مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-08-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلي وپيژنئ! پنځلسمه برخه(بابړ)

دکتور طيف ياد

که چيري د بابړو دقبيلي دنسب شجره په غور سره وڅيړو، نو جو ته به شي چې دوی په اصل کې سړ بني پښتا نه او د شير ا ڼيو د قبيلي يوه څا نګه ده٠ دوی وروسته د يړ انيو نه بيل شوي او او لادې يې ځا نته بيل نوم غوره کړی دی او نن ورځ د يوې جلا قبيلې په تو ګه ژوند کوي٠
د تا يخ حيات افغاني د شجرې پر بنسټ بابړ دودم ځوی،د شيراڼي لمسی، دشر خبون کړوسی او دسړبن کودی دی٠ همداراز بابړ د انجر او سنجر په نامه دوه زامن درلودل چې سنجر بيا د مسعود خيلو،اسما عيل خيلو، ابراهيم خيلو،يعقوب خيلو او غو ريا خيلو په څا نګو با ندې ويشل شوي دي٠
د با بړو د استو ګنې اصلي ځای د سليمان غر ګڼل شوی دی چې وروسته د شم ير د ډير والي او يا هم ښا يې د نورو عو املو له کبله له خپل اصلي ټا ټو بي نه خواره و اره شوي او په نورو ځا يو نو کې مېشته شوي وي.
ويل کيږي چې د با بړو د قبيلي خلک د پخوانۍ زمانو ر اهيسي د تجارت او سو داګرۍ د کارونو سره ډي ه ليوالتيا درلوده او ددې قبيلې خلکو د هند وستان او دمنځنۍ اسيا ( بخارا او سمر قند) تر مينځ د بيلا بيلوسوداګ يزو مالونو لکه پو ستينونونو،اينجې او قيمتي وريښمينو ټو کرانو سو داګري کوله او دوی په خپلو سو دا ګرېزو دندو کې، ريښتوني، ايمانداره،حليم او دښه چلند خا وندان وو، ان تر دې چې انګريزي نا متو مؤرخ او دکابل د سلطنت بيان مؤلف مونټ سټوارټ الفنسټن هم د دې خبرې سره موافق دی  چې دوی د سو داګرۍ په چارو کې ډېر ماهر وو٠ همداراز دوی په اقتصادي پلان جوړونې او حسابي چارو کې دومره مهارت درلود او په دې کارونو کې دومره بر يالي وو چې  د  افغا نستان د بنسټ ايښودونکي لوی احمد شاه بابا په وخت کې نور محمد خان بابړ مستو في المما لک او ګل محمد خان بابړ ته د امين الملک(لوی خزانه دار) مهمې دندې سپارل شوې وې٠

په او سني وخت کې بابړ په لاند نيو ځا يو نو کې مېشته دي:

١-په کندهار کې:
په کند هار کې بابړ ددغه ښار د بابړو په کوڅې،دپنجوايي په و سوالۍ  او د کند هار دارغنداب په سوزني نو مي سيمه کې ژوند کوي چې په دغه ولايت کې د بابړو مجمو عي شمير د ٢٠ زرو تنو په شا او خواکې ښودل شوی دی ٠ارواښاد سترعلا مه پو هاند رشاد بابا(١٩٢١-٢٠٠٥ ميلادي) چې ټول پښتانه پرې وياړي او پښتو ژبې،ادب،تاريخ او فر هنګ ته يې د ستا يني او قدر وړ خد متو نه کړي دي اوما ددې مقالې ليکوال هم د هغوی د ارزښتناکو علمي لارښوونو نه ډيره ډيره ګټه او چته کړې ده هم بابړ پښتون و چې دکند هار ښار د بابړو په کو څه کې يې دې نړۍ ته ستر ګې پرانبستلې وې٠

٢-په ننګر هار کې:
 دننګر هار ولايت د جلال اباد ښار لويديز خواته دبابړ يانو يوه لو يه محله شته چې د علي خيلو سره په ګا ونډ کې ده٠

٣-د جوزجان په ولايت کې:
يو شمير بابړ د جوزجان په بيلا بيلو ولسواليو او د هغې جملې نه دخواجه دوکوه، اقچې، فيض اباداو خانقاه په ولسواليو کې هم مېشته دي٠ دشبر غان د ښار بابړ ددغه ښار په مرکز او همداراز ددغه ښار ته څيرمه سيمو لکه شکرک، افغان تپه، ير خيل، شوبي، خواجه دوکوه افغانيه او تابين کې ژوندکوي٠ په اوسني وخت کې دجوزجان د بابړو نه يو تن ګو هر خان بابړ دجوزجان ولايت دفيض اباد د ولسوالۍ ولسوال دی٠

 ٤-د فارياب په ولايت کې:
يو شمير بابړ د فا رياب ولايت د قيصار په ولسوالۍ کې هم ميشته دي٠

٥- دبا دغيس په ولايت کې:
بابړ ددغه ولايت دغورماچ او مرغاب په ولسواليو کې استو ګنه لري٠

٦-دبلخ په ولا يت کې:
دبلخ په ولا يت کې مېشته بابړ ددغه ولايت دبلخ په ولسوالۍ کې استو ګنه لري.

 ٧-دکندز په و لايت کې:
يو شمير با بړد دغه ولايت ددشت ارچي په ولسوالۍ کې هم مېشته دي٠
په پورتنيو ولايتو نو سر بيره يو شمير بابړ په هيلمند،لوګر او کو نړ کې هم مېشته دي ،خو د هغوی د دقيق شم ير په اړوند زما سره کوم معلو مات نشته٠
داسي تاريخي شواهد شته چې ددوی ٥٠٠ کورنۍ کو چياني او ٧٠٠کورنۍ نيمه کو چياني ژوند لري چې ددوی دليږد مسير اولاره د هرات د هريرود نه نيولې د بادغيس،فارياب،جوزجان،بلخ او کندز پورې دي چې د کال په بيلا بيلو مو سمونو کې په نو موړو ځا يو نو کې خپلې کيږدۍ دروي او خپل مالونه او رمې په ورشو ګانو کې څروي٠

٨- په سهيلي پښتو نخواکې:
د سهيلي پښتو نخوا د مشهور ليکوال،مؤرخ او فولکلور پيژندونکي پروفيسور سيال کاکړ په حواله يو شمير بابړ په ژوب ،کوټه او پښين کې هم مېشته دي٠

٩-په پښتونخواکې:
په پښتو نخواکې دبابړو سيمه د ميا خيلو سهيلي برخې ته پرته ده چې لو يديز لورته يې سختې غرنۍ سيمي پر تې دي٠ اوس دوی دپښتونخوا دديره اسماعيل خان په چو دهوان او دامان کې مېشته دي٠ اوس دامان د تانک په نا مه يا ديږي چې د ديره اسما عيل خان يو دسټرکټ( ولسوالي) ده٠ همداراز په سيهره نومي سيمه کې هم چيرې چې شيراني اوسي بابړ مېشته دي٠ يو شمير بابړ په پيښور کې هم استو ګنه لري چې انګريزي ژبپوه ميجر را ورټي په دامان يا اوسني تانک کې ددوی مجمو عي مير د ٧٠٠٠ کو رنيو په شا او خواکې ښودلی و چې ٧٠٠ تنه جنګيالي ځوانان يې درلو دل٠

١٠- په سند کې:
 د پ وفيسور سيال کاکړ د اثر پښتو او پښتانه په سهيلي پښتو نخواکې پر بنسټ يو شمير بابړ د پاکستان هيواد د سند ايا ت په ګړهي ياسين،سلطان کوټ او شکار پور کې هم مېشته دي٠

١١- په هندوستان کې:
لکه چې د مخه ورته اشاره و وه بابړ و د سو داګرۍ په چارو کې ډير مهارت درلود او دهند او منځنۍ ايشيا تر مينځ يې د سو داکرۍ چارې پر مخ بيولې،چې ددغو با بړو د جملې نه يو شمير په هندوستان کې مېشته شوي دي چې دهند په مختلفو ايالتو نو لکه مهاراشټرا،انده اپرديش،مدهيا پراديش او ګجرات کې مېشته دي ،خو له بده مر غه چې خپله خوږه پښتو يې له لاسه ورکړې ده٠
تاريخ ح يات ا فغاني د بابړو د دود او دستور په اړوند ليکي:" هغه بابړ چې په افغا نستان کې اوسي نو دودونه او رواجونه يې د هغو بابړو سره تو پير لري چې دشيراڼيو په ګا ونډ کې اوسي٠ هغه بابړ چې دشيراڼيو په ګا ونډ کې اوسي نو دهغوی واجونه کټ مټ د شيراڼيو په ځير دي."


ماخذونه:
١- مونټ سټوارټ الفتسټن، دکابل سلطنت بيان،دوهم ټوک،٦٢ مخ٠
٢-پښتانه دتاريخ په رڼا کې،١٢٧٦ مخ٠
٣-تاريخ حيات افغاني،٢٥٥ مخ٠
٤-پښتو او پښتا نه په سهيلي پښتو نخواکې،  دپروفيسور سيال کا کړ تاليف٠
 (نوربيا)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery