مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-08-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اتوم بم د ٦٣ تلین غميزې په یاد(پوهنوال سلطانزی )

پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی

دجرمني هیواد ، نيټه : ٧/٨/ ٠٠٨

سريزه :
په شپږم د اګست ١٩٤٥ م کال د سهار په اتوبجو د لږ څه نهه زرو متروارتفاع څخه دنړۍ ومړی اتوم بم د يوې اې نولا ګاې نومې بې  نهه ويشت الوتکې (B-29 bomber Enola Gay) څخه د جاپان هيروشيما په ښار باندې د امريکا پوځي واکدارانو له خواواچول شو. اینولاګای Enola Gay دالوتکې چلونکي پيلوت دمور نوم وه همدارنګه درې ورځې وروسته يانې د اګست مياشتې په نهمه نيټه دويم اتوم بم د ناګازاکي په شار باندې واچول شو.   نن ورځ په جاپان او همدارنګه په ټوله نړۍ کې دنوموړې غميزې د درې  شپيتم تلين غمیزه نما نځل کيږي .  د هيروښيما اتوم بم ته د (کوچني هلک Little Boy) نوم ورکړ شوی وه. دا ځکه چې نوموړی اتوم بم نری او لږڅه اوږدوه. د سونګ چاوديدلومواد يې د يو انيم دوه سوه پنځه ديرش څخه تشکيل وو او دچاودنې انرژي يې لږ څه پينځه لس کيلو ټنه ټي این ټي               (15kt TNT) وه .
 هغه اتوم بم  چې دناگازاکي په ښار باندې وغورځول شو د هيرو شيما اتوم بم په پرتله  مزې اوګرد ه  بڼه درلوده داسې ويل کيږي چې ددویم عیسوي اتوم بم نوم (مزی سړی)  دانګلستان د هغه مهال صدراعظم  چرچل             W. Churchill په ویاړ ورکړشوی وو ، داځکه چې هغه په فزیکي تړاوډير مزی سړی وه اوهیله کیده چې  جګړه به داتوم بم په کارولوسره زر پای ته ورسيږي .نو له دې کبله د  ( مزي سړي Fat man ) نوم ورکړ شو. د سونګ چاو دېدونکي مواديې  پلوتونيم دوه سوه نهه ديرش او دچاودنې انرژي يې لږ څه يوويښت کيلو ټنه ټي این ټي  (21 kt TNT) وه،.
داتوم بم دچاودنې تر اندې  سم سیخ  عمودي اود ځمکې پرمخ  سطحې   مرکزي ټکي ته هایپوسېنتروم (Hypocentrum)   اویا  (Ground zero)  ویل کیږي.  د هایپوسېنتروم څخه تر ٥٠٠  متره واټن پوری  ٩٠ ٪ خلکو سمدلاسه  خپل ژوند دلاسه و کړلو.  په هایپوسېنتروم  کې دتودوخي درجه  ددریوزروڅخه ترڅلورزرویانې  (د3000 0C  څخه تر 4000 0C   )  ګرادسیلزیوس  اټکل کیږي . په داسې حال کې چې اوسپنه په 3070 0C   کې بخارکیږي . داپه دې  مانا چې په هایپوسېنتروم کۍ خلک ټول دلوګي په شان په غازبدل شوه .
 
تر ١٩٩٠ م کال پورې د هيروشيما درې سوه پينځوس زرو او سيدونکوڅخه، يو سلوشل زره او سيدونکې مړه شوه . دهغوی څخه لږ څه اته زره او سيدونکي د سرطان ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ  . څرنګه چې نوموړې هستوي چاودنه دځمکې له پاسه په  اتموسفیرکې تر سره شوه نوچاپی يال يې  په رادیو اکتیوموادو،لکه سیزسم  Cs-137، شټرونسیمSr-90  ، څیرکونیم Zr-95،  اوتریسیم Tritium  ککړکړو . يو داسې رادیو اکتیوگرد يا راديواکتیو اوريځ، چې راديو اکتیومواد ولري، د فال اوټ Fall out په نامه سره یاديږي . تر نن ورځ پورې لږ څه څلور سوه شل دځمکې له پاسه اويوزردځمکې لاندې هستوي ازموینې تر سره شوې دي . د١٩٤٥ کال څخه راپدې خو تر نن ورځ پورې دنړۍ هريوه وگړي ته دنوموړوازموینوپه پایله کې، څلور ملي سیورت وړانگې رسیدلې دي . داسې اټکل کیږي، چې د ټیټې کچې وړانگوناوړه اغیزو له کبله، چې  دهستوي ازموینو،هستوي بټۍ او هستوي وسلو د استعمال سره تړاو لري، د سرطان ناروغیوشمیرپه ټوله نړۍ کې لږ څه لس په سلوکې ډیرشوی دی . همدا سبب وه چې د ١٩٨٠ م کال څخه راپدې خوا، دنړۍ هغوهیوادونو،چې هستوي ځواک لري، په دې پریکړه وکړه، چې نور به  دځمکې له پاسه هستوي ازموینې نه تر سره کوي .

١- شکل : په ١٩٤٥ م کال د اگست مياشتې په شپږمه نيټه دنړې په تاريخ  کې لومړی اتوم بم د چاودنې په تر ځ کې  ښوو ل شوی دی، چې د جاپان هيروشيما (Hiroshima) په ښار باندې د امريکا واکمنو لخوا واچول شو، او دکوچني هلک (Little Boy)  نوم په ايښی وه . دنوموړي اتوم بم څخه يو راديو اکتيو گرد دځمکې اتموسفيرته پورته شو اوراديو اکتيوټوټې يې بيا بيرته دځمکې پرمخ راولويدې،  (fallout)   . په پايله کې دنږدې  شاوخوا ټول چاپېريال په راديو اکتيوموادوککړ و  .
 
داتوم بم  دچاودنې ټوله انرژي ، چاپېريال ته په لاندنیوفيزيکي تگلارو سره خپره شوه :
٭  ومړی   : پينځوس په سلو کې دفشارڅپو( Blast 50 %)
٭ دويم  :   پينځه دېرش په سلوکې دتودوخې په څېر(Heat 35%)
٭ درېيم :  پينځه لس په سلو کې دراديو اکتيو موادو اودايونايزوونکو وړانگو لکه گاما، الفا، بېتا اونيوترون ذرو په څېر(Radiation 15%)
٭ دلومړي اتوم بم د چاودنې انرژي پينځه لس ذره ټنه ټي ان ټي  (15 kt TNT) او ددویم اتوم  بم دچاودنې انرژي څه ناڅه   دوه ویشت ټنه ټي ان ټي (22 kt TNT) اټکل کيږي . يو ټن یانې يو زرکي وگرام ټي ان ټي د لږ څه څلورگيگا ژول سره يو شان دی  . نودلومړي اتوم بم انرژي د یو گرام کتلې څخه تر لاسه وه
٭ دپلازمينې منځنۍ برخې (Isocenter) څخه په پينځه سوه متره واټن کې پينځه دېرش گرې گاما وړانگې (35 Gy) اوشپږگرې نيوترون وړانگې (6 Gy) اندازه شوې دي . د پلازمينې څخه  دوه کيلومتره ليرې شاوخوا او سيدونکوته لږ څه سل ملي گرې (0,1Gy) وړانگې ورسيدلې .

٢-شکل : داتوم بم په چاودنه کې پينځوس په سلوکې انرژي په فشار، پینځه دیرش  په سلوکې په تودوخي اوپينځه لس په سلوکې دوړانګوانژي په بڼه خپريږي . 

(پای)
په درنښت
پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی   ځد اڼ

اخذونه : 
References
1. http://en.wikipedia.org/wiki/Paul_Tibbets
2. http://en.wikipedia.org/wiki/Nuclear_testing
3. http://en.wikipedia.org/wiki/Atomic_bomb
4. http://library.thinkquest.org/17940/texts/timeline/manhattan.html

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery