محترمو وروڼو !
لسم ( ۱۰) له محاسنو داسلام څخه دادئ چی اسلام په واقعي اوصادقانه ډول عالمِ بشریت و وحد ت او یووا ي ته رابولي اورابللئ یې دئ ، اودبشر لپاره یې داتحاد اویووالي داسي مواد او اصول وضعه کړیدي چي د هغوۍ ترسایې لاندي ټول انسانان کولائ سي چي سره راټول سي اودیوه جسد اوبدن داعضاؤ په شان سره وګرځي .
له اسلام څخه پرته چي کوم مذهبونه دي په دې وجه چي ځني له هغو مذهبوڅخه دبشرپه لاس جوړسوي ، غیراسماني مذهبونه دي ، اوځنی که بیا اسماني م هبونه وي خودبشر له لاس وهني اوله تحریف ، او تغیرڅخه محفوظ نه دي پاته سوي ،اوسره له دې منسوخ سوي هم دي ، ددې توان اوقدرت نلري اونه یې درلودلئ دئ چي دانسا نا نو لپاره داتفاق اووحدت لپاره داسي معيارونه مشخص کړي چي وټولو انسانانوته په هغه صورت کښي چي دصحیح عقلوخاوندان وي دقبول وړسي اویا دټولو انسانانو ګټي په مساوي ډول په هغوۍ کښي لحا ظ کړې سي اویا أقلاً وټولو انسانانو ته داممکنه سي چي دهغو معیارو ترسيوري لاندي سره اجمعه سي ، سره له دې چي داخو بیخي ناممکنه ده چي دغه معیارونه دي په داسي ډول مشخص کړي چي دبشر تربقاء پوري دي دانسانانودیووالي لپاره په هر دور اوزمان کښي کفایت وکړي .
داسلام مقدس دین دبشر دوحدت په موضوع کښی بیلابیل او مختلف محاسن اوښیګڼي لري چي تفصیل یې پدې شرحه دئ :
اول : اسلام ټول انسانان ووحدت ورورولۍ ، میني اومحبت ته په ډیرتاکیداوټیګارسره رابولي .
دوهم : اسلام چی کوم وحدت اویووالي ته انسانان رابولي هغه صحیح ، معقول او فطري وحدت دئ .
دریم : اسلام چی کوم وحدت ته خلګ رابولي په هغه کښي دټولو انسانانودنراوښځی ، ځوان اوسپین ږيري ، زورور اوکمزو ی ، شخصي اواجتماعي ګټي په نظرکښی نیولي سويدي .
څلرم : اسلام چي کوم وحدت ته خلګ رابولي هغه داسي وحدت دئ چي ترڅوچي انسانان دمځکي پرمخ باندي موجود وي نو په هغه وحدت کښي دوۍمتحد پاته کیدلای سي .
پنځم : اسلام چی کوم وحدت ته انسانان رابولی په هغه کښی سربیره پر دنیوي مصالحو دانسانانو أخروي مصلحتونه هم په أعلی درجه ملحوظ کړه سويدي .
پږم : إسلام چي کوم وحدت ته خلګ رابولي هغه داسي وحدت دئ چي دبشر وهر فرد ته داممکنه ده چي د هغه وحدت په کړۍ پسي لاس ونيسي او له نورو إنسانانو سره چي په همدغه کړۍ پسي يې لاسونه نيولي دي خپل ځان يوځائ کړي .
اوم : اسلام له هغو ټولو أقوالو او أعمالو څخه او له هغو ټولو أخلاقو او عاداتو څخه انسانان په ډير شدت او سختي سره رامنعه کوي کوم چي د انسانانو و وحدت او يووالي ته خطر پيښوي .
مخکښي ما وويل چي
اسلام و فاسد وحدت او يووالي ته خلګ نه رابولي ، توضيح ددې خبري داده چي فاسد وحدت هغه وحدت دئ چي د هغه مِعيار
او أصل فاسد وي .
مثلاً : ځيني خلګ رنګ او پوست د وحدت مِعيار ګرځوي ، لکه تورپوستي او سپين پوستي .
او ځيني خلګ زبان او لُغت مِعيار د وحدت بولي ، لکه عربي ، أنګريزي ، پښتو يا داسي بله ژبه او لغت .
او ځيني خلګ
نسَب او قوم د يووالي او إتحاد أصل بولي .
او ځيني خلګ بيا نويې او جديدي نظريې کومي چي د ځينو انسانانو د
عقلو د خرابۍ او فساد په وجه منځ ته راغلي دي د وحدَت مِحوَر ګڼي .
او داسي نور ... چي داټول فاسِد او م دود معيارونه دي ، او پر داسي معيارو باندي چي کوم وَحدَت بِنا وي هغه فاسد وحدت دئ ، إسلام دغه قِسم وحدت د انسانانو لپاره عيني تفرَقه ، تَشتت ، إختلاف ، شقاق او نِفاق ګڼي ، او هيڅکله ودغسي وحدت ته انسانان نه رابو ي .
مثلاً : إسلام و خلګو ته داسي بلنه نه ورکوي چي تاسي ټول عَرَب يا عَجم سۍ ، يا تورپوستي يا سپين پوستي سۍ ، يا ټول د فلاني يا فلاني مملکت خلګ سۍ .
بلکي إسلام و أصيل ، صحيح ، فطري او معقول وحدت ته خلګ رابولي ، چي هغه ، هغه وحدت دئ چي پر صحيح أصولو او معيارونو باندي ولاړ دئ .
هغه أمور چي إسلام د بشر د يووالي او د ورورولۍ ، د ميني او محبت معيارونه ټاکلي دي هغه په دې شرحه دي :
اول :- ايمان پر واحد او لاشريک خدائ ( جل جلاله ) باندي .
دوهم : - ايمان د همدغه واحد او لاشريک خدائ پر ټولو کتابو باندي لکه تورات ، إنجيل ، زبور وغيره ، په دې ډول چي دغه هر يو الهي کتاب حق کتاب دئ چي په هر يوه په خپل وخت کښي له مخه تر منسوخ کيدلو عمل کول فرض وو .
دريم :- ايمان پر قرآن کريم باندي په دې ډول چي دا د الله ( جل ج اله ) اخيري کتاب دئ ، او دده په نازليدو سره نور ټول اسماني کتابونه منسوخ سويدي او دغه قرآن کريم د ټول بشر ، بلکي د جنياتو لپاره هم د دنيا او آخرت د سعادت تَضمين کوي او په دُنيا کښي د ژوند ټولي چاري که شخصي وي که إجتماعي وي ، سياسي وي که إقتصادي وغيره وي ، هلته سمي او برابري بللي کيږي چي د همدغه قرآن کريم د هدايت په چوکاټ کي تر سره سي ، او دغه قرآن کريم داسي الهي کتاب دئ چي د قيامت تر ورځي پوري پاته کيدونکئ او نه منسوخ کيدونکئ دئ .
څلرم :- ايمان د الله ( جل جلاله ) پر نبيانو او رسولانو باندي ، چي اخيري يې حضرت محمــــد ( صلی الله عليه وسلم ) دئ ، چي د نبوت او رسالَت سلسله پر همده باندي ختمه سوېده ، او تر قيامته پوري به دده نبوت باقي وي.
پنځم : ـ ايمان پر ملائکه و باندي په دې ډول چي دوۍ د الله ( جل جلاله ) مخلوق دي ، او له ګناوو څخه معصوم دي ، او له ذکورت او أنوثت څخه پاک دي ، دوۍ هم د نور مخلوق په ان حادِث او نوپيدا دي او پناه کيدونکي دي .
شپږم :- ايمان پر ټولو هغو الهي أحکامو باندي کوم چي په طعي ډول د خدائ تعالی او د خدائ درسول ( صلی الله عليه وسلم ) له طرفه وموږ ته په ثبوت رسيدلي دي ، لکه لمونځ ، روژه ، زکات ، حج او لکه کلمه د شهادت .
اوم : - ايمان په آخرَت اوپر بَعث بعدَالموت باندي .
داذکر سوي معيارونه د وَحدَت هغه أصيل ، فطري او معقول أصول دي چي د ټولو انسانانو په منځ
کښي سره برابر دي ، او ټول انسانان کولائ سي چي ددغو أصولو تر سيوري لاندي سره راټول سي ، او دا داسي أصول
دي چي د ټول بشر د شخصي او إجتماعي ، د ديني او أخروي مَصالِحو او منافِعو ، سعادَت او نيکبختۍ تضمين کوي ، کوم
انسانان چي دغه أصول عَملي کړي نو هغه ټول په يوه لَقب سره مُشَرف ګرځي چي هغه د مؤمِن لقب دئ ، او په دغه وخت
کښي دوۍ سره له دې چي د قوم او نسب په إعتبار ، دمنطقې او مَحل په إعتبار ، د دود او رواج په إعتبار ، د لُغت
او زبان په إعتبار هر څونه سره ليري وي دوۍ ټول يو له بل سره په داسي أخوت او ورورولۍ مُشَرف کيږي چي هغه پر
نَسَبي أخُوت او قرابت باندي په بې حسابه مرتبو فضيلَت او تَفوق لري .
لکه الله ( جل جلاله ) چي فرمايلي
دي : إنما المؤمنونَ إخوة .
يعني بېشکه خاص داخبر ده چي ټول مؤمنان سره وروڼه دي .
او د همدغه أخوت د
تحَقق او تحصيل لپاره قرآن کريم و انسانانو ته په دې ډول هدايت فرمايلئ دئ :
واعتصِموا بحَبلِ اللهِ
جميعاً و لا تفرَّقوا .
يعني : او ټول په ګډه د الله ( جل جلاله ) په رسۍ پسي – چي عبارت ده له دين د
سلام يا قرآن کريم څخه – لاسونه ټينګ کړۍ ، د الله تعالی د دين په رسۍ کښي خپلي منګولي ښخي کړۍ او مه سره ج
ا کيږۍ .
يعني په دې ډول چي ځيني په تاسي کښي داسي سي چي د الله پاک دين او د الله پاک کتاب قرآن کريم و مني ، او ځيني يې نه مني .
إسلام لکه څرنګه چي خلګ و أخوت ، ورورولۍ او يووالي ته رابولي ،
دارنګه له هغو ټولو نالايقه او باطلو کارو څخه انسانان رامنع کوي کوم چي د دوۍ د وحدت او أخوت په ضرر تماميږي
، لکه له يو او بل سره بُغض کول ، له يوه او بل سره حَسَد او کين کول ، په يوه او بل پسي د شا له خوا ناوړه خبر
کول ، له يوه او بل څخه تعلق ، تګ او راتګ ، صحبت او ګفتګوۍ قطع کول .
لکه چي د إسلام پيغمبر – صلی الله
عليه وسلم – په يوه متفق عليه حديث کښي فرمايلي دي :
لا تَباغَضوا و لا تحاسدوا و لا تدابروا و لا تقاطعوا ،
و کونوا عبادَاللهِ إخواناً ، ولا يَحِل لمسلمٍ أن يهجُرَ أخاه فوقَ ثلاثٍ .
يعني: اې مؤمنانو ! په خپل م
نځ کښي بغض مه سره کوۍ ، او مه حسد او کين سره کوۍ ، او مه په يوه او بل پسي د شا له خوا بدي خبري کوۍ ، اومه له یوه
او بل څخه تعلُق او صُحبَت پرې کوۍ ، او سۍ اې بندګانو د الله ! سره وروڼه ، او نه حلاليږي هيڅ مسلمان لره دا چي
دَی هجرت وکړي ( يعني قطع د تعلق او خبرو وکړي ) له خپل مسلمان ورور څخه زيات له درو ورځو .
يعني که هر څونه يو مسلمان له بل مسلمان ورور څخه ناراضه سي نو په درو ورځو کښي دننه دننه بايد دَی خپله مُقاطعه او نا اضي پاۍ ته ورسوي .
همدارنګه د اسلام پيغمبر – صلی الله عليه وسلم – په يوه بل مبارک حديث کښي چي
مُسلِم يې روايَت کړئ دئ فرمايلي دي چي : د هري دوشنبې او هري پنجشنبې په ورځ د جنت دروازې خلاصيږي ، بيا بخښنه کړه
کيږي و هر بنده ته کوم چي مُشرِک نه وي ( يعني وهر مؤمن بنده ته ) ماسوا له هغه سړي ( يعني ماسوا له هغه مؤمن سړي )
چي په منځ کښي دده او د يوه بل مسلمان ورور دده عداوَت وي ، ځکه چي له الهي لوري ددوۍ په باره کښي داسي حُکم صاد
يږي چي د دوۍ دواړو کار تر هغه پوري وځنډوۍ چي دوۍ روغه سره کوي ، د دوۍ دواړو کار تر هغه پوري وځنډوۍ چي دوۍ
وغه سره کوي .
همدارنګه په يوه بل مبارَک حديث کښي چي مُسلم يې روايَت کړئ دئ د اسلام پيغمبر – صلی الله
عليه وسلم – فرمايلي دي :
بحَسبِ امرءٍ منَ الشر أن يَحقِر أخاه المسلم ، کل المسلِمِ علی المسلمِ ح
رامٌ دمه ، وعِرضُه ، ومالُه .
إنتهی بالإختصار .
يعني: يو سړئ که نور هيڅ بد او شر ونه لري ، دده د
بد والي او شريروالي دپاره دغه يو کار کِفايَت کوي چي خپل مسلمان ورور خوار ګڼي او په خواره سترګه ورته ګو
ي ، هر مسلمان پر بل مسلمان باندي حرام دئ وينه دده ، آبرو او عزت دده او مال دده ( يعني هيڅ مسلمان ته دا
وا نه ده چي د بل مسلمان په ناحقه يا وينه توۍ کړي او يا دده و آبرو او عزت ته په سپکه وګوري او يا دده مال په
ناجائزه طريقه په قبضه کي راولي ) .
همدارنګه د إسلام پيغمبر – صلی الله عليه وسلم – په يوه بل متفق عليه
حديث کښي فرمايلي دي چي :
څلور خويونه دي ، هر هغه څوک چي موجود سي دغه څلور خويونه په ده کښي نو هغه خالِص او
سچه منافق دئ ، او هر څوک چي موجود سي په ده کښي يو خوۍ له دغو څلورو څخه نو موجود سو په ده کښي يو خوۍ د نفاق تر
هغه پوري چي پريږدي دَی هغه خوۍ .
اول : په دغو خويو کښي دادئ چي کله و ده ته أمانت کښيښوول سي نو دَی
په هغه کښي خيانت کوي .
دوهم : خوۍ دادئ چي کله دَی خبري کوي نو دروغ وايي .
دريم : خوۍ دادئ چي کله يو
عَهد او تړون له يو چا سره کوي نو غدر پکښي کوي .
څلرم : خوۍ دادئ چي کله مُخاصمه کوي نو فحش وايي .
همدا
نګه إسلام په هغه صورت کښي چي انسانان تر همدغو کړيو د وحدت لاسونه وکاږي او د : إنماالمؤمنون إخوة - م
صداق وګرځي ، انسانان په دې سره مکلف او مأمور ګرځوي چي ددغه وحدت او أخوت مُثبت حقوق هم مراعت کړي ، لکه يو پر
بل باندي رحمت او شفقت ، له يوه او بل سره مينه او محبت او له يوه او بل سره د خير په کارو کښي إمداد او کومَک
کول وغير ذالک .
والسلام ومن الله التوفيق .