مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دسرطاني ناروغيودپېژندنې کلینیکي فرمول(TNM)

پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی

 (طبي لکچرنوټ : دویمه برخه )

لیکوالان   :  پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی    ځدراڼ
                  دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران 
                  دجرمني هیواد، نېټه :    ٢  /٨/٢٠٠٨

دپيل خبرې :
دلکچرپه لومړۍ  برخه کې دسرطاني ناروغيودپېژندنې کلینیکي فرمول (TNM)    یوه برخه خپره شوه . دلکچرنوټ په دویمه برخه کې  دنوموړي فرمول پاتې برخې  ترڅېړنې لاندې نیسو. ددی موخې لپاره د (TNM) کلینیکي فرمول یوځل بیا لیکو:
THE TNM FORMULA
y r c p Tis,1-4 (m)(4) X; N0-3(mi)(sn)(i)(mol)(3/17)X; M0-1(mi)(i)(mol)X; V0-2; L0-1; G1-4; R0-2

 

 په پورتني فرمول کې هریوغړۍ لاندې کلینیکي مانا لري .

N= Node
په سیمه يزولمفاوي غدوکې  میتاستاز  (Regional Lymph Node Metastasis = N )  :
د N قيمت د صفر نه تر دريو پورې رسيږي (N= 0-3) اوصفردا مانا لري چې هېڅ مثبت لومف  موجود نه دي او درې په دې مانا چې خورا ډېرې مثبت لومف موجودې دي .
که چیرته دسرطان ناروغۍ سیمه ایز لمف غدوته غوړیدلي  اوهلته يې میتاستازیس Metastasis جوړې کړی وي  نو ټولګۍ بندي يې په لاندې ډول سره کیږي .
•  N(0-3) =  سیمه ایزولمفاوي غدوته دتومورحجرو غوړیدنې کچه په ګوته کوي . 
  N0=  په سیمه ايز لمفاوي غدوکې دتومور حجرې نه شته  
• N1-3 = دتومورحجرې سیمه ایزولمفاوي غدوته غوړیدلې دي . برسيره پردې  نوموړې عدددهغو لمفاوي  غدو شمیر څرګندوي چې هلته پکې میتاستازشتون لري ، همدا نګه  دهغوې پروتوالی ، غټوالی اود  لمفاوي  غدوشاوخوابرخوته د یرغل کچه هم په ګوته کوي .
• N1 = دتومورحجرې ګاونډیواویا په لږشمیرسیمه ایزو لمفاوي غدوته غوړیدلې دي
• N2 = دتومورحجرې  دبدن لیروب خواو په منځنی شمیر سیمه ایزو لمفاوي غدوته غوړیدلې دي
• N3 = دتومورحجرې  دبدن خورا لیروبرخواويا په ګڼ شمیر سیمه ایزو لمفاوي غدوته غوړیدلې دي
•  mi = یواځې مایکرومېتاستازشتون لري اودوه ملي متره اویا تردې کوچنی دي
• sn = سینتینېل لمف غده sentinel lymph node  هغه ړومبی غده ده چې دابتدايي تومورڅخه لمف رانیسي . 
-    X(sn)   =  د سینتینېل لمف غدې په هکله پریکړه  نه شي کیدای
- N0(sn)    =   په سینتینېل لمف غده کې میتاستازنه شته . دا په دې مانا چې په پاتې  نوروټولوغدوکې هم میتاستازنه شته
• i ، Nmol  =   دیوې ځانګړی هیستوکیمیاوي کړنلارې په مرسته د بیلو شوو تومورحجرو  ( ITC )   غټوالی ددوه ملي مت و نه کوچنی دی 
- N0(i-)   =  په  لمفاوي  غدو کې میتاستازنه شته ، بلخواکوم  مورفولوژيکې ثبوت نه شته   چې د  تومورحجرو غټوالی به ددوه ملي مترو نه کوچنی وی
- N0(i +)   =   په   لم فاوي  غدو کې میتاستازنه شته ،خوددې ثبوت شته چې ګڼه د  تومورحجرو غټوالی ددوه ملي مترو نه کوچنی دی
- N0 (mol-)  =  په   لمفاوي  غدو کې میتاستازنه شته ، خودمولېکولاربیالوژي دکړنلارې په واسطه ددې ثبوت  هم نه شته چې ګڼه د  تومورحجرو غټوالی ددوه ملي مترو څخه کوچنی دی
- N0(mol+)  =  په   لمفاوي  غدو کې میتاستازنه شته ،  خودمولېکولاربیالوژي دکړنلارې په واسطه ددې ثبوت  شته چې ګڼه د  تومورحجرو غټوا ی ددوه ملي مترو څخه کوچنی دی
• (3/17)  = په ناروغۍ اخته   لمفاوي  غدوشمیر تقسیم په پلټل شوو لم فاوي  غدو شمیر
• Nx  =  دانه شي ټاکل کیدای چې په   لمفاوي  غدو کې میتاستازشته اوکه نه شته

 دپام وړ :  دپتولوژیکي پلټنې پربنسټ دلمفاوي غدومېتاستازهغه وخت  د pN په کلینیکي   بڼه  دپيژندنې وړ دی   چې  په پوره باورسره د pN0    پتولوژیکې خواص وه نه لري . که چیرته دلمف یوه غده اویا تومورغوټه چې ددری ملي متره څخه لویه وي  دلمف غدې میتاستازپه ډول درجه بندي کیږي
 مخکې تردې چې دیوه خبیث تومورعملیات ترسره شي لومړی دپتولوجيډاکټرله خوادیوې نموني درجه بندي بشپړکیږي . دبیلګې په توګه لکه  : pTNM   . داړتیاپه وخت کې دعملیات څخه وروسته هم نوموړی درجه بندي اوپړاوونه ترسره کیدای شي .
 کله چې  د سیمه ایزلمف غد و څخه يوازې دخبیث تومور حجری رابیلې شي  ( Isolated Tumor cells= ITC )  نوټولګی بندې یې په لاندې توګه سره ښوول کیږي pN0. په نوموړې کړنلاره کې  د معافیت  هیستوکیمیاوي  اومولیکولا بیالوژيکي  ځانګړو تګلاروپه مرسته  سره  دخبیث توموریوه ډله ګڼ شمیر حجروته د  (H&E)یوټاکلی رنګ ورکول کیږي اوبیا پيژندل کیږي. د  ITC په کړنلاره کې  دخبیث تومورراغونډشووحجروکوچنی مقدار چې پنډوالی یې  دیوملي متر لسمې برخې نه هم لږوي ،  موندل کیدای شي . 

M= Metastasis
په لیرې واټن کې دم ېتاستازوپیدايښت(Distant Metastasis = M)
کله چې یوخبیث تومورپه یوه  غړي کې پیداشي اوبیا ددې تومور څخه  پيدا وې  لورګانې  حجرې د بدن نوروغړو اولیرې برخو ته  ولیږدي  نود مېتاستاز په نامه سره یادیږی .  د  M قيمت ياداچې صفر او يا يووي  (M= 0/1)  او صفر په دې مانا چې سرطان په خپل لومړي ځای کې دی اويو په دې مانا چې د س طان ناروغۍ دبدن نوروبرخو ته ليږدیدلې ده .

• M(0/1)  =   مېتاستاز شته 
• M0  =  دبدن په لیروپرتوغړوکې مېتاستازنه شته  
• M1  =  دبدن په لیروپرتوغړوکې مېتاستاز شته  
 M(mi)  =  دمایکروسکوپي  په کچه مېتاستاز شته چې غټوالې يې دوه ملي متره اویاکوچنی دی
• Mi , mol  =  دیوې ځانګړی هیستوکیمیاوي کړنلارې په مرسته د بیلو شوو تومورحجرو  ( Isolated Tumor cells= ITC )   غټوالی ددوه ملي مترو نه کوچنی دی
• M0(i-)  = په بدن کې  میتاستازنه شته اومورفولوژی پلټنه هم  نه ده تر سره شوې چې په  ثبوت ورسوي داچې د  تومورحجرو غټوالی ددوه ملي مترو نه کوچنی دی
• M0(i+)   =  په بدن کې  میتاستازنه شته اومورفولوژی پلټنې پربنسټ ثبوت شوې ده  چې د  تومورحجرو غټوالی ددوه ملي مترو نه کوچنی دی
• M0(mol-)  په بدن کې  میتاستازنه شته ، خودمولېکولاربیالوژي دکړنلارې په واسطه ددې ثبوت  هم نه شته چې ګڼه د  تومورحجرو غټوالی ددوه ملي مترو څخه کوچنی دی
• M0(mol+)  =       په بدن کې میتاستازنه شته ،  خودمولېکولاربیالوژي دکړنلارې په واسطه ددې ثبوت  شته چې ګڼه د  تومورحجرو غټوالی ددوه ملي مترو څخه کوچنی دی
• Mx  =  دانه شي ټاکل کیدای چې په  بدن کې ليرې میتاستازشته اوکه نه شته

V= Vessel
په وریدونوکې دتوموریرغل (Venous invasion = V)
•  V0  =  په وریدونوکې تومورنه شته
 V1 = په وریدونوکې په مایکروسکوپي کچه تومور شته
• V2  =  په وریدونوکې په ماکروسکوپي کچه تومور ته


L=Lymph
په لمفاوي  رګونوکې دتومور یرغل (Lymph vessel invasion = L) :
 0 L= په لمفاوي رګونو کې تومورنه ته
 L1 =  په هغو لمفاوي رګونو کې تومورشته  کوم چې ترپلټنې لاندې نیول شوی دي . تومور دانډوتلیوم سر ه په یوه لیکه  پرته برخه کې یرغل کړې دی.
 
R = Residual
دځائیزتومورټولګۍ بندي (Residual Tumor Classification = R)  :
دځائیزتومورټولګۍ بندي  اودعمیاتوپه مرسته دیوه توموردمنځه وړل     Resection = R دتومورپه پيژندنه کې ترلویواړین فکټوردی . نوموړی کمیت په ګوته کوی چې  دعملیاتوڅخه وروسته دتومورڅومره برخه کیدای شي چې په همغه ځای کې پټه پاتې شوی وي . دبیلګي په توګه دعملیاتو په کړنلاره کې دیوه جراحډاکټردعملياتوبریالیتوب اوکیفیت کچه په ګوته کوي . که چیرته یوجراحډاکټر په پوره باورسره په  دې بریالی شي چې  بیخي بشپړتومورعم یات ترسره کړی نودغه ډول درجه بندي د په  R0  سره نومول کیږي . په دې مانا چې دتومورحجرې سل په سلوکې  دم نځه تللې  اودعملیات په څنډکې  اوسرحدي برخه کې هم دتومورحجرې نورشتون نه لري .  که چیرته دعملیاتوپه پایله کې دتوموریوه برخه پاتې شي  یانې عملیات نیمګړی ترسره شي نوپه دی حالت کې درجه بندي په R1  سره نومول کیږي  .

• R(0/1) = دعملیاتو په کړنلاره کې دځائیزتومورحجرې بیخي نه دي  لیرې شوې 
• R0= دعم یاتو په کړنلاره کې دځائیزتومورحجرې بیخي  لیرې شوې دي . 
• R1 =  دعملیاتو په کړنلاره کې  دځائیزتومورحجرې بیخي نه دي  لیرې شوې  . = په مایکروسکوپي کچه ځائیزتومور لیدل کیږي (دبیلګې په توګه دسایتولوژي  پيژندنې  په طريقه کې دمثانې کڅوړې ، سږي اویادهاضمې سیستم څخه  یوه نمونه دفیزیولوژيکي م الګې په مرسته مینځل کیږي اوبیادتومور حجروتشخیص ترسره کیږي .  نوموړې کړنلاره دتوموردعملیات کولو څخه ت مخه صورت نیسي . 
• R2 =  دعملیاتو په کړنلاره کې  دځائیزتومورحجرې نیمګړې پاتې شوې دي او په ماک وسکوپي  کچه  ځائیزتومورشته چې په سترګوهم لیدل کیږي .
 
دباوروړفکټور (Certainity factor = C) :
دباو وړفکټور په ډاګه کوي چې دتومورپيژندنه  په کومه کچه داعتباروړده  اویا په بله ژبه په څومره کیفیت او ی ین  سره تر سره شوی ده . دنوموړې موخې  لپاره د  دټي این ایم په فرمول  کې دباوروړفکټور C-factor  هم و اضافه کیږي  .
ـ C1 = عمومي کلینیکي پلټنې اوتګلارې ترسره شوې لکه دایکسریزعکس ،اېنډوسکوپي اونور
 C2 = ځانګړی کړنلارې ترسره شوې . لکه کمپیوترتوموګرافي، ماګنېت ریزونانس توموګرافي ،التراسونډ، اینډوسکوپي ،بیوپسي اونور
ـ C3 = دعملیاتوکړنلارې ترسره شوی
ـ  C4 =  په بشپړه توګه دپتولوژي کړنلاروڅخه کا اخیستل شوی
ـ C5 =  لومړی اوتوپسي اوورپسي هیستوپتولوژي کړنلارو څخه کاراخیستل شوی
C1   پلټنې دومره باوري نه ګڼل کيږي خو  C5 ترټولو دباوروړفکټور تشکیلوي .

G = Grade
دتومور خبیثوالي درجه (Grade of Malignancy) :
دتومور خبیثوالي درجه بندي دیوه پتولوژیکيډاکټرله خواتریوه مایکروسکوپ لاندی تر سره کیږي . نوم وړی کارپوه دبیوپسي یوه نمونه تریوه مایکروسکوپ لاندی ګوري  اوددې پلټنه کوي چې   په کومه کچه سرطاني حجرې تر یوه مایکروسکوپ لاندېنارملحجروته ورته دي اویا په بله ژبه دنورمال حجروپه پرتله غیرنورمال بڼه لري اوپه کوم سرعت سره دحجروکتله وده کوي . نوموړی کمیت دتومورحجروبیالوژيکي ، هیستوپتولوژیکي بدلون دنارملحج وسره پرتله کوي . دتومور خبیثوحجرو درجه بندي دنومورمال حجرو په پرتله د یوې درجې  نه تر څلورودرجوپورې سيږي (G1-4) . هرڅومره چې دیوه خبیث توموردرجه لوړه وي په همغه کچه يې ددرملنې احتمال هم لږ وي داځکه چې دخبیث توم ور حجرې دنورمال حجروسره ډیرتوپير لري اویا په بله ژبه هیڅ ورته والی نه لري  . دنوموړی مطلب لپاره طبي څ ګندونه داسې ده .(دتومورحجری په تفریق شوی  حالت کې بیخي قرار نه لري ) دنړیوالې روغتیا سازمان دسپارښتنې سره سم دیوه تومورخبیثوالي کچه لکه دتومورحجروزیاتې  ويش ، دتومورخبیث ډول ، دتومورچټک ستریدل اوداسې نور دهیستولوژیکې ټولګۍ بندي پربنسټ په لاندې ډول ترسره کیږي .

ـ  G1 = دتومور خبیثوالي درجه په ښه توګه تف يق کیدای شي . په دې مانا چې دنورمال نسجونواودتومورنسجونوتر منځ توپير ډیرلږدی . دغه ډول تومورونه دومره خط ناک نه دي اوبلخواپه ډیرټیټ سرعت سره وده کوي . 
ـ G2 = دتومور خبیثوالي درجه  په منځنی توګه تفريق کیدای شي . دخطرکچه يې منځنی اټکل کیږي .
ـ G3 = دتومور خبیثوالي درجه  په  ټيټه کچه تفريق کیدای شي . دخطرکچه يې لوړه اټکل کیږي
ـ G4 = دتومور خبیثوالي درجه  نه شي تفريق کیدای . داپه دې  مانا چې دنورمال نسجونواودتومورنسجونوتر منځ توپير دومره ډیردی  چې یوبل ته هیڅ ورته والی نه لري. دغه ډول تومورونه دیوې خواډیر خطرناک دي  اوبلخواپه ډیرلوړ سرعت سره وده کوي . په پایله کې دبدن نوربرخوته ليږدي اوم یتاستازجوړوي . دخطرکچه يې خورا لوړه  اټکل کیږي
ـ Gx  = دتومور خبیثوالي درجه  نه شي ټاکل کیدای .


(ددویمې برخې پای)

په درنښت
پوهنوال ډاکټرنظرمحمد سلطانزی   ځدراڼ
دانېستیزي څانګې متخصص ډاکټرصالح محمد سلطانزی ځدران 


 اخذلیک: 

1. Sauer, Rolf: Strahlentherapie und Onkologie  2004 (Urban & Fischer)
2. http://en.wikipedia.org/wiki/Cancer_staging
3. http://www.prostate-cancer.org/education/staging/Dowd_GleasonScore.ht
4. http://www.cancer.org/docroot/ETO/content/ETO_1_2X_Staging.
5. www .sprawls .org/ppmi2/RAD
6. http://www .cancer-info .com
7. http://www.pathologie-fuerth.de/tnm.html

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery