مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-02-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ايا لِبنان او سيمه د نوي کړکېچ خواته ځي ؟

هدايت الله هدايت - استراليا

څېړونکی: هدايت الله هدايت - استراليا

 

 

 

ايا لِبنان او سيمه د نوي کړکېچ خواته ځي ؟

 

 

 ( د لبنان وژل شوی لومړی وزير رفيق حريري  )

د لبنان لومړی وزير رفيق حريريد لبنان د پخواني لومړي وزير رفيق حريري وژنه چي د دوشنبې په ورځ د فبروري پر څوارلسمه نېټه په بيروت کې د يوې تروريستي عمل په جريان کې تر سره سوه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونود دولتونو د مشرانو لخوا په ډېر شدت سره وغندل سوه .

 

دملګرو ملتو دامنيت شورا  هم د رفيق حريري د وژني غندنه کړېده او کوفي عنان د ملګرو ملتو سازمان عمومي منشي د يوې بيانيې په ترڅ کې غوښتي دي چې ددې ترور په اړه دي يو ګزارش جوړ سي.

 

 دامريکاد متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په سوريه کې خپل سفير د يوې بېړنۍ مشورې دپاره واشنګټن ته را وغوښت او د حريري د وژني په هکله  يې د سوريې و دولت ته د خپل خښم يادداښت سپارلی دی . امريکا لا پخوا دا  تور لګاوه چې دسوريې دولت د تروريستي ډلو نه ملاتړ کوي.

 

خو سوريې لا سم دستي درفيق حريري د وژني تروريستي عمل په کلکه غندلی او هغه يې يو لوي جنايت بللی دی.

 

داسي ويل کېږي چې په بيروت کې دا چاودنه ، مرګ ژوبله اوډېري ورانۍ چې يې رامينځته کړيدي ديوه ډېر پېچلي او پر مختللي تروريستي عملياتو په څېر پلي سوېدی کوم چې عاملين يې دډېرو لوړو امکاناتو نه بر خورداره وه. دې چاودني چې د رفيق حريري او ١٥ نورو د وژني موجب و ګرځېده په لبنان کې يې يو ځل بيا د يوې لسيزي ثبات او کرارۍ نه وروسته د وحشت او وېري  فضا را مېنځته کړه.

 

دلبنان او ددې سيمې حالات او ځانګړتياوي داسي سره شاربل سويدي چې د نفاق او بېلتون يو کوچنوټی بڅرکی کېداي سي چې دا کوچنی خو ډېر حساس هېواد د يوه نوي او ډېر لوي بحران و لوري ته ور کش کړي.

 

لبنان  چې د تاريخ په اوږدو کې د بېلابيلو اديانو او طايفو د سوله ايزه او ګډ ژوند ډګر وو، د تېري پيړۍ د اويايمو او اتيايمو لسيزو په اوږدو کې د يو لړ کورنيو، سيمه ايزو او نړېواله عواملو په نتيجه کې د يوه پنځلس کلن کورني خونړي جنګ شاهد وو. ددې جګړې په وجه په زرګونو تنه بېګناه مسلمانان او مسيحيان ووژل سوه او ډېر ستر مالي زيانونه يې و ګالل.

 

دې هېواد د کال ١٩٩٠ را پدې خوا په تدريج سره د ملي پخلايني او سولي پر لوري ګام واخيست او په لبنان کې د بېلابيلو ښکېلو خواوو او ډلو خپل مېنځې خوابدۍ او اختلافونه يوې خواته پرېښودله.

 

په کال دوه زرم کې د صيهونيستي لښکرو د ماتې نه وروسته اسرائيلي پوځيان ددې هېواد نه وتښتېدل او لبنان يوځل بيا د سيمي او د نړۍ د ملتونو د پام وړ وګرځيد.

 

ددې هيواد د بيا جوړوني اود اقتصادي پياوړتيا په لوري حرکت چې د مرحوم حريري په توجه او تلاښ سره پلي سو ددې باعث و ګرځېده چې دا هيواد يو ځل بيا خپل مناسب ځاي دسيمي په اقتصادي ژوند کې پيدا کړي.

 

د رفيق حريري وژنه چې د لبنان دسولي او امنيت په ټينګولو کې يې ډېر وړ رول لوبولی وو اوس دا سوال را پيدا کيږي چې څوک ددې وژني نه ګټه پورته کوي.

 

داسي برېښي چې سيمه ايزه او نړېواله ځواکونه لکه د اسرائيلو صيهونيستي رژيم او د امريکا اداره غواړي يوځل بيا لبنان د کورني بحران و لورې ته راواړوې څو په دې ډول خپل پوځي او سياسي برﻻسی حضور د مېنځني ختيځ او د مديترانې په دې سيمه کې تثبيت کې.

 

دملګرو ملتو سازمان ١٥٥٩ پرېکړه ليک چې د امريکا او فرانسې په ملاتړ تصويب سو دلبنان ددولت نه غواړي چې خپل مځکنی تماميت د اشغالي سيمو په ګډون چې همدا اوس  د لبنان د حزب ا لله په کنترول کې دي وساتي. په دې پريکړه ليک کې همدا رنګه د سوريې نه غوښتل کېږي  چې خپل پوځونه د لبنان نه و باسي کوم چې همدا اوس يې ١٤ زره پوځيان په لبنان کې ځاي پر ځاي دي. سوريې او لبنان دواړو دغه پريکړه ليک رد کړی  او هغه يې په خپلو کورنيو چارو کې  لاسوهنه بللی ده. خو امريکا اوس هم پردې ټکي باندي ټينګار کوي چې دغه پريکړه ليک بايد پلی او سوريه بايد خپل پوځيان د لبنان نه و باسي! امريکا په دې ډول غواړي په لبنان او سيمه کې و خپل سياسي نفوذ او پياوړتيا ته ﻻ نور هم تازه تحرک ورکړي.د امريکا اواسرائيلو اصلي هدف دادی چې د سوريې او لبنان معنوي او فزيکي اړيکي سره و شلوي او په سيمه کې د سوريې د نفوذ او قوت  اندازه کمه کړي.

 ځيني کار پوهان په دې باور دي چې د امريکا او اسرائيلودداشاني لاسوهنو او حرکتونو اصلي هدف نه يوازي په لبنان کې د بحران او تشنج  زېږول  دي بلکه د سوريې د سياسي انزوا او بېلوالي په لاره کې  چې د مينځني ختيځ په سيمه کې ډېر با ارزښته ځاي لري،  هم يو څرګنده ګام دی. سره ددې چې د لبنان زياتره خلګ او ددې هيواد دولت د سوريې د پوځ د شته والي سره توافق لري او هغه  په دي بحراني هيواد کې د ثبات او قراری عامل بولي خو که په داسي يو کړکيچن حالت کې د سوريې پوځيان د لبنان نه ووزي نو دا به داسرائيلو او امريکا دسياسي او پوځي مانورو د پاره  ډېره لويه لاره خلاصه کړي.

 

 اوس  خو ډېر په دې باور دي او شواهد هم دا ښئي چې ددې تروريستي عملياتو تر شا چې په ډېر دقت او پيچلي ماموريت سره پلي سو يوازي کېداي سي چې د اسرائيلو د جاسوسي د سازمان د غړو لخوا چې پخوا يې هم د لبنان د چارواکو په هکله تر سره کړېوه، اجراء سي. اسرائيل غواړي چې د لبنان د سياسي رهبرانو په له مينځه وړلو سره که څه هم ددوي سره د ښو اړيکو غوښتونکي وي په دې هېواد کې د خپل حضور دپاره شرايط برابر کړي. تجربې هم دا ښودلې ده چې په لبنان کې ثبات او امنيت هيڅکله د اسرائيلو په ګټه نه وو.

د رفيق حريري په وژلو سره چې په لبنان او نړۍ کې يې ډېر ملاتړي درلودله اوس يې د لبنان  حالات ډېر پېچلي کړيدي او ډېر په دې باور دي چې د حريري وژنه د مينځني ختيځ سيمه چې تازه يې په سوله او امن باندي باور پيدا کاوه که ددې سيمې هيوادنه په کورنيو شخړو کې را ښکېل نکړي نو يو لوي بحران به ضرور پکښې را مينځته کړي.

دلبنان ولس به اوس په ډېره هوښياری سره د خپل ملي وحدت په ساتلو او هغوي ته د لومړيتوب د حق په ورکولو سره به په دې و توانېږي چې داسرائيلو د نقشو او پر لبنان باندي د هغوي د بيا تسلط مخه ونيسي.

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery