کې يې تر ډيره ادبي ناستي او بنډارونوورباندي روښانه وي .
احساس په افغانستان کي د
نوي تحولاتو سره سم خپل کلي ته راستون شو، اوس مهال دبلخ پوهنتون د انجنيري پوهنځۍ په پنځم ټولګۍ کې لوړې زده
کړې کوي .
په شمال کې داحساس پلونه نوې لارې جوړوي، مسلک اوهنر يې سره بېل دي خو دى پكې خوشاله دى. په مزار�
�ريف ښار کې روضې ته څېرمه داحساس کوټه د جرګومرکو، ادبي بانډارونواوفرهنګي غونډو حجره ده. داحساس دخونې دړه د�
�يکوالو، فرهنګيانو اوشاعرانو په مخ پرانستې وي.
داحساس هڅې خورې دي، په بغلان کې پسرلى درې مياشتنۍ خپروي او
ورسره يې د پلخمري مېشتو ځوانانو په ملتيا د چونغر ادبي بهير بنسټ كېښود. په مزارشريف کې د شمال د لومړى پښتو خپ�
�ونې ((پرخې)) چلوونكى دی، دبلخ پوهنتون محصلينوپه ملتيا يې دوزيرمحمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير روان کړی،
ددرېوو کتابونو ليکوال دی او دم ګړۍ له مزارشريف څخه د پژواک آژانس سره د خبريال په توګه کارکوي. هغه د سپین
ژورنالیزم پلوي دي او تل ئې په زغرده د هر ټاړاک په وړاندي دولس ږغ په ډيره مړانه راپورته کړی دی .
احساس لن�
�ې کيسې ليکي، ژباړې اوڅېړنې کوي اوچې له نوروچارووزګار وي نوشاعرهم دی او هغه هم د ترنم شاعر.