نجيب منلی
د فرانسې د ختيځو ژبو اومدنيتونو د انستيتيوت استاد
”نام خدا“ به ورسره وايو چې د نظره نه شي، په دې وروستيو دوو دريو کلونو کې په افغانستان کې د پښتو مجلو بڼ داسې و غوړېد چې نور نو ګومان نه کوم داسې کوم ولايت به وي چې پښتانه دې په کې شته وي او کومه پښتو مجله دې په کې نه وي.
د شکر ځای خو لا دادی چې د خپرونو زېږنتونو لا دروازې نه دي تړلي او دا هيله به بې ځايه نه وي چې په ډېر نېژدې وخت کې هر افغان ته، په هر ځای کې چې وي، د پښتو مجلې او اخبارونه ورسېږي.
له بده مرغه څومره مو چې د خپرولو وسايل ډېرېږي هماغومره مو د ليکوالو کمی لا ښه ځلېږي. هسې خو به هر څوک قلم راواخلي يو دوه پاڼې به ستا يا زما په ستاينه او غندنه، هغه د سقاو د زوی خبره ” روس او انګرېز ته په ښکنځلو“ او د دنيا پر نادودو سره تورې کړي خو داسې ليکوال چې هم يې له خبرو څه زده کړو او هم د ژبې په وړاندې د مسئوليت احساس وکړي لاتر اوسه د ګوتو په شمار دي.
له همدې کبله نن په لسګونو ”علمي، ادبي، سياسي، ټولنيزې، فرهنګي، خپلواکې نا پيېلې“ خپرونې لرو خو لکه زمونږ د کليو د ګڼو کورو ماشومان چې ټول په اخترونو کې يو رنګه جامې اغوندي همدغسې مو خپرونې هم يوازې د پوښتۍ د انځور په مرسته يوه له بلې بېلېدای شي، هغه څه يې چې په منځ کې دي هغه ټول سره يو شان دي.
دا ځکه چې زمونږ په ګوتو شمېر ليکوالان او پوهان د دوستانو تر فشار لاندې دي او هره ورځ ترې په لسګونو ليکنې غوښتل کېږي. نو که دوستان نه خپه کوي مجبور دي چې هماغه يوه ليکنه يا کټ مټ يا په څه ادلون بدلون څو څو ځايه چاپ ته ورکړي.
که د خپرونو له لوري خبره و ځيرو هم ورته انځور به تر ګوتو کړو: هر مجله، اونيزه او ورځپاڼه يو يا دوه تنه له ځانه تېر هېوادپال فرهنګي ځوانان په خپله توره او د الله په اسره چلوي. هغوی دا وس نه لري چې هره ليکنه وارزوي، کره او ناکره يې مالوم کړي او ان چې د پروفو په لوستلو کې هم ډېر ستونزې شته.
د همدغو مجلو اد خپرونو له برکته به د هېواد په نېژدې راتلونکي کې په ګڼ شمېر ژورناليستان او ليکوالان راوټوکېږي نو ځکه خو بايد پېژندل شوي ليکوال، پوهان او ژورنالستان دغه تازه نيالګي له پامه و نه غورځوي او بې له دې چې تر خپل سوري لاندې يې راولي په روزلو کې يې له چلوونکو سره هر اړخيزې مرستې وکړي. په دغو مرستو کې يوه دا هم ده چې د خپرونو د اغيزمنتوب د لارو چارو په لټولو کې خپلې تجربې، اندونه او فکرونه ورسره شريک کړي.
هر څوک لمر له خپلې کړکۍ ګوري. زه ژبه د ژبپوهانو، نحويانو او صرفيانو پلرنی جايداد نه بولم د خلکو د ژوند او چلند يوه وسيله يې ګڼم نو ځکه خو هر وخت او هر ځای دوستان دې ته هڅوم چې د خلکو د پاره د خلکو په ژبه ليکل وکړي. البته د خلکو ژبه چې وايم نو د خپل هېواد سياسي ضرورت هم نه هېروم چې بايد نور له قوميته وراخوا د ملت جوړولو په لور ګام واخلو. مانا داچې ليکل به په معياري پښتو کوو خو د امکان تر حده به دغه معيار د واقعيتونو پر بنسټ وي. ټول پښتانه، د امريکې له الاسکا نه د جاپان تر ټاپوګانو پورې او د شمالي قطب نه تر سوېلي قطب پورې، هر ځای چې وي هڅه به کوي چې د ليکلو د ژبې ګرامري بڼه يې يوه وي او د دې پر ځای چی له ځانه ګرامري جوړښتونه او لغتونه جوړ کړي د امکان تر حده زيار وباسي چې د د بېلو بېلو سيمو او تپو څخه داسې ټکي او اصطلاح ګانې را ټول کړي چې د ټولو پښتنو د ژبې د شتمنولو وسيله شي.
مونږ تر اوسه په کافي اندازه قاموسونه نه لرو چې پورته ياد شوی رسالت په غوره توګه تر سره کړو. خو په دې برخه کې د ټولنيزو رسنيو ګڼوالی داسې الهي نعمت دی چې ضايع کول به يې لويه ګونا وي! په هره سيمه کې د رسنيو شته والی دا امکان را کوي چې د هرې سيمې استوګن ليکوال په خپله د خپلو خېښانو، ګاونډيانو خبرې د ټولو پښتو ژبو او پښتو زده کوونکو تر غوږه ورسوي.
زما وړانديز دا دی چې د افغانستان، لا د نړۍ پښتو ژبې خپرونې په يوه خبره کې سره اتفاق وکړي او هغه دا چې هره خپرونه په خپله هره ګڼه کې کم له کمه دوه مخه د خپلې سيمې لغاتو او اصطلاح ګانو ته ځانګړې کړي او په ډېر لنډ ډول يې لوستونکو ته ور وپېژني.
د راتلونکو قاموس ليکونکو د کار د اسانه کولو د پاره به ټولې رسنۍ د لغات چاپولو په برخه کې يوازې يو منل شوی سټينډرډ کاروي:
- لغت يا اصطلاح په پښتو ټکو
- تلفظ، د خج د ښولو سره (ښه به دا وي چې تلفظ د پښتو نړۍ وال مرکز له خوا په منل شوې فونيميکي الفبې وي خو که څوک يې د ملايانو په دود په زور او زېر هم و ليکي تر نشت به ښه وي)
- په يوه يا دوه کرښو کې لنډه مانا يا تشريح
- د سيمې نوم او په هغه ځای کې د ليکوال له خوا د لغت د اورېدو د وخت يادونه.