مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-02-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغان ژورناليست سفر اسيايي هيوادو ته

خالد هادي

د کاناډا د صدراعظم سره د آسیایي هیوادو په سفر کې دافغان رسالی مشر ملګری و

 

دکاناډا صدراعظم ښاغلي پاول مارتین له خپلې میرمنې شیلا مارتین  او ورسره هیت سفر د سونامی ځپلو هېوادونو ته پیل کړ.

.د کاناډا د صدر اعظم  ښاغلي پال مارتین د آسیایي هیوادونو چې  دتایلند،سری لانیکا، هند، جاپان ،چین او هانګ کانګ څخه وکړه دافغان رسالې مشر احمدشاه هوتکی  د لومړنی افغان  ژورنالیست په توګه ورسره ملګری و او داسفر چې د جنوری د میاشتې له ۱۴ څخه  پیل او د جنوری د میاشتی له ۲۳  نیتې پوری یی دوام وموند.

په دې هیت کې د کانادا یوشمیر وزیران، د پارلمان غړی او کاناډایی ژورنالیستانو ګډون درلود.

دا سفر دکاناډا د پلازمنې اوټاوا  د نړیوال هوایی ډګر څخه د کاناډا د صدراعظم په خاصه الوتکه  کې   پیل سو او د ترکیې پلازمنې انقرې پورې    ۱۲ ساعته مسلسل  پرواز نه وروسته ورسیدلو . د ترکی د پلازمنې انقرې په هوایی ډګر کې د راکښته کیدو وروسته ،  د کاناډا د صدراعظم  څخه د انقرې په هوايي ډګر کې د ترکی چارواکو لخوا تود هرکلی وسو او بیا یې   د ترکیی د چارواکو سره   لیدنه او کتنه  وکړه. د انقرې  د هوا تودوخی درجه ۱۵- ۲۰ سانټی ګراد ته رسیدله.  هوا بارانې او اوریځ وه، د هغه ځای ماښام و.

وروسته له تم کیدو  څخه بیا د تایلند په لور پرواز وکړی.

  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery