مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ژوند : ژوند څه شی دی ؟ دژوند فلسفه څه شي ده ؟

څېړندوی احمدشاه پوپلزئ

ژوند

د هغه مخلوقاتو په حق کښي يو ه قبوله پدېده ده چي د خپلي بقاء دپاره د شعوراو عقل څخه تر وروستى نېټې پوري کار اخلي همدغه کار او فعاليت د هر ژوندي زېروح  په تړلي چوکاټ کښي د هغه ماحول او ضرورياتو په  پوره کولو کښي رغنده هڅونه ده.
ژوند حق دى خود هر زيروح دعمر د تعين د پاره ځانګړى حد ټاکل شويدى لکه د هستوګني د پاره يې چي د جغرافيايي مؤ قعيتونوتثبيت معين دى ، ژوند (الهي اعطاء ) مخلوقات  په څو ډولونو سره وېشلي دي لکه : انسانان، حيوانات،شياطين اوآسماني عالم.
د دې جملې څخه درې ډلي ( انسانان، حيوانات، او شياطين ) د همدې خاکي مځکي پرمخ د خپل ژوند دهست او نيست تګ اري دروازه په خلاص حالت  د کار او پيکار په درشل کښي چي د طبيعي حوادثو اويو د بل ضد کړنلارو مقابله ده  د خپل توان اوقدرت په اندازه استعمالوي.
هره يوه د دې ډلي غواړي په يوازي والي سره د خپل ماحول چاپېريال  خوندي وساتي خو داچي د خود خواهى حس او نفسي غريضې دوى په يوه حالت کښي نه پرېږدي نو د يو بل د راپرځولو په تکل کښي پلانونه او دسيسې جوړوي چي بيا هم د پورته ويل شوي فورمول په تحقق د خپل استعداد په اندازه فعاليت ښکاره کوي.
انسان چي دهمدې مخلوقاتو څخه يو بارز مخلوق دى  خپله برتري په نورو مخلوقاتو د علم له رويه ثابته کو اى شي ځکه د انساني شعور سربېره د عقل په دردلودلو سره د کائيناتو په تسخير کښي  لوى رول لوبوي.
د همدې بې ساري  پوهي  له کبله  نن ورځ د غرونو په زړه ، د بحرونو په تل او د هوا په څپو کښي حتى د کائيناتويعنې  آسمان لورته چي د سپوږمۍ اومريخ مدارونه دي د خپل قدرت  تماشا ګري کوي له همدې کبله ويلاى شو چي په دې درې ډو ه مخلوق کښي انسانان د لوړي رتبه خاوندان دي.له بده مرغه د همدغه انسانانو په سرشت کښي مختلفو مرضونو خپله اره خلاصه کړېده چي په مرموزه توګه داخل کېږي ځني يې روحي او ځني يې فزيکي تاء ثيرات په رغنده حالت پرېږدي  د وحي امراضو په قطار کښي يو ډول  د سادېزم مرض دى دا مرض داسي خطرناکه حالت لري چي د انسانانو زورونه، وژل، او په کړاونو کښي ميشته کول و مريض ته په ارمغان لري.
 که څه هم په علمي دنيا کښي د همدې مرض د علاج د پاره د روانشناسى بخش د روحي غذا په چوکاټ کښي را مينځ ته شويدى خو بيا هم د هغه قبول شوي فورمول له موخي چي مدني انون د لاس لاندي افرادو د پاره په دستور العمل کښي قاعده ده پاتي راغلى دى يعنې د حکمران په نزد د يوه سالم او پاکي قاعدې بخش نه لري  څو د هغه خودخواهيو او نفسي خواهشاتو طرز ته چي د بشري ټولني په انساني نظام کښي بدبختي  را منځ ته کوي او مبداء يې له همدي حاکمانو څخه سرچشمه اخلي منفوره کړي له همدي کبله په نړۍ کښي د اب قدرتونو له لوري په لاس لاندي هيوادونو باندي د استثمار او استعمار لمن پراخېږي.
انسانان د همدې خپلو غوښتنو په درلو دلو سره د تل د پاره په اکثره حالت کښي د نړۍ د جنجنالونو د راپورته کولو سبب دي او  وي به. د دې طرز په مقابله کښي د هغه انسانانو پياوړي خدمتونه او قربانى چي د بشر په ګټه يې د خپلو زحمتونو او کلونو ، کلونو ربړونو په نتيجه کښي  په حسن نيت سره د خپلو لاس ته راوړونو په  عوض کښي پرې ايښي دي د ياده نه شو ويستلاى خو داچي د مغرضينو اکثريت حاصل دى د همدي خدمتونو زيار يې په معکوس انډول سره پلورلى او ترويج کړيدى په يوه مثال سره:
د برق د روښانه کېدل د خونو د روښانه کېدلو په خاطر په معکوس حالت سره د پوليسو د برقي ډڼډې په حيث، د انرژى د توليد په غرض د يورانيوم حاصلول په عکس سره د اټم بمب د جوړولو په غرض او داسي نور په زرهاو مثالونه موږ ته دا را په ګوته کوي چي  د علمي دنيا او انساني تګ لياري  خادمان په اقليت کښي دي ځکه انسانان د خپلو غوښتنو لورته  هڅونه لري  او د خپلو تقاضا و د پوره کولو په خاطر  تل د نورو مخلوقاتو پر حقوقو تجاوز خپله روا مبارزه بولي.
حقيقت دادى چي مخکي له علمي مسائيلو نه د منفي کړنلارو زده کړي هيڅکله خپله پېش قدمي نه ده حاصله کړې ځکه تر شعاع لاندي راځي او نه شوکولاى د اوليت حق ورته ورکړو، په مقابل کښي د ساينسي اختراعاتو دلاري پيروانان د کمالا تو له رويه په لوړه سطح خو د کميت په لحاظ لږ دي نو تل د منفي اثراتو په تاء ثر کښي ګېر پاتي کېږي يعنې نه شي کولاى د خپلو لاس ته راوړونو څخه د هغه تقليدي اشخاصو په ضد چي د علمي اساساتو لاره په منفي او منفورو قوانينو بدلوي د محاکمې ميدان ته راو کاږي او ثابته کړي چي حق د باطل په ضد دى دا چي د حق او عدالت ترازو په خپل واک کښي ثابت لري د نيست  يا منحل کېدلو له حالت څخه را وزي او د يوې الماسي کاڼي په شکل ځلانده روښنائي ورکوي.
د همدې بحث د پار دوې نظريې شته :
لومړى :
هغه کسان چي د نيا د خپل نظر په ليدلو سره غواړي او تل دا کوښښ کوي د دوستى تړون د نورو همنوعانوسره د خپلو خواهشاتو په پوره کولو کښي را ونغاړي او يا هم د جنګ له لاري خپله برتري په نورو باندي و مني  څو د هغوى ټوله شته مني د خپلي ارادې ښکار و ګرځوي.
داسي کسان تل نورو خلکو ته په کرکه ګوري او د ژوندانه ټول اړخونه  د مقصد او مرام  په چوکاټ کښي تمثيل کوي که چيري د تعهد يا دوستى تر عنوان لاندي کوم پېشنهادي اړيکي د ټينګولو په حال کښي پرېږدي خو په څنګ کښي يې  همدا حالت د خپلو اغراضو د پوره کولو هڅونه بولي او د انساني معاشرې حالت ته چي د اړيکو ټينګول که څه هم د کمبوداتو د پوره کولو په خاطر رامنځ ته کېږي چي د انساني ژوند د رواياتو  او متقابله خدمتونو بدله ده نه مني . د دوى په نزد ژوند د جنګ د پاره يو پېژندل شوى  فورمول دى وايي په هره سويه باندي د نفسي خواهشاتو غ به انسان دېته هڅوي څو د بېلو لارو نه خپل تفوق طلبي حاصله کړي.    
د انسانانو ترمنځ روابط د دوستى په حالت کښي  د شک او ترديد په سترګه ګوري  او تاء کيد پر دې کوي چي تل بايد د خپل مرام اولو ويت په نظر کښي و نيول شي.
اکثراً داسي کسان  د سياسي چارو واکمنان او يا هم د همدې لاري  پيروانان دي  چي  د نيا د خپل ماحول په درشل کښي څرخوي . دادستور د هغه پخواني  استعماري  دولتونو څخه په ميراث پاتي شوى نظردى کوم چي د تاريخ په اوږدو کښي د خپلو يرغلونو او تاړاکه عملونو په دوامداره کړۍ کښي پاتي شوي دي .
همدا نظر د يوه نسل څخه بل نسل ته د کسبي زده کړو په څنګ کښي د تعليمي زده کړو په شان ښودل کېږي چي اکثراً په غربي نړۍ کښي اکثريت د همدې خبري پخلى کوي او د همدې لاري پېروي.غربيان د خپلي  سياسي پاليسى په نظر کښي نيولو سره دوه م خونه لري  يعنې اصلي موخه ېې داده چي پورته ذکر شول او دوهمه موخه يې  په صادرولو سره د لفظي استعمال د کا غذ په سطح کښل شوي خبري دي چي د درې يم جهان ( نادارو او کم رشده )  ممالکو د مطبوعاتو له خپروندويه ټولني نه يې خپروي او داسي رنګ ورکوي چي ګواکي  همدوى  د مځکي پرمخ د صداقت او بشر دوستى مخکښان دي .
همدا پاليسي نن ورځ بل کل په ډاګه شوېده او د نړۍ ټول هغه انسانان چي د حق په پلوى ژوند لري  د همدې دوه موخه پاليسى بد بين دي که څه هم د غربي نړۍ په  پارلمانونوکښي واکداري کوي.
 په اصل کښي دوه موخه انسانان هيڅکله  د انساني معاشرې  په چوپړ کښي  څو وکولاى شي خپل همنوع ته د خدمت مصدر شي نه ګرځي ځکه ډېر ژر خپله اصلي څه ه  تر ډېر لږ ګټي ښکاره کوي  عوام چي د داسي اشخاصو کړنلاري و ويني سمدلاسه د خپلي نا خوښى آواز پورته کوي چي د همدې آواز په پورته کولو سره د دوه موخه پاليسي  خپل اصلي حالت ته ګرځي چي هغه د يو اړخېزي  ګټي  تر لاسه کول دي.
کله چي د ريا حالت څرګند شو نومقتدره غاصبه قوه د زور او قوت څخه کار اخلي او د خلکو په فکرونو کښي د وهم اومرګ  تهديد ترزيق کوي په دې خاطرچي خپله دبدبه وساتي .
 دوهم :
د دوهمي ډلي  طرفداران  هم د خپلو اړتيا و  مرجع د نورو ممالکو څخه لاس ته راوړي خو داسي حالا تو ته د متقابلي  و کړي پيمانه په خپل ترازو کښي په تعادل کښي ساتي او د ژوندانه اړيکي د انسانانو د مجبوريتونو له موخي محاسبه کوي ځکه انساني او حيواني ژوند د همداسي عملکردونو په تله کښي بارز حالت لري که يوازي د خپلي اړتيا ليري کول په لومړي قدم کښي اېږدي او د نورو همنوعانو مجبوريتونه په شعاع کښي ګوري بيا دځنګله د قوانينو سره په مشابهت خپره شوې قاعده ده.
په انساني طرزتفکر سره د عقل او منطق په کارولو ليدل کېږي دومره بېکرانه کائينات چي انسانان تر اوسه دهغوى په پېژندلو کښي وس نه لري د يوه صانع په درلودلوسره د انکار خبره رد کوي او انساني منطق ته دا اجازت نه ورکوي څو د سبستې تر قواعدو لاندي خيالات په داسي دور کښي چي د ساينس او تکنالوژى پراخوالى خپل اوج ته رسېدلى دى خپل تبارز ټينګ کړي .
د ګلوبلېزم معنا همدا ده چي د نړۍ ټول دولتونه د يوه ځنځير په شکل سره د اړيکو د ټينګولو له موخي د يوې واحدي کتلې حيثيت لري چي د متقابلي راکړي ورکړي دود د مجبوريتونو په پوره کولو کښي د يولا زم  او انساني طرز په تفکر کښي ضروري ګڼي  د زور او قووت له موخي  هر هغه عمل چي د کمزوري په حواله صادرېږي مردود ګڼي ځکه انسانان حق لري د خپل استعداد په اندازه د ژوند د مزايا و څخه ګټه واخلي او د هم دې  انساني معاشرې د يوه فرد په حيث  د ژوند آخرنى پړاو د طبيعي مرګ په راتللو سره قبول کړي نه داچي د اکټونو، بمونو، ګازا تو،شکنجو، وهلو او د بېماريو په ترزيق کولو سره د ويني له لاري پرې تحميل شي.
د انساني برخورد کلمه د همدې ډلي له خولې څخه راوزي ځکه د ژوندانه په اړيکو کښي د پاک اوصفا نيت په درلودلو خپل ماحول  د هر نوع جنجالونو څخه ليري ويني ، کار او زحمت  ته د اړتيا و په ليري کولو کښي  د لومړي توب  درجه و کوي او د لاس ته را وړني  کمالات په نورو همنوعانو باندي د تعادلي راکړي ورکړي په چوکاټ کښي تبادله کوي .
طبيعي غريضې د انساني خواهشاتو په څېرهغه متقابله سيالي ده چي د نن ورځي په کائيناتو کښي د بدلون او تغير ح الت را منځ ته کوي که څه هم انسانان د خپل قدرت څخه په ګټي اخيستلو او علمي دنيا په ماحول کښي خپل کوښښ نه سپم وي خو د مخلوقيت په چوکاټ کښي ضعيف ښکاري او د هغه اقداماتو په تکثير کښي پاتي راځي کوم چي د طبيعي غرايضو له وري پرې تحميل کېږي. مجادله او مبارزه دوام لري ځکه دا دانسان د پاره د جهد هغه فورمول دى  کوم چي د پيدايښت څخه ورته په برخه شويدى همدا کوښښ دى  چي د انساني غرايضو تشويق ته لاره پرانيزي.
د حقايقو دروښانه کولو په خاطراو د ژوندانه داړتيا و دپوره کولو د پاره انساني معاشرې ته دوه قانونه پراته دي يو سماوي او بل مدني . د سماوي قانون څخه په ډاګه معلومېږي چي د انسانانو تر منځ د محاسبې وېش د يوه قدرت له لوري رامنځ ته شويدي چي په م وضوع کښي هيڅ دخل نه لري او د يوه سالم لارښود په حيث چي د متخاصمو په منځ کښي د هيڅ يوه امتياز غوښتونکى نه دى د نظر وړاندېز لري .
د مدني قانون له موخي انسانان د خپلو علمي اساساتو په څرګندولو سره د موضوعاتو د څېړني او فيصلې حاکميت پخپل واک کښي لري له همدې کبله د تفوق طلبى طرز په کښې د خود خواهى په چوکاټ کښي ښکاره دى.
همدا دوه قانونه د پلي کولو په درشل کښي د انسانانو د ذهني قبولى په چوکاټ پوري اړه پيدا کوي او د منلو د پاره يې انسان فاعل مختار پيدا شويدى خو د منلو په صورت کښي دواړې خواوي د ځينو قواعدو په درلودلو سره منونکى د انکار په حالت کښي ماخؤذه کوي.
ژوند حق دى او د دې حق بخښنه بېله الله (ج) څخه بل مخلوق ته نه منتقل کېږي او نه هم په دې لاره کښي مباحثې ته ضرورت دى ژوند يوازي په محسوره حالت کښي د خپل اصلي حالت څخه وزي له همدي امله د انساني اذهانو په تغير کښي د اختلاف نقطې د ژوندانه د پام وړ رازونه بيان کوي چي د عقل خاوندان پرې پوهېدلاى شي هغه کسان  چي د ژوند خلاء د علمي اساساتو په درشل کښي نه ډک کوي د اشتباه سره مخا مخ کېږي ځکه د انساني ژوند ټوله اعمال د يوه پاک قانون په صورت کښي د محاسبې لورته سوق کېږي او د لايتناهي دنيا ماحول د بقا له رويه د همدې کائيناتو سره نه ښايې او نه هم په دې لاره کښي کوم پېشرفت موندل کېږي د فنا او بقا ترمنځ محاسبه د هغه قدرت  په  ولکه کښي نغښتې ده کوم چي د همدې بېکرانه کائيناتو پيدايښت يې کړيدى.  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery