مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-02-20   مخپرونکئ : عبدالله احسان

د لبنان ملي مشر ( رفيق حريري ) ومړ

هلال ياسيني

هلال ياسيني

1993عيسوي كال و، ډېر يخ ژمی و په كابل هم واورې وريدلې او هم پرې توغندي ورېدل. هيواد نوی نوی په كورنۍ جګړه كې راګير شوی و. د دغه وخت د جګړې يو لوی لوبغاړی ښاغلی ګلبدين حكمتيار و. كله كله به يې ويل چې نه غواړي  د افغانستان نه لبنان جوړ شي .  زه د پنځلسو كالو وم او په دې نه پوهېدم چې په لبنان كې څه تېر شوي وو؟ خو وروسته وروسته پوه شوم چې زمونږ د كورنۍ جګړې د پيل نه لږ مخكې په 1990  عيسوي كال كې د  لبنان د شهيد شوي صدراعظم رفيق حريري د خوارۍ په نتيجه كې لبنان د پنځلس كاله كورنۍ جګړې او تباهۍ نه وروسته سوله ليدلې وه. زه نن په دې پوهېږم چې كورنۍ جګړه او تباهي څه ته وايي، څومره ګران قيمت لري، او ترېنه وتل ملي مشرانو ته ضرورت لري. نو ځكه د حريري د كوچ په سبب  د لبنانيانو د زړه په درد پوهېږم .

مونږ چې په كورنۍ جګړه اخته شو  سبب يې دا وو چې د ملي احساس څښتن مشران مو نه لرل. او په ساحه كې موجود قوي لوبغاړي يا پردي لاسپوڅي وو او يا هم انانيت او خپلو شخصي ګټو راخستي و. لبنانيانو هم د همدغو لاملونو له وجې پنځلس كاله د يو بل وينې وڅكلې. او د ډېر انتظار څخه وروسته ورته اخر د سولې پرښته  خدای بخښلی رفيق حريري راپيدا شو. لكه ميرويس نيكه چې افغانان د لويې جرګې د لارې كينول او هيواد يې د صفويانو د ظلمونو نه خلاص كړ او د تباهيو نه يې وژغوره، داسې حريري هم په جرګو جرګو د هيواد د مسيحيانو مختلفې ډلې، شيعګان، سنيان، او درزيان سره په 1989ع كال كې د سعودي عربستان د طايف په ښار كې د خبرو مېز ته كېنول او سره د ده چې د ده سني مسلمانې ډلې په كې ډېر تاوان هم وكړ خو بيا يې هم ټول په اتفاق راضي كړل .

خدای بخښلی رفيق حريري په يوه غريبه كورنۍ كې پيدا شوی و چې حتی د پوهنتون د مصرف وركولو وسعه يې هم نه لرله. د مزدورۍ دپاره سعودي عربستان ته مهاجر شوی و او په سعودي كې يې د خپلې خوارۍ په نتيجه كې ډېره سرمايه لاس ته راوړې وه.  چې د ځنو په ګمان اوس لس بيليونه ډالرو ته رسېږي.  همدا سرمايه يې د طايف د سولې د اتفاق نه وروسته د لبنان په ابادۍ كې په كار واچوله. د بيروت د ښار تاريخي مركز چې په كورنۍ جكړه كې له منځه تللی و بېرته جوړ كړو او د نور هيواد د ابادۍ په لار كې يې نه هيريدونكي خدمتونه وكړل. تر دېرش زرو زيات لبنانيان يې انګلستان او امريكا ته د تحصيل دپاره واستول. او بغير د كوم تبعيض نه يې د ولس د غريبانانو سره مرستې وكړلې. ځكه خو د شهادت د خبر نه وروسته سمدستي د غريبو خلكو مظاهرې عامو سړكونو ته راووتلې. اوس اوس يې د بيروت په منځ كې محمد الامين په نامه د يو لوی مسجد ودانول شروع كړي و چې كورنۍ يې د همدې مسجد په انګړ كې خاورو ته وسپارلو.

سره د دې چې سنيان په لبنان كې لكه د شيعه ګانو په شان منظم او بهرني ملاتړونه نه لري خو حريري د خپل قوي شخصيت په سبب په لبنان كې تر ټولو قوي او موثر شخصيت و. د طايف د معاهدې نه وروسته تر 2004ع كال پورې د خپل هيواد د صدراعظم په توګه پاتې شو. سربيره په لبنان  په ټوله اسلامي او غير اسلامي نړۍ كې يې سياستمدارانو او سرمايه دارانو ډېر درناوی كاوه. ان تر دې چې سعودي عربستان ورته په فخري توګه خپل تابعيت وركړی و. د ده په مرګ تبصره كونكي وايي چې دی د لبنان نه ډېر غټ و. او په مرګ باندې به يې ځانته لبنانيان نه بلكه د ټولې منطقې ميشته ولسونه تاوان وكړي.

د لبنان حكومت به تحقيقات وكړي او حقيقت به يا معلوم شي او يا نه ځكه چې دا لويي لوبې دي او اكثره وخت پكې تحقيقات حقيقت نشي روښانه كولی، خو دا يو څرګند حقيقت دی چې اسلامي نړۍ يو عظيم رهبر او خواخوږی، لبنان خپل ميرويس نيكه، او زما په شان د نوي كهول ډېرو زلميانو يو ستر مثال بايلودلو.

رفيق حريري د شهادت نه څو دقيقي مخكې په پارلمان كې په ټيلي فون خبرې كوي

په 1993ع كې خو زه وړوكی وم، نه پوهېدم چې د كورنۍ جګړې تاوان به څه وي او يا دا كه زما هيواد د لبنان غوندي شي نو څه تاوان به وكړو،  اما ښاغلی حكمتيار په دې هر څه پوهېدلو. خو بيا يې هم هيواد د نورو سره په شريكه وران كړ او زه يې هم پوه كړم د لبنان غوندې كېدل څه مانا لري .

 لبنان د الحريري د شهادت نه وروسته، لكه زما هيواد، د يو ملي مشر د نشتوالي له امله د يو مجهول راتلونكي لور ته روان دی. په عربي كې يو متل دی وايي، " الانتظار اشد من القتل" (انتظار د وژلو نه هم ډېر سخت دی ). مونږ ته خو انتظار وژل تمام شو. د اوسني عصر د ميرويس نيكه او  ابدالي بابا په انتظار كې مو ډېر ګلالي ماشومان او بې ګناه ځوانان او مشران له لاسه وركړل. خو داسې ښكاري چې لبنان ته به د خپلې ژبې د متل په بنا انتظار د وژلو نه هم سخت تمام شي.  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery