مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-11-10   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

د المسيار او صيغې تر منځ توپير

الهام نيازی


يوه ورځ د ځينو ورونو تر منځ د صيغې (نکاح المتعة) او المسيار پر سر بحث رامنځ ته شو. ځينو يې داسې انګيرله چې ګواکي المسيار هم د صيغې په څير له سنيانو سره يوه نکاح ده. بحث نوی او په زړه پورې و، نو ځکه دې ته اړ شوم چې د صيغې او المسيار تر منځ توپير په ډاګه او په اړه يې څه مع ومات تر لاسه کړم، هغه هم له دې امله چې زياتره خلک يا خو د المسيار سره، له سره اشنا نه دي او يا هم د صيغې او المسيار تر منځ دقيق توپير نه شي کولاي. ياده دې وي، چې المسيار د يوې ټولنې په کلتور او همدارنګه د ښځې په ا تصادي شرايطو پورې اړه لري.


تعريفونه:
۱- المسيار عبارت دی له دې څخه: چې يو سړی له يوې ښځې سره د ا کانو او شرطونو په منلو سره عقد (د نکاح تړون) وکړي، البته ښځه نوموړی سړي ته د نفقې او استوګنځي له مسووليتونو څخه تيريږي.

۲. صيغه (المتعة) عبارت ده له دې څخه: چې يو سړی يوې ښځې ته يوه اندازه مال ورکړي او ښځه ورته خپل ځان د نوموړی مال په بدل کې د يو ټاکلي وخت لپاره ورکړي، او دغه عقد يا د نکاح تړون د ټاکل شوې مودې په پای ته سيدو سره پرته له طلاقه فسخ کيږي او همدارنګه سړی د ښځې د نفقې او استوګنځي مسووليت هم پر غاړه نه لري. او که چيرې په دغې ټاکل شوې موده کې ښځه يا سړی ومري نو يو پر بل د ميراث حق هم نه لري.

د المسيار او صيغې تر منځ توپي

۱- صيغه په يو ټاکلي وخت پورې محدوده ده، په داسې حال کې چې المسيار د صيغې په خلاف په محدود وخت پورې هيڅ تړاو نه لري او يوازې په طلاق سره فسخ او له منځه ځي.

۲- په صيغه کې د ښځې لپاره د شرعي نکاح په څير هيڅ کوم م سووليت د ميړه پر غاړه نه وي لکه نفقه، استوګنځي، طلاق، ميراث، مګر يوازې د نسب ثابتيدل، چې البته په المسيار کې د ښځې او ميړه تر منځ د طلاق، ميراث او داسې نور ټول حکمونه د شرعي نکاح په څير دي، مګر يوازې پر سړي باندې د ښځې او نفقې، شپې تيرولو او استوګنځي مسووليت نه وي.

۳- په صيغه کې د ښځې او ميړه تر منځ جلاوالی په طلاق نه بلکې د هغه وخت په پای ته رسيدو سره رامنځ ته کيږي چې دواړو خواوو پرې موافقه کړې وي ولې بيا په المسيار کې د ښځې او سړی تر منځ جلاوالی يوازې د طلاق په ورکولو سره رامنځ ته کيږي.
۴- په صيغه کې ولي او شاهدان نه دي شرط په داسې حال کې چې د نکاح المسيار د صحت او جواز لپاره ولي او شاهدان شرط دي.

۵- په صيغه کې يو سړی کولای شي چې په عينې وخت کې له يوې څخه د زياتو سره (له څومره سره چې يې زړه وي) صيغه وتړي، اما په المسيار کې يو سړی يوازې د څلورو ښځو سره د نکاح حق او جواز لري که چيرې يې څلور واړه ښځې د المسيار په نکاح سره کړې وي.

د المسيار نکاح په اړه د عا مانو فتوا
له ښاغلي عبد العزيز ابن باز (رحمه الله) څخه د هغه سړی په اړه وپوښتل شول چې له دوهمې ښځې سره واده وکړي او ښځه د ځانګړو لاملونو له کبله د خپل پلار په کور کې پاتې کيږي ولې سړی کولای شي د هغې کره چې هر وخت وغواړي تلای شي. نوموړی ځواب ورکړ چې په نوموړی عقد (المسيار) کې څه مشکل نشته البته چې کله په کې د يو عقد لپاره لازم ش عي شرطونه پوره شي، چې نوموړي شرطونه عبارت دي له: د ولي شتون، د دواړو خواوو رضايت او د دوو عادلو شاهدانو م وجوديت او بيا يې د رسول الله صلي الله عليه وسلم دغه مبارک حديث وويل (المسلمون علی شروطهم) او زياته يې کړه که چيرې ښځه او ميړه سره په دې موافقه وکړي چې ښځه به د پلار په کور کې پاتې کيږي او سړی به د ورځې له خوا د ښځې کره ځي نه دشپې له خوا، او يا که چيرې سړی د ښځې سره په ټاکلو ورځو يا شپو کې وي نو څه عيب نه لري ولې په دې شرط چې نکاح به ښکاره کوي.

- هغو عالمانو چې د المسيار نکاح ته يې جواز ورکړي يو شمير دليلونه يې وړاندې کړي چې ځينې مهم يې په لاندې ډول دي:
۱- په المسيار کې د شرعي نکاح په څير ټول شرطونه او ارکان پوره دي، لکه ايجاب او قبول، د دواړو خواوو رضايت، ولي، مهر او شاهدان.

۲- د رسول الله صلي الله عليه وسلم په سنتو کې دا ثابته شوي چې د مومنانو مور حضرت سودة بنت زمعة رضی الله عنها خپله ورځ عايشه رضی الله عنها ته بښلې وه، نو رسول الله صلي ال ه عليه وسلم به دوه ورځې له عايشې رضی الله عنها سره و، يوه ورځ د سودة او بله ورځ خپله د عايشې. (البخاري)
په نوموړی حديث له دې وجهې استدلال کيږي، چې سودة رضي الله عنها خپله ورځ عايشې رضي الله عنها ته بښلې وه او رسول ا له صلي عليه وسلم قبوله کړې وه، نو دا په دې دلالت کوي چې دا د ښځې حق دي چې د خپلو ځينو حقونو چې الله پاک ورته و کړې تيرېدای شي لکه نفقه او د ميړه سره د شپې تيرول. که چيرې دغه کار جايز نه وای نو رسول الله صلي الله عليه وس م به نه وای قبول کړی.

۳- د المسيار په نکاح کې نورې ډيرې ښيګڼې او مصلحتونه نغښتې دي. په نوموړې نکاح کې د ښځو فطري غريزې پوره کيږي، کيدای شي د اولاد خاونده شي، دا د هغو پيغلو چې زيات عمر پرې د پلار په کور کې تير شوی وی او واده يې نه وي کړي، د طلاق شوو او کونډو شمير راکموي. او ډير هغه ځوانان له بد اخلاقي څخه ژغوري چې د عادي واده کولو وس نه لري.


سرچينه: د الشيخ عبد الملک المطلق " زواج المسيار رسالة"

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery