دخپریدو نیټه : 2008-11-24 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
د لوۍ أختر د مياشتي او مقاماتو مقدسه وو لړۍ(۲برخه )
علامه محمد معين الدين أبوالفضل
په ليالي عشر کښي تا
يخي پيښي :
اوله ( ۱ ) تاريخي پېښه :
د ذي الحجې ، يعني د لوۍ أختر په اوله لسيزه کښي الله ( جل ج
اله ) په عرفات کښي د حضرت آدم ( عليه السلام ) توبه قبوله کړه ، چي تفصيل بې وروسته راسي .
دوهم
ه ( ۲ ) تاريخي پېښه :
په دغه مبارکه لسيزه کښي حضرت إبراهيم ( عليه السلام ) د خليليت په مقام مشرف سو ، او
ددې عُمده عوامِل څلور شيان وو :
اول :ـ دا چي حضرت ابراهيم ع خپل زړه د الله تعالی و تعلق او محبت ته
خالي کړئ ؤ .
دوهم :ـ
دا چي د نمرود و اور ته ور واچول سو او په دغه حالت کښ يې داسي مکمل تفويض د
خپل ځان و الله ( جل جلاله ) ته وکړ چي جبرئيل ورته وويل چي که دي څه حاجت وي راته ووايه ! ده مبارک په جواب کي و
ته وفرمايل چي و تاته حاجت نلرم ، بيا جبرئيل ورته وويل چي و الله پاک ته خپل حاجت ذکر کړه ! نو ده ورته
وفرمايل چي د الله تعالی عِلم ځما پر حال باندي کفايت کوي له دې څخه چي په خوله سوال ورته وکړم .
دريم :
ـ دا چي ده خپل مال او هستي و ميلمنو او مسافرو ته صرفه کړې وه ، حتی چي ده مبارک به بې ميلمانه بيخي خو
اک نه کاوئ ، که به هر څونه موده ميلمه پيدا نسو نو دَی مبارک به وږئ ګرځيدئ .
څلرم :ـ دا چي کله له
الهي لوري د خپل ځوۍ حضرت اسماعيل ع په قرباني کولو سره مأمور سو ، نو د الله له حکمه سره سم يې د خپل ځوۍ پر
غاړه باندي چاړه ورکښېښووله .
دريمه ( ۳ ) تاريخي پېښه :
د کعبې شريفي بنا هم حضرت إبراهيم ع او
سمعيل ع په دغو ورځو کښي وکړه .
څلرمه ( ۴ ) تاريخي پېښه :
حضرت موسی ( عليه السلام ) په کوه طور کښي په م
ناجات او په کليميَت سره په دغو مبارکو ورځو کښي مشرف سو .
پنځمه (۵ ) تاريخي پېښه :
و حضرت داؤد
( عليه السلام ) ته چي د کوم مغفرت او بخښني ذکر په قرآن کريم کښي راغلئ دئ هغه هم په دغو ورځو کښي تر سره سوئ
دئ .
شپږمه ( ۶ ) تاريخي پېښه :
د حُدَيبيې په ورځ چي يو زر (۱۴۰۰) څلورسوو او يا په بل قول (
۱۵۰۰) أصحابو د سمرې تر درخته لاندي له رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) سره بيعت وکړ ( کوم چي په بيعت الرضوان
سره مشهور دئ ) هغه هم په همدغو مبارکو ورځو کښي ؤ .
اوس مطابق له ذکر سوي وعدې سره ددې خبري و تفصيل ته
پام وکړۍ چي د حضرت آدم ع د توبې د قبلولو صورتحال پر څه ډول ؤ
؟
حضرت وهب بن منبِه رحمه الله تعالی فرمایلي دي چي حضرت
ادم علیه السلام چي کله له جنت څخه وځمکي ته راښکته سو نودهند پر یوه غره باندي یې درې سوه کاله ژړل په داسي
حال کښي چي اوښکي بې دغره په شیلو کښي بهیدلې ، داوښکوپه وجه يې ډیري پاکیزه اوخوږې درختي راشني سوي، بیاحضرت
جبریل علیه السلام ورته وویل چي ولاړسه وبیت الله شریفي ته ، اوهلته ترهغه پوري صبروکړه چي دلوۍاختردمیاشتي
اولي لس ورځي درباندي راځي ، بيا چي کله دغه مبارکي ورځي شروع سي نو بيرته و الله ته په توبه او استغفار شروع
وکړه ، ښايي چي الله ( جل جلاله ) به ستا پر ضعف او کمزورۍ باندي رحمت وکړي ، نو بيا آدم ع و کعبې شريفي ته ځان راو
ساوئ بيا يې پر بيت الله باندي يوه هفته کامله طواف وکړ او تر داسي اندازې پوري يې وژړل چي اوښکي يې تر زنګنو پو
ي راورسيدلې او د ځمکي پر مخ باندي رواني سولې ، بيا يې داسي وويل
لآإله إلا أنت سبحانک اللهم و
بحمدک عملتُ سُوءاً و ظلمتُ نفسي
فاغفر لي و أنت خير الغافرين و ارحمني و أنت خير الراحمين
نو الله پاک
وده ته وحي وکړه چي اې آدمه ! په تحقيق سره رحمت وکړ ما پر ضعيف والي ستا او درومي بخښله ګناه ستا او قبوله م
ي کړه توبه ستا .
حضرت غوث الأعظم رح فرمايلي دي چي لکه څرنګه چي د آدم ع په دغو ورځو کي الله پاک
توبه قبوله کړه دارنګه هر مسلمان چي ګناوي کړي وي او په دغو ورځو کښي و الله ته توبه وکاږي نو الله پر ده رحمت
کوي ، بخښنه ورته کوي او بدۍ يې الله پاک په نيکيو وربدلوي . ( کذا في الغنية ) .
والسلام ومن
الله التوفيق