غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ ٧ کب ١٣٨٣ لمريز
څوسياسي خبري او د افغانستان ودانول د هغه کتاب نوم دی کوم چي ښاغلي عبدالکريم ميثاق ليکلی او ښاغلي مېرزاعلم حميدي په پښتو ژباړلی دی ، او بېنوا فرهنګي ټولنه يې د چاپ چاري پر مخ بيايي .
د کتاب ژباړن ښاغلی حميدي غواړي چي د ياد شوي کتاب پښتو ژباړه د بېنوا ويبپاڼي له لاري په پرله پسې توګه خپره کړي .تر څو د نړۍ په ګوټ ګوټ کښي مېشت هغه ګران هيوادوال چي که د کتاب چاپي بڼه ژر ترلاسه نه کړای شي د بېنوا ويبپاڼي له لاري ټوله کتاب په پرله پسې توګه ولوستلائ شي .
د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه د ښاغلي مېرزاعلم حميدي له دې نېک احساس څخه په منني سره خپل درانه لوستونکي د يادشوي کتاب لوستلو ته رابولي .
په درناوي - عبدالله احسان
څو سياسي خبرې او د افغانستان ودانول
څرګندونه
څه شی چې په دې ټولګه کې ښکارېږي په افغا نستان کې د هغه مهال د ژوند تجربې دي چې يوه موده په نه پېژندلو او پيچلو ملي او نړيوالو شرايطو کې ؛ له پخوانۍ تجربې پرته د سياست په منګولو کې کېوتی وم .
په هغو او وروستيو کلونو کې مې په افغانستان کې سياسي خبرې او ودانول داسې په ماغزو کې راټول شوي وو چې کله، کله يې په بيلو، بيلو خپرونو او په ځانګړي توګه د « محبت » په خپرونه کې ليکلی غبرګون څرګنديده. دادي ځنې يې چې د ځانګړي اند، تجربې، موندنې او پېژندنې پربنسټ ولا ړې دي ؛ په دغه ټولګه کې قدرمن لوستونکي ته وړاندې کيږي .
کريم ميثاق
د سريزې پرځای
چې پرې وياړم دغه درې راباندې ګران دي
سپيڅلتيا، دويم لوستل درېيم ليـکل دي
وياړم چې د وتلي ليکوال او شاعر ښاغلي عبدالکريم ميثاق ليکنه مې له دري ژبې څخه پښتو ژبې ته را وژباړله او دده په اجازه مې نه يوازې د خپلې خوښې غورچاڼ پکې وکړ بلکې په ځينو ځايونوکې مې لږې زياتونې هم پکې راوستې .
ما دا کار ددې لپاره نه دی کړی چې دداسې نوميالي ليکوال په وړاندې دومره ستره سپين سترګي وکړم بلکې د مخکني پوهاوي له مخې مې په دغه ليکنه کې خپله خوښوونه (سليقه) هم ونغښته چې په شننه يې قدرمن ميثاق صاحب پوهيږي. خو زه دا خبره په زغرده کوم چې موږ دواړو دغه کار د ګډې موخې اود يوه اند لپاره کړی دی؛ هغه هم داسې :
۱ ـ چې په دغه وړ او مناسب مهال د دواړو ژبو لوستونکي د کتاب منځپانګه په خپله مورنۍ ژبه ولولي اوګټه ترې واخلي ترڅودچا په وينا چې دمورې په خوا کې وږی نه شي پاتې.
۲ ـ د سعدي عليه رحمه له وينا سره سم چې ويلي دي :
بنيادم واړه د يو بدن اعضـــــــا دي
حقيـقت کې يو جـــــوهرځنې پيدا دي
که يـو غړی د بدن يې په درد راشي
د وجود نوره ټول غــــــړي يې په ژړا شي
دې غوره لارې ته هڅول چې :
۳- دقانون په وړاندې سرټېټول دخپل عزت اوشرافت اصل بيانوي.«زغلول پاچا»
ـ ټولنه به هغه مهال نيکمرغه شي چې قانون دحق د ټېنګښت لپاره خدمت وکړي.
ـ قانون او اخلاقي زده کړې هغه مهال اغېزمنې کيږي چې قانون د کتاب له پاڼو څخه د خلکو زړونو ته ور ولېږدي .
۴ـ.دوجدان رضا يوازې د دندې له سرته رسولو وروسته ترسره کيدای شي . « اسمايلز»
ـ بيده شوم خوب مې وليدچې ژوند په زړه پورې او ښکلی دی؛ کله چې راويښ شوم و پوهيدم چې ژوند دنده پېژندنه ده. « کانت »
۵ ـ يو غلط حکم د څوګناهونواوڅو برباديومور ده ځکه چې ګناهونه ژوند چټلوي اوغلط حکم د ژوند سرچينه چټلوي. «فرانسيس بايکون»
ـ له هغې عقيدې څخه چې بنسټ يې په عدل ولاړ وي بله غوره عقيده نه شته.
ـ بايد چې حکم دومره ټېنګ، ثابت اوغښتلی وي چې د قانون د بشپړ متن په اندازه ارزښت ولري .
ـ که حکمونه د قاضي د ځانګړي باورپربنسټ ولاړوي؛پداسې ټولنه کې نه څوک خپله دنده پېژني او نه څوک په دې پوهيږي چې سبا ته به څه پېښشي.« مونتسکيو»
۶ ـ ټولنيز پسادونه دوه ډوله دي: يودا چې خلک دقوانينو پروا نه کوي؛دغه خوږ درمل کيدای شي . بل دا چې قوانين خلک پاسيداوي ؛ دغه خوږ نه شي درمل کيدای ځکه چې دغه خوږ په خپله د درملو له کبله دي . « مونتسکيو»
ـ د پسادونو وروستۍ درجه د ظالمانو په ګټه د قوانينو کارول دي. « ولټر»
۷ـ سياست بې غږه سوان دی چې ورو، وروخپل ځان دمقصدپړاوته رسوي.«مونتسکيو»
ـ سياست د شطرنج د لوبې په څېر دی؛ د چا چې دا لوبه نه وي زده هغه يې بايلي «.ژان ويوليس »
ـ د سياست هنر د وخت په رامنځ ته کولو کې نه دی بلکې له وخت څخه په ګټه اخيستلو کې دی . « فردريک»
ـ هغه سياستوال د خپلو خلکو لپاره ښه خدمت کولی شي چې د ماتي له کبله نهيلی او د بري له کبله کبرجن نه شي.
ـ د سياست نابغان چاپيريال نه شي بدلولی بلکې له خپل چاپيريال سره چې د بدلون لپاره چمتو شوی دی مرسته کوي . « دشتي »
۸ ـ د خپلواکۍ ونه دې د تېري کوونکو په وينو اوبه شي !
ـ د خپلواکۍ غورځنګ د تېري کوونکو همزول دی او تېري کو ونکي دې وټکول شي !
۹ ـ په پوځي ډلو ټپلو کې د حق کليمې يوازې د واک ټېنګولولپاره کارول کيږي.«ګوستاولوبون»
۱۰ـ ولسواکي په هغه هيوادونوکې ټېنګيدای شي چې د دندې ګرانښت يې په سراښتوب او ځانګړي ګټه زيات وي .
ـ ولسواکي هغه مهال رښتيني پړاو ته رسيږي چې د يوه ملت خلک نه يوازې له بدني ځواک څخه کار واخلي بلکې له روحي ځواک څخه هم د خپل هيواد په ګټه کار واخلي .
ـ د ولسواکۍ رښتيني ځانګړتيا په ځانګړي ازادۍ کې نه موندل کيږي بلکې د هر وګړي ازادي د نورو په ازادۍ پورې تړلي ده .
همدا ډول د هيوادپالنې، د سوله ييز او ډاډه ژوند، سياسي تېروتنو او تجربو، ملي وسله وال پوځ او ملي پوليسو، له نورو هيوادونوسره د ښو اړيکو ټېنګول، د قلموالو دنده، قانوني حکومت او دداسې نورواړينو موضوعاتو په هکله د زړه خواله شوي ده چې لوستونکی به يې په خپله ولولي اوګوندې دهيواد پالود لاس امسا شي .
په درنښت
مېرزا علم حميدي - امرسفورټ ( هالنډ )
د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزه څانګه هڅه کوي هره ورځ د ياد سوي کتاب يوه ليکنه خپره کړي ، کتاب ټولي ٤٥ سرليکه لري ، ټوپک سالار به د ددې لړۍ وروستی سرليک وي .