مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلي و پيژ نئ! نو لسمه برخه (بنګښ)

دکتور لطيف ياد - استراليا

                
که چيرې د بنګښو پښتنو د نسب شجره په ژوره تو ګه تر څيړ نې لا ندې ونيسو، نوجو  ته  به شي چې بنګښ کر لا ڼي پښتا نه دي٠
تاريخ حيات افغاني د بنګښو د لو مړ ني استو ګنځي په اړوند داسي ليکي:" ددغې قبيلې لوی نيکه اسمعيل نو ميده چې د ګر ديز د سيمې په زرمت(زرمله) کې او سيده٠ وروسته بيا ددغې قبيلې د غړو تر مينځ کو رنۍ جګړې پيل شوې چې په نتيجه کې  دوی پر دوو ګو ند ونو و ويشل شو ل چې يوه يې سمل او بله يې ګاړه نو ميږي٠ هغه و خت چې په زرمت کې ددغې قبيلې د خلکو شمير مخ پر ډير يدو شو او له بلې خو ا يې د غلجي قبيلې زور او ځواک وليد نو تقر يبا ٦٥٠ کلونه دمخه يې دغه سيمه پر يښودله او وتلو ته اړ شول، چې و وسته بيا دوی په کورمې، پيواړ او شلوزان کې چې د سپين غره په سهيل کې مو قعيت لري خپله قبضه ټينګه کړه، خو داو کزيو او ددوی تر مينځ خوا بدي پيداشوه په هغه وخت کې خټکو هم د بنګښو سره مر سته وکړه او تر يوې سختې جګړې ورو سته يې د او رکز يو لاس له کو ها ټه لنډ کړ او خپلې واګې يې ور با ندې ټينګې کړې،څو په پای کې د بنګښو او او رکزيو تر مينځ سر حد وټا کل شو٠ ميدان او هغه دره چې اوس بنګښ پکې استو ګن دي د بنګښو او د شمال  غر نيزه سيمه او رکزو ته ورسيده٠"
 د تا ريخي رو ايتو نو سره سم  د اورکزيو  سيمې ته ددوی راتګ په کال ١٣٩٨ ع کال کې تر سره وی دی،چې بيا ورو سته يې دکو هاټ سيمه يې هم له هغو نه ونيوله٠ د يوه افسانوي ر وايت له مخې ددوی تر مينځ دغه شخړه د دای په نا مه يوه تن اواره کړه٠ په دې تو ګه چې يو ځل د بنګښو او اورکزيو ملکان د سيمو د ويش له پاره په در سمند نو مي ځای کې سره را غو نډ شوي وو او هرې يوې خوا غو ښتل چې زر خيزې سيمې تر لا سه کړي٠ له همدې کبله ددوی تر مينځ سو ه ونه شوه او نږ دې و چې ددوی تر مينځ بيا جګړه ونښلي٠ په دغه وخت کې د دای په نامه يو سپور سړی له ليرې را ښکاره و٠ څر نګه چې دواړه قبيلي يعني او رکزي او بنګښ له شخړو او لا نجو نه په تنګ شوي وو، نو دوی په دغې خبرې سره اتفاق وکړ که چيرې دغه سپور راشي ،نو دوی به ورته د بنګښو او اورکزيو د قبيلو تر مينځ د ځمکو او سيمو د ويش سؤ ال مطرح کړي او هر هغه نظر چې دای ورکړ دواړه خو اوې به يې مني٠ په د غه وخت کې دای نو می سپور را ور سيد او دواړو غا ړو ددغې شخړې د اوار ولو په سر له ده سره خبرې وکړې،دای په داسې حال کې چې پر اس سپور و په پښتو ژبه يې داسي وويل چې :

  د ای خو داسي وايي  ***  چې سمه د بنګښ، غر د او رکزي

ويل کيږي چې له هما غې ور ځې د دای ويش عم لي شو چې تر او سه پو رې د چلند وړدی٠

د بنګښو خيلونه:
 بنګښ په ډيرو خيلو نو ويشل شوي دي چې دغه خيلو نه په لا ندې ډول دي:ميران زي، بايزي، سمل زي،باده خيل(بډه خيل) ،حسن زي، عمر خيل، ايلم خيل، حسن خيل، لنډي خي ، مياوي، کا غذي، کمال خيل، مندو خيل، داؤد خيل، شادي خيل،دودا خيل، او داخيل،يو سف خيل، خا خيل، مير ا حمد خيل ، علي شير زي،عليزي، خدي زي،وردي خيل،ستوري زي، خواجه ا حمد خيل،بر ستوري زي، کوز ستوري زي،موزو خيل، نسيو خيل،تاتا خيل، کله سور خيل،وانک زي، لابي خيل، ازي خيل، شا هو خيل، لو دي خيل، شني خيل ،ګل خان خيل،عزت خيل، دولت خيل ، ګل شاه خيل، متو خيل، فتح خيل بلند خيل،لغماني، جمشيدي او نور٠٠٠

دبګښو د سيمې مو قعيت :
بنګښ په کو هاټ او هم په کو رمې ايجنسۍ کې استو ګنه لري٠
 د بنګښو سيمه ددرې په بڼه ده چې د ختيز نه لو يديځ ته د غرو نو تر مينځ پر ته ده چې لمر خاته او جنوب ختيز ته يې خټک،جنوب ته يې وزير او لو يد يز ته يې تو رې او سيږ ي٠ددوی ميداني يا اواره سيمه زر خيزه او بډايه ده چې ورته کوز بنګښ وايي او غر نۍ سيمه يې د بر بنګښ په نا مه يا ديږي٠

د بنګښو د استو ګنې سيمې او ځا يو نه:
بنګښ په کو هاټ، هنګو،ټل،کو رمې،پيواړ، شلوزان او پا ړه چنار کې استو ګنه لري٠ هغه  بنګښ چې په کو رمې ايجنسۍ کې او سيږي ،نو ددوی سيمه د پيواړ او پاړه چنار په نامه يا ديږ ي٠ همداراز بلند خيل، يو سف خيل او خا خيل بنګښ د ټل ښار ته نږدې د وزيرو په ګا ونډ کې ا ستو ګنه لري٠ مير احمد خيل او عليشیر زي په هنګو او د هغه په شا او خواکې استو ګنه لري٠

 د بنګښو د مشهورو ځا يو نو او کليو نو مو نه په دې ډول دي:
 نرۍ اوبه،ټل، درسمند،هنګو،اوسترزي،کسا ئي،تر غه، توره وړۍ،کڅ او مد خوزه٠
په پو ر تنيو سيمو بر سيره ډير شمير بنګښ په پيښور،کر ا چۍ او اسلا م اباد کې هم ميشته دي٠
بايد وويل شي چې ددوی پر سيمه تل بهر نيو ير غلګرو لکه مغولي تيمور، بابر، سکهانو او انګر يز انو بر يد ونه کړيدي ، خو ددې ځای غير تي خ کو ور ته په ميړاني غا ښ ما توونکي ځو ابونه ور کړي دي٠

په هندوستان کې ميشته بنګښ:
نواب غضنفر جنګ محمد خا ن بنګښ:
بنګښو د هند د اتهرا پر اديش د ايا لت په فرخ اباد کې د پښتنو يو ځا نګړی رياست درلود، چې بنسټ ا يښو دونکی يې نواب غضنفر جنګ محمد خا ن بنګښ و٠ ده په پيل کې د ډيلي په شا هي پو ځ کې يوه کو چنۍ پو ځي دنده درلوده، خو د شهزاده فرخ سير په ملا تړ يې يو زريز منصب تر لا سه کړ، چې د خپلې پو هې او زړورتيا په وجه يې په کراره کراره اووه زريز منصب تر لا سه کړ چې په پای کې د٥٢ زريز منصب خاوند او د هندو ستان په خلکو کې يې په( باون هزاري) سره مشهور و٠
کله چې ايراني نا درشاه د هند وستان نه بير ته خپل هيواد ته ستنيده،نو يو شمير يو سفزي پښتانه ور سره بند يان وو، خو نواب  غضنفر جنګ محمد خان بنګښ د خپلو پښتنو ورو ڼو د ژغو رنې او خلا صون له پاره ايراني نا در شاه ته درې لکه رو پۍ ور وليږ لې چې نو موړي يو سفزي خو شي کړي چې همد اسې هم وشول٠ نواب صا حپ ډير با تد بيره، زړور او ښه اداره چي و چې دده تر واکمنۍ لا ندې خلک ور نه ډير خو شا له وو٠ دده تر مړ ينې وروسته يې زوی قا يم الد وله قا يم جنګ نواب قا يم خان د فر خ اباد د سيمې نواب شو٠


  نواب قا يم خان قا يم الد وله قا يم جنګ:
نو موړی د ډيلي د واکمن له خوا د فرخ اباد د سيمې د نو ابۍ پر مسند و ټا کل شو ، خو وروسته د نواب منصور علي خان صفدر جنګ له خوا ووژل شو٠ نو موړي نواب د فر خ اباد د سيمې واګې په لاس کې و نيولې او خپل نا ئب رای نول ته يې د فر خ اباد سيمه وروسپا رله٠ په د غه و خت کې د نواب قا ئم خان مور خپل بل زوی نواب احمد خان چې د خپل ورور نه خپه شوی او په ډ هلي کې او سيده ور و غو ښت او نو موړې د مئو او نورو سيمو د ر ئيسا نو په ملا تړ رای نول وواژه او کله چې نواب صفدر جنګ د ر ای نو ل له و ژلو خبر شو ،نو د جګړې له پاره ور دمخه شو، خو نواب قا يم جنګ بنګښ هغه ته ما تې ور کړه ٠ نواب صفدر جنګ مجبور شو چې د بهر تپور د واکمن را جا سورج مل نه مر سته و غواړي او هغه هم په دې شر ط چې نو موړي ته به د ورځې ٣٥ زره رو پۍ ورکوي، څو په فر خ اباد بر يد و کړي، خو په پای کې مر هټه وو ددوی  تر مينځ سو له وکړه٠

نواب تفضل حسين خان بنګښ:
د نواب ا حمد خان تر مړ يني ورو سته نواب تفضل حسين خان د فر خ اباد دسيمي نواب شو، خو په ١٨٥٧ عيسوي کال کې هغه و خت چې د هند وستان ازادي غو ښتو نکو د انګريزي ير غلګرو پر خلاف عمو مي پا څون وکړ، نو پر نګيان د نواب تفضل حسين خان نه خپه شول٠ انګر يزانو د فرخ اباد ريا ست ضبط او نواب تفضل حسين خان بنګښ يې د خپل ريا ست او نو ابۍ نه بيو اکه کړ او مکې معظمې ته يې تبعيد کړ چې بيا هوري وفات شو٠

علا مه رشا د بابا د حيات افغاني دپيښور چاپ په ٧٤٣ مخ کې د فرخ اباد د نوابانو په اړوند داسي ليکلي دي:"په شمالي هند وستان کې تر ټولولوی او مشهور سيند ګنګا دی٠ ددغه سيند په لو يد يځه غاړه با ندې د فرخ اباد نوابي واقع ده٠ دفرخ اباد ښار په ١١٥٣هجري قمري کال غضنفر جنګ محمد خان بنګښ (مړ ١١٥٦ )هجري قمري کال ودان کړ او د وخت پا چا فرخ سير(١١٢٤-١١ ١هجري قمري) په نسبت يې فرخ اباد نوم پرې کيښود. د فرخ اباد د نوابۍ لو مړی نواب غضنفر جنګ محمد خا ن بنګښ واو په ١١٢٦ هجري قمري کال يې ددغې نوابۍ بنسټ ايښی دی٠دې نوابۍ تر ١٢٧٤ هجري قمري کال پورې پا يښت وکړاو وروستی نواب يې تفضل حسين خان وچې د هندو ستان د ازادۍ په پا څون (١٨٥٧ عيسوي) کې د لاس لر لو په تور پر نګيا نو حجاز ته فرار کړ او هلته په ١٢٨٨ هجري قمري کال مړ شو٠ نواب غضنفر جنګ محمد خان،دهغه زامن نواب قا يم خان او نواب احمد خان ددغې کو رنۍ مشهوره نوابان تير شوي دي٠
نواب احمد خان د پاني پت په مشهوره غزاکې ګډون درلود او د لوی احمد شاه بابا ه ټينګو ملګرو نه و٠نواب احمد خان چې په ١١٨٥ هجري قمري کال کې مړ شو پر ځای يې زوی مظفر جنګ دلير همت خان د فرخ اباد نواب شو، شپږ ويشت کا له يې نو ابي وکړه او ١٢١١ هجري کال مړ شو٠
د١٨٥٧ ع کال پا څون چې د هند وستان د ازادۍ له پاره نا کام شو، ددغې بنګښې کو رنۍ څو تنه په دغه پا څون کې دلاس لر لو په جرم پر نګيا نو په دار و ځړو ٠"
په فرخ اباد سر بيره په قايم جنګ،شاه جهانپور او په ډهلي کې هم بنګښ او سيږي٠ په ډهلي کې د بنګښو محله م هوره ده٠

همد اراز يو شمير بنګښ د ايران په ما زندران او خر اسان په ايا لت کې هم ميشته دي٠
يو زيا ت مير بنګښ په سعودي عر بستان، کو يټ او د خليج په عر بي هيوادونو لکه دوبی، قطر، ابو ظبي، عمان،مسقط او شا ر جه  کې هم استو ګنه لري چې اکثره يي په ټکسي چلولو او نورو خواريو او غر يبيو  بو خت دي٠

د بنګښو نا م تو شخصيتونه:
د بنګښو قبيله په خپله غيږ کې ډير پو هان،سياسي مشران، نوابان،ليکوالان ، شا عران او هنر م ندان روزلي دي چې د ځينو نومو نه يې دادي :نواب غضنفرجنګ محمد خان بنګښ،قايم ا لدوله قا يم جنګ نواب قايم خان بنګښ،نواب تفضل حسين خان،نواب احمد خان،مظفر جنګ دلير همت خان او نا صر جنګ امداد حسين خان چې دهند داترپ اديش دفرخ اباد د سيمي بنګښ نوا بان وو٠
د اورنګزيب عالمګير د زماني مشهور پښتو شا عرخواجه محمدهم د بنګښ په قبيلي پورې اړه درلو ده٠
په سيا سي مشرانو کې دمزدور کسان پار ټۍ مشر افضل بنګښ چې په پښتو نخواکې يې د مزدو انو او خواريکښانو د حقو قو له پاره  مبارزې کړي دي هم بنګښ پښتون و٠
د هند دمو سيقي ستر استاد ښا غلی ام جد علي خان چې د سرود استاد دی او دهغه زامن ښا غلي امان او عيان هم بنګښ پښتا نه دي٠
په دوبی کې د بنګښ پرا پر ټيز چير مين ښا غلی عبد النبي بنګښ چې د پښتو ژبي او پښتنو سره ډيره مينه لري او په دوبی کې پښتانه پرې را ټول دي او په درنه ستر ګه ور ته ګوري هم پښتون بنګښ دی٠

د بنګښو مجمو عي شمير:
حيات افغاني ١٤١ کلونه و ړاندې د بنګښو مجمو عي شمير ١٨ زره کور ه ښو دلی دي٠
خو هغه ورو ستۍ سر شميرنې چې په دغه سيمه کې شوي دي په مجمو عي تو ګه د ټو لو بنګښو شمير که هغه په کور مه ايجنسۍ کې اوسي او که په کو هاټ کې د ٣٠ زرو تنو په شا او خواکې ښودل شوي دي٠

ما خذونه:
١- حيات افغا ني، پښتو ژباړه،٤٥٧،٤٥٦،  ٤٥٨ او ٧٤٣ مخونه،دپيښور چاپ٠
٢- دپښتنو تا يخ ، لو مړی ټوک،د قا ضی عطاؤالله خان اثر،٣٩ مخ، دکابل چاپ ١٣٥٦
٣-پښتو نستان، عبدالرؤف بينوا،٢٧ مخ،١٣٣٠ کال، کابل
٤-Selection from the poetry of the AFghan from the 16 to 19 century,by Henry George Raverty,2008,forgotten books
٥- د ميزان جريده،په هند کې افغا ني النسله نو ابان او د هغوې د واکمنۍ سيمې او ريا ستو نه،د ٢٠٠١ کال دجنورۍ مياشتې ٦٧ ګڼه، د هند چاپ٠ چې په هغې کې په هندو ستان کې د افغا ني قبيلو او ددوی دریاستونو او نو ابيو په اړوند زما له خوا معلو مات چمتو شوي وو او په پر له پسي ګڼو کې راغلي دي
(نور بيا)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery