مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-02-10   مخپرونکئ : عبدالله احسان

د ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد ناچاپ اثار

عبدالله احسان

 

دارواښاد علامه رشاد بابا ټولي قلمي نسخې کاپي کيږي

 

د ارواښاد علامه رشاد بابا د ناچاپو اثارو د ښه ساتني په نيت  د ټولو قلمي نسخو څخه د کاپي اخستلو لپاره  يوه پايه د پوټوکاپۍ ماشين  ، يوه پايه جنراتور ، يوه پايه  ( ټرانسفارمر ) او  د اړتيا وړ قرطاسيه مواد  د ارواښاد علامه رشاد بابا د کورنۍ د غړو په شخصي لګښت  واخستل شوه  .

پر نوموړي ماشين د روان کال د فبرورۍ د مياشتي پر دوهمه نېټۀ  د ارواښاد علامه رشادبابا  د ناچاپو اثارو او قلمي نسخو د کاپي کولو کار پيل شو .

ښاغلي ډاکټر طارق رشاد چي تر څو مياشتني سفر وروسته له افغانستان څخه  هالنډ ته راستون شوی دی د بېنوا ويبپاڼي  خپرنيزي څانګي سره په خبرو کي په دې اړه وويل :

د قلمي نسخو د امانت ساتلو او  ددې لپاره چي د استاد د اثارو پوره ساتنه شوې وي ، اړينه وه چي د ټولو قلمي نسخو څخه کاپي واخستل شي ، او په بېلابېلو ځايونو کي وساتل شي .

ښاغلي ډاکټر طارق رشاد وويل  : يو شمير هغو  مراجعو چي  د علامه بابا د ناچاپو اثارو د چاپولو لپاره  يې تياری ښودلی و ، اوس به نوموړو مراجعو ته  د دوی د غوښتني سره سم  د ټاکل شوي  اثر يوه کاپي وسپارل  شي .

د يوې بلي پوښتني په جواب کي چي ايا له دوی سره د کاپي کولو په دې کار کي  کومه دولتي اداره يا موسسه مرسته کوي  ښاغلي ډاکټر طارق رشاد وويل : (  نه ،  د استاد  د ناچاپو اثارو د خوندي ساتلو ، او کاپي کولو په دې کار کي له دوی سره  کومي دولتي يا غير دولتي موسسې مرسته نه ده کړې)  .

   تر نن ( ١٠_ جنوري _ ٢٠٠٥ ز ) پوري پنځو  ناچاپو  اثارو د کاپي کيدو کار بشپړ شوی  او  د استاد په لاس د کښل شويو لسګونو زرو پاڼو د کاپي کولو کار روان دی .

_  ادبي نقد

_  د کندهار زيارتونه 

_  سوري پښتانه

_ د کندهار تاريخ ( دوه ټوکه )

 

ښاغلی ډاکټر طارق رشاد وويل چي د راتلونکي مياشتي ( مارچ ) په اوږدو کي به يو ځل بيا افغانستان ته ځي ، چي د سفر موخه به يې د ارواښاد علامه رشاد بابا د ناچاپو اثارو  د قلمي نسخو خوندي کول  ، اويو شمير هغو  مراجعو سره له نږدې کتل وي کومو چي د ارواښاد استاد بېلابېلو کتابونو د چاپ لپاره چمتووالی ښوولی دی .

 د ارواښاداستاد علامه رشاد او دهغه د وياړلي ژوند په اړه د نورو مالوماتو لپاره دلته کښېکاږئ

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery