مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-13   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلي و پيژنئ! شلمه برخه( بنو څي)

دکتور لطيف ياد - استر اليا

زموږ پښت پو هان( نسب پيژندونکي) بنو څي د پښتنو د کر لا ڼي ټو لنيز ې ډلې نه شميري٠ د تا ريخي رو ايتو نو له مخې دبنو څيو لوی نيکه شاه فر يد نو ميد چې ورو سته په شيتک  مشهو ر شو٠ دشيتک مور ککۍ نو ميده چې دده د زيږ يدو په وخت کې په لنګوال مړه شوه٠ پلار يې پر ده با ندې د شاه فر يد نوم کيښود٠ داسي روايتونه هم مو جود دي چې شيتک درې مير منې در لود ې، چې دلو مړۍ مير منې نه يې چې با نو نو ميده دوه زامن چې کيوي او سو راڼي نو ميدل و زيږيدل چې ددوی د مور دنوم له کبله دوی ته با نوزي يا بنو زي  ويل کيدل چې دبنو د سيمي پښتانه يې بنو څي بولي او د بنو د سيمي د تسميې وجه همدا مير من ده٠ دبلې مير منې او لا ده يې تڼي او دوړ دي٠ ددريمې مير من او لاده يې جيلم او هويد وو٠

ډپټي محمد حيات خان په خپل مشهور اثر تاريخ حيات افغاني کې چې  دده له خوا ١٤١ کلونه وړاندې په اردو ژبه کښل شوی و او بيا ورو سته په انګر يزي او پښتو ژبو ژبا ړل شوی دی د دوی د پخو انۍ سيمي او د بنو سيمې ته د بنو څيو د راتلو په اړوند داسي ليکلي دي:" د بنو څيو د استو ګني اصلي ځای د سليمان د غره يوه لړۍ يعني د شوال غر و او دبنو څيو تر راتګ دمخه په بنو کې دهني او منګلو قبيلي ميشته وې، چې بيا ورو سته ددغو قبيلو پير شيخ شاه محمد رو حاني(رح) د دوی نه له دې کبله خپه شو چې د غلو دانو عشر يا لسمه بر خه يې چې هغه ته ور کو له ور باندې بنده کړه، چې له هما غه و خته نو موړي پير د شيتک له او لادې نه د کيوي او سوراڼي اولاده د خپل زوی شاه نيکبين سره يو ځای د شوال دغره نه دې سيمي ته راو ليږل او اجازه يې ورکړه چې دوی بايد دهني او منګلو قبيلي له دې ځايه وباسي او دغه سيمه چې  دبنو څيو تر راتلو دمخه په ډنډ با ندې مشهوره وه په خپل واک کې راولي٠ څر نګه چې دشيتک اولاده د شوال په غره کې د وزيرو قبيلې د زور زياتي په وجه په تنګ شوي وو ،نو د نو موړي پير دغه خبره يې غنيمت و ګڼله او دغې سيمې ته يې ډله ايزه ليږ ديدنه پيل کړه چې لو مړی د تو چي سين سهيل او دګبر غره په شمالي لمنې ورغړ کې ميشته شول٠ بنو څيو د خپل پير د زوی شاه نيکبين په غو ښتنه درې کو ترې راوړې٠ ديوې کو ترې نه يې هيڅ بڼکې ونه ايستلي، ددويمې کو ترې نيما يې بڼکې او ددريمې کو ترې ټو لې بڼې يې وايستلې او درې واړه کو ترې يې دخپل يوه استازي په لاس د هني او منګلو قبيلو ته واستولي او دا پيغام يې ور وليږه که چيري هر هغه څوک چې خپل مالونه له ځا نه سره واخلي او له دې ځايه و ليږدي نو دوی به د هغې کو ترې په شان په امن کې وي چې بڼکې يې نه دي ايستل شوي او دوی ته به هيڅ ډول ځا ني او مالي زيان ور ونه رسيږي او هغه خلک چې په دې کار کې ځنډ وکړي نود دوی سره به د هغې کو ترې په څير چلند وشي چې نيما يي بڼي يې ايستل شوي وي يعني دوی ته به ځا ني او ما لي تا وانونه ور ورسيږي او پښيما نه به شي او هغه څوک چې نه ځي موږ به هغه د خپل پير په بر کت د هغې بې بڼکو کو ترې په څير لوڅ کړو٠کله چې هني او منګلو قبيلو د کو ترو دغه حال وليد او نو موړی پيغام يې واوريده نو په خپلو مينځو کې يې س ه سلا او مشوره وکړه چې که چيرې له دوی سره جګړه وکړي نو دبر ياليتوب هيله نشته٠ همداراز دوی د خپلې بې اتفا قۍ او د خپل پير د خپګان په وجه خو اشيني وو٠ له بلې خوا بنو څيو ددوی کرنې او زراعت ته تا وانونه رسول،چې په پای کې هني او منګل قبيلې مجبوره شوې چې خپله سيمه پر يږدي٠ دهني يو شمير خلک د هندوستان خو اته وليږ ديدل او لږ شمير د منګلو سره د سپن غره په سهيلي بر خه کې ميشته شول او په دې تو ګه بنو څيو پر دغې سيمې خپله واک ټينګ کړ او په ب پړه تو ګه يې دغه سيمه په خپله ولکه کې راوسته٠ که څه هم د بنو څيو له خوا ددغې سيمې د نيو لو نيټه نه ده معلومه، خو دوی د شيخ شا ه محمد روحاني(رح) په وخت کې چې دشاه رکن عالم همعصره او مر يد و دلته ميشته شوي دي او شا ه رکن عالم د ٨٨ کلو نو په عمر په(٧٠٥لمريز) کال له دې نړۍ نه ستر ګې پټې کړي دي٠"
خو علامه استاد رشاد(رح) د حيات افغا ني د پښتو ژباړې،پيښور په ٥١٠ مخ  په پايليک(پاورقي)کې دشيخ رکن ا لعالم په باب داسي کښلي دي:" شيخ رکن العا م د شيخ صد رالدين عارف زوی  او د شيخ بهاؤ الدين زکر يا ملتا ني سهر وردي لمسی دی، دده د مړ ينې کال په مقا م ا ت ار شا ديه (٨٥) مخ کې، د خز ينته الا صفياپه٢/٥١ مخ،د او ليا ملتان په ١٩٨ مخ او داوليا هند و پا کستان په ٣١٣ مخ کې٧٣٥ هجري قمري ليکل شوي دي٠"

د بنو څيو تر مينځ په خپلو کې د سيمو ويش:
د هني او منګلو تر وتلو و وسته دغو خلکو د خپل پير پر لار ښوونه د بنو سيمه په خپلو مينځو کې په دې ډول سره وويشله چې د کيوي د مشر ځوی او ا دې ته يې سهيلي بر خه، چې اوس په مير ي مشهوره ده د ککي تر ختيزو بر خو پورې چې په هغه وخت کې ز يا ته ابا ده وه و کړه٠ دکيوي دويم زوی سمي ته يې په مينځ کې تر نا ر پورې ځمکې او د سو راڼې او لادې ته د کو رمې د رود شمال ته تهل پورې سيمې ور کړل شوې٠

په هغه وخت کې د سو را ڼيو بر خه ځمکه زيا تره په ځنګلو نو پټه وه، خو اوس ډيره ښه او لو مړۍ درجه ځمکه ده٠
دميري داولادې بر خه( شمال) ته: د با رکزيو دواړه تپې، د نورړ تپه، دمه خيل تپه او دککي او بهر تهه دواړه تپي
د سو را ڼي د او لادې برخه( شمال او لو يديز): د مندا خيلو تپه چې په با زيد هم مشهوره ده٠ ولادين تپه چې په د هر مه خيل هم مشهوره ده٠ د کو ټي تپه چې په حسين هم مشهوره ده٠ د ولا خيلو تپه چې په خلعت هم مشهوره ده٠
د سمي د او لادې بر خه( منځنۍ): د تپي دواړه تپې اود عيسکي او فا طمه خيلو تپي٠ همداراز دسمي او لا دې ته د دا د شاه، شمن خيلو او امندي تپي په جهيز کې ورکړل شوي دي٠

د بنو په سيمه کې د پخو انيو او سيدو نکو په اړوند لنډ معلو مات:
د تا ريخي معتبرو منا بعو په حواله په پخوا نيو ز ما نو کې دلته د هند وان او يو نا نيا ن او سيد ، چې د پو رتنيو خبرو ثبوت د هغو زړو او لر غو نو سکو او ودانيو نه ښکاري چې د لر غو ن پيژ ند ونکو د څيړ نو په نتيجه  کې لاس ته ر اغلي دي٠ د لته د پخو انيو زړو ود انيو کنډ والې، ديو الو نه ، زړې کلا ګانې او نور تا ريخي ځا يو نه او اثار شته او هغه سکي چې لر غون پو ها نو تر لا سه کړي دي هغه ز يا تره د يو نا نيا نو او هند وانو له خوا ضر ب شوي دي٠

داسي تا ريخي رو ايتو نه هم  مو جو د دي چې په بنو کې د سبکتګين يا د غز نو ي سلطان محم ود د واکمنۍ تر پيله د بد ني په نوم يو قوم چې هند وانو ور ته مذ هبي عقيده در لو ده او سيدل ،څر نګه چې سلطان محم ود د خپلو ير غلو نو په وختو نو کې چې پر هند وستان به يې کول ځيني و ختو نه له همدې لارې تير يده، نو د مذ هبي تعصب او مخا لفت په وجه ددغه قو م او مشر انو سره چې دار الر ياست يې د سترام يا او سنی اکرا ښار و وجنګيده او هغوی ته يې ما تې ور کړه٠ دسلطان محمود لښکرو دغې سيمې او خلکو ته دو مره تبا هي و اړوله چې ډير يې ووژل شول او هغه لږ شمير خلک چې بچ پا تې شول نو هغوی ددغې سيمې پر يښو دلو ته اړ شول ٠ تر هغې وروسته دغه سيمه ور انه پر ته او په ځنګله بد له شوه٠ څو د غوري شهاب الدين د واکمنۍ په و خت کې د هني او منګلو قبيلې په دغه سيمه کې ميشته شوې ٠
بايد ووايو چې په هند کې د مغولي امپر اتور عالمګير په وخت کې د هغه زوی بها در شاه دغه سيمه ونيوله او سيد حسن نو می يې ددغه ځای حا کم وټاکه٠ تر او رنګزيب ور وسته دا سيمه خو دمختاره وه ٠ د ابدالي احمد شاه د واکمنۍ په وخت کې دغه سيمه دده په قلمرو کې شا مله او دکال دولس زره روپۍ ما ليه به يې تر ينه ا خيستله چې قلنګ بلل کيد له٠ ددې سر بيره يې  شپږ زره رو پۍ د سو رسات په نا مه چې د پا چا هي لښکرو خر څ او اذوقه وه را ټو لولې چې مجمو عا اتلس زره رو پۍ کيد ې٠

د سدوزي تيمو ر شاه په وخت کې په د غه ما ليه کې کو م بد لو ن رانغي،خو سدوزي زمان شاه د دوړود سيمي م ا  ليه چې د کا ل دو لس زره رو پۍ کيدې د ککه پير د غو ښتنې له مخې چې يو رو حا ني شخصيت و وبخښله او هما غه دو لس زره رو پۍ يې د بنو پر سيمه کيښود لې چې په مجمو عي تو ګه يې د بنو له سيمې په يو ه کال کې دير ش زره رو پۍ ماليه يا ق نګ را ټو لو لې٠ ددې قلنګ نه پر ته ددې ځای دراني حا کما نو د هند وانو نه يو ډول ما ليه د جز يې په تو ګه تر لا سه کو له٠

هغه وخت چې په ١٨٨٠ بکر مي کا ل يا ١٨٢٣ عيسوي کال کې ر نجيت سنګه د افغا نستا ن د واکمنۍ د کمزورۍ له کبله د بنو سيمې ته راغی او دغه سيمه يې په خپل واک کې راوستله نو ده هم پر دغو خلکو با ندې د کال يو لک رو پۍ ما يه وټا کله٠ چې دغه ماليه د سکها نو مختلفو حا کمانو لکه نو نهال سنګه، تا را چنداو را جا سو چيت سنګه  هم له دغې سيمې را ټو لو لې٠ هغه وخت چې فتح خان ټو انه د سکهانو له خوا پر دغه سيمې حا کم و ټا کل شو هغه د غه ما ليه يو نيم لکه رو پيو ته لو ړه کړه٠ درې کا له ورو سته سکهانو جر نيل ګوردت سنګه دغې سيمې ته د ما ليې د را ټو لو له پا ه ور وليږه چې هغه دغه ما ليه دوه نيمو لکو رو پيو ته لو ړه کړه او په دغه بر خه کې يې دو مره زور زياتی پيل کړ چې زيا تره خلکو خپلې ځمکې پر يښودې او تيښتي ته اړ شول٠

په ١٩٠٥ بکر ما جيتي کال چې ١٨٤٨ عيسوي کال سره سمون خوري انګر يزي سر کار پر يو ه فصل با ندې ٢٤٢٨٢ روپۍ تر لا سه کړې چې بيا  په ١٨٥٢ عيسوي کال په منځني ډول تقر يبا د کال ٨٥٠٠٠ زره رو پۍ ما ليه ر ا ټو ليده چې ا نګر يزان دغې ته د بنو په سيمه کې د ما ليې لو مړ نی انتظا م وايې٠ د ما ليې په د ويم انتظا م کې چې د ميجر جنر ال نکلسن له خوا تر سره شو دغه ما ليه ٩٤٤٤٦ رو پيو ته لوړه شوه٠ د بنو د سيمې د ماليې په دريم انتظام کې يې اندازه لو مړی ١٠٧١٠٥ رو پيو او تر هغې ور و سته ١١١٠٥٨ ته لو ړه شوه٠

د بنو د سيمې جغر افيوي مو قعيت:
د بنو سيمي لو يد يز ته د وزيرو غر، ختيز ته يې شا ه پور د ضلعې پو له، د م ټهه ټو اڼه سيمه او د جيلم د ضلعې د تله کنګ تحصيل يوه بر خه،سهيل ته يې ديره اسما عيل خان،شمال ته د لو يد يز نه نيولې د سنده در ياب تر ښۍ غا ړې پورې کو هاټ او د خټکو غر نۍ سيمه پر ته ده٠ بنو د کهرک، لکهي مروت او وزير ستا ن سره هم پو له لري٠ بنو د پيښور جنوب په  ١٩٢ کيلو مترۍ کې مو قعيت لري٠

اوږدوال يې له لو يديز نه چې هلته د کو رمې سيند د غره نه اوارې سيمې ته راځي، ختيز خو اته د شا ه پور تر ضلعې پورې ١٠ ميله او منځنی پلنو الی له شما ه تر جنو به تر څلو يښتو ميلو لږ زيا ت دی٠
بنو يو پراخ ميدان دی چې د کو رمې په سيند سره خړوبيږي٠په دوبي کې يې هوا توده او په ژمي کې داسي سړه وي چې انسان يې زغملای نه شي٠

حا صلات يې:
 شولې، غنم، جوار،ګني،تم باکو ، کورکمن او ادرک( زنجبيل ) دي٠  

ميوې يې:
 خټکي، تو تان،نارنج،ليمو،سنتره،چکو تره،کي ه،ام،خرما،انګور،انځر،انار او بيري٠

ګلان يې:
 ګلاب، چنبيل، رانبيل،داودي،لمر ګلی،عباسي، بند ابني،ګل خيرو، جعفري،ببري ګلی، پيغمبري ګل او داسي نور٠
په بنو کې ميشته نور قو مونه: په بنو کې پر بنو څيو سر بيره نو رقو مونه لکه خټک، مروت، وزير ،اپريدي، اوان،هندوان،کشميريان او لږ شمير بهاريان هم استو ګنه ل ي، خو خلک يې په سلو کې ٩٩ پښتا نه دي٠دخلکو ژبه يې پښتو ده، خو اينکو يا هندکو،پنجا بي او اردو هم پکې مروجه ده ٠      

د بنو څيو مشهور خيلونه:
لکه چې دمخ مو وويل  د شيتک لو مړۍ مير من بانو نو م يده چې زامن يې کيوي او سو راڼي نو ميدل چې دوی دبنوزيو يا بنو څيو په نا مه سره شهرت لري٠دکيوي د ښاخ مشهورې څا نګې دادي: ميري، سمي،با،رکزي،ککی، بهر تهه،نورړ،دهر مه خيل،ممه خيل،احمد خيل،بر هيم خيل، عا لم ګل خيل، خدر خان خيل،بورا خيل، مو سي خيل،سرکي خيل، نقره دين، وله خيل،قلندر خيل،برت خيل، ميټا خيل،سکندرخيل،جهندوخي ،مندان،سليم خيل،،بډاخيل،   سيناور،اسما عيل خيل، او نور٠٠
د سوراڼي مشهورې څانګې دادي:مند اخيل، و ادين،کوټي، ولا خيل،خوزک، کڅ زي،هيبک،ملي زي او نور٠٠


ما خذونه:
1- تا ريخ حيات افغا ني، دوهم چاپ ،پيښور٥٠٧-٥٩٤ مخونه٠
٢- پښتانه  د تا ريخ په رڼا کې، ١٣٧٩-١٣٩٦ مخونه.
٣-پښتو نستان،د ١٣٣٠ کل چاپ٠
٤- Bannu Wikipedia

(نوربيا)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery