بسمه تعالی
محترمووروڼو !
شپاړسم له محاسنو د اسلام څخه دادئ چي اسلام له یوه پلوه د انسانانود فردی شخصی اوداجتماعی اقتصاد
پاره معقولی لاری اوصحیح اوسالم منابع اواسباب مشخص کړي دی اوانسانان په ډیرترغیب او تشویق سره ودی ته
ادعوتوی .
او له بله طرفه إسلام خلګ له حاصلولو څخه د مال او له تقويه کولو څخه د إقتصاد له هغو ټولو
منابعو څخه په ډير شدت او زور سره منع کړيدي او منع کوي يې کوم چي فاسد ، ناجائز ، ناروا او غير معقول منابع دي
، چي د دواړو قسمو منابعو تفصيل به درته راسي ، خو له مخه تر دې د مقدمې په ډول و يوه بيان ته متوجه سۍ ! چي دغه
بيان پر درو خبرو باندي مشتمل دئ
اوله خبر داده : چي کوم مال چي د جائزو منابعو له لاري حاصل سي ، او دا
نګه کوم إقتصاد چي له جائزو منابعو څخه پياوړئ سي ودې ته په إسلام کښي حلال مال او حلال إقتصاد ويل کيږي
.
او کوم مال چي د ناروا منابعو له لاري حاصل سي او کوم إقتصاد چي د ناروا او غير معقولو منابعو له مخي
پياوړئ سي ودې ته په إسلام کښي حرام مال او ناروا إقتصاد ويل کيږي .
دوهمه خبر داده : چي إسلام خلګ په ډير ت
غيب او تشويق او په ډير زور او ټينګار سره ودې ته رادعوتوي چي بايد دوۍ د مال په ډيرولو کښي او د إقتصاد په
قوي کولو کښي ، که شخصي وي او که إجتماعي ډير زيار او محنت وکاږي .
د إسلام له پرتمينو محاسنو څخه په دې
باره کښي يو ډير لوۍ د کمال او فخر صفت دا هم دئ چي و مسلمانانو ته داسي هدايت کوي چي له جائزو منابيعو څخه خو
بايد تاسي خپل شخصي او إجتماعي مالي حيثيت او إقتصاد بياوړئ کړۍ ، خو مګر نه ددې لپاره چي دغه پياوړتوب سبب د
کبر ، غرور ، بخل ، طغيان او دسرکښۍ وګرځوۍ ، بلکي په دې نيت سره به دا کار کوۍ چي دغه پياوړتوب د خالق او د مخلوق
درضا او خوشحالۍ ، د ځان او جهان د ګټي او ابادۍ سبب جوړ کړۍ .
په دې اړه و إسلامي هداياتو ته ځير سۍ :
( ۱ ) : د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) په يوه مبارک حديث کښي فرمايلي دي :
مَن طلَب الدنيا حلالًا إستعفافًا عَنِ المسئلة و سعيًا علی أهلِه و تعطفًا علی جاره ، بعثه اللهُ يومَ
القيامةِ و وَجهُه کالقمَر ليلَةَ البدر ، ومَن طلبَ الدنيا حلالًا مُکاثرًا مفاخِرًا مُرآئيًا لَقِيَ الله
تعالی يومَ القيامة و هوَ عليهِ غضبان ( تنبيه الغافلين ص ۲۱۱) .
يعني : هر څوک چي طلب وکړي د حلالي
دنيا لپاره د ځان ساتلو له سوال او ګدائي څخه او لپاره د نفقې برابرولو وخپل أهل ته ، او لپاره د مهرباني کولو
پر همسايه خپل باندي ، نو راپورته به کړي دَی (يعني له قبر څخه) الله پاک په ورځ کښي د قيامت په داسي حال کښي چي
دده مخ به په شان د سپوږمۍ د څوارلسم وي ، او هر څوک چي طلب وکړي د حلالي دنيا ددې دپاره چي صرف دنيا ډيره کړي او
په دغه دنيا سره د خدائ پر بندګانو باندي فخر وکړي او ددې دنيا په ذريعه د ريا کارونه وکړي ، نو د قيامت په ورځ
به دغه سړئ له الله (جل جلاله) سره په داسي حال کي مخامخ سي چي الله تعالی به پر ده باندي غضب کونکئ وي .
( ۲ ) : د إسلام پيغامبر په هغه مبارک حديث کښي چي بيهقي يې په ترغيب کښي له حضرت معاذ
بن جبل (رضي الله عنه) څخه روايت کړئ دئ فرمايلي دي :
ما تزالُ قدما عبدٍ يومَ القيامةِ حتی يُسئلَ عَن أربعٍ :
عن عمره في مَا أفناه ؟ و عَن شبابِه في ما أبلاه ؟ و عن مالِه من أينَ اکتسَبَه وفي مَا أنفقه ؟ و عَن عِلمِه ماذا
عمِل فيه ؟ .
يعني : هميشه به وي (يعني هيڅ به له خپل ځائ څخه نه ليري کيږي) دواړي پښې د هيڅ يوه بنده په ورځ کښي د
قيامت (يعني له خپل ځائ څخه) تر هغه پوري چي پوښتل کيږي دَی له څلورو شيانو : اول له عمر څخه دده چي په څه شي کښي
فاني او ختم کړ ده دغه عمر خپل (يعني په دنياکښي) اودوهم له ځوانۍ څخه دده چي په څه کښي زړه کړه ، تيره کړه ده دغه
ځواني خپله؟ او دريم : له مال څخه دده چي له کوم ځائ څخه ګټلئ او حاصل کړئ ؤ ده دغه مال خپل او په کومه لار
کښي يې صَرف کړئ وو هغه ؟ او څلرم له علمه څخه دده چي څه عمل ده په دنيا کښي په دغه عِلم سره کړئ ؤ ؟ .
م
طلب دا چي د قيامت په ورځ کښي به د حشرګاه په ميدان کښي تر هغه پوري هر سړئ ځائ پر ځائ باندي ولاړ وي ، چي له ده څ
خه دغه څلور پوښتني او سوالونه کيږي :
اوله پوښتنه د عمر په باره کښي ده ، چي له هر مکلف بنده څخه به ددې
پوښتنه کيږي چي په دنيا کښي الله پاک و تاته عمر غوندي غټه سرمايه درکړې وه نو تا دغه سرمايه په کومو لارو کښي
ختمه کړه ؟ .
دوهم : به له هر سپين ږيري څخه ددې پوښتنه کيږي چي تا د ځوانۍ غوندي غټ نعمت په کومه لار کښي زوړ
او تير کړ ؟ .
دريم : به له هر مالدار سړي څخه دا پوښتنه کيږي چي تا چي په دنيا کښي کوم مال او دولت لږ
يا ډير حاصل کړ وو ، نو دادي له کومه ځايه ، له کومه درکه حاصل کړئ وو ؟ ايا له جائزو منابيعو څخه دي حاصل کړئ
وو او که له ناجائزو څخه ؟ او بيا دي هغه مال په کومو لارو کښي صَرف کړ ، ايا په روا لارو کښي وو او که په نا
وا لارو کښي ؟ .
پنځم : به له عالِم څخه پوښتنه کيږي (عام له دې که لوۍ عالِم وي او که کَم علمه وي ) په دې ډول
چي و تاته چي الله پاک کوم علم درکړئ ؤ نو تا د هغه عِلم په مقتضی کوم عملونه کړي دي ؟ .
( ۳ ) : له حضرت سَعد بن أبي وقاص (رض) څخه روايت دئ چي ده مبارک له رسول الله (صلی الله
عليه وسلم) ددې غوښتنه وکړه چي دده دپاره دُعا وکړي ددې چي دَی مستجابُ الدعوته وګرځي (يعني چي کله دَی دُعا کوي
نو الله پاک يې قبلوي ) د إسلام پيغمبر په جواب ککښي ورته و فرمايل :
اې سعده ! حلاله خورکه د ځان دپاره برابره
وه ( يعني حرامه ګوله په خوله کي مه ايږده ) نو به ته مستجابُ الدعوته سې ، او په هغه ذات دي ځما قسم وي چي نفس او
وح د محمد(صلی الله عليه وسلم) دده په قبضه کښي ده چي کله يو بنده يوه ګوله حرامه و خپل نَس ته ورواچوي نو تر څ
لويښتو ورځو پوري دده دُعا نه قبليږي ، او د هر چا د بدن غوښه چي په حرامه غذا راشنه سي نو د جهنم اور لائق
دده د غوښي لائق دئ ( يعني په دغه ډول انسان سره جهنم او دوږخ ډير حقدار دئ چي ورداخل کړ سي تر جنت) .( والحديث م
شهورٌ مذکورٌ في الکتب المعتبرةِ ) .
( ۴ ) : فقيه أبو الليث ثمرقندي (رحمه الله) د
تنبيه الغافلين په ص ۲۱۱کښي ذکر کړيدي چي حضرت داؤد (ع) به په نابلده شکل کښي و خلګو ته راوتئ او په خلګو کښي به
ګرځيدئ ، او خلګو به نه پيژندئ ، ددې دپاره چي دا معلومات ځان ته وکړي چي کوم يو سړئ خو دده له حکومت څخه په
کايَت کښي ندئ ( يعني چي بيا نو دَی د هغه په شکايت غور وکړي ، نو حضرت جبرئيل (ع) د يوه نابلده سړي په شکل کښي
ورته حاضر سو ، نوحضرت داود علیه السلام ورته وفرمايل چي اي ځوانه ! د داؤد په باره کښي ته څه وایې ؟ نودغه ځوان
یعني حضرت جبريل علیه السلام ورته وويل : داؤد خونورډیرښه بنده دئ (یعني دالله پاک ) خومګر یوخوۍ په ده کښي سته
چي هغه دادئ چي دمسلمانانوله بیت الماله څخه خورک کوي حال دا چي په بندګانو کښي ترهغه بنده ډیرمحبوب والله
پاک ته نسته کوم چي له مشقت اوکسب څخه د خپل لاس خورک کوي ، نوحضرت داؤدعليه السلام وخپلي عبادت ګاه ته دژړا
اودتضرع په حال کښي ورغلئ اوداسي دعا یې وکړه چي اۍ ځماربه! وماته یوداسي کسب راوښوه چي دهغه په سبب دمسلم
انانوله بیت الماله زه مستغني اوبي پروا وګرځم ، نوالله جل جلاله دده دغه دعاقبوله کړه اود زغرود جوړولو کسب
یې ورزده کړاوهره اوسپنه یې وده ته تابعداره وګرځوله چي هره اوسپنه بي په لاس کښي راواخستله نودخمیره وړو په
ان به دده په لاس کښي نرمه سوه ، نوبیا به حضرت داؤدعليه السلام زغري جوړولي اوخرڅولي بې اودخپل ځان اوخپل
کورنفقه بې له همدغي لاري څخه برابروله ، لکه الله جل جلاله چي په يوه مبارک ايت کښي فرمايلي دي :
وعلم
ناه صنعة لبوس لکم لتحصنکم من بأسکم .
اودارنګه یې په یوه بل مبارک ايت کښي فرمايلي دي : وأ
نَّا لــــه الحديد .
(۵) : حضرت ثابت بناني رضي الله عنه فرمايلي دي چي م
اته داخبره رسیدلي ده چي عبادت لس جُزئه (يعني لس حصي دئ ) په دغولسو حصو کښي نهه حصې په طلب کښي دمعيشت موجودي
دي . کذافي التنبیه
(۶) : حضرت سعيد بن مسيب رحمه الله فرمايلي دي :
لاخيرفي من
ايجمع المالَ من حله فيخرج منه حقه ویصونُ به عِرضَه .
يعني په هغه چا کښي هيڅ خيرنسته چي هغه د
داسي مال جمع اوتحصيل نکوي چي له هغه څخه مالي حقوق لکه زکات اوسرسايه وغيره باسي اوپه هغه سره خپله ابرو
اوعزت خوندي کوي. . کذافي التنبی
(۷) : داسلام دوهم خليفه اميرالمؤمنين حضرت عم
فاروق رضي الله عنه فرمايلي دي :
يامعشر الفقراء ارفعوا رؤسکم واتّجروا ولاتکونواعيالاًعلی الناس .
یعني أي ټولۍ دفقيرانو خپل سرونه پورته کي يعني په ټيټ سر دخلګو منتونه پرځانو باندي مه وړۍ اوتجارت کوۍ او
پرخلګو باندي خپل ځانونه مه باره وۍ . ( کذافي التنبيه ) .
( ۸ ) : له حضرت إبن عمر
څخه روايت دئ چي د إسلام پيغمبر فرمايلي دي :
إن الله تعالی يُحِب کل مؤمن محترفٍ ابا العيال و لا يُحب ا
فارغ الصحيحَ لا في عملِ الدنيا و لا في عمَلِ الآخرة .
يعني : بېشکه الله تعالی محبت کوي ، خوښوي هر م
من چي کسب کاره وي ، د عيال او د اولادې پلار وي ، او نه خوښوي فارغ (يعني بې کاره سړئ) چي صحيح اوروغ رمټ وي نه
په کار کښي د دنيا او نه په کار کښي د اخرت ( يعني هغه انسان د الله [ جل جلاله] نه خوښيږي چي سره له دې چي د صحت
او د تندرستۍ خاوند وي عبث او بې کاره ګرځي ، نه د دنيا کار کوي او نه د آخرت کار کوي ) .
( ۹ ) :
همدارنګه د إسلام پيغمبر فرمايلي دي چي حضرت جبرئيل (ع) و ماته خبر راکړ چي هر څوک چي د خپل عيال لپاره سعي
(يعني کسب او کار) کوي ، په دې خاطر چي خپل عيال د خلګو له إحتياج څخه و ژغوري ، نو دغه سړئ داسي دئ لکه د الله
پاک په لار کښي چي جهاد او غزا کوي .
( کذا في التنبيه ) .
محترمووروڼو ! د نمونې په ډول مي دغه يو څو
سلامي هدايات درته ذکر کړل ، ددې لپاره چي دا خبره درته ښه واضحه سي چي إسلام په څونه اندازه مسلمانان و دې ته
تشويقوي چي له حلالو لارو څخه خپل مالي حيثيت او إقتصاد قوي کړي ، او و هغه انسان ته إسلام څونه د عظمت او إح
ترام په سترګو ګوري کوم چي کسب کاره او په حلاله طريقه سره د حلال رزق او روزۍ برابرونکئ وي .
د « مح
اسن الإسلام » په نورو برخو کښي به ددې موضوع نور اړخونه درته وڅيړل سي .
( والسلام و من الله التوفيق )
.