مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-08-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دسلطان صلاح الدېن اېوبي دوخت رېښتونې پېښې(۱۳)

د قرېب الرحمن سعېد ژباړه

مکمل غېر سېاسي: اېا زمونږ  دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان  دیارلسمه  برخه پر پسې......(۳۶-۳۴)
مسلمانان به مسلمانان وي  خو اېمان  به ئې   پلورلې  او صلیبیان  به پرې  حکومت  کوي: (سلطان ایوبي )
اومه   نجلۍ  او   نادودې ئې :(۴)
”میګنا ناماریوس »  قاهرې  ته په رسیدو  سره په یوه سراې کې  ځانته   تم ځاې  و نیو .ددې  سراې  یوه برخه د عامو او  غریبو  مسافرو  له پاره  وه او بله برخه ئې  د امراو  او لوړې  رتبې  دمساف و   له پاره ځانګړې شوې وه . په دې  برخه کې شتمن تاجران  هم اوسیدلاې  شول. د هغوی  له پاره   شراب  او نڅیدونکې   هم تیاریدل . (ماریوس)  هم په دې  ځانګړې  برخه  کې  پاته  شو . هغه (م وبي)  خپل  ښځه  ور وپیژنده ، اوخپل ملګرې  ئې خپل باورې ملازم و ښود. د (موبي) ښکلا او ښایست د سراې  په خاوندانو باندې د (ماریوس)   رعب  او  دبدبه  پیدا کړه .ځکه هر یو فکر  کاوه چې  داسې ښایسته او ځوانه  ښځه  به د کوم  ښه   شتمن  سړې وې !  د سراې خاوندانو به دهغوی ځانګړې پاملرنه کوله ، (موبي)  هم خپل  ځان  مسلمان  ګاڼه اود صلاح الدین ایوبي  دکور  او دفتر  په  هکله ئې مالوم ات  را ټول، دا ئې هم  معلومه کړه   چې سلطان ایوبي   سوډانیانو ته   معافي کړې  ده . او سوډاني  فوځ ئې  له منځه وړې دې . هغې ته  دامالومات  هم وشو چې د سوډاني  فوځ  دسالارانو او قوم ندانانو  حرم سرایونه  ئې  خالي کړې  دي  او دا هم  چې هغوی ته ئې  کر کیلي له پاره  ز اعتي  ځمکي  ورکړې  دي .
دا د(ماریوس) یا  ډیر زیات   جرأت و  او یا د هغې ډیر زیات  حماقت و  چې په داسې  حال کې  چې ددې هیواد په  ژبه  هم  نه پوهیده ،خو بیا هم د دومره خطرناکه  کار د ترسره کولو   له پاره  راغلې و . هغه دومره ستر شخصیت  ته د  ورسیدو  او دهغې د وژلو په هکله  هم  کومه  روزنه نه وه تر لاسه کړې . هغه په  ذهنې  توګه  یو ناروغه  انسان و  خو بیاهم  هغه په داسې حال کې د صلاح الدین ایوبي د  وژلو  له پاره هڅه  کوله   چې دهغه  په  شاوخوا کې د ساتونکو  یوه  پوره  ډله موجوده  وه. د هغې د ډلې  خپل  قومندان ورته ویلي  و  چې ته  پاګ   او  احمق  ئې  ، تا چې څومره  خبرې کړې دي  په هغوکې ماته د عقل   لږ  څه  بوې  هم  نه راځي ،  ښکاره ده  چې  (ماریوس)  پاګل  هم و .
دا یو تاریخې  حقیقت  دې  چې د سترو  خ کو  وژونکي  په عمومی توګه پاګل ډوله انسانان  اوسي ، که  چیرې  پاګل او احمق نه وي نو بیا ئې هم په ذهني  توازن  کې  څه توپیر    حتما  موجود وي .  د ایټالیي  ددې  مجرم  ذهني  ح الت  هم  همداسې و، دهغې سره  یوه  داسې  وسله وه  چې د ډال  کار ئې هم ورکاوه . اوهغه وه  (م وبي). (موبي)  نه  یواځې د مصریانوپه ژبه پوهیده  بلکه  هغې ته او دهغې هغه نورو مړو  شوو نجونو ته د مصري او عربي مسلمانانو د اوسیدو  لارې  چارې ، د هغوی تهذیب  او تمدن ، او د نورو  ټولنیزو ښکته پو ته  په هکله  ډیره  اوږده  روزنه  ورکړل  شوې وه . هغوی د مسلمانو خلکو د روحیاتو  څخه  هم خبرې وې  ، په  اداکارۍ  کې ئې هم  پوره  پوهه  درلوده  اوتر ټولو  سترښه والې ئې دا و چې  هغوی نارینه  په ګوتو  نڅول  او د  اړتیاو  په وخت کې ئې هغوی ته د  خپل ټول  جسم د لوڅولو او نارینه و ته  د مخکې کولو په لارو  کې هم د پوره  تجربې  خاوندانې وې.

هغه ته اندیښنه وه چې د مسلمان توره د مسلمان په څټ سپره وه . دایمان پلورنکو لیلام لګیدلې دې ، اسلامي سلطنت او خلافت هم د سازشونو په جال کې را نغښتې او د سازش کونکو د کار اله ترې جوړه شوې ، ښځې او شتمنۍ د عربو ځمکې سره لړزولې دي

دا خو هیڅوک  نه شي ویلاې ، چې په  بنده  خونه کې (موبي) ، دهغوی ملګري او   (ما یوس)   څه خبرې کولې  اوڅه ډول  پلان  ئې  جوړاوه، خو داسې   ثبوتونه   په  پخوانیو  لیکونو کې تر لاسه  کیږي  چې  دوه  درې  ورځې په سراې کې د اوسیدو وروسته  ”میګنا نام اریوس »  بهر  راووت  نو دهغې  ږیره   توره  سپنه  وه  اودهغې  رنګ د سوډانیانو په څی   توروالې درلود،  چې هیڅ ډول  مصنو عیت  په  کې  نه  تر سترګو کیده ، هغه یوه مامولي  چوغه  وا غوسته او په سر ئې  یو  مامولي رومال  او  لونګۍ  و تړله ، (موبي)  هم د سرنه  تر پښو پورې  په  بُرکه  ډوله  لباس کې  پټه  وه ، دهغې پر مخ  باندې  یو باریکه  نقاب  داسې  را ځړول شوې  و چې شونډې او زنه  ئې  پټوله ،  خو تندې  او مخ  ئې لوڅ  ول ، دهغې په تندې باندې   تور  وریښمېن  ویښتان  را  پراته و ،  دهغوی ملګرې په  معمولي  لبا س کې و  اوداسې ترې  معلومیده  چې  ریښتیائې هم نوکر دې . دسراې نه  بهر دوه  د ډیر ښه نسل  آسونه  ولاړو و . دا  آسونه  دسراې خاوندانوو  (ماریوس) ته  د کرائې  په مقابل کې را غوښتي و. ځکه هغه ویلي و  چې هغه د خپلې  ښځې سره  د سیل کولو په لور درومي . (ماریوس) او(موبي)  دواړه  په   اسونو سپاره  ول  اوکله چې اسونه  روان  شول  نو دهغوی ملګري   دنوکرانو په څیر ورپسې وروسته  وروسته منډې وهلي .

صلاح الدین ایوبي خپل ټول نائبین   کښینولې  و او د سوډانیانو په اړوند  ئې  اح کام  ورکول ،  هغه غوښتل  دا کار ډیر ژر  پائې ته  ورسیږي ، ځکه هغه پریکړه کړې وه  چې  د سلطان زنګي  له اړخه را استولي  فوځونه ،  د مصر د نوي  فوځ  او  وفاداره  سوډانیانو  سره یوځای  کړي  او  یو نوې  فوځ   ترې  جوړ او په   بیت المقدس  باندې  ئې  د یرغل له پاره  چم تو کړي،  د روم د بحیرې د  ماتې وروسته  ، په داسې حال کې چې سلطان زنګې  فرینکو   ته د هغه په هیودا کې هم ماتي ورکړې   وه ،  تر  یوه اوږده وخته  پورې صلیبیانو ته د  بیرته  ځان  جوړولو  کار  شونې نه و، دهغوی دخپلو  زخمونو  د جوړیدو  تر مخه  سلطان  ایوبي  بیت المقدس  په  خپلو  لاسو کې د را وړلو پروګرام  درلود ،  ددې  دمخه  هغه  غوښتل  سوډانیان   د  ځمکو په کر کیله کې  مشغول  کړي  او دبیا بغاوت  خطر دتل  له پاره   له منځه یوسي .
دنوي فوځ  م نظمول  او د زرګونو  سوډانیانو  دځمکو په ابادیو کې  مشغولول  څه اسانه کار نه  و ،   په دې دواړو  کارونو کې  ډیره ویره وه ، ځکه د  سلطان ایوبي  په فوځ او انتظامیه کې  داسې  ستر  افسران موجودوو چې  هغوي سلطان ایوبي  د مصر د واکمن  په څیر  د  لیدلو  زغم  نه درلود ،  د سو انیانو د فوځ  په ماتیدو  سره هم  دسلطان ایوبي  پر  خلاف  دا  ویره  را پیدا  کول کیده ،ځکه  د هغې  فوځ  یو څو اعلی   منصبداران   لا تر اوسه هم ژوندي و.  هغوی د سلطان  اطاعت  منلي و  خو دعلی بن سفیان   انټلیجنس    ښوول  چې د بغاوت   ایرې   لا تر اوسه  په  خپل ځان کې  د اور سکروټې  لري .
د جاسوسي  شبکو  را پور داهم  و چې  دې باغي  م رانو  ته د خپلې ماتې  په هکله دومره  افسوس  نه وه  لکه څومره  غم و هَمّ ئې  چې  د ص یبیانو  دماتې او شکست  په هکله   کاوه،  ځکه  دهغې  بغاوت  د له منځ  وړلو وروسته   هم صلیبیانو  څخه  مرسته غوښتل کیداې  شو او داسې فوځې افسران  هم  وه  چې هغوی د سوډانی فوځ د م اتی  او دهغوی په  له منځه وړلو ډیر خواشیني و  ځکه  هغوی په دې  امید ناست وو   چې سلطان  ایوبي  به ډیر ژر  یا  ووژل  شي  اویا به  و تښتي . او ځواک  به بیرته  دوې ته  تر لاسه شي .  دا  د ایمان پلورونکو  ډله وه ،  خو دسلطان ایوبي  ایمان   ټینګ  و ،  هغه د مخا فینو  څخه  خبرو  خو  بیا ئې هم د هغوی  پر خلاف  ّهیڅ  ډول   قدم وا نه خست.  دهغوی س ه   ئې د نرمۍ ، میني  اوخلوص  نه کار  اخست ،  په هیڅ  غونډه کې ئې  دهغوی پر خلاف  یوه خبره  هم ونه کړه  او کله به چې  هغه    خپل فوځ ته ویناکوله  نو داسی  الفاظ  به ئې هیڅک ه  هم  نه کارول  « چی  زه به خپلو  مخالفینو ته   ددې مخالفت  خوند  و ښایم اویا..... ، » کله  ئې   ګواښونکي او یا طنزیه  الفا ظ   هم  نه  دې اسعمال  کړي ،   البته داسې ا فاظ   به ئې ډیر  له خولې را وتل  لکه « چې که   چیرې کوم   ملګرې د ایمان  دخرڅلاو  په ح ال کې ووینئ  نو د هغه  مخه و نیسئ ، او هغه ته را په یادکړئ  چې هغه مسلمان دې  او دهغه  سره د مسلم انانو په  څیر سلوک وکړئ  تر څو ددښمن  د  اغېز  څخه ازاد  واوسي ،» خو په پټه به ئې  ځان د م خالفینو د  کړو وړو  څخه د خپلو  جاسوسي  شبکو له لارې خبراوه . د علي بن سفیان شبکي ددې کار تر س ه   کولو له پاره  ډیرې زیاتې  مصروفی  و ې او سلطان ایوبي ته ئې  تر ځمکې لاندې  اطلاعات  ا  رسول .
اوس نو ددې شبکې  دندې او مسؤلیتونه  نور هم  زیات  شوې  و. د ساتونکو او اوښ وړونکو  د  عامي  وژنی خبر  هم  قاهرې ته را رسیدلې و ،  ددې تر مخه د  جاسوسانو   هغه ډ ه  چې نجونی هم په کې وې  دنامالومو  وګړو په واسطه د  ساتونکو د لاسو  څخه ازادې کړل  شوې وې ،  دې  دوو  پیښو  دا   ډاګیزه کړې وه  چې په هیواد کې  صلیبي  جاسوسان او   غلچکي  یرغل کونکي  شتون  لري ،  او دا هم را څرګندیده  چی  هغوی ته ددې ځای  د اوسیدونکو  پناه   او ملاتړ ور په برخه دې .   خو  تر اوسه پورې هغه اطلاع نه وه   راغلي   چی  غلچکي یرغ کونکي   او نجونی  په هماغه وخت کی    له منځه ولاړل  چې په کشتۍ کي سوریدل  او  د سمندر اخوا  تګ ته ئې  ځان  جوړاوه ،  د  یرغل  کونکو د  یرغل د مخنیوي  له پاره ئې  د فوځ دوه ډ ي  په ټوله سیمه کي د ګشت  له پاره   تیر  ماښام   استولې وې  او د  اینټیلي جنس  نظام   ئې نور  هم  پراخه  کړې و.
سلطان  ایوبي  لږ څه  اندیښمن  هم و ،  چي  هغه د کوم  مقصد  له پاره   مصر ته  راغلي  و  او هغه د اسلامي  سلطنت د استحکام او  ټینګښت  او پ اختیا  له پاره  څه  څه ډول   پلانونه   له ځانه  سره  جوړ کړې و  خو دهغې پر خلاف د ځم کې  څخه د لاندې  او  د ځمکي پر سر  داسي  توپان  را پورته شو  چې  دهغې پلانونه ئې  سره  و لړزول ،  هغه  ته اندیښنه  وه  چې د مسلمان  توره د مسلمان په  څټ  سپره وه .  دایمان  پلورنکو  لیلام    لګیدلې دې ، اسلامي  سلطنت  او خلافت  هم د سازشونو په جال کې را نغښتې او د سازش کونکو د کار  اله  ترې جوړه  شوې ،   ښځې  او  شتمنۍ  د عربو ځمکې  سره    لړزو ې دي ، سلطان  ایوبي  ددې هر څه څخه  بې خبره  نه و چې دهغه د وژلو  سازشونه    کیږې  خوهیڅکله ئې هم په دې هکله  اندیښنه ونه ښوله ،  ویل به ئې  چې زما  روح  د الله په واک  کې دې ،  دهغې مبارک  ذات   ته  چې کله  هم  زما  وجود  د ځمکې  پر  مخ  بیکاره  ثابت  شي نو مابه هم   د ځمکې  له سر څخه واخلي ، په دې اساس  هغه د خپل ځان   له پاره د خپله اړخه  دساتنی دومره  فکر نه  کاوه ،  دا خو دهغې د فوځي  نظم  له اړخه   د ساتندویانو  کړنلاره وه  چې دهغې په شاوخوا کې به تل د ساتونکو  ډلې او د انټیلیجنس   وګړي  موجود و . اوپخپله  علي بن سفیان  هم  په دې  هکله ډیر  سخت  متوجه و .  او  دا د هغه  دنده  هم وه ، او بل دا چې  هغه سلطان ایوبي که بیغمبر نه  ګاڼه  نو خپل  پیر او مرشد   خو ئې  ضرور ګاڼه .
په دې ورځ س طان  ایوبي  خپلو  معاونینو ته  احکامات  او لارښوونې ورکولې  چې دوه  آسونه د هغې د ساتونکو په پوله  و دریدل. د ساتونکو  قومندان  هغوی سره  و درول ، سپاره  دواړه  ”میګنا ناماریوس » او (موبي) وو. هغوی د  آسونو څخه را ښکته شول  نو  د آسونو  قیضې  د هغوی هغه  ملګرې  و نیولي ، (م وبي)  قومندان  ته وویلې  چې هغې خپل پلار  له ځانه  سره راوړې ، غواړې د سلطان  ایوبي سره وویني ،  قومندان  د (ماریوس)  سره خبرې وکړې او د لیدنې کتنې د سبب  له پاره یې ترې  وپوښتل ،  (ماریوس)   ځان  داسې  بې خبره کړ  لکه  د سره ئې  چې دهغې خبره  اوریدلې  نه وي ، هغه  په دې ژبه  هم نه پوهیده ، (موبي) هم خپل  نوم  یو مسلمان  نوم  وښود. هغه قومندان  ته وویلې  چې  «  ددې  سره خبرې کول  بې  کاره  دي  دا   ګونګې دې  او کوڼ  هم ..... د لیدنې کتنې  دموخي په   هکله به مونږ  سلطان  یا بل کوم ستر  افسر ته ووایو .»
علي بن سفیان  بهر  ګرځیده ،  هغه  (ما یوس)  او (موبي) و کتل نو د هغوی  لورې ته راغې ، هغه سلام علیکم وویل ، نو (موبي) ورته  وعلیکم السلام  ووایه ،  قومندان  هغه ته وویل  چې دوې  غواړې د سلطان   سره وویني ،  علي بن سفیان د (ماریوس)   څخه د  لیدنې کتنې  د علت په اړوند  و پوښتل  نو (موبي)  ورته وویل  چې دا زما پلار  دې ، کوڼ او ګونګ دې ، علي بن سفیان ورته وویل  چې سلطان  خو اوس  ډیر زیات  مصروف دې ، کله  چې   فارغه  شي نو د لیدنې  وخت  به ترې  واخستل  شي ، هغه  ورته وویل  « که تاسې د لیدنې  موخې  را ته  ووایاست کیداې  شي  چې ستاسې کار دسلطان  سره  د لیدنې پرته  تر سره شي ، سلطان  د وړو  وړو  شکایتونو له پاره وخت  نه شې ویستلاې ،  اړونده  څانګه   پخپله  شکایت  اوري او رفع کوي  ئې..»
«ایا سلطان ایوبي د  اسلام  د یوې مظلومې  لور  د فریاد  د اوریدو   له پاره هم  وخت  نه شې ویستلاې ؟» (موبي)  ترې وپوښتل:  «  هغه څه  چې  زه ئې ویل غواړم  نو زه   به ئې همغه ته وایم .»
«ماته  د ویلو تر مخه تاسې  له سلطان  سره نه شئ کتلې » علي بن سفیان ورته وویل «  زه به تر سلطانه پورې  ستاسې  فریاد  ور  ورسوم ، که  هغه  اړین وګڼل  نو تاسې  به  دننه  ا وغواړي » علي بن سفیان هغوی  دواړه  دننه خپلې  دکار خونې ته یوړل .
(موبي) د شمالې سیمو د یوه  کلی نوم  واخست او وئې ویل « دوه کاله کیږی چې سوډاني  فوځ  دهغه ځایه  څخه تیر شوې دې ، زه  هم د نجونو  سره د دې فوځ  دکتلو له پاره بیرون  را وتلې وم ، یو قومندان خپل  آسپ  را وګرځاوه او راغې او زما دنوم پو ښتنه  ئې وکړه ، کله چې ماورته خپل  نوم و ښود نو  هغه  زما پلار  راو غوښت ، هغه ئې  لږ  اخوا  کړ او په  غوږ  کې ئې ورته  څه وویل ،  یو چا قومندان  ته وویل  چې دا  ګونګي او کوڼ  هم دې ، قومندان  چغې کړې ، د ماښام وروسته  څلور کسه  سوډاني  فوځیان  زمونږ  کورته  راغلل، او زه ئې  په زور  سره  پورته کړم  او قومندان   ته  ئې ور حواله کړم . دهغه قومندان نوم  بالیان دې ،  هغه  زه له خپله ځانه  سره  راوړم  اوپه خپل حرم  کې ئې و ساتلم ،  دهغې  سره څ ور نورې نجونې هم وې  ما هغه ته وویل  چې له ماسره  واده وکړه  خو هغه   زه د واده   پرته  خپله  ښځه کړې وم . دوه کاله  هغه  زه   له ځانه سره و ساتلم ، کله چې  سوډانې  فوځ  بغاوت وکړ  نو بالیان  هم ولاړ ، دا مالومات  نه شته  چې هغه به بندې  وې اوکه  مړ .  ستاسې  فوځ دهغې کورته   راغې او وئې ویل  چې تاسې ټولې نجونې  ازادې  یاست .....
زه خپل کور ته ولاړم ، زما پلار  غوښتل  ما  له چاسره واده کړي  نو  ټولو زما د واده  څخه  انکار  وکړ . ویل  ئې  چې دا  دحرم  څنډل   شوې  وینځه ده  ، هلته  د خلکوتر منځ  زما ژوند   ستونزمن  شوې  دې ، م ونږ  په  سراې کې اوسو ،  اوریدلي مې دي  چې سلطان  سوډانیانو ته  زمکی اوکورونه ورکوي ، زه  اوس د بالیان  وینځه او یا ښځه ،هر څه  مي  چې ګڼئ ،  راغلي یم   چې ماته  هم ځمکه  اوکور  ا کړئ  تر څو زه د هغې  ځاې  څخه  کوچ وکړم او دلته  میشت  شم  او که نه زه به ځان  ووژنم  اویا به له کوره  و تښتم او د فاحشو په  ډله کې به  ورګډه  شم .»
« که چیرې تاسې ته ځمکه د سلطان  نه پرته  تر لاسه  شي  نوبیا تاسې د سلطان  د کتلو  څه اړتیا لرئ.؟»علي بن سفیان ورنه  وپوښتل .
«هو !» (موبي)  ورته وویل «بیا به هم د کتلو اړتیا وي ، دې ته تاسو عقیدت  او احترام  هم ویلې شئ ، زه غواړم  سلطان ته دا ووایم  چې دهغې په سلطنت کې  ښځه  د لوبو یوه اله  ګرځیدلې ده ، د   شتمنو  او حاکمانو په  کورنیو کې دواده   رواج   له منځه  تللې دې ، د خداې  له  پاره د ښځو دعصمت  ساتنه وکړئ اوخوندي ئې کړئ ، سلطان ته  زما په دې خبرو  به زما  زړه  ته سکون  پیدا شي .»
(ماریوس) ددې  ټولو خبرو  په جریان  کې داسې  چپ ناست ولکه دهغې په  غوږو  چې هیڅ خبره  نه وې لګیدلي . علي بن سفیان  (موبي) ته وویل  چې  سلطان  په  یوې  غونډه کې ناست  دې  د هغې  غونډې دخلاصیدو  وروسته به ترې د وخت  د اخستلو  له پاره  غوښتنه وکړو . هغه د ډیر ځنډ وروسته  راغې   او وئې وی   چې هغه د سلطان څخه د اجازې د اخستلو  له پاره  ورځي . هغه  دسلطان ایوبي  کمرې   ته ورغې  او  د لږ څه ځنډ وروسته  راغې او (موبي) ته  ئې وویل  چي  خپل پلار دې د سلطان  دفتر  ته یوسه ، هغه ورته د سلطان ایوبي  کمره  ورو ښووله ، کمرې ته د ورننوتلو تر مخه  دواړو  بهر  لورې  ته  وکتل ، هغوی  غوښتل  چې د سلطان ایوبي  د وژلو  وروسته   د تیښتې او وتلو لاره  په نښه کړي .   
*****(۳۵)
په کمره کې سلطان  ځانته و ،  هغه دا دواړه  کښینول ، او د(موبي) څخه ئې و پوښتل ، « ایا  ستاپلار  د موره ګونګی  او کوڼ  پیدا شوي دې ؟»
«هو   درونده  سلطانه !»(موبي) ځواب  ورکړ ، « دا دهغې  پیدایشې  عیب دې » سلطان ایوبي  کینه ناست ،  هغه  په کمره کې  ګرځیده  را ګ ځیده ،  او وئې ویل «  ما ستاسې  غوښتنه   اوشکایت  واورید ،  زه له تاسې سره پوره  همد دي  لرم ،  زه به تاسې ته  هم همدلته  ځمکه درکړم  او کور  به هم درته   جوړ  کړم ،  ما اوریدلې دې  چې تاسې ماته  نور هم څه ویل غواړئ »
«ستا بخت دې   الله  نور  هم ستر کړې !»(موبي) و ته  وویل «  تا ته به ویل  شوي وی  چې له ماسره هیڅوک  هم واده کولو ته تیار  نه دي ،  خلک  ماته د حرم  وینځه  ،فاحشته او بد چلنه  ښځه  وائې، او زما پلار ته وایي  چې هغه  خپله لور پلورلې ده . ته خو به ماته  ځمکه  او کور  را کړې  خو زه یوه میړه ته  اړتیا  لرم ،  چې زما د عزت  ساتوندوې وي....» او بیایې په ماته  ژبه زیاته  کړه « زه دداسې خبرې کولو  جرأت  نه شم کولې  خو دخپلې مور  غوښتنه تاسې ته  وړاندې کوم  چې که چیرې  ته  ما له ځانه  سره نه شې  واده کولې نو په خپل ح م کې  مې له ځانه  سره و ساته . ته زما عمر ، زما ښایست  او زما جسم  ته وګوره ،  ایا زه  ستا  له پاره  وړ  نه یم .؟» ددې خبرې کولو سره  هغې د (ماریوس)  په  اوږه لاس کښیښود  اوبل لاس  ئې په خپلې سینې باندې  او د سلطان ایوبي په لور  ئې  اشاره  وکړه ،  دا اشاره  د مخکې  څخه  پ ان  شوې وه ، (ماریوس)  دواړه  لاسونه  جوړه کړه  او دسلطان ایوبي  په لور  ئې ور  اوږده کړه  او بیا ئې د (موبي) لاس  و نیوه د سلطان ایوبي   په لور  ئې  ور  وغځاوه  لکه چې دې وائې  چې  زما لوره  قبوله کړه .
«نجلۍ !  زه   حرم  سراې  نه لرم  » سلطان ایوبي ورته وویل «  زه ددې هیواد  څخه  حرم سرایونه،  قحبه ځایونه  او شراب  ختمول  غواړم ، »  د خب و  کولو په وخت کې هغه د خپل  جیب  څخه   یوه  سکّه  را  وویسته  او په  لاسو کې  ئې  پورته  پورته  کوله ،  هغه  وویل «  زه غواړم  د ښځو د عزت  ساتونکې  واوسم ، » ددې خبر ې په ویلو سره هغه ددواړه  تر شا ولاړ .  او سکّه ئې  لاندې   و غورځوله ،  کله چې  د  ټنګ  اواز  راغې نو (ماریوس)  یو ناڅاپه  شاته وکتل ، اوبیا ئې  سمدستې خپل مخ  بیرته   راواړاوه .
صلاح الدین ایوبي  په ډیره  ګړندۍ توګه خپل یو فټ  اوږود  خنجر د خپل  ملابند  څخه  اوویست او د دهغې څوکه ئې د (ماریوس)  په  غاړه کښیښوده او (موبي) ته ئې وویل « داسړې زما په  ژبه  نه پو هیږې ، ده ته ووایه  چې خپله  وسله   له لاسه وغورځوي ،  که  لږڅه ځنډ ئې هم وکړ  نو  بیا به ه دې ځایه ستاسې ددواړو  لاشونه پورته کیږي .»
د(موبي)  سترګې د  حیرانتیا  او ویرې  څخه  واځې  شوې ، هغې  په  پوره   اداکارۍ  سره  هڅه وکړه  چې ووائې  چې  زما د پلار  په  ویرولو  او ګواښولو  غواړې  پر  ما باندې  قبضه وکړې ؟ ما خو پخپله  خپل ځان  تاته  وړاندې کړې دې .»
«ته  چې هلته  په  محاذ کې  زما مخ   ته  راوستل شوې نو ته هلته  زما په ژبه  نه پوهیدې » سلطان ایوبي  ورته وویل   او د خنجر څوکه ئې د (ماریوس)  په غاړه  کې ور کلکه  کړه ، هغه  وویل ،« ایا تا  دومره ژر  ددې ځاې د خلکو ژبه  زده کړه ؟... ده  ته ووایه  چې خپله  وسله  سمدستې  د لاسه  و غورځوي .»
(موبي) په خپله ژبه  (ماریوس)  ته  څه وویل  نو هغه  خپلې   چُوغې ته لاس کړ او خپل خنجر ئې را وویست ، د هغه اوږودوالې هم د  ایوبي  هومره   و . سلطان ایوبي  ئې  د لاسه  خنجر واخست ،  او خپل خنجر ئې د هغې  دغاړې  څخه  لرې کړ او وئې ویل « پاته  نورې نجونی   چیرې دي ؟»
«تا  زما په پیزندګلوې  کې    غلطي کړي ده ، » (موبي)  په لړزیدلي  اواز  وویل «  زما سره بله کومه  نجلۍ نشته ، ته دکومو  شپږو نجونو  خبره  کوي ؟»
ماته  خداې  سترګې را کړې دي » سلطان ایوبي ورته وویل ، «  او خدای  را ته ذهن  هم راکړې  چې په کې هغه  م خونه  عکاسې کیږی  چې  یو ځل  مي کتلي  وي . ستا مخ  چې اوس  په نیمائې  نقاب   کې  پټ  دې  ما مخته هم کتلي  و.....ته  او ستا  دغې ملګري ته  خدای  داسې  ناقصه  ذهن  ورکړې دې  چې دکوم  کار  له پاره  چې تاسې راغلي یاست  تاسې د هغې وړ  نه واست ،  په سراې  کې تاسې دواړه   د ښځې او میړه په څیر  هستۍ ، دلته په راتلو سره تاسې   لور او پلار  و ګر ځیدئ ،  خو تاسو هیڅ هم  نه یاست  ، ستاسې  یو ملګرې  بهر د آسپونو سره ولاړ دې  هغه   ستاسې نوکر  نه دې ،  هغه مو  نیولې دې .»
دا  دعلي بن سفیان کمال  و ،  هغه ته (موبي) ویلې و  چې هغوی په سراې کې اوسیږې .  هغه  دوې  دواړه په خپله کمره کې   کښینول  او پخپله  راووت  او په  اس   سپور  شو او دسراې  په لورې  ولاړ، د سراې خاوندانوته  ئې دهغوی  د څهرو په  هکله  وویل  نو هغوی ورته وویل چې هغه خو  ښځه او میړه دې  او یو نوکر  هم  ورسره دې . هغه ته ئې دا مالومات هم ورکړ  چې هغوی د بازار  څخه   کالي  او څه نور سامانونه   هم  رانیولي دي  چې په هغې کې د نجلۍ  ه پاره  بُرکه  شکله  چوغه  او پڼې  هم  وې ، هغوی  علي بن سفیان ته ویلي و  چې هغوی ښځه  او میړه دي ،  هغه ددې څخه زیاته  نوره  پلټنه و نه کړه ، دهغوی د کمرې  قلف  ئې مات کړ او د هغوی د سام انونو  تفتیش  ئې وکړ. دهغې څخه ئې څو نور داسې شیان  را وویستل  چې دهغه  په بنسټ ئې شک په یقین  س ه بدل شو. علي بن سفیان  پوه  شو چې د سلطان ایوبي سره دهغوی  په یواځې توګه  دلیدنې کتنې موخه   به څه وي ؟
 هغه د هغوی  آسونه  هم کتلي و ، چې د ښه نسل   تیز ځغاستي  اسونه  وو . د سراې  د خاوندانو  څخه ئې دهغوی د اسونو په هکله  هم و پو ښتل نو هغوی ورته  وویل  چې درې واړه مسافرین په  اوښانو راغلي و  او دا آسونه   دغه نجلۍ  را غوښتي  و ،  د سراې خاوندانو دا  هم ویلي و  چې دنجلۍ خاوند  ګونګې دې  اونوکر  ئې هم ګونګې  معلومیږې .  هغوی د هیچا سره هم خبرې نه کوي ، خو حقیقت کې هغوی د  چا په ژبه  نه پوهیدل .
علي بن سفیان  بیرته  راغې  او وئې کتل  چې  غونډه پائې ته سیدلې ،  نو هغه سلطان  ایوبي ته ورغې  هغه ته ئې ددوې  په هکله  خبر ورکړ،  او ټوله  هغه قصه ئې ورته وکړه  چې نجلۍ  هغه ته  اورولې وه ، اوبیا ئې د سراې دخاوندانو  څخه تر لاسه شوې مالومات  هم هغه ته  په مخکې کښیښود ، د هغوی د سامانونو څخه  چې کوم  مشکوک  شیان  تر لاسه شوي و هغه ئې هم  ورته  ور و ښول ، او خپله  رایه  ئې داسې ورکړه  چې دوې  ستا د وژلو  له پاره راغلی دي . غواړي  ه تاسره په یواځې ځان  وویني ، هغوی به دا پلان  جوړ کړې وي  چې تا  ووژني او بیرته   و تښتي ، تر څو چې  خلکو ته  ستا په هکله  خبر  ور  رسول کیږي دوې  به دهمدې  تیزځعاستي  اسونو په مرسته د سیمې څخه ځانونه ویستلې  او د ښاره  به لرې  تللې وي ، او دا هم کیداې شي  چې دا  خلک تا ددومره ښایسته نجلۍ  په  فکر  کې   کړي او په   خوب ځاې  کې  ئې ستا و دژلو  پلان  جوړ کړې وي .

«سلطانه!» (ماریوس) ترې و پو ښتل « تاماته ولې عفوه وکړه » « په دې خاطر چې ته زما د وژلو په نیت راغلې وې » سلطان ایوبي ورته ځواب ورکړ . « خو دا نجلۍ زما د قوم د کردار د ختمولو له پاره راغلی وه ، او ستا دا ملګرې هم د همداسې یو پلان له مخې د ډیرو وګړو قاتل و ګرځید ، او تا زما د وینو په تویلو سره د خداې کتل غوښتل .»

سلطان ایوبي  په فکر کې ډوب  شوې و ، وئې ویل « هغوی  مه نیسئ   ، ترمائې یوځل  ا  ورسوئ »
علي  بن سفیان  هغوی  دننه ور  ولیږل  اوپه خپله د سلطان د  دروازې  تر څنګ  و درید ،  هغه د ساتونکو دډلې قومندان  را و غوښت  او ورته  ئې وویل  «  دغه  دواړه  آسونه د خپلو  آسونو  سره یو ځاې  تبیله کړئ ، زینونه ئې  را ښکته  کړئ او دهغې  سره ولاړ  سړې  تر  نظارت  لاندې و نیسئ . تالاشي  ئې کړئ  ، دهغې  په کالیو کې به خنجر وې  هغه ترې واخلئ »
دا  اح کام  پلې  کړل  شول واو د”میګنانا ماریوس»   ملګرې  و نیول  شو .دهغه  څخه یو خنجر تر لاسه شو  او دهغوی  آسونه  هم ظبط  کړل  شو.
اوکله  ئې  چې هغوی د سلطان ایوبي کمرې ته ور ننویست   نو په خبرو خبرو کې سلطان  دیوې سکّې په  غورځولو  سره په دې  ډاډمن شو  چې دا سړې   کوڼ  نه دې  ځکه هغه د سکّې  په  اواز  باندې سمدستې تر شا  کتلي و.
صلاح الدین  ایوبي نجلۍ ته وویلې «  چې دې ته ووایه  چې  زما  روح د صلیبیانو دخداې  په لاسو کې نه دې ، زما دخپل  اللهج   په اسو کې دې .»
(موبي) پر خپله ژبه د(ماریوس)  سره خبرې وکړې  نو هغه متوجه  شو او څه ئې  وویل ، (موبي) س طان  ایوبي  ته وویل  چې  « دا وائې  چې ایا ستا خدای  څه بل څوک  دې ؟  او ایا مسلمانان  هم خدای  مني ؟»
«دې  ته  ووایه  چې مسلمانان پر هغه خدای  عقیده او باور  لري چې  یښتوني  دې  او دریښتوني عقیدې خلک  خوښوي » سلطان ایوبي ورته وویل «  ماته  دا خبره  چا وکړه  چې تاسې دواړه  زما د وژلو پسې  را غلي یاست؟... زما  رب  !  که  چیرې ستاسې خدای  یښتونې واې  نو ستاسې خنجر به  زه  تر اوسه  پورې  له منځه  وړې وم. زما رب   ستاسې خنجر  زما لاس  کې راکړ.»  هغه د کومه  ځایه  یوه توره  راوویستله ،  اوڅو نور شیان  ئې  هم  ور وښول ، « دغه توره او دغه نور شیان  ستاسې دې ، دا ستاسو سره یو ځاې د سمندر څخه د هغه لورې دلته راغلي دې ، یکن  ستاسو څخه مخته ماته  رارسیدلې دې ،»
(ماریوس) د حیرانتیا  څخه پورته شو، دهغې  سترګې د حی انتیا نه  بوټې  را وتلې وې ، څومره خبرې  چې کیدې د (موبي) له لارې کیدلې ،  (ماریوس)  په خبرو  پیل وکړ  خو یواځې په خپلې ژبې  په خبرو کولو  پو هیده ،د خداې  په اړوند  دخبرو  اوریدو سره هغه وویل « داسړې د ریښتونې عقیدې خاوند بریښي ، ما غوښتل  ددې ځان واخلم  او وئې وژنم ،  خو اوس  زما  ځان  دهغې په لاسو کې  دې .دې ته ووایه ستا په سینه کې یو خداې دې هغه ماته  را وښیه ،  زه غواړم هغه خدای  ووینم کوم  چې ده ته  داښولې  چې دا خلک  ستا د وژلو په نیت راغلي دې .»
دسلطان ایوبي سره ددومره اوږ دو خبرو  مهلت  نه و ، که هغه  غوښتلې نو دواړه  ئې   جلادانو ته ور حواله کولې شول ،  خو هغه وکتل  چې دغه سړې   بې لارې  شوې  ښکاري ،  که چیرې دا پاګل  نه وي نوپه  ذهنی توګه خو    ضرورلارورکې دې . هماغه و  چې  د هغوی  سره  ئې  دوستانه  خبرې پیل  کړې . په همدې وخت کې علي بن سفیان  هم   را ننوت ، هغه غوښتل چې د سلطان  خیریت  و پوښتي ، سلطان  ورته  په خندا کې وویل   چې «هر څه  درست  دي    علي! ما  له هغه څخه  خنجر اخستي دي .» علي بن سفیان  د سکون  نه ډک  «اه » وکړه  او بیرته بهر ولاړ . 
(ماریوس)  وویل « مخکی  له دې  چې سلطان  زما  سر  له  تنې پرې  کړي ،  زه غواړم  دخپل ژوندد قصې  کولومهلت  راکړل شي ،» س طان اجازه ورکړه ، (ماریوس)  همغه  قصه  واوروله  چې څو شپې د مخه ئې  خپلې ډلې او  قومندان ته  په  هغه دښته کې اورولې وه ، ټکې په ټکې  ئې  همغه  سلطان  ایوبي ته واوروله ،  اوس نو هغه  په صلیب  د عیسې د  راځوړند شوې  بُت ، د پیغلې مریم د  انځور ، او د پادریانو دهغه خداې نه  چې دپادریانو د اجازې  پرته ورسره  خبرې  نه شي کیداې ،  نوره  هم په ډیره کلکه توګه بیزاري ښکاره کړه ، اووئې ویل « د مړینې تر مخه ماته  د خدای  یو څرک   یوځل  را وښایاست، زما خدا ې  زما کوچنیان  د لوږ ې  ووژل ، زما مور  ئې   ړنده کړې ده ، زما خور  ئې د شرابي وحشیانو په بندې ځاې کې ور اچولې ده ، او  زه ئې  دیرش کاله په بندې خانه کې ور  و غورځولم. زه  چې دهغې  ځایه څخه راووتلم  نو د مرګ په خوله  کې   را پریوتم .
« سلطانه!  زما ژوند ستا  په لاسو کې  دې .ماته  هغه ریښتونې خداې  را و ښایاست ،  زه  به هغه ته  فریاد وکړم او دهغې  څخه به انصاف  و غواړم .»
ستا ځان  زما په لاسو کې نه دې » سلطان  ایوبي ورته وویل « زما دخداې په لاس کې دې ، که چیرې زما په لاسو کې وای،  نو تر اوسه به تاسې زما د جلاد  د تورې  لاندې واست ، زه به تاته هغه  ریښتونې خدای  در و ښایم  چې ستا د  سر د پرې کو و  څخه ما   منه کوی .  خو تاته به په   هغه ریښتونې خداې  باندې عقیده  پیداکول وي . او که نه خداې  به ستا فریاد  وا نه وري ، اونه به ته انصاف ومومې » سلطان ایوبي د هغې خنجر  هغه ته بیرته ور واچاوه ، او په خپله ولاړ او دهغه  په لور ئې شا  کړه  او (موبي) ته  ئې وویل  « دې ته ووایه  چې زه  خپل ځان  تا ته سپارم ، دا خنجر  زما  په شا کې  ښخ کړه»
(ماریوس)  خنجر په لاس کې و نیوه ، هغه ته ئې  وکتل ، دسلطان  ایوبي  په ملا  ئې  سترګې ولګیدې ، پورته شو اودسلطان  تر مخه ولاړ ، هغه ته  ئې دسر  نه تر پښو  پورې وکتل ، دسلطان  ایوبي د  جلالي  شخصیت  اغېز و  یا د سلطان د سترګو  ځلیدا  وه  چې هغه ته ئې ریښتونې خداې  تر سترګو کړ.دهغه  لاس  و  رپیده  هغه خپل خنجر دسلطان  ایوبي  په قدمونوکې کښیښود ،  په   د واړو زنګونو  کښیناست  اودسلطان  لاس ئې ماچ کړ او په زور  زور  سره  ئې و ژړل ،  (موبي) ته ئې وویل « دې ته ووایه  چې یا خو دا پخپله  خدای دې  او یا داچې  خدای  ئې په سینې کې  ورننویستې دې ، دې ته ووایه  چې ماته خپل خدای  را و ښیه ،»
س طان  ایوبي هغه راپورته کړ  او د خپلې سینې سره  ئې یوځاې کړ  او په خپلو  لاسو ئې د هغې اوښکې پاکې کړې .
هغه ښویدلې انسان و ، دهغه  په زړه کې د مسلمانانو پر خلاف نفرت  او کرکه وه ،  او د اسلام پر خلاف د زهرو  څخه  ډک  و . بیا حالاتو  هغه د خپل  مذهب  څخه  بې زاره کړ ،  دا یو قسم  یونتوب   و ، یوه تنده وه  چې هغه ئې دداسي یو خطرناک  کار  د ترسره کولو په لور  روان کړې و .س طان ایوبي هغه بې  ګناه  ګاڼه ،  خو هغه ئې ازاد  هم  پرې  نښود. بلکه د خپل ځان  سره ئې وساته ، (موبي)  خو روزل  شوې را  استول  شوې وه  او را تښتیدلې جاسوسه وه  ، دا هغه اومه  نجلۍ وه  چې  د صلیبیانو پیغام  ئې  سوډانیانو  ته  ورساوه ، او هغوی ئې بغاوت ته تیار کړل ، ، هغه  د هیواد دښمنه وه ،  اسلامی  قانون  هغه  په  هیڅ  صورت  نه شوه بښلاې ، سلطان  هغه اودهغې م ګرې   علي بن  سفیان  ته ور وسپار ل، د تفتیش  په وخت کې  دواړو په خپل  جرم  اقرار وکړ . او دا  ئې هم  وویل چې   دخوراکي موادو  قافله   هم  همدوې   لوټلې وه  اونجونې هم  هم دوې  ازادې کړې وې  او داچې ټول  ساتونکې ئې  له منځه وړې و . او بالیان او دهغې  ملګری  هم  هم دوې  وژلي و .
دا پلټنه درې ورځې  روانه وه  په دې وخت کې د  (ماریوس)  ذهن  روښانه  شوې و ، یوځل هغه د سلطان ایوبي څخه پوښتلي  و « ایا تا  دا نجلۍ مسلمانه کړې او په خپل حرم  کې دې ور ننویستې ده؟»
«نن ماښام  به ددې  پوښتنې ځواب  درکوم » سلطان  ایوبي ځواب ورکړ.  دماښام  په وخت  س طان ایوبي (ماریوس)  له ځانه سره یوځاې کړ  او لرې ئې تر یوه ځایه پورې  یوې سیمي ته   یوړ،  د لرګي دوه   تښتې  پرتې وې  پر هغوی سپین  څادرونه  غوړیدلې و، سلطان  ایوبي څادرونه  له یوې خوا څخه  پورته کړل او (ماریوس) ته ئې  و ښول ، دهغې د مخ  رنګ بدل شو ، دهغه  تر مخه د (موبي)  لاش   پروت  و ، اوپه بلې تختې  باندې دهغه د ملګري  لاش ، سلطان  ایوبي د (موبي) په سر  لاس  کښیښود او  وروسته ئې   کش  کړ .د هغې   ګردن د وجود  څخه جدا و ، هغه (ماریوس) ته وویل ،«ما نه شوکولاې دا  وبښم ، تا دا  له ځانه سره  راوړې وه ، چې زه دهغې  په ښایست او جسم  باندې  زړه  له لاسه و کړم . خو ما ته دهغې  جسم  د  یوې ذرې په اندازه هم  ښه نه لګیده ، خو اوس   را ته  ښه ښکاري ،  اوس  چې ددې  جسم څخه دومره ښایسته شکل او صورت  لرې  شوې دې ،ماته  دا ډیر ښکلې  ښکاري ،  اللهج  دې  ددې  ګناهونه   معاف کړي .
«سلطانه!» (ماریوس)  ترې و پو ښتل « تاماته  ولې  عفوه  وکړه » 
« په دې خاطر  چې ته زما د وژلو  په نیت  راغلې وې » سلطان ایوبي ورته ځواب ورکړ . «  خو دا  نجلۍ زما د قوم د کردار  د ختمولو له پاره   راغلی وه ، او ستا  دا ملګرې هم د همداسې  یو پلان  له مخې  د ډیرو  وګړو  قاتل و ګرځید ،  او تا  زما د وینو په  تویلو  سره  د خداې  کتل  غوښتل .»
څو ورځې وروسته د  (میګنا نا ماریوس)  څخه  سیف الله  جوړ  شو  چې بیا د سلطان ایوبي  په ساتونکې  ډله کې ور ګډ  شو  اوکله  چې سلطان ایوبي له نړۍ  سترګې  پټې کړې  نو بیا همدې سیف الله خپل اخري  اولس  کلونه  د صلاح الدین ایوبي د قبر  تر څنګ  تیر کړل ، خو نن  هیچا ته معلومه  نه ده  چې دسیف الله قبر چیرې دۍ .
*****(۳۶)
پاته په څوارلسمه برخه کې .......

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery