ن - اکيس ١٣٨٣ سلواغه ١٥ مه
خواجه دزړه خبره وروسته وکړه .
دارمان ملي ورځپاڼې دسلواغې په ١٤ مه ګڼه کې له کوم ويب پاڼې نه دخواجه بشير احمد انصار ي په نوم ديوه چا ليکنه دملي سرود په اړه چاپ کړې ده ، په دغه ليکنه کې نه پوهيږ م ليکوال او که دورځپاڼې چلوونکي دومره له ملي سرودسره حساسيت درلود چې دليکنې سرليک يې د ( سردوى که ملى نيست ) ليکلى دى .
يا کېداى شي دغه غلطي دملي سرود برکت وي چې په اړه يې سپکاوى شوى دى ، متل دى : چې مړى شرميږي نو ....
دملي سرود په اړه نوموړي ډېراوږدې ببو لالې ويلي خو وروسته يې هغه خبره کړې دکومې چې دنه زغم له کبله دده په بدن او ر بل کړى دى .
ملي سرود ، لکه چې معمول ده داکثريت په ژبه وي ، خو دلويې جرګې ځينو استاز و سره له دې چې په ستيجونو دملي يو والي نا رې وهي دغه قاعده ونه شوه زغملى او د سلګونو خلکو داستازو وخت يې ضايع کړ .
بشير احمد ، چې دخواجه او انصاري دوه پاکې کلمي يې خپل متعصب نوم پورې په زوره د روستاړو او مختاړو په ډول نښلولي هم له همدې ډلې دى .
نوموړي له دومره او ږده نوم سره بياهم دسرود ملي په مانا نه ده پوه شوى دهغه په ليکنه کې لولو : (( رسم براين است که در کار هاى هنرى مهمى چون سرود ملي ... )) حال داچې هنر بيل شى دى او ملي سرود بيل ، ځکه ملي سرود يو ژمنه وينا او سياسي شعار دى نه تخيلي او شاعرانه کلام .
بله خبره چې دا بې منطقه خواجه کوي ، هغه په او سني قبول شوي ملي سرود کې دده په وينا د مفا هيمو دغير منطقي انتقال خبره ده ، ولې دغه خواجه ملامت نه دى له ضد نه يې پښتو ژبه نه ده زدکړې او پرې نه پو هيږي که نه نو ملي سرود کې دغه ستونزه نه شته .
دغه خواجه ( دخواجه بلادې ورپسې سي ) په ډرامتيک ډول له خولې داخوت خبره هم باسي او ليکي : (( اشاره صريح به پيوند اخوت و برادرى درميان افراد اين ملت ... که بايد بدان تو جه مى شد... ))
خو په سرود کې وينو چې پرته له خواجه صيب نه نور دټو لو قو مونو ، نومونه راغلي او ور پسې راغلي ( دوطن دمور بچيان يو ) نه پوهيږم دنوموړي له اخوت نه مطلب څه دى او که داخوت په مانا نه پو هيږي ؟
شايد ددغه خوا جه د افغانستان له کلمې سره هم ډډه نه لږيږي ، نوموړي ليکي : (( چقدر جنايت است .... که تاريخ چند هزار ساله را ...اريانا وخراسان طفره رفت . ))
که دخواجه په زړه واى نو بايد ټول تاريخ په څو بيتيزه ملي سرود کې ځا يه شوى وى ، خودا هم دنومو ړي له ملي سرود څخه ناوړه پو ها وى دى .
خواجه ، په بل ځاى کې دطالب نوم يادوي خو دغه نوم نه دهغه هدف هغه ټبر دى چې دى يې نه شي منلي .
خو دا په دې نه پوهيږي چې طالب ديوه خوځښت نوم و، نه ديوه ټبر ، ځکه په دغه خو ځښت کې دهر قو م لږ ډېر خلک وو، او که خبره دضرر شي نو دهغوى ضرر دنورو وسلوالو ډلو په څېر ټولوته رسيدلى دى .
هغه په پټو سترګو ليکي : (( چقدر خجالت اور است که سرود ملى .... فاقد استقلال طلبى و... باشد ، خودا دملي سرود دغه برخه نه ويني چې : (( دى شعار مو ازادي . ))
نوموړى دترکيه ، پاکستان ، بنګلاديش او ... ملي سردونو نومونه اخلي او لوستونکى پوهوي چې ګواکې ده دخپل کمپاين اود ادعا دثبوت له پاره دومره مطالعه کړې خو داسې ښکاري چې ده تش نومونه او ريدلي او بس .
ځکه دپاکستان په خاوره کې دپنجاب ، سند، بلوچ ، پښتون ، ګجرات له قو مونو پرته په لسګونو نور قو مونه ژوند کوي خو په سرود کې يې يوازې (( پاک سرزمين شا د باد )) راځي خو دى په خپل سرود کې د ٨ ټبرونو له ذکر سره بياهم هغه ملي نه بو لي .
نوموړى ، باندې دومره تعصب زور کړى چې دملي سرود شاعرته چې دده له قد نه زيات کتابونه او مقالې ليکلي ، دبې سواد ټا په لګوي اوپه سپين سترګى ليکي : (( سرنوشت سرود ملي ما به دست کسانى مي افتد که يک روز هم مکتب نه رفته . ))
له دومره ببولالو سره خواجه صيب دکار خبره وروسته کوي او هغه داچې خپله کرکه دپښتو ژبې په وړاند ې په ډاګه کوي ، هغه دټولو ملي سرودو نو چې ده يې نومونه اخستي په خلاف ليکي : (( اګر هنګام ساختن اين سرود در کنا ر پشتو از زبان فارسى هم استفاده ميشد به نفع کشور ، حيثيت و وزنه فرهنګى ان ميبود . ))
په دې ډول خواجه ، خپله پوچه مفکوره چې (( پښتو وزن نه لري )) په ډاګه کوي ، حال داچې دپښتو دفرهنګي غنا له پاره ديو خارجي څيړونکي دغه لنډه جمله هم کفايت کوي چې ويلي يې دي که پښتو ادب نور هيڅ نه وي نو يوازې لنډۍ يې هم کافي دى .
نو خواجه صيب ديوې ژبې چې يوازې لنډۍ کافي وي نو هغه ژبه به ولې وزن نه لري .؟؟
د نوموړي له نورو ګډووډو تېريږو خو دومره ورته وايو چې که زړ دې نه سړيږي او نورې هم دغه شان نفرت زېږونکې ليکنې کوي نو لطفا دې دخواجه او انصاري کلمې چې عام ولس ورته احترام لري دخپل نوم ضميمه و نه ګرځوي .