دخپریدو نیټه : 2008-08-04 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اتومي بمونه اومذهبي نومونه (څلورمه برخه)
پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی
دجرمني هیواد ، نيټه : ٢/٨/
٠٠٨
سريزه:
دمقالې په څلورمه برخه کې هڅه شوې ده چې په تاریخي تړاودهستوي وسلودازموینې لړۍ په ١-
جدول کې پرلیکه شي . د١٩٤٥ زکال څخه وروسته دغه هستوي ازموینې په جاپان باندی دنړ ۍ لومړي اتوم بم په کارو
وسره پیل کیږی .
دغه لړۍ ترنن ورځې پورې دنړۍ ځینوهیوادونوله خوا پايښت لري . په نوموړي جدول کې
په جاپان باندي داتوم بم برسیره دهریوهیواددلومړۍ هستوي ازموینې نيټه ،کودنمبر،مذهبي نوم او دچاودنې
اټکل شوې انرژي کچه په واحدد ټي این ټي TNT لیکل شوې ده .
0- جدول : دنړی اتومي
ځواکونوهستوي ازموینې پيښلیک ښوول شوی دی .
تکنالوژي |
هیواد |
ثمره |
نوم |
نیټه |
د پلوتونیوم لومړی اتوم بم چې د امپليزیون کړنلاره د فشارڅپوپه مرسته ترسره
شوه. |
امريکا |
19 kT |
ترينيټيTrinity |
16 Jul 1945 |
دغني شوی يورانیوم توپک ډوله اتوم بم چې دجاپان هيروشيما په ښار واچول شو. |
ام
يکا |
15 kT |
کوچنی هلکLittle Boy |
6 Aug 1945 |
د پلوتونیوم
کروي شکله دوه پټيز اتوم بم چې د امپليزیون کړنلاره يې د فشارڅپوپه مرسته ترسره شوه او دجاپان ناګازاکي په
ښار واچول شو |
امريکا |
21 kT |
مزی سړیFat Man |
9 Aug 1945 |
دیورانیوم لومړی اتوم بم |
پخوانی روسيه |
22 kT |
لومړی
جوJoe 1 |
29 Aug 1949 |
دیورانیوم لومړی فيزيون ډوله اتوم بم |
انګلستان |
25 kT |
هوريکنHurricane |
3 Oct 1952 |
دهايد
وجن لومړی فوزیون ډوله څوپټيزه بم |
امريکا |
10,400 kT |
مایکIvy Mike |
1 Nov 1952 |
دهايدروجن فوزیون ډوله لومړی څوپټيزه بم |
پخوانی روسيه |
400kT |
Joe 4 |
12 Aug 1953 |
د انګلستان هیوادڅوپټيزه حرارتي
هستوي وسلوبریالی ازموینه |
انګلستان |
1,800kT |
Grapple X |
8 Nov 1957 |
دفرانسې هیوادهستوي چاودنولومړی ازموینه |
فرانسه |
70 kT |
Gerboise Bleue |
13 Feb 1960 |
دنړی ترټولوسترهایدروجن بم چې ت
نن ورځې پورې ازمويل شوی دی . |
پخوانی روسيه |
50,000 kT |
تزاربمTsar Bomba |
31 Oct 1961 |
دچین هیوادهستوي چاودنولومړی ازموینه |
چين |
22 kT |
596 |
16 Oct 1964 |
دچین هیوادلومړی څوپټه حرارتي هستوي
ازموینه |
چين |
3,300 kT |
Test No. 6 |
17 Jun 1967 |
دفرانسې هیوادلومړی څوپټه حرارتي هستوي ازموینه |
فرانسه |
2,600 kT |
Canopus |
24 Aug 1968 |
د يورانیوم توپک ډوله لومړی فيزیون اتوم بم |
هندوستان |
12 kT |
خندیدونکی بوداSmiling Buddha |
18 May 1974 |
لوموړی فوزیون بوسټید هستوي چاودنې ازموینه |
هندوستان |
25kt and 45kt |
ومړی شاکتي Shakti I |
11 May 1998 |
لومړی دفاع کوونکې هستوي ازموینه |
هندوستان |
12 kT |
Shakti II |
11 May 1998 |
لومړی هستوي
چاودنې ازموینه |
پاکستان |
9-12 kT |
Chagai-I |
28 May 1998 |
لومړی هستوي چاودنې ازموینه |
شمالي کوریا |
1 kT |
Hwadae-ri |
9 Oct 2006 |
ټي ان ټي Trinitrotoluene (TNT) د کيمياوي او يا هستوي انرژي
هغه کچه راښئي چې په یوه چاودنه کې د تودوخي په بڼه منځته راځي . کيمياوي فرمول يې په لاندې ډول
دئ .
يو ټن یانې يو
زرکيلوگرام ټي اېن ټي، د لږ څه څلورگيگا جول سره برابردی . د بېلگې په ډول، هغه اتوم بم چې په دويمه نړيواله
جگړه کې ، دجاپان هيرو شيما په ښار باندې وغورځول شو،دچاودنې قوه ئې شل کيلو
ټن 20 kiloton TNT په شاوخوا کې اټکل
کيږي .
لکه چې د پورتنۍ معادلې څخه په ډاگه کيږي ، که دیوگرام يورانیوم دوه سوه پينځه ديرش (1g U235) ټول اتوم
ونه وچوي نودهيروشيما اتوم بم انرژي سره سمون خوري .
(دڅلورمې برخې پای) په درنښت
پوهنوال ډاکترنظ
محمد سلطانزی ځدراڼ
سرلیک :
1. http://en.wikipedia.org/wiki/Soviet_atomic_bomb_project
2. http://nuclearweaponarchive.org/Israel/index.html
3. http://nuclearweaponarchive.org/Uk/UKOrigin.html
4. http://en.wikipedia.org/wiki/Tsar_Bomba