مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-01-04   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

محرم الحرام او د کربلا شهيدان ( ۴برخه)

علامه محمد معين الدين أبوالفضل .

 

  ( فاطمة الزهرآء )
محترمو وروڼو ! په دې برخه کي د بنت الرسول ، سيدة اهلِ نسآء الجنة فاطمة الزهرآء (رضي الله عنها) په اړه تفصيلات درته وړاندي کوم ، خو اول بايد ووايم چي دغه تفصيلات او دارنګه د أهل بيتو د نورو أعضاوو په باره کښي تفصيلات اکثر ه « روضة الشهدآء » څخه چي د مولانا حسين واعظ کاشفي تصنيف دئ  چي صاحب د تفسير حسيني ، جواهر التفسير ،  خلاق محسني او د أنوار سُهيلي دئ ،او ثقة او مقبول شخصيت دئ خصوصًا د أحنافو په منځ کښي  ، او له « مدارج ا نبوة » للمحدث الدهلوي ، البداية والنهاية ، تاريخ طبري و غيره څخه مأخوذ دي .

محترمو ! د إسلام د پيغم بر (صلی الله عليه وسلم) له حضرت خديجة الکبری (رضي الله عنها) څخه دوه ځامن او څلور لوڼي پيدا سويدي ، په ځامنو کښي يې يو قاسِم نوميدئ چي د پيغمبر (عليه الصلوة والسلام) په يوه مبارک اسم کنية کښي راغلئ دئ چي « ابوالقاسِم » دئ ، او بل عبدالله نوميدئ چي طيب او طاهر دده مبارک لقبونه وو .

او لوڼي دده مبارک (صلی الله عليه وس م) کومي چي له حضرت خديجې څخه پيداسويدي دادي :
 زينبه  ، أم کُلثوم ، رقيه ،  فاطمة  .
مطابق د ير مشهور قول حضرت فاطمه (رض) دده مبارک په دغو څلورو لوڼو کښي کم عمره او کشره لور وه .
ځامن مبارکان د رسول (صلی الله عليه وسلم) چي هر څو وو دده مبارک په حيات کښي وفات سويدي .
 د حضرت فاطمې د ولادت په نيټه کي ډير اختلاف دئ ، ځينو علماؤ فرمايلي دي چي د أصحابُ الفيل يا د فيل له واقعې څخه ۳۵ کاله تير سوي ول او د إسلام د پيغم بر و نبوت ته ۵ کاله لاپاته وه چي ددې مبارکي تولد وسو .

او شيخ أبو محمد بن خشاب په خپل کتاب « مواليد » کښي له إمام محمد باقر څخه روايت کړئ دئ چي ولادت د فاطمې (رضها) د إسلام د پيغمبر له بعثت او نبوت څخه پنځه کاله وروسته سوئ دئ ، او دغه راز نور قولونه هم سته چي يو دبل سره په دې باره کښي ډير توپير لري .

د فاطمة الزه آء د زوکړي بيان :
شيخ مفيد په « روضة الواعظين» کښي ذکر کړيدي چي کوم وخت حضرت خديجة (رضي الله عنها) په فاطمة الزهرآء سره حملداره سوه نو د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) و حضرت خديجې ته وفرمايل چي :

اې خديجې ! حضرت جبرئيل ماته خبر راکړ چي دغه کوچنی (يعني چي اوس د حضرت خديجې په رِحَم کښي دئ) دا به انجلۍ وي ، چي نوم بې فاطمه وي او و دې ته به ډير پاک او پاکيزه اوله برکاتو څخه ډک نسل الله (جل جلاله) وروبخښي ، کله چي ددې م بارکي د زوکړي او د تولد وخت راغئ او خديجې ته لکه څرنګه چي معمول دئ له معمول سره سم دردونه پيدا سول ، نو دې م بارکي و خپلو خپلوانو ښځو ته خبر ورکړ او دوۍ يې راوغوښتلې ددې دپاره چي د تولد په وخت کښي د عادت مطابق له دې سره کومک وکړي ، خو له دې وجي چي هغه ښځي ټولي کافري او مشرکي وي نو له ورتللو څخه يې منعه وکړه او ودې مبارکي ته يې دا خبري وروليږلې چي ته ګنهګاره سوې .

يعني د پلار او نيکه لار دي پريښووله او پر محمد (صلی الله عليه وسلم) باندي دي ايمان راوړئ ، او دغه محمد چي د أبوطالب يتيم ؤ بېچاره ، خوار او غريب ؤ اوته يوه نامداره ، عزتمنه او نامداره ښځه وې دده سره دي نکاح وکړه او ځموږ خبري دي نه منلې او درويشي او فقيري دي پر توانګرۍ او دولتمندۍ باندي غوره کړه ، نو موږ نسو درتللائ خپله چاره دي پخپله وکړه .

حضرت خديجه (رضي الله عنها) د قريشو د ښځو له دغو خبرو څخه ډيره پريشانه او دلتنګه سوه ، په دې وخت کښي په ناڅاپي ډول څلور ښځي ورته راغلې چي په رنګ ، قد او قامت کښي داسي معلوميدلې لکه چي د بني هاشم او د قريشو له ښځو څخه دي ، حضرت خديجې چي کله دغه ښځي وليدلې يودم په ترس او ويره کښي ولويده ، له دغو څلورو ښځو څخه يوې ښځي ودې مبارکي ته وفرمايل چي اې خديجې ! مه پريشاني کوه او مه ويريږه موږ الله (جل جلاله) وتاته راليږلي يو او موږ ستا خويندي يو ، زه حضرت ساره يم (يعني د حضرت إبراهيم [ع] بي بي ) او دغه بله ښځه د عمران لور حضرت مريمه ده (يعني د حضرت عيسی [ع] مور ) او دغه دريمه ښځه بيا کلثوم د حض ت موسی (ع) خور ده ، او دا څلرمه ښځه بيا حضرت بي بي آسيه ده چي د فرعون ښځه وه ، دغه موږ ټولي به په جنت کښي له تاسره ملګري يو  .
بيا په دغو ښځو کښي يوه د خديجې و راسته طرف ته او يوه يې چپه طرف ته کښينستله ، او يوه يې و مخ  او بله يې شا ته کښينستله ، او د حضرت فاطمې تولد وسو .

کله چي فاطمه (رضي الله عنها) پيداسوه نو له دې مبارکي څخه يوه داسي رُڼا او روښنايي وځليدله چي د مکې مکرمې پر ټولو کورو باندي يې احاطه وکړه ، او په ځمکه کښي داسي ځائ پاته نسو چي له هغه نور څخه دي روښانه سوئ نه وي 

   بيــــــــت :
   بر آسمانِ سالَت هلالِ از نَو تافت
   ببوستان نبوت ګلي زنو بــــشګفت .

صاحب د تفسير حسيني په «روضة الشهد ء» کښي ذکر کړيدي چي داسي روايت راغلئ دئ چي الله (جل جلاله) د جنت له حورو څخه لس حوري د جناب رسول کريم ( صلی الله عليه وسلم) وکور ته وروليږلې ، او له هري يوې سره يوه ګډوه د حوض کوثر له اوبو څخه ډکه او يو تال ورسره ؤ ، کله چي دغه حوري و خديجې ته راغلې نو په هغه څلورو ښځو کښي کومه ښځه چي د خديجې و مخ ته ناسته وه فاطمه يې ورواخست ه او په هغو اوبو سره يې پريمنځله او يوه سپينه جامه چي ورسره وه او ډيره خوشبويه وه راواخستله او فاطمة الزه آء يې په هغه کښي و پيچله او يوه بله پاکيزه او خوشبويه ټوکره يې پر سر ورواچوله ، او بيا يې و خديجې ته وفرمايل چي اې خديجې! اوس دي نو دغه پاکه ، پاکيزه لور درواخله چي الله پاک پر دې او ددې پر نسل باندي برکت ايښئ دئ ، او دغو ټولو ښځو ودې مبارکي ته د فاطمې مبارکي ورکړه ، بيا ورڅخه رُخصت سولې .
وروسته د إسلام پيغمبر (صلی الله ع يه وسلم) راغئ او حضرت خديجة الکبری فاطمة الزهرآء دده مبارک په غيږ کښي ورکړه  .
........................................

پوه سه ! چي د فاطمة الزهرآء (رضي الله عنها) ډير نومونه دي ، شيخ عبدالحق محدث دهلوي (رحمه الله) د مدارج النبوة په ج۲ ص۴۵۹ کښي فرمايلي دي چي ددې مبارکي يو نوم فاطمه دئ او په فاطمه سره ځکه دا مسمی سوېده چي الله تعالی دا مبارکه او ددې مبارکي محبين او مخلصين له دوږخ څخه خلاص کړيدي .
او دوهم نوم يې « بتول » دئ ، په بتول سره له دې وجي نامداره سوېده چي دا مبارکه د خپلي زمانې له ټولو ښځو څخه په فضيلت او دين کښي او په إنقطاع او پريکړون کښي له ماسوی څخه د الله (جل جلاله) تنها او متفرده وه .

او دريم نوم يې « زهر ء» دئ ، په نامه سره له دې وجي نامداره سوېده چي په ښايست او جمال کښي پر نورو ښځو باندي  دې مبارکي فوقيت در ودئ  .
همدارنګه راضيَة ، مرضِيَة ، ميمونه ، ذکيَة هم ددې مبارکي مبارک نومونه دي ، او اسم کنية ددې مبا کي « أم محمد» ؤ  .  
محدث دهلوي په مدارج النبوت کښي ذکر کړيدي چي د إسلام پيغمبر فرمايلي دي :

إنّ اللهَ يَغضِبُ بِغضَبِ فاطمة ، و يرضي برَضائها .

يعني بېشکه الله (جل جلاله) په غضب کښي کيږي او نا اضه کيږي په غضب او ناراضي سره د فاطمې ، او راضي کيږي په رضا او خوشحالي سره د فاطمې .
همدارنګه محدث دهلوي کر کړيدي چي په صحيح حديث کي راغلي دي چي د إسلام پيغمبر فرمايلي دي :

  فاطمةُ  بِضعَة مني ، مَن آ اها فقد آذاني و من أبغضها فقد أبغضني .
يعني فاطمه يو ټوټه او برخه ده له ما څخه ، هر څوک چي تکليف ورسوي ودې ته نو په تحقيق سره هغه و ماته تکليف ورساوه او هر څوک چي بغض وکړي له دې سره نو په تحقيق سره هغه له ما سره بغض وکړ  .

.........................................
پوه سه ! چي په دې باره کښي هم إختلاف دئ چي ددې مبارکي نکاح له حضرت ع ي (کرم الله وجهه) سره څه وخت وسوه ؟ 
اول قول دا دئ چي په دوهم کال د هجرت د رمضان په مياشت کښي د بدر له غزا څخه وروسته ، او ځينو ويلي دي چي د أحد له غزا څخه وروسته ددې مبارکي نکاح له حضرت علي بن ابي طالب سره وسوه ، او د واده مراسم يې د ذي الحجې په مياشت کښي تر سره سول .
دوهم قول دادئ چي د رجب په مياشت کښي يې نکاح ورسره وسوه .
دريم قول دادئ چي د صفري په مياشت کښي په وحي او د الله (جل جلاله) په حکم سره ددې مبارکي نکاح له حضرت علي  سره وسوه ، په دغه وخت کښي ددې مبارکي عمر ۱۵ کاله او پنځنيي مياشتي وو ، او د حضرت علي عمر ۲۱ کاله او پنځه مياشتي وو  .

له حضرت علي څخه ددې مبارکي دغه اولاد سوئ دئ :
حسن ، حسين ، محسن ، زينبه ، أم ک ثوم ، رقيه .
         ( کذا في مدارج النبوة للمحدث الدهلوي ) .

پوه سه ! چي دفاطمة الزهرآء وفات په صحيح قول د رمضان المبارک په دريمه د سه شنبې په شپه سوئ دئ ، په دغه وخت کښي د إسلام د پيغمبر له رِحلَت او وفات څخه ۶مياشتي تيري سوي وي ، او په بقيع کي ددې مبارکي دفن په شپه کښي ترسره سو ، او د جنازې لم ونځ يې حضرت علي او په يوه قول يې حضرت عباس (رضي الله عنهما) ادا کړ  .
پوه سه ! چي په مَدفَن ددې مبارکي کښي هم إختلاف دئ ،ځيني وايي چي ددې دفن ددې مبارکي په خپل کور کي سوئ دئ کوم چي د مسجد نبوي په داخل کښي راځي ، او يو قول داسي راغلئ دئ چي مَدفن ددې په هغه مسجد کښ دئ چي په بقيع کښي موجود دئ او و دې مبارکي ته منسوب دئ  (کذا في مدارج النبوت وغيره ، والعلم عندالله ) .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery