دخپریدو نیټه : 2005-02-23 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سږنۍ كانكور ازموينې
هلال ياسيني - ٥ کب ١٣٨٣ لمريز
د كانكور ازموينې زمونږ د هيواد په تعليمي او تربيوي سيسټم كې خورا مهم رول لري . ځكه چې زده كونكي د يوې معينې تعليمي مرحلې څخه چې پكې اساسي زده كړې كوي يوې بلې جږې تعليمي مرحلې ته چې د تخصص پورې اړه لري او د هيواد په ابادۍ كې مهم رول لري پوريباسي. د تېر كال د كانكور ازموينې په دې وجه لغوه اعلان شوې وې چې د ازموينې پوښتنې د دولت ځنو مامورينو په تور بازار كې خرڅولې. سږ كال د هيواد په تاريخ كې د اول ځل دپاره په لس هاو زره زده كوونكي د كانكور په ازموينه كې برخه اخلي، خو د ازموينې په هكله رنګارنګ اندېښنې موجودي دي.
د ٢٠٠٣ع كال د ديسمبر په مياشت كې مې د مكتب د وخت يو استاذ وليدلو. نوموړی استاذ پاك او پخپل هيواد مين شخصيت دی، او هيواد ته يې د قدر وړ خدمتونه كړي دي. د خبرو په دوران كې مو د دولت يو جږپوړی مامور ياد كړ چې سمدستي ترينه استاذ شكايت شروع كړ. شكايت دا و چې د استاذ زوی يو لايقه زده كونكی دی او غوښتل يې چې د طب پوهنځي ته كامياب شي. خو د طب پوهنځي ته كاميابيدل څه اسانه خبره نه وه. دا نه چې ورته د ډېر لياقت او پوهې ضرورت و ، بلكه د ډېرې قوي واسطې او يا د يو لوی رشوت ضرورت و. نو ځكه خو زما استاذ چې د هغه په وينا د شل زره افغانيو رشوت وسعه نه لرله، دغه جږپوړي دولتي مامور ته مراجعه كړې وه تر څو ورته د يوې مسلحې ډلې -چې د افغانستان تعليمي سيسټم يې په لاس كې و- كوم مشر وګوري او ليك وركړي چې زوی يې د طب په پوهنځي كې شامل شي. دولتي مامور ورڅخه معذرت غوښتی و ځكه چې د نوموړي اړيكي د هغې مسلحې ډلې د مشرانو سره ښې نه وې، نو كولی يې نشو چې واسطه ورته وګوري. استاذ راته وويل چې بله لار نه وه، هر كس بايد قوي واسطه ولري او يا رشوت وركړي چې د خپلې خوښې پوهنتون ته كامياب شي.
د كابل پوهنتون ته لاړم او هلته هم زده كونكو د دغه مشكل نه شكايت لرلو. ځينو خو راته خپلې ويديوي مركې هم راكړلې چې پكې كې د دولت د ځنو منسوبينو څخه -چې په پوهنتون يې كنترول لرلو- شكايت كولو. لوی شكايت د رشوت او ژبني تبعيض و. د لوګر د ولايت څخه راغلي يو زده كونكي راته وويل چې په پوهنتون او مربوطه موسساتو كې بايد كوم جږپوړی مامور وپېژنې او يا رشوت وكاروې تر څو خپل د خوښې پوهنځي ته كامياب شې. او په پوهنتون كې د نه مقررۍ دپاره خو دا بس و چې څوك په پښتو خبرې وكړي.
سږكال هم هيوادوال انديښنې لري چې د دولت محترم مامورين به د تېرو كلونو تكتيكونه استعمال كړي. د ځينو زده كونكو په قول سږه كال د خپلې خوښې پوهنځيو ته د كاميابيدو د رشوت قيمت هم زيات شوی دی. د طب او انجنيرۍ قيمت د زرو ډالرو نه زيات او د حقوقو د پوهنځي قيمت د اته سوو او زرو ډالرو تر منځ اټكل شوی دی. او طريقه يې هم داسې ده چې رشوت وركونكی به د كوم باوري درېمګړي سره متفق عليه پيسې ږدي او چې كله د خپلې خوښې پوهنځي ته كامياب شي نو درېمګړی به دولتي مامور ته هغه
پيسې وركوي. زده كونكي دا اندېښنه هم لري چې د تېر كال په شان كيدای شي د كانكور پوښتنې په تور بازار كې خرڅي شي او يا به بيا د كانكور نتيجې لغوه اعلان شي.
زما په عقيده د خلكو اندېښنې په ځای دي. سره د دې چې افغانستان هم د ټولټاكنو په سرته رسولو د جمهوريت د تاسيسولو لمړی قدم واخستلو، خو د خفګان خبره دا ده چې دا جمهوريت ډېر د پاكستان جمهوريت ته ورته دی. د كوزې پښتونخوا د مشهور ليكوال نورالبشر "نويد" خبره مونږ ځان سره د پاكستان څخه د پاكستان د "كلچر" يا كلتور ځنې مهم عناصر افغانستان ته انتقال كړيدي. چې يو يې هم په دولتي ادارو كې د رشوت اخستل دي. د مجاهدينو د دورې ملوك الطوايفۍ او په تېرو كلونو كې د ځنو مسلحو مليشو د منسوبينو كردارونو په دولتي موسسو او ادارو د خلكو اعتبار بيخي له منځه وړی دی. دولت بايد كوښښ وكړي چې د خپلو موسساتو په نزاهت او غښتلتوب د خلكو باور وساتي او يا يې بېرته لاس ته راوړي.
دا چې نوې كابينه د ولس د رايې د اخستلو نه وروسته ټاكل شوېده، د ولس ملاتړ لري، او د تعليمي ادارو په سر كې د مسلحو مليشو مشران قرار نه لري او ښاغلی اشرف غني د كابل پوهنتون مشر شوی دی، دا يو ښه فرصت دی چې دولت د خلكو باور بېرته وګټي. ځكه كه هر څوك رشوت د كاميابۍ لار وګڼي او د دولت د مامورينو په ريښتنولۍ خپل باور د لاسه وركړي، شايد دا به ډېره سخته وي چې د هيواد د راتلونكي نسل او خصوصا متعلمې طبقې څخه د هيواد په ابادۍ كې د مثبت رول هيله ولرو. تعليمي ادارې يو عظيم فرصت لري چې په هيواد كې د ريښتنولۍ او ايماندارۍ كلتور بېرته راژوندی كړي، په سږني كانكور كې د بډو اخستلو او واسطو كارولو مخنيوی وكړي ، او د راتلونكي نسل پوهانو او مشرانو ته دا وښايي چې د دوی حقوق په ځای دي او لږكي خود غرضه او فاسد عناصر نشي كولی د دوی په راتلونكي لوبې وكړي.
هيله ده چې سږ كال به د كانكور په هكله د خلكو اندېښنې فقط اندېښنې پاتې شي او واقعيت ته به نه ترجمه كېږي، تر څو د تيرو كلونو بې اعتباري او بې ايماني خاتمه ومومي او هر د حق څښتن ته خپل حق ورسېږي.