دخپریدو نیټه : 2005-02-26 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
څو سياسي خبرې او د افغانستان ودانول (لومړۍ برخه)
مېرزا علم حميدي - هالنډ
غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
لږ د سياست په هکله
سياست يوه اړينه، ستونزمنه او ځېرکه پوهه ده . څرنګه چې د سياست بنسټيز مواد او موضوع انسان دی او انسان هم داسې پيچلی ژونده سری دی چې تر اوسه په بشپړ ډول نه دی پېژندل شوی . انسانان بيل، بيل احساسات، زړه سواندۍ اوګټې وټې ، رنګه رنګ ځان مننې، اروايي حالات او بدني اړتياوې؛ لنډه دا چې د ګټې وټې ډول، ډول مادي او معنوي غوښتنې لري . دا غوښتنې په ځانګړي، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي چاپېريال کې جوړښت مومي . د پرمختللي انسان د چاپيريال شرايط د بل انسان د چاپېريال له شرايطو سره توپير لري . لکه څنګه چې ارواپوهان د چاپېريال له شرايطو سره سم د انسانانو د ښې پېژندګلوۍ،د ټولنيز کلتور د څرنګوالي، د ملي او نړيوالو شرايطو او اړيکو په پام کې نيولو سره ګام اوچتوي . همدارنګه سياسي کړه وړه هم بايد ډير ځانګړي، د پام وړ او له مخکې څخه پر تله شوي وي .
له کتابي روښانتيا پرته د سياست غټ ټکي د کړو وړو څرنګوالی او د يوه نظام د رامنځ ته کولو او ټېنګولو تګ لاره ده چې د هغه پربنسټ د خپلې غوښتنې نظام او اداره ټېنګه کړي. کيدای شي چې دغه هر اړخيزه څرګندونه په يوه کورنۍ، په يوه لويه او يا کوچنۍ ټولنه ، په يوه هيواد او يا په نړيواله کچه د ژوندانه په بيلا بيلو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اړخونو کې و څیړل شي .
ددې لپاره چې د سياست څرنګوالی په ښه او اسانه توګه تر لاسه کړو؛کولای شو دغه څیړنه د بيلګې په توګه د يوه هيواد په کچه پلي کړو .سياستوال غواړي د سياسي ډلې يا سياسي ګوند او يا د خپل ځانګړي باور او اغيزې له لارې په يوه هيواد کې د خپلې خوښې اداره او کړنلاره ټينګه کړي چې د ټول هيواد سياسي، اقتصادي . ټولنیز، کلتوري، حقوقي او ملي ژوند ددغه کړنلارې پر بنسټ سمون ومومي . له دې کبله سياست د نظام جوړول او سياستوال هغه څوک دی چې د خپلې خوښې نظام جوړونکی او پلی کوونکی دی .
دا ځکه د سياست لپاره ډول، ډول نومونه کارول کیږي لکه ارتجاعي سياست، مترقي سياست، ملي سياست، استعماري سياست او د استعمار ضد سياست . تبعیضي سياست ، دتبعيض ضد سياست، د اپارټېد سياست او د اپارټېد ضد سياست . عادلانه او د عدل ضد سياست او داسې نور . دا نومونه د سياستوالو د کړو وړو او د دوی د سياسي نظام له مخې ټاکل کیږي او باور تر لاسه کوي .
ملي سياست په هر هيوادکې د ژوندانه له اړينو او مهمو ارزښتونوڅخه برخمن دی . کله چې په يوه هيواد کې د سم او وړ سياست له لارې يوه داسې کلکه سياسي او عادلانه اداره ټېنګه نه شي چې بنسټ يې د خلکو پر ټاکنو ولاړ وي هغه هيواد د ګډوډۍ او اړودوړ په لوري درومي، خلک او ټولنه له درنو غميزو او ډول، ډول ستونزو سره لاس په ګريوان کيږي .
تر ټولو لومړۍ سياسي وړتيا او ځېرکتيا داده چې د یوې دولتي ادارې د جوړولو لپاره هڅې او هاند وشي دا ځکه چې دا ډول اداره د هيواد د ژوندانه له ډیرو اړينو اړتياوو څخه ده او هېڅ هيواد نه توانیږي چې ددغه ډول ادارې له درلودلو پرته خپل ملي ژوند سم او ټولنه د اجتماعي عدالت او پر مختګ په لاره روانه کړي .
د سياست عمومي منځپانګه د قانوني دولتي نظام ټېنګول دي او د دولت ډولونه هم په اساسي قانون کې بيان او کښل کیږي، په دوديز ډول دولتي نظام د تقنيني، اجرائيه وي، قضايي او لوې څارنوالۍ د ځواکونو درلودونکي وي او هر يو ځواک ځانګړي او بيلې، بيلې دندې لري چې په سر کې يې د دولت رئيس (پاچا يا ولسمشر) وي،د ولسمشر او دولتي ارګانونو واک او مسوليتونه په قانون کې ښکاره او بيان شوي وي .
-په سياست کې هميشه رښتيا وايه ځکه هغه دوستان چې په تاباورلري ستاپه خبرو عمل کوي اوستادښمنان چې خبرې دې نه مني ستادخبروپه وړاندې دريږي .« بيزمارک »
- انسان هغه مهال د سياست په کار کې غولیږي چې فکر وکړي؛ نور يې غولولي دي . «ژول کامبون »
- د نیمې ورځې حکومت؛ د سلو کلونو کور ورانوي « پښتو متل »