مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-02-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

٢٥٠٠ کلنه تاريخي کلا له ګواښ سره مخامخ ده

سنځرخېل - کابل

سنځرخېل - کابل٤ - ١٢ - ١٣٨٣

٢٥٠٠ کلنه تاريخي کلا له ګواښ سره مخامخ ده

په هلمند کي د بست تاريخي کلا

 ( بازي - بازي اخر به ريش بابا بازي ؟ )

زموږ په هيواد کي دا لوبي اوس تر دې کچي رسيدلي دي چي بازيګر اوس زموږ په ملي وياړونو هم لوبي کوي  . يوه ورځ له دې خبر شوو چي په کابل کي د خواجه صفا له زيارت څخه د دولت د چارواکو په ملتياکيندني کيږي ، تاريخي توکي له مځکي را ايستل کيږي او په غلا بهرنيو هيوادونو ته تر وړل کېدو وروسته پلورل کيږ ي . دا خبره د نړۍ او افغانستان په مطبوعاتو کي خپره شوه ، فرهنګي او کلتوري ټولنو غبرګونونه وښودل ، خو لکه څنګه چي ګران لوستونکي پوهيږي ( په کابل کي مرموزي پلټني ) تر سرليک لاندي ليکنه ،  او د اطلاعات اوکلتور  وزارت  پر چارواکو نيوکي  تر اوسه پر خپل حال  پاته دي . او دوی ددې تورونو په اړه د ځانونو د سپيناوي هڅې داسي وکړې يو ځل يې د کندهار د اطلاعات او کلتور په رياست کي کله چي ( کندهار د تاريخ په اوږدو کي سيمينار ) ادامه لرله ليکوالو ته بد رد وويل ، تر دې حده چي له نزاکت او اخلاقو چوکاټونه يې مات کړل ، د هغه تر څنګ يې څو تنه افغان ليکوال د وسلې او زور په څرګندولو سره د څارنوالۍ او نږدې محکمو پوري ورسول  . زه نه پوهيږم ، چي د زور واکو هغه تجارت به اوس هم روان وي که نه ؟  که به روان وي کومي قيمتي ډبري به کوم هيواد ته وړي ؟  او په کوم ځای کي به د کابل موزيم په نامه څوکسانو ته جعلي کارتونه ورکړل شوي وي او پر کومو لويو لارو به يې د توپک په ملګرتيا د پنجابيانو تر هيواده رسوي ؟   ددې ولس او ددې هيواد هويت ، ددې خاوري تاريخي اثار به څوک ، څنګه ، چيري او په څو شلو کلدارو او ډالرو پلوري او پيرودي ؟  

داسي ښکاري لکه د تاريخي اثارو د غلا کولو د خبرونو د ليکلو او د هغو د خپرولو جرئت چي نور کوم ليکوال کي نه وي پاتي . ځکه داسي مي لا هم ولوستل چي يوه ملګري ليکوال ته مي د کومي ويبپاڼي چلوونکي ويلي وو چي ژوند ليک دي راوليږه ، او د ليکنو سره دي ولي اصلي نوم نه خپروې ؟  

ملګري مي په جواب کي ورته ويلي وو ، چي زه غريب سړی يم ، سر او نيم سر اولادونه لرم ، نه غواړم د صالح او محمديار غوندي په څارنواليو او قومندانيو وګرځم !

 او نور کېدای شي هغه ليکوال هم د ځان ساتني په سبب له داسي ليکنو او پټو رازونو تر ښکاره کېدو تېر شوي وي .

دا ځل بيا د ښاغلي کرزي صاحب د پراخ بنسټه دولت او مسلکي کابينې ( اهل کار وزيرانو صاحبانو ) په شتون کي د يوې بلي زړه بوږنوونکي پېښي څخه خبريږو ، دا ځل داسي ښکاري له عامه ولس چي هم د دولت ځينو وزيرانو ته کتلي وي ، او له هغوی نه يې  زده کړه کړې  وي . ځکه دوی به هم وايي چي وزير صاحب لا دومره اقتصادي ستونزي لري چي په تنخوا يې ښه نه کېږي او د تاريخي اثارو په کاروبار ځان چلوي نو موږ خو هر سړی ويني چي دلته په دې کنډوالو کي څو شپې تيروو . د خدای پر مځکه اوسيږو !؟

د هلمند ولايت له والي ښاغلي ملا شيرمحمد اخند زاده او دهغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور له ښاغلي ريس څخه په کلکه غوښتنه کوم چي دهلمند په ښکلي ولايت کښي دي د هيواد دتاريخي ودانيو او زړو کلاوو او د هغه سيمي د تاريخي اثارو په ساتنه کي کلکه پاملرنه وکړي . او په هلمند کښي د بست فرهنګي ټولني او په هغه ولايت کښي نور ليکوال ، فرهنګيان او ژورناليستان بايد په دې اړه رښتيني مالوماتپه بېلابېلو خبري رسنيو او خپرونو کښي خپاره کړي او ددې ترڅنګ يې  د يونسکو ادارې ته وليږي .

نه غواړم خبره ډيره اوږده کړم ، نن د ١٣٨٣ لمريز کال د کب د مياشتي پر څلورمه نېټه د پژواک خبري اژانس د يوه ازاد خبريال له خوا لاندنی خبر خپور شو : ښاغلي محب روښان داسي ليکلي و


دغصبوونکو لاس دبست دتاريخي کلا ګرېوان ته هم ورسېد


د هلمند ، د بُست کلاپه تاريخي سيمه کې چې، ٢٥٠٠ کاله لرغونتيا لري ، ١١٧ کسانو غير قانوني کورونه او د کوکنارو کروندې جوړې کړېدي .
د بُست تاريخي کلا، شاوخوا ٢٥٠٠ کاله لرغونتيا لري چې ،د ډاکتر نجيب الله د حکومت له ړنګېدو راهيسې يې شاوخوا تاريخي سيمه د هستوګنې په کورونو او د کوکنارو په کروندو اوښتې ده .
دغه لرغونى ښار د اويستا يي بسته وئيري له نامه سره تړاو لري چې، د ګشتاسب وراره او د زرير زوى وو٠ د بُست ښار په شپږمه ميلادي پېړۍ کې د هفتليانو پلازمېنه وه او وروسته ساساني لومړي خسرو له هغو څخه بېرته لاندې کړه.
بُست ښار په اوومه مېلادي پېړۍ کې د زابل او رخج د واکمن رتبېل د واکمنۍ پر مهال د عربو د يرغلونو په وړاندې له ډېرو ټينګو او محکمو ښارونو څخه ګڼل کېده .
او س د همدې ښار په پاتې شونو کې د بُست شيشک،د بُست لښکربازار او جنګي کلا تر سترګو کېږي .ځينې قبرونه هم دلته پاتې دي چې، د ٥٠٠-٦٠٠ هجري قمري کلونو پخواني ډبرليکونه لري
پدې هکله داطلاعاتو او کلتور رئيس جانګل خان وويل : (( زه نوى موظف شوى يم ، او وظيفې ته د راتلو سره سم مې ، د بُست کلا د تاريخي کمان د ساتلو لپاره، د يوې ډلګۍ عسکرو امر واخست او اوس هلته وظيفه اجرا کوي.))
د هغو کسانو په اړه چې، په دې تاريخي سيمه کې يې ځمکې نيولي ، د اطلاعاتو او کلتور رئيس وويل چې، د ١١٧ کسانو نومونه يې والي ته وړاندې کړي چې، تر اوسه يې پر خلاف هېڅ ګام ندى پورته شوى .چې، نوموړى يې اندېښمن کړيدى

: داطلاعاتو او کلتور رئيس ددې ولايت د نورو تاريخي کلاګانو يادونه داسې وکړه : (( بې له بُست کلا څخه ،٤٠ نورې تاريخي کلاګانې هم لرو چې، هغو ته هيچا پام ندى کړى او دولت خو لاپرې خبر هم ندى !.))
د بُست کلا د بيا رغونې په اړه داطلاعاتو او کلتور رئيس وويل : (( د موسسې لخوا د زرګونو ډالرو خبر مې اورېدلي دى او والي هم ويلي چې، يو مليون افغانۍ مرسته يې د بُست کلا د ترميم لپاره کړېده ،خو درک يې چې، چېري مصرف شوي ،ندى معلوم.٠
يو تن ٢٣ کلن ځوان عبد الصمد روحاني چې شاعر او په هلمند کې د سباوون FM سيمه ييزې راډيو خبريال پاتې شوى دى،د بُست کلا د سترګو ليدلى حال داسې بيان کړ : (( هرڅوک پر خپل سر د بُست کلا تاريخي خښتې وړي چې، د راګرځېدو سړى يې نسته!))
د هلمند ولايت والي شېرمحمد اخونزاده ،د داطلاعاتو او کلتور د رئيس جانګل خان د ټولو خبرو د منلو ترڅنګ د تاريخي ځايونو د ارزښت په هکله و غږېد او زياته يې کړه : (( د هر ملک تاريخ د تاريخي شيانو او ځايونو پواسطه معلومېږي ،زه دې خلکو ته حيران يم ،دا څنګه افغانان دي چې ،خپل ريښې پخپله وهي او د يوه جنايت پرځاى دوه جنايته کوي چې، يو د تاريخي ساحې لاندې کول دي او بل پر دغه مځکه ، د کوکنارو دبدنامه او ناروا کښت کرل دي!؟))
ده، نوموړي خلک د پرديو دلاس آلې وبللې او ګواښ يې وکړ چې، ژر ترژره به تاريخي سيمه له لاندې کوونکوکسانو، پاکوي .خو دايې په ډاګه نکړه چې، څه مهال؟


ددې خبر تر لوستلو وروسته د سړي سترګو ته دوې خبري دريږي :

١ -  کله چي مو ښاغلي ولسمشر ځان کانديد کړی و ، نو يې په پرله پسې توګه داخبره تر ټولو ډيره کوله چي ( زه به د افغانستان ملي ګټي ساتم ، خيانت به له منځه وړم ، عدالت رامنځته کوم او ...... )

٢ -  کله چي نږدې يو کال مخکي په هيواد کي د تاريخي اثارو د غلا په اړه پر وزيرانو نيوکي وشوې او تورونه پرې ولګېدل خو بيا هم نه چا په دې اړه څه رڼا واچول او نه هم دومره څوک پيدا شو چي له ښاغلي وزير صاحب څخه په دې اړه پوښتنه وکړي . اوس ګيله له چا وکړو ؟ 

چي مشر يې غومبر شي اختر يې ماځيګر شي

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery