دخپریدو نیټه : 2008-12-16 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
دمسلمان پښتون اوداټومي بم کارپوه عبدالقدیرلنډه پېژندنه
پوهنوال ډاکترنظر
محمد سلطانزی ځدراڼ
(دویمه برخه)
ليکوونکی :پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ
ځای : دجرمني هیواد
نيټه : ددېسیمبر م
یاشتې شپاړسم ، ٢٠٠٨ زکال
داسلامي اتوم بم زېږېدنه :
داسلامي اتوم بم نوم دغی
اسلامي نړۍ اوبنسټپالو ډلوله خواد خبررسنیوله لارې هغه مهال خپورکړوکله چې په ١٩٩٨ ز کال کې،
پاکستان خپلې اټومي ازموينې ترسره کړې . لوېدیځ هیوادونواوامریکا پرې اقتصادي بنديزونه ولګول . دپاکستان داټومي پروګرام پلار مسلمان افغان پښتون عبدالقدیر خان دی چې ديورانیوم غني کو
واوداټوم بم په ټکنالوژي کې هغه دپام وړاوټاکونکی رول لوبولی دی . دپاکستان اټومي پروګرام ب
پړکول داسلامي نړۍ په تېره بیا دسعودي عربستان په غوښتنه پیل شو ترڅوپه سیمه کې پاکستان دهرډول ګواښ
دمخنيوي وړتیاولري .
دبیلګې په ډول :
په ١٩٧٤ ز کال دمای میاشتې په اتلسمه نيټه هندوستان خپله لوم
وړۍ امپلوزیون ډوله ډیزاین شوې ټکنالوژي (Implosion design) اودپلوتونیوم چاودیدونکوموادو هستوي ازموینه د
بودا (Buddah ) دزيږیدنې په ورځ ترسره کړه . دنوموړې هستوي ازموینې قدرت لږ څه پینځه لس کیلوټن ټي این
ټي 15 kilotons TNT اټکل کيږي چې دجاپان هيروشيما اتوم بم سره سمون لري. هستوي ازموینه د راجستان ولایت
په یوه دښته اودځمکې لاندې په يوه سل متره ژورڅاه(Shaft) کې تر سره شوه . دغه سورۍ دریگ په مرسته تر
خوله پورې ډک شو او بیا دسمټو (Cement) په اچولوسره کلک بندشو.
په مذهبي تړاو دهندوستان دغه بې سارې هستوي
ازموینه دنړۍ په ټولومسلمانانوباندې دهند ساينس پوهانواوهندوانوبريا وګڼل شوه او دهندپه ټول هيوادکې
ديوې ملي جشن په څير ولمانځل شوه . په دې اړوند د پام وړاوترپوښتنې لاندې خبره خو دا ده چې دهند هستوي پ
وګرام په پرمختګ کې د کانادا، امريکا او استراليا ساينس پوهانوغټه ونډه درلودله. دبیلګې په توګه : په ١٩٥٦
زکال کې کاناډا دهندوستان سره ددرندواوبو څېړنيزهستوي بټۍ مرسته وکړه . هندوستان دخپل اټومي بم دجوړو
وپه موخه ددرندواوبوهستوي بټۍ Heavy Water Reactor څخه ګټه پورته کړه . په نوموړې بټۍ کې درندې اوبه يانې ډویتېریوم
اکساید deuterium oxide, D2O) ) یوخوا دموډراتور Moderator (یانې دنیوترونولپاره بریک وهونکې ماده) اوب
خوادیوې سړوونکې مادې په توګه کارورکوي . ددرندواوبوهستوي بټۍ ګټه په دې کې ده چې دچاودیدونکي یورانیوم دوه
سوه پینځه دیرش U-235 پرځای دطبیعي یورانیوم دوه سوه اته دیرش U-238اکساید (natural UO2 ) څخه دسونګ موادوپه
ول کاراخیستل کیږي . بلخوا په نوموړې بټې کې دپلوتونیوم Plutonium-239 رادیواکتیف عنصرپه مصنوعي توګه ترلاسه
کیږي . پلوتونیوم دیورانیوم په شان داتوم بم دجوړلولپاره خورامساعدرادیواکتیف عنصرتشکیلوي .
دهندوستان هغه وخت صدراعظمې اينديرا ګاندي Indira Gandhi د هستوي ازموينې نوموړې برياليتوب ته يو م
ذ هبي بڼه ورکړه او يوخوا يې د لمانځنې وخت د بودا دزيږيدنې ورځ وټاکله او بلخوا يې دهندوستان
داتوم پروګرام د خندا کوونکي بودا „Smilling Buddah“ په نوم اعلان کړ. . دهندصدراعظم
ې د غه ازموینه دیوې پلمې په توگه سوله ایزه هستوي چاودنه Peaceful nuclear explosion ونوموله . په داسې
حال کې چې ډیروکارپوهانو دهند چاودنه په حقیفت کې دسولې په موخه نه بلکې دپوځي موخې لپاره تعبیرکړه .
ددې
سره جوخت دهندوستان يوبنسټيز مسلمان فزيک پوه عبدالکلام Kalam Abdul دا په ګوته کړه چې دهند
ساينس پوهان د يوه هندي اتوم بم په جوړولوبريالي شول او او س هيڅ يو ګاونډ ی مسلمان هيواد به یوه داسې پ
یکړه او زړه ورتوب وه نه کړي چې دهندوستان په خاوره يرغل وکړي . د بيلګې په ډول لکه ددوو زرو کا
ونوڅخه را پدې خواتل داسې پېش شوي دي چې افغانانو، مغلو او ايرانيانوبه په هر وخت او هر ځاې کې چې و
غوښتل نو دهند خاوره به يې په زور ونيوله.
دهندو اټومي بم Hindu atomic bombجوړيدل یو خوا، اوپه
1972 م کال کې دهند او پاکستان تر منځ په مخامخ نښته کې د بنګلاديش خاورې بايلل بلخواد اسې پایلې
رامنځ ته کړې چې د پاکستان پوځي، سياسي لوړپوړي چارواکي دخپل ولس تر سخت فشارلاندې ر اغلل . په نړیواله
کچه دهندوبم جوړیدل نه يوازې پاکستان ته بلکې ټولې اسلامي نړۍ ته دخطريو زنګ او ګواښ وګڼل شو.
په 1975 م کال کې دهغه وخت صدراعظم ذوالفقار علي بوټو د پاکستان لپاره داتوم انرژۍ دپراختيا پ
وګرام بنسټ کيښود او داحساساتوڅخه ډکه وينا کې يې خپل ولس ته داسې خطاب وکړ:
(مسلمان ساينس پوهان
که دنړۍ په هرګوټ کې وي، بايد زر تر زره داتوم بم په جوړولو باندې کار پيل کړي. زه نور دجوړشوي
هندواتوم بم(Hindu atomic bomb) زغم اوحوصله نه لرم. که چيرته زموږولس زر کاله هم دډوډی پر ځاې واښه وخوري خوبيا
هم زه دهیواد يوه مسئول مشر په صفت دا وړانديز کوم چې پاکستان دګاونډیوهیوادونودهرډول ګواښ دمخنيوي په خاطر
هستوي وسلوته اړتیالري ) .
دپاکستان صدراعظم زولفقار علي بوټوله يوه خبریال سره په م
رکه کې وویل چې : عيسویان اتوم بم لري ، یهودیان اتوم بم لري ، هندیان اتوم بم لري په دې نړۍ کې یوازې اس
امي تمدن دی چې اتوم بم نه لري .
په 1976 م کال کې دډاکتر عبدالقدير خان تر مشرتوب لاندې يوه ډ
ه ساينس پوهان د ذو الفقار علي بوټو له خوا وټاکل شول تر څو د هستوي وسلو پروګرام پرمخ بوزي. د جولاې
مياشت 1976 م کال کې د ډاکترعبدالقدير خان په نوم اووياړ سره دڅيړنې يو لابراتوارپه کوهټه Kahuta کې
جوړشو. په دغه لابراتوارکې د ډاکترعبدالقدير خان په ابتکار د يورانيم دوه سوه پېنځه ديرش U-235 ايزوټوپ دغني کو
ویوه ځانګړی ټکنالوژي په کارواچول شوه چې د څو زروڅرخېدونکو لوښویانې سینتریفوګو ( Ultra-Centrifuge ) څخه جوړه ده.
ډاکترعبدالقدیرخان اومذهب :
په دې کې هیڅ شک نشته چې ډاکترعبدالقديرخان
داسلامي نړۍ په تاریخ کې یووتلی ، پیاوړی اوبې ساری ساینس پوه دی . برسیره په دې ډاکترعبدالقدیرخان یوډیر
پرهېزګاره کلک مسلمان پښتون هم دی . ډاکترعبدالقديرخان په خپل ژوند لیک کې دقران شریف پینځه نوي یم
سوره۹۵ ، څلورم ایت ۴ لیکلی دی چې ژباړه یې داسې ده .
لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَح
ْسَنِ تَقْوِيمٍ
ژباړه : (چې خامخاپه تحقیق پیداکړی دی موږانسان بنې ادم په ډیریوښه اعتدال سره )
تفسیر: موږانسان په یوه ښه قالب کې اچولی دی اوښه قوتونه مووربښلي دي اوپه ظاهري اوباطني ښیګڼوموښایسته
کړیدی اوډیرګټورشیان مودده په وجودکې راغونډکړیدي . که بنې ادم سم دخپل صحیح فطرت سره ترقي وکړي نوانسان له پ
ښتوڅخه نه یواځې وړاندې کیږي بلکې دهغوی مسجودهم ګرځیدی شي(۵) .
دپورتنی ایت شریف په بنسټ ډاکترعبدال
ديرخان دلوی خدای څخه ډیرشکرکوي اوځان نیکمرغه ګڼي چې دطبیعي علومودومره بې ساري پوهه دبل چانه پ
ته یواځې دهغه په نصیب شوې ده . داځکه چې اوس هغه دنړی ټولو مسلمانانوته دویاړ اودګټورخدمت مصدرګ
ځیدلای شي .
په دې اړونددقران شریف په دوه سوه نهه شپیتم ایت ، سورة البقرة کې راغلي دي :
....................وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ
فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا
ژباړه : خدای پراخ اوعالم دی . ورکوي (الله ) حکمت (نافع علم سره له عمله )
هرچاته چې اراده وکړي (دورکولویې) اوهرچاته چې ورکړشوحکمت (پوهه) نوپه رښتیا سره ورکړشو(ده ته) خیرډیر.
(تفسیر: یانې هرچاته چې پوهه ورکړشوې ده هغه ته ددنیااواخرت لوی نعمت ورکړشو اولویه ښیګڼه ورسره شوې ده .
څرنګه چې عبدالقديرخان لا په کوچنیوالي کې دډیرې هراړخیزې اوځانګړې پوهې خاوندوه، نودهغه دینې
استادان ورته ډیرحیران پاتې وو. داسې کیسې هم کیږي چې داسلام دین پوهانوویل چې ګڼه دعبدالقديرخان او
دهغه دپلارعبدالغفورخان په نوم کې یوه خدايي معجزه پټه خوندي ده . داځکه چې قدیراوغفوردالله تعالی صفتونه
دي . نودهغه مهال اسلام دین پوهانو مخوینه کړې وه چې دډاکترعبدالقديرخان ځخه به په راتلونکې وخت کې
یوډیرغفور(بخښونکئ)اوقدیریانې وسي سړی جوړشي .
ډاکترعبدالقديرخان په دې نظر دی چې ددښمنانو څخه ددفاع په
خاطردهرمسلمان لپاره دساينس پوهنې او نوې تکنالوژي زده کول ضرورګڼل کيږي. دبیلګې په توګه دډاکترعبدالقدیر
خان دڅیړنیز لابراتواراودیورانیوم دغني کولومرکز (Dr.A.Q.Resarch Laboratories) په دروازه دقران شریف لاندنی
ایت شریف لیکی دی .
خو الله تبارک او تعالى په پورتني ایت شریف ( سورت النفال ٦٠ ايت شريف) کې مسلمانانو ته امر کړئ دئ
چې د سا ينس اوتکنالوژي زده کړه داسلام مبارک دين او دمسلمانانو ددفاع په خا طرتر خپله وسه پورې پر مخ بوزئ
. او داسې شيان او وسايل اختراع او اماده کړئ چې دستاسو دښمنان او مخالفين يې لري تر څو هغوی ور باندې وويروئ.
دا سې اټکل
کيږي چې ډاکتر عبدالقدير خان او سيد جمالد ين افغان دواړه دساينس پوهنې د زده کړې په اړوند په
يوه خوله وي . د بيلګی په ډول سيد جمال الدين افغان په افغانستان، ايران،ترکيه،هند او مصر کې ديوې نوې پان
اسلا ميزم ګوند جوړاوپه تبلیِغ يې پیل وکړ.دنوموړي فلسفې بنسټ داوو:
١-داسلا مي هيوادونو سياسي پوهې لوړو
ل او په ګډه سره دغربي استعمار په مقابل کې ملي مبازه ،
٢-داسلام عا لمانويو موټۍ کول .
٣-داسلام
تمدن ته دزده کړې،دمودرن سا ينس او تکنالوژي زده کول اود اسلام څخه دفاع کول او تمدن ته يې وده ورکول
.
په درنښت
(ددویمې
برخې پای)
اخذلیک :
١- http://en.wikipedia.org/wiki/A._Q._Khan
۲-
http://www.draqkhan.com.pk/about.htm
٣ - http://www.nytimes.com/2006/04/16/world/asia/16chron-
khan.html
٤- http://www.globalsecurity.org/wmd/world/pakistan/kahuta.htm
۵- قران کریم ترجم
ه اوتفسیرپه پښتوژبه کې ، دویم جلد،مدینه منوره ، ۱۳۸۴ ه ل