قا ل الله تعالى :
شَهْرُ رَمَضَانَ
الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ م
ِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ
اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى
مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ [ البقره :١٨٥ ]
ژباړه : رمضان هغه مياشت ده چي قرآن پکښي نازل
کړى سو، کوم چي د انسانانو لپاره سرترپايه لارښوونه ده او په هغې کي د لارښووني او د حق او باطل د بېلوني نخښي
سته. نو چي څوک دغه مياشت وويني په هغه کي دي روژه ونيسي.
يادونه : د رمضان په مياشت کي د قرآن له نزول څخه م
طلب دا نه دى چي درست قرآن د رمضان په کومه يوه مياشت کي نازل سوى دى. بلکي مطلب دادى چي قرآن د رمضان د قدر په
شپه له لوح محفوظ څخه د دنيا آسمان ته ولېږدول سو او هلته په بيت العزت کي کښېښوول سو. بيا له هغه ځايه د حالاتو
په غوښتنه تر درويشتو کالو پوري نازل سوى دى.
لوى څښتن د دغي مياشتي د يوې شپې (
يلة القدر ) په هکله فرمايي:
إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ (١)وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ ا
ْقَدْرِ (٢)لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ (٣)تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ
رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ (٤)سَلامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ (٥) (١٨٥)وَإِذَا سَأَلَكَ
عِبَادِي
عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَ
َّهُمْ يَرْشُدُونَ (١٨٦)[ سورة القدر ]
ژباړه : موږ دا قرآن د قدر په شپه کي نازل کړى دى. او
ته څه پوهېږې چي د قدر شپه څه ده ؟ د قدر شپه تر زرو مياشتو ډېره غوره ده. ملايکي او روح الامين په هغې کي د خپل رب
په اجازه د هر کار د انتظام لپاره ، را کښته کيږي. هغه شپه تر څو چي سهار کيږي له سره تر پايه سلامتيا ده.
د دې لازمي معنا داده چي ليلة القدر د رمضان د مياشتي يوه شپه ده. حضرت بي بي عايشه (رض) فرم
ايي چي رسول (ص) وفرمايل: « د قدر د شپې د موندلو هڅه د روژې د مياشتي په وروستيو لسو ورځو کي وکړئ
».
روژه د اسلام د ارکانو درېيم رکن دى. لوى څښن د رمضان د مبارکي مياشتي روژه نيول د ډېر
سترو ګټو او ښېګڼو د تحقق لپاره پر مسلمانانو باندي فرض کړې ده. له دغو ګټو څخه يوه يې داده چي روژه نيول د نفس او
شيطان د لېزيمه کېدو او د هغو د غوښتنو او سراښيو د مخنيوي لامل کيږي. نفس اماره پر موږ واکمن سي او شيطان مو په
رګو سي او زموږ سترګي، خوله او ژبه، غوږونه او ترنامه لاندي خوا بدو چارو ته ګوماري. خو دغه نفس له روژې پ
ته بل هيڅ شى دونه نه کمزورى کوي، ځکه نو ويل سوي دي: ”اذا جاعت النفس شبعت جميع الاعضاء واذا شبعت جاعت کلها
. يعني کله چي نفس وږى سي د انسان د بدن ټوله غړي ماړه او ځواکمن سي، خو کله چي نفس موړ او قوي سي د بدن ټول غړي
وږي او بې سېکه سي. د روژې له نيولو څخه د ژبي، سترګو او نورو د ناوړو کړنو له ککړتياوو څخه زړه صفا او صيقل سي، د
وږو او بې وزلو؛ دغو ډېرو ساده، سپېڅلو او مظلومو انسانانو په حال خبر سي او پر سخت زړه يې د نرمېدو او عاطفې اوبه
په تېرېدو سي او مرستي ته يې ورودانګي. چي له امله يې د لوى څښتن د اجر او رحمت بارانونه پر راواو
ي.
په قرآن کريم کي د روژې د مياشتي د سترتوب او فضيلت درې
امله بيان سوي دي :
١. په دغه مياشت کي قرآن کريم نازل سوى دى.
٢. په دغه مياشت کي د قدر په نامه يوه شپه ده
چي د خير او فضيلت له مخي تر زرو مياشتو غوره ده.
٣. او په دغه مياشت کي روژه پر مسلمانانو فرض سوې ده.
د دغو فضايلو له مخي رسول ا لله (ص) دې ته ” شهر الله “ ( د لوى څښتن مياشت ) وويل او لوى څښتن
ته د نسبت ورکولو شرف يې وروباخښه.
د لوى څښتن نور سپېڅلي کتابونه لکه تورات، زبور اوانجيل هم
له لوح محفوظ څخه په دغه مبارکه مياشت کي نازل سوي دي. رسول (ص) به خپلو اصحابو ته د رمضان د مياشتي په راتګ سره
زېرى ورکاوه. په دغه د عبادت، رحمت او پاکۍ او ستره ګۍ او د اړو او بې وزلو سره د مرستو په مياشت کي مالي او بدني
عبادتونه زښت زيات ثوابونه لري. رسول (ص) فرمايي : « په دغه مياشت کي د رحمت او جنت ورونه پرانيستل کيږي او د
دوږخ دروازې تړل کيږي. او شيطانان پکښي بنديان کيږي. په دغه مياشت کي هره شپه د لوى څښتن لخوا يو ناره کوونکى
نارې وهي چي: ” اى د نېکيو غوښتونکې زموږ خوا ته راسه او اى پر بدو مينه او د شر او فساد غوښتونکې نور بس کړه “. په
دې سپېڅلې مياشت کي د ايمان د څښتنانو په رزق او روزي کي زياتوب راځي او هره شپه د دوږخ څه مستحقين له دوږخه
زاديږي. له دې امله رسول (ص) فرمايل: « که خلکو ته د روژې د ثوابونو حقيقت معلوم سي نو ټول به هيله وکړي چي کشکي
ټول کال روژه واى».
د روژې نيولو اهليت ( څوک د روژې نيولو اهل باله سي ) :
روژه پر هر
هغه نر او ښځه فرض عين ده چي عاقل، بالغ، مسلمان او روغ رمټ وي، مسافر نه وي او ښځه له حيض ( مياشتني عادت ) او
نفاس ( څلوېښتۍ ) څخه پاکه وي. د فرضيت منکر يې کافر او له اسلام څخه اوښتى او مرتد باله سي، خو که يې له فرضيته نه
وي منکر ، مګر نه يې نيسي او څه شرعي عذر هم ونه لري ګنهکار دى.
د روژې تعريف :
په اس
امي شريعت کي له سپېدې چاود ( صبح صادق ) څخه تر لمر لوېدو پوري د روژې په نيت له خوړلو، چيښلو او کوروالۍ (جماعو)
کولو څخه ډډي کولو ته روژه وايي.
د روژې حکمت :
په روژه نيولو کي ډېر ستر حکمتونه
نغښتي دي. خو تر ټولو ستر حکمت پکښي دادى چي په روژه نيولو سره شهواني نفس د انسان تابع کيږي او د هغه له امله
انسان د خپل حقيقي څښتن تابع او فرمان منونکى سي.
دروژې حفاظت :
که څوک روژه په ب
پړه پاملرنه ونيسي او ټول آداب او احکام يې پر ځان پلي کړي، نو بېله شکه به په روژه کي او تر هغې وروسته له
ګنهونو څخه د ځان ژغورنه ورته آسانه سي. هو، که څوک د روژې لوازم په پام کي نه نيسي او په ګنهونو اخته وي، که
څه هم د روژې نيت وکړي او له خوړو او اوبو او داسي نورو څخه ډډه وکړي مګر په حرامو ، غيبت، درواغو، بد ويلو ،
ښکنځلو، د خلکو په زورولو او جنګ جګړو او ظلم اخت وي، نو د هغه فرض به ادا سوي وي، خو د روژې له برکتونو او ښېګڼو
څخه به بې برخي وي. رسول (ص) فرمايي : «الصوم جُنة ما لم يخرقها» ( روژه سپر دى خو چي ورانه نه سي ). په يوه بل ح
ديث کي راغلي دي : « من لم يدع قول الزوروالعمل به فليس لله حاجة في ان يدع طعامه وشرابه » يعني څوک چي روژه
ونيسي او درواغ خبري او پر هغو کړنه پرې نه ږدي، نو لوى څښتن دې ته څه اړتيا نه لري چي دغه روژه نيوونکى له
ګنهونو پرېښوولو پرته يوازي خوړل او چيښل پرېږدي.
د پورتني حديث تر ترټني لاندي هغه کسان
هم راځي چي د پردو په پلوي ډول ډول تبليغات او نور ناوړه کارونه کوي او هغه بې شخصيته ساکښان هم پکـښي
اځي چي د ديني عالم لباس وغورځوي، د پردو غليمانو او د هغو د ګوډاګيانو د ډالرو په مقابل د هغو چوپړ ته ملا
وتړي، د هغو لپاره په تبليغاتو او کاغذي درواغ جوړولو ستړى هلاک وي او بيا په رسنيو او نورو کي د روژې د فضايلو
اومسايلو په باب اوتي بوتي هم ليکي. خداى مو دي له دغسي بې شرمۍ اوبې ننګۍ وساتي آمين.
څ
ګنده دي وي چي د خوړو، اوبو او کوروالۍ په پرېښوولو روژه نه بشپړيږي. بلکي روژه هله بشپړه بلل کيږي چي له
ناوړو چارو، منکراتو او هرډول ګناوو څخه وساتل سي. که د چا روژه په خوله وي او ترش ترش کيږي او پر نه څه خوشکي
کوي او د خلکو زورولو او جنګ کولو ته پلمه غواړي نو دا د روژاتي پر بې غيرتۍ او د لږي سختۍ پر نه زغملو دلالت
کوي. له دې امله رسول (ص) فرمايي: «اذا کان يوم الصوم احدکم فلايرفث ولايخصب فاِن ساپه احد او فاتله فليقل اني امرء
صائم» . يعني کله چي له تاسي څخه د يوه روژه وي نو چټي خبري او جنګونه او شخړي دي نه کوي. که چا ښکنځل ورته
وکړه نو په ښکنځلو او ورحمله کولو دې جواب نه کوي، بلکي ورته ودي وايي چي زه روژاتى يم.
روژه او
وغتيا :
څنګه چي په روژه نيولو سره د ظاهر او باطن تزکيه راځي، نو صحت او روغتيا هم ځني تر
اسه کيږي. حافظ منذري (رح) په ”الترغيب والترهيب“ کي د رسول (ص) دا ارشاد نقل کړى دى: «اُغزو تغنموآ وصوموا تصح
وا وسافروا تستغنوآ» ( دغه حديث د طبراني په اوسط کي روايت سوى او روايت کوونکي يې ټول ثقاټ دي ).
ژباړه : غزا
وکړئ څو ولجې ترلاسه کړئ. روژې ونيسئ، څو د روغتيا له نعمت څخه برخمن سئ. سفر وکړئ چي شته په لاس راوړئ.
د حضرت رسول (ص) دغه وينا بالکل درسته او حق ده، په تېره اوس په ساينسي دلايلو ثابته سوې او
ټوله پوه درملګر دغه خبر کوي.
د روژې نيت :
روژه
فرضي وي که نفلي، وقتي ( دروژې د مياشتي ) وي که قضايي، د نيولو نيت يې فرض دى. د قضايي روژې د نيولو د نيت وخت شپه
ده او بېله د شپې نيته نه روا کيږي. د وقتي او نفلي روژې نيت د ورځي تر نيمايي د مخه روا دى. خو ښه داده چي د هري
وژې د نيولو نيت د شپې تر سپېدې چاود دمخه وسي. د روژې د نيت تلفظ ته ضرورت نسته، ځکه چي نيت د زړه عمل دى او ژبه څه
دخل نه پکښي لري. نو څوک چي د روژې په نيت پېشلمى وکړي همدغه يې نيت سو. دغه راز که څوک پېشلمى ونه کړي او د روژې
نيولو په موخه امساک وکړي هم يې همدغه نيت سو. ( فقه السنة ).
د بدن زکات :
په يوه ح
ديث کي دي : « هر څه لره زکات وي او د بدن زکات روژه ده » .
د ژبي روژه :
د ژبي روژه داده
چي له درواغو، د دين، وطن او خلکو د دښمنانو په پلوي له تبليغاتو او خلکو ته له بد ويلو او زورولو څخه خپله
ژپه وساتې.
د غوږونو روژه :
د غوږونو روژه داده چي د ناروا خبرو له اورېدو څخه يې
وساتې.
د سترګو روژه :
د سترګو روژه داده چي له ناسمو، نارواوو او د اسلام خلاف او
چټي شيانو له ليدو يې را وګرځوې.
د نفس روژه :
د نفس روژه داده چي له حرص او سراښۍ او
نفساني غوښتنو څخه يې را وګرځوې.
د زړه روژه :
د زړه روژه داده چي د دنيا له ميني او مح
بت څخه يې خالي کړې.
د روژې مسايل او احکام
( الف ) روژه په دې شيانو نه ماتيږي:
که روژاتى په هېره څ
ه وخوري يا وچيښي روژه يې نه ماتيږي، که يې څه هم په ماړه نس وخوري. ( ترمذي او ابو داوو ).
د ورځي رانجه په
سترګو وهل، کريم يا داسي نور په سر يا بدن وهل او خوشبويي بويول پروا نه کوي او روژې ته څه تاوان نه رسيږي. ( ت
مذي ).
که په ستوني مچ يا غوماشه ننوزي يا لوګى ( دود ) په خوله ننوزي نو روژه نه ماتيږي، خو که دا کار په
قصد وسي روژه ماتيږي. ( ردالمحتار).
له ويني کښلو څخه، له رګ څخه وي که د بدن له کوم بل ځاى څخه روژه نه م
اتيږي. ( سراج احکام الاسلام ).
که مالګه يا سرکه خولې ته واچوي خو چي تېره يې نه کړي روژه يې نه ماتيږي. مګر م
کروه ده. ( سراج احکام الاسلام ).
که د کوچني لپاره ډوډۍ وژويي او له هغې څخه څه تېره نه سي هم يې روژه نه م
اتيږي. ( سراج احکام الاسلام ).
که د شپې د جنابت يا نورو له امله غسل ته اړتيا وي، خو د ورځي يې وکړې روژې
ته څه تاوان نه رسيږي، خو په دغسي غسل کي بېله عذره ځنډ ګناه لري. ( ترمذي ).
که خپله مېرمن مچ ( ښکل ) کړي
وژه نه ماتيږي. په دې شرط چي انزال نه سي.
( هدايه )
که روژاتى له خپلي مېرمني څخه مچه اخلي پروا نه
کوي، خو چي اعتماد ولري چي نه انزاليږي يا خبره تر کوروالۍ نه رسيږي. خو که دا اعتماد نه وي مچه اخيستل مکروه
باله سي.
که د پزي مواد ستوني ته ولاړ سي روژه نه ماتيږي.
که په ژبه کوم څه وڅکئ او بيرته يې تو کړئ
وژه نه ماتيږي. خو بېله ضرورته دغسي کول مکره باله سي. ( عالمگيري ).
هغه غوښي چي د روژاتي په غاښو کي بندي
وي او د نخودو تر دانې لږ وي او دباندي يې راونه باسي او و يې خوري روژه نه ماتوي. خو که دغه غوښي د نخود تر دانې
ېري وي يا يې له خولې راوباسي او ويې خوري روژه ماتوي. قضا يې لازمه ده خو کفاره نه لري.
( هدايه ).
( ب )
وژه په دې شيانو ماتيږي:
که په قصد سره په روژه کي څه وخوري يا يې وچيښي يا د ښځي سره کوروالي ( جماع)
وکړي، روژه يې ماته سوه هم به يې قضا راوړي او هم به يې کفاره ورکوي.
که روژاتى له خپلي مېرمني څخه مچه واخلي
يا يې په بدن لاس ووهي او انزال سي، روژه يې ماته سوه قضا به يې راوړي، خو کفاره نه لري.
که هغه څه په قصد
وخوري چي د بدن غذا نه بلل کيږي، لکه ډبره، لوټه، اوسپنه او داسي نور ، روژه يې ماته ده، قضا يې پر لازمه ده، خو
کفاره يې نه ده پر لازمه. خو ګل سر شوى له دغو توکو څخه نه بلل کيږي. که چا ګل سر شوى وخوړ روژه يې ماته ده او
ضا او کفاره دواړه پر لازم دي.
له نسوار اچولو څخه په خوله کي وي که په پزه کي روژه ماتيږي. ( ردالمحتار
او نور ).
له چلم او سګرېټ څکولو څخه روژه ماتيږي. پر قضا را وړلو سربېره به کفاره هم ورکوي. ( ردالمحتار
اوفتاواى واحدي ).
که په خوله کي د اوبو د غرغړه کولو پر مهال اوبه ستوني ته ولاړي سي اوروژه مو په ياد وه،
نو روژه مو ماته سوه، قضا يې واجب ده، کفاره يې نه ده واجب. ( هنديه او شامي ).
که په خپل اختيار، په ډکه خوله
قى ووهئ روژه مو ماته سوه. قضا يې لازمه ده اما کفاره نه لري.خو که خپل په خپله قى ووهل سي روژه نه ماتيږي. دغه
از که لږ څه قى درسي او بيرته مو په ستوني ننوزي هم مو روژه نه ده ماته. ( ترمذي، ابو داود او ابن ماجه او هدايه
).
د غاښو په کريمو يا په سکرو غاښونه پرېولل مکروه باله سي. که له دغو څخه څه په ستوني ننوزي نو روژه م
اتيږي. ( درمختار ).
که په روژه کي د چا په خوله د اوښکو يا خولو څاڅکي ننوتل او په ټوله خوله کي د هغو تريو
والى محسوس سو او هغه دغه څاڅکي تېر کړل، نو روژه يې ماته سوه، قضايې لازم ده.
که د روژاتي په خوله د با
ان څاڅکي يا واوره ننوتل او تېر يې کړل روژه يې ماته ده.
که چا په روژه کي غوږ ته د رمل يا داسي بل څه واچول
نو روژه يې ماته سوه، قضا يې واجب ده، خو کفاره نه لري.
که چا درمل په نس، يا مخ يا سر ووهل خو نس يا مغزو ته
ننوتل روژه يې ماته سوه.
( سراج احکام الاسلام ).
که چا ته اماله ورکړه سي هم يې روژه ماتيږي. قضا دې راوړي،
خو کفاره نه لري.
( هدايه او سراج احکام الاسلام ).
که روژه نيوونکى ګومان کوي چي سپېدې نه دي چاودلي او
څه وخوري او بيا معلومه سي چي سېدې چاودلي وې، روژه يې نه ده سهي او قضا به يې راوړي.
که ورېځ وي يا آسمان
ګرزجن وي او روژاتى روژه مات وکړي او بيا څرګنده سي چي اشتباه يې کړې وه او د روژه مات وخت نه وو، روژه يې
نه ده سهي او قضا به يې راوړي.
د ځينو علماوو په نزد له درواغ ويلو او غيبت کولو څخه هم روژه ماتيږي. خو
ډ ټولو علماوو په اند روژه نه ماتيږي اما د روژې برکتونه له منځه ځي. ( درمختار، عالمگيري او شامي).
که د
روژې په مياشت کي د چا روژه په کوم سبب ماته سوه نو به بيا هم د ورځي څه نه خورئ. په دې صورت کي ټوله ورځ د
وژاتيانو غوندي اوسېدل واجب باله سي.
( جـ ) په دغو چارو هم روژه نه ماتيږي:
له پېچکارۍ لګولو څخه
وژه نه ماتيږي. خو که پېچکاري په داسي ځاى کي ولګيږي چي مواد يې ګېډي ته ورسيږي روژه ماتيږي. په دې هکله دي له
پوه ډاکټر څخه معلومات وسي.
( جديد فقهي مسائل تو نور).
د ناړو په تېرولو روژه نه ماتيږي، خو په خوله کي د
ناړو راټولول او تېرول مکروه دي.
په سترګو کي درمل اچول يا پر ټپ ملهم ( مرحم ) وهل روژه نه ماتوي.
د ګ
وکوزو له پېچکاري کولو څخه روژه نه ماتيږي. په دې شرط چي دغه ګلوکور د کوم عذر له امله ولګيږي. بېله عذره د ګ
وکوزو لګول روژه مکروه کوي.
يوه چا ته له ويني ورکولو څخه هم روژه نه ماتيږي.
که په روژه کي غاښ په درد
سي او کښلو ته يې اړتيا وليدل سي، نو له کښلو څخه يې روژه نه ماتيږي. خو په دې شرط چي ويني ستوني ته ولاړي نه سي.
په مسواک وهلو سره هم روژه نه ماتيږي. ( عالمگيري ).
د پزي او وريو څخه د وينو د راتلو له امله هم روژه
نه ماتيږي. ( شامي )
د عطرو له بويولو څخه هم روژه نه ماتيږي. ( شامي ).
دغو کسانو ته اجازه ده چي
وژه ونه نيسي:
• که يو څوک داسي ناروغ وي چي د روژې په نيولو سره يې د مړيني قوي اندېښنه وي، يا په داسي
سخته ناروغي اخته وي چي که روژه ونيسي په غالب ګومان سره يې ناروغي نوره هم اوږديږي، يا له ناروغۍ څخه تازه ښه
سوى وي او تر اوسه يې لا ضعف او نقاهت نه وي ليري سوى او غالب ګومان يې دا وي چي که روژه ونيسم ناروغي به مي
بېرته راوګرځي، يا په داسي ناروغي اخته وي چي په ظاهره يې د جوړېدو هيله نه وي او د روژې نيولو توان نه لري. په
دغو مواردو کي د روژې نه نيول روا دي. په دې هکله د ناروغ اجتهاد او معلومات، غالب ظن او تجربه اعتبار لري.
يا د داسي ډاکټر خبر او مشوره اعتبار لري چي مسلمان او پوه وي، له خدايه بېريږي او له شرعي مسايلو څخه خبر وي.
په دې هکله د فاسق او بې دينه ډاکټر خبري اعتبار نه لري. که ناروغ په ناروغي کي وفات سو د دغو روژو قضا نه ده پر
واجب. خوکه ښه سو نو د نه نيول سوو روژو قضا به راوړي. که يې قضا رانه وړه او مرګ ورته ورغى نو وصيت به کوي چي د
ده لخوا دي د هري نه نيول سوي روژي په بدله کي مسکينانو ته فديه ورکړه سي. په دې شرط چي شته يې په ميراث پ
ې ايښي وي. د ده تر وفات وروسته دي د ده ورثه د ده د ميراثتې له دريمي څخه د هري روژې په بدل کي نصف صاع ( يو کېلو
اووه سوه پنځوس ګرامه غنم فديه ورکړي. که بېله وصيته مړ سو مؤاخذه کيږي. خو که يې ورثه له خپله توله د ده لخوا
فديه ورکړي نو د لوى څښتن له دربار او رحمت څخه هيله سته چي له مؤاخذې څخه وژغورل سي او دغه شان فديه ومنل
سي. ( هدايه، احکام مسافر او نور ).
• مسافر ته روا ده چي د رمضان روژې ونه نيسي او بيا چي پر کور سو قضا يې
اوړي. البته که په سفر کي روژه ضرر نه ور رسوي او ويې نيسي ډېر به ښه وي. خو که يې د روژې
د نيولو له امله روغتيا
ته تاوان رسېدى او کمزورى کېدى يا په سفر کي د غير معمولي پرېشانۍ د خطر سره مخامخ کېدى يا د سفر د ملګرو د پرېشانۍ
اندېښنه وه بيانو د روژې نه نيول افضل او نيول مکروه باله سي. رسول (ص) فرمايي:« ليس من البر الصيام في السفر» ( په
سفر کي روژه نيول ښه کار نه دى ). نور احاديث هم د دغي خبري ملاتړ کوي. که مسافر په سفر کي وفات سو د خوړلو سوو
وژو قضا نه ده پر واجب. خو که يې پر کور تر استوګن کېدو وروسته د خوړل سوو روژو قضا رانه وړه ګنهکار دى. تر م
ړيني دمخه به وصيت کوي چي د ده لخوا دي د هري نه نيول سوي روژي په بدله کي مسکينانو ته فديه ورکړه سي. (
هدايه، احکام مسافر او نور ).
يادونه : په کومه ورځ چي څوک سفر کوي د هغې ورځي د روژې اجازه هغه وخت ورکول کيږي
چي تر سپېدو دمخه سفر پيل کړي. خو که تر سپېدو وروسته سفر پيل کړي، نو د دغي ورځي روژه ماتول مباح نه بلل کيږي. ا
بته که چا تر سپېدو وروسته سفر پيل کړ او روژه يې ماته کړه بيا به يې هم يوازي قضا راوړي، کفاره نه لري. (احکام م
سافر د عالمگيري په حواله ).
• که چا په سفر کي د روژې د نيولو نيت وکړ او بيا يې بېله عذره ماته کړه مناسب
کار يې نه دى کړى، خو بيا هم صرف قضا پر لازميږي او له کفارې خلاص دى. ( احکام مسافر د فتاواى محمدي په حواله ).
که روژه د تودوښي په موسم کي وي او چا اراده وکړه چي سفر وکړي، څو روژې ونه نيسي او بيا يې په ساړه م
وسم کي قضا راوړي. يا په سفر کي دوې لاري په مخه ورسي چي يوه د مسافر ځاى ته نژدې او بله ليري وي او ليري لار د سفر
واټن بشپړوي او مسافر دغه اوږده لار د دې لپاره واخلي چي د روژې نيول پر واجب نه سي، نو په دواړو صورتونو کي
وژه نه نيول جواز لري، خو دا يوه ناسمه حيله باله سي. ( احکام مسافر د فتاواى ديوبند په حواله ).
• که د چا
ټول ژوند په سفر کي تېريږي په روژه او نورو مهالونو کي پر کور د استوګني وخت نه لري او په راتلونکې کي هم د اقام
ت موقع نه ورته ميسريږي. نو په دې صورت کي نه پر ده باندي روژه واجب ده او نه د فديې وصيت پر لازم دى.(احکام مسافر
د درمختارپه حواله ).
• کله کله په ځينو هيوادونو کي يوه يا دوې ورځي دمخه روژه پيلوي. که په دغسي
هيوادونو کي د کوم بل هيواد استوګن د هغه ځاى د خلکو سره يوځاى روژه ونيسي او هغه مهال خپل هيواد ته ستون سي چي
دېرش روژې يې بشپړي سوي وي خو د خپل هيواد خلکو يې اته ويشت يا نهه ويشت روژې نيولي وي، په دې صورت کي د ده روژې
پوره سوي دي، خو ده ته لازمه ده چي د روژې او د خپل هيواد د خلکو د درناوي په دود روژه ورسره ونيسي. د ده دغه
روژې به نفلي وي. ( احکام مسافر د شامي په حواله ).
• که يو چا د خپل هيواد د خلکو سره يوځاى د يوه بل
هيواد تر خلکو دوې ورځي وروسته روژه نيولې وي او بيا دغه هيواد ته سفر وکړي او هلته د دېرشو روژو په پوره کېدو
سره اختر سي مسافر دي هم ورسره اختر کړي او پر ده باندي د پاته سوو روژو قضا دي وروسته راوړي. ( احکام مسافر).
• که يو روژاتى په الوتکه کي سفر کوي او د مځکي په حساب روژه مات سي، خو الوتکي پنځه دېرش زره فټه لوړ
الوت کړى وي او لمر ښکاري، په دې هکله قاعده داده چي پر مسافر چي هر ځاى لمر ولوېږي افطار دي کوي. نو تر څو چي په
الوتکه کي لمر لوېده ونه ليدل سي تر هغو روژه ماتول جواز نه لري. ( احکام مسافر د شامي په حواله ).
• هغه مجاهد
چي په جګړه کي له ضعف څخه په بېره کي وي او مسافر نه وي کولاى سي تر جګړې دمخه لا روژه ونه نيسي. جهاد که څه هم بې
ه سفره وي د روژې د نه نيولو له اسبابو څخه باله سي. ( الفقه الاسلامي وادلته ).
پر شيخ فاني سپين ږيري او بوډۍ ښځي باندي چي روژه نه سي نيولاى روژه نسته . دوى دي هم د هري روژې په بدل کي
فديه ورکړي. خو که شيخ فاني د فديې تر ورکولو وروسته پر روژه نيولو قادر سو ، نو د خوړلو سوو روژو قضا پر واجب
سوه.
• څوک چي ستونزمن ( شاقه ) کار کوي پېشلمى او د روژي نيت دي کوي، که بيا شديده لوږه يا شديده تنده و
ته پيدا سوه او بېرېدى چي له امله يې ضرر ور رسيږي، د روژې ماتول ورته روا دي. بيا به يې قضا راوړي. د ضرر د تحقق
په صورت کي د روژې ماتول واجب دي.
( الفقه الاسلامي وادلته )
• هغو کسانو ته چي سر وکال شاقه کارونه
کوي او بېله دغو ستونزمنو کارونو د رزق او روزۍ بل مدرک او منبع نه لري، او د روژې په نيولو سره د مړيني يا سترو
مشقتونو سره مخامخ کيږي، د روژې نه نيول روا دي. دوى به د هري روژې په بدل کي مسکينانو ته فديه ورکوي.
دغه راز د هغو مجرمينو چي د شاقه کارونو کولو حکم پر سوى وي، او عملاً په ستونزمنو کارونو
د مشغولتيا له امله روژه نه سي نيولاى، هم دغه حکم دى. ( فقه السنه )
• اميندواري ( حاملې )ښځي ته او هغي ښځي ته
چي کوچني ته تى ورکوي او د ځان يا کوچني پر ضايع کېدو بېريږي ( دا د تجربې له مخي، يا د ثقه درملګر په وينا يا په
غالب ظن معلوميږي ). د رمضان د روژې خوړل روا دي، خو بيا به يې قضا راوړي. او فديه نه پر لازميږي.البته که د
کوچني له شيدو پرته په نورو خوړو چله کېده نو مور ته يې د روژې خوړل حرام دي او دا اجازه هم د کوچني تر دوه کلنۍ
پوري ده. کله چي کوچنى د دووکالو سي د روژې د خوړلو سوال له منځه ځي. دغه راز دغه اجازه هله ده چي دکوچني
پلار دونه مسکين وي چي بلي ښځي ته دونه پيسې نه سي ورکولاى چي د ده کوچني ته شيدې ورکړي او يا بله ښځه نه وي چي
دغه کوچني ته تى ورکړي.
• هغه چا ته چي د لوږي يا تندى له امله د ځان پر مړينه يا د عقل پر نقصان يا د ځينو ح
واسو پر خرابېدو وبېريږي روا ده چي روژه ماته کړي. بيا دې قضا راوړي. البته که د ځان پر وژنه بېرېدى روژه نيول و
ته حرام دي. ( الفقه الاسلامي وادلته ).
که ناروغ، مسافر او هغه چي لويښت ته نه وي رسېدلى
روژه ونيسي روايښت لري، ځکه چي دغه کسان د اداء اهل باله سي. بلکي که څه هم پر کوچني روژه نه ده واجب، خو
کالخواى ته يې ښايي چي کوچنى وهڅوي چي روژه ونيسي، څو له کوچنيوالي ورسره عادت سي.
فــديـه :
فديه د هري روژې په بدل کي يوه اړ ته په دوه وخته خوړو ورکولو، يا د نصف صاع ( يو کېلو، اووه
سوه پنځوس ګرامه ) غنمو يا د هغو د بيي په ورکولو ادا کيږي.
کفاره :
کفاره داده چي دوې
مياشتي پرله پسې روژه ونيسي. که دا نه سي کولاى شپېتو مسکينانو ته دي په ماړه نس دوه وخته ډوډۍ ورکړي. يا دي هر
يوه ته يو کېلو، اووه سوه پنځوس ګرامه غنم يا د هغو بيه په ورکړي. او هر څو روژې چي چا خوړلي وي، که يې څه هم د دوو
رمضانو څو څو روژې خوړلي وي يوه کفاره يې کفايت کوي. (سراج احکام الاسلام او فتاواى واحدي ).