مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-03-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په سياست کې د ايديا لوژۍ په منګولو کې نه کښېوتل

ميرزاعلم حميدي - هالنډ

غورچاڼ او ژباړه  : مېرزاعلم حميدي - هالنډ

سياست  يانې  زور

کله، کله د سياست په هکله ويل کیږي چې سياست يانې زور . ځکه چې له زور پرته  هدفونه او غوښتنې نه تر سره  کيږي . په يوه دلیل خو دغه خبره سمه ښکاري دا ځکه سياستوال  سياسي ګوندونه او غورځنګونه جوړوي چې د هغه د زور، ځواک او ملاتړ له لارې د خلکو رايې تر لاسه او د واک پر ګدۍ تکيه ووهي .

 هر څوک، هر يوغورځنګ او ګوند چې له دغه زور پرته واک ته ورسیږي دوی واک په زوره تر لاسه کړی دی او قانونيت نه لري . د پوځي کودتا له لارې واک ته رسيدل بې قانونه او بې ادبه عمل ګڼل کیږي . خو هغه ازادي بښونکي جنګونه چې د تېري کوونکو او ښکيلاکګرو په وړاندې تر سره کيږي پر ځای، وطنپاله او په حقه مبارزه ده . خو بايد چې واک ته د رسيدو پر مهال له ځنډ پرته ټولټاکنې تر سره شي .

 

-زور د حق جوړونکی دی، دغه دوې کليمې دومره سره نږدې دي چې د یوې پېژندل له بلې  پرته امکان نه لري .

- د خپلواکۍ ونه دې د تېري کوونکو او ښکيلاکګرو په وينو اوبه شي !

-  دخپلواکۍ غورځنګ د تېري کوونکو ښکیلاکګروهمزول دی او تېري کوونکي دې  و ټکول شي !

 

 

 

*                            *                             *

 

په سياست کې د ايديا لوژۍ په منګولو کې نه کښېوتل

 

يوه بله غوره او اړينه خبره په سياست کې د ايديالوژۍ په منګولو کې نه کېوتل دي . لکه څنګه چې يادونه وشوه د سياست لومړۍ دنده په خپله ټولنه کې د ارامۍ او قانوني نظام رامنځ ته کول دي يا په بله وينا په خپله ټولنه کې د ملي حاکميت او قانوني سيسټم ټېنګول دي . لکه څنګه چې په هره ټولنه کې د ډول، ډول باورونو او ايديالوژيو خاوندان او ډلې، ټپلې ژوند کوي او د خپلې ټولنې په هکله بيل، بيل نظرونه لري له دې کبله که په سياست کې يو ډول باور(عقيده) او ځانګړي ايديالوژي په ګوته شي خامخا يې کار او کړه وړه د ظلم او تېري تر ټکه رسېږي چې په دې ډول د واک چلوونکو سياستوالو او د هغو کسانو او ډلو، ټپلو تر منځ چې د دوی د باور او ايديالوژۍ پر خلاف حاکم سياست پرې منل کيږي؛ ورانوونکي ستونزې رامنځ ته کوي چې په نتېجه کې يې په وړاندې دريدل او خپګان پيل او ورپسې غزيږي چې له دې کبله ټولنيزه ارامي له منځه ځي . ځکه يې په ځینو هيوادونو کې دين له سياست څخه بيل کړی دی او دوی نه غواړي چې دين په سياست باندې ککړ کړي . ښه ده چې سياست د ځانګړي ايديالوژۍ په بند کې کېنوزي او د داسې دموکراتيک نظام د ټېنګښت پلوي وکړي چې د ټولو ايديالوژيو او باورونود ژوند کولو لپاره لاره پکې پرانيستي وي؛ تر څو هر څوک او هره ډله وکولای شي چې خپل مذهبي او فرهنګي دودونه په خپلواک او سوله ييزډول تر سره اوخپل ديني، سياسي او فرهنګي تبليغات په ازاد ډول وکړای شي . او که چيرې هر څوک او يا هره ډله وتوانيږي چې په سوله ييز او قانوني توګه خلک او ټولنه په خپله تګ لاره باندې ډاډمنه او له دې لارې د خپل هيواد د ودانولو لپاره رايې تر لاسه کړي؛ هېڅوک حق نه لري چې په وړاندې يې بې قانونه خنډونه رامنځ ته کړي . ځکه وړ او انساني سياست هغه دی چې خپله ټولنه د هر رنګه ګلانو د غوړيدو لپاره چمتو کړي او که نه له دې پرته هم په خپله مړاوی او پاڼي، پاڼي رېژيږي او هم خپله ټولنه د مړاويتوب پر خوا بيايي . هر هغه سياست چې وتوانيږي په خپله ټولنه کې په خپل واک او ډاډمن ډول د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې او ولسواکۍ د غوره ارزښتونو پر بنسټ دولتي نظام رامنځ ته کړي؛ کولای شي چې د ژوندانه د پايښت حق تر لاسه کړي او خپل ژوند وغزوي . او که نه د بشريت د تاريخي تجربو له مخې په ورو، ورو د ژوند وړتيا له لاسه  ورکوي  .

- هېڅ ديکتاتور چې تر څو يې د ماڼۍ ديوالونه د خلکو په وينو نه دي رنګ شوي تر هغه يې د واک پر تخت ارام نه دی موندلی  . « محمد مسعود»

- دقانون په وړاندې سر ټيټول د خپل عزت او شرافت اصل بيانوي  . «زغلول پاچا»

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery